د هیلې ړنا ۵ په مختلفو ادیانو کې د منجي یادونه
په تېره خپرونه کې مو دا څرګنده کړه چي د عیسویانو په اسماني دین کې د اخرې زمانې د منجي په ظهور باندې باور ژورې جړې لري، البته په دې ټکې باندې ټینګار کوو چي د مختلفو انجیلونو د شتون د امله چي د حضرت عیسي څخه لسګونه کلونه وروسته لیکل شوي او په کښې یو نیم تحریفات وارد شوي دي، د اخرې زمانې د منجی د ظهور په هکله یو نیم شبهې هم مطرح شوي دي.
د عیسویانو د اخرې زمانې د منجې په هکله یوه تر ټولو لویه شبهه دهغه د شخصیت په هکله ده، هغوی په دې باور دي چي د اخرې زمانې منجي په خپل ظهور سره، نړۍ له ظلم، ټوپیر او اخلاقي فساد څخه خلاصوي، لیکن د عیسویانو په څلورو انجیلونو کې د اخرې زمانې د منجې په هکله مختلف نومونه یاد شوي دي، ځینو انجیلونو کې د (انسان د زوی) او ځینو کې بیا د (رېښتني روح) تر عنوان لاندې ورڅخه یادونه شوې ده. په زړه پورې مساله دا ده چي حضرت عیسی علیه السلام هم د اخرې زمانې د منجي په هکله خبرې کړي دي، او د هغه د ظهور زیری یې کړي دي، په دې هکله د یوحنا د انجیل په ۱۴ باب او ۱۷ ایت کې د حضرت عیسي علیه السلام له خولې څخه نقل شوی: زه د پلار څخه غواړم تاسو ته یوه بله ډاډ ورکوونکی واستوي څو د تل لپاره ستاسو سره وي، یعني رېښتنی روح،،،،،» په همدغه انجیل کې په ۱۵ او ۲۷ ایت کې بیا راغلې: کله چي ډاډ ورکوونکی د پلار له جانبه تاسو ته راشي، یعني هغه رېښتنی روح چي له پلار څخه صادریږي، هغه په ما باندې شهادت ورکوي او تاسو هم باید شهادت ورکړي»
وتلی عیسوی مبلغ جیمز هاکس (د سپېڅلی کتاب قاموس) تر عنوان لاندې په خپل پېژندل شوی اثر کې په انجیل کې (د انسان د زوی ) د کارول شوی اصطلاح په هکله لیکي : دا لفظ په انجیل کې ۸۰ ځلی راغلی دی چي یوازې ۳۰ ځله یې د حضرت عیسی علیه السلام سره سمون خوري» په بل عبارت سره، په ۵۰ موردونو کې د حضرت عیسی علیه السلام نه به غیر یو بل منجی ته اشاره کوي، البته دې ټکي ته مو هم پام وي چي عیسویان حضرت عیسی علیه السلام د خدای پیغمبر نه بلکې د خدای زوی یې بولي، نو بیا د انسان د زوی اصطلاح نه ورته کاروي.
د عیسویانو د منجی د حکومت د څرنګوالې، د نورو ادیانو له پیروانو سره د هغه د چلند د څرنګوالې او د قدرت د اعمالولو د څرنګوالې په څېر ځینې شبهې موجود دي، لیکن د عیسویانو د منجي په هکله تر ټولو یو مهم ټکی دا دی چي هغه د اسلام له لورې د معرفي شوی منجي سره، ځینې ورته والې دي، لکه څرنګه چي له دې مخکې مو وویل ټول الهي دینونه د خدای له جانبه دي او د هغوی اصلي ارمانونه او ارزښتونه یو شان دي، په دې خاطر دا عجبه نه ښکاري چي په عیسویت او اسلام کې د اخرې زمانې د منجي، د صفتونو، ظهور او چلند په هکله مشترکې ټکي موجودي وي. د دواړو ادیانو له لورې معرفي شوی منجي د متعال خدای له جانبه یو مسئولیت لري او د ظهور نیټه یې په ډاګه شوې نه ده، خو د ظهور نه مخکې ځینې نښې لري چي یوه په نړۍ کې د ظلم او فساد زیاتوالې ده، هغه حضرت له ظهور نه وروسته، یوه دیني حکومت برقراره کوي او ولسونه د هغه حضرت د حکومت په ړنا کې له عدالت، برابری، هوساینې، پوهه او کمال څخه برخمن کیږي، البته په پروټسټانت مذهبه عیسویانو کې د نوولسمې پېړۍ را په دې خوا، یوه نوې ډله را مینځ ته شوه چي د عیسویانو د منجی په هکله یاد شوی اوصاف نه مني او د هغه له ظهوره مخکې او له ظهوره وروسته، د ویروونکی او غیر انساني حالاتو خبر ورکوي، دغه منحرفه ډله اوس د صهیونیست عیسویانو په توګه مشهور شوي دي.
لکه څرنګه چی د صهیونیست عیسویانو له نامه څخه ښکاري، دغه ډله له صهیونیستي باورونو سره، ورته عقیده لري، صهیونیست هم د یهودیانو یوه انحرافي ډله ده، چي جنګ غواړې او افراطي نظریات مطرحوي، د دغه ډلګۍ مشرانو د اخرې زمانې د منجي په هکله د عیسویانو باورونه په صهیونیستي نظراتو باندې برابر او په سیاسي او بې منطقه توګه تفسیر کوي.
عیسوي صهیونیستان په دې باور دي چي یهود د متعال خدای له لورې تر ټولو د غوره قوم په توګه انتخاب شوی دی، صهیونیست عیسویان هم ځانونه له نورو عیسویانو بره ګڼي، هغوی په فلسطین باندې د صهیونیست رژیم یرغل پر ځای ګني او د فلسطینیانو مشروع حقوقو باندې سترګې پټوي، صهیونیست عیسویان په دې باور دي چي باید د اسرائیل له رژیم څخه ملاتړ وشي څو یهودیان په بشپړه توګه په مصر کې د نیل له سینده نیولې بیا په عراق کې تر فرات سینده پورې په ټولو سیمو باندې ولکه ټینګه کړي او له یادو سیمو څخه مسلمانان وباسي.
د عیسوي صهیونیستانو یوه بله خطرناکه عقیده د الاقصی د جومات ړنګېدا او پر ځای باندې د سلیمان د معبد د جوړولو ضرورت دی، یعني همهغه مساله چي یهودیانو ټینګار په کوی او کلونه کلونه کیږي چي د فلسطینیانو په وژلو او د ترکیې، سعودي عربستان او اذربایجان جمهوریت په شمول د ځینو عربو هیوادونو سره د جوړجاړی له لارې غواړې د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې یعنی د الاقصی د جومات د ورانولو زمینه برابره کړي.
د صهیونیستي عیسویانو منحرفه ډله د سلیمان معبد د حضرت عیسی علیه السلام د حکومت مرکز ګڼی، په دې خاطر د الاقصی د جومات د ورانولو په موخه له یهودیانو څخه بې سارې ملاتړ کوي، هغوی پوهیږي چي دغه جومات د اسلامي امت لپاره ډېر زیات اهمیت او د هغه ړنګېدا کولایشي د یوې لویې جګړې د پیلېدو سبب شي، خو سره، له دې صهیونیست عیسویان چي منحرفین دي د دغه جنګ هرکلی کوي او دغه جنګ د خپل منجي د ظهور او د ارماګدون د لویې جګړې مقدمه بولي، د صهیونیست عیسویانو په باور، د دغه سختې جګړې په پیلېدو سره، چي د بیت المقدس سره، په نژدې سیمو کې پیلیږي، حضرت عیسي علیه السلام ځمکې ته راستنیږي او یوازې هغه کسان چي ځانونه عیسویان بولې، له ځان سره، جنت ته بیایي، د دوی په باور کې، کله چي د شر او د پلیدی مظهر یعني دجال د ارماګدون په جنګ کې د کامیابه کېدو په حال کې دی، حضرت عیسي علیه السلام د ژغورل شویو عیسویانو سره یو ځای بیرته ځمکې ته راځي او دجال او د هغه لښکریان له مینځه وړي، او د زرو کلونو لپاره په ځمکې باندې حکومت کوي.
که څه هم اکثره عام عیسویانو هم د صهیونیستي عیسویانو د اخرې زمانې له باورونو سره، موافق دي، لیکن یو شمېر عیسویان د حضرت عیسی علیه السلام حکومت په ځمکې باندې نه بلکې په اسمانونو کې برقراره بولي، د بلې خوا څخه د صهیونیست عیسویانو د اخرې زمانې د منجي د ظهور لپاره نیټه ټاکي او په دې باور دي چي د هغه د ظهور یو شمېر نښې هم عملي شوي دي، خو عام عیسویان د اخرې زمانې د منجې د ظهور لپاره د نیټې له ټاکلو ډډه کوي ځکه چي عیسویت کې دا کار ممنوع ګرځول شوی دی.
د عیسویت دین کې راغلې چي مسیح د بشریت د ژغورنې لپاره د سولې، دوستی، عدالت او معنویت په پیغام سره ظهور کوي، خو صهیونیست عیسویان، د اخرې زمانې منجې یو فوځي او غضب ناک شخصیت بولي چي په راتلو سره، سمدلاسه د مسلمانانو او نورو خلګو وژنه پیلوي او یوازې عیسویانو ته نجات ورکوي، دوی مسلمانان د اخرې زمانې د منجې دښمنان او د دجال لښکریان بولي.
صهیونیست عیسویان، د نورو عیسویانو د تیر ایستلو لپاره، او په هغوی باندې د خپلو افراطي او ناسمو باورونو د منلو لپاره پراخ تبلیغات کوي، خطرناکه مساله دا ده چي تر دې دمه د رونالد ریګان او جورج بوش په شمول یو شمېر امریکایي سیاسي مشران او د نورو لوېدیځو هیوادونو سیاسي چارواکو هم صهیونیستي عیسویانو سره یو ځای شوي دي، د عیسوي صهیونیزم باورونو د عملي کېدو په لړ کې د دغو لوېدیځو چارواکو هلې ځلې د نړیوال سولې او ثبات لپاره سخت ګواښونه رامینځ ته کړي دي، په تېره بیا چي دغه انحرافي ډلګۍ د امریکې او انګلیس لپاره د اخرې زمانې په بدلونونو کې ځانګړی رول تعریفوي، البته د صهیونیست عیسویت له لورې د ظهور لپاره د ټاکل شویو نښو او وړاندوینو نه عملي کېدا، او د صهیونیست رژیم په وړاندې د فلسطینیانو مبارزه او د الاقصی جومات څخه ساتنه د صهیونیستانو د کمزوري کېدو سبب شوی او داسي ښکاري چي دا به د وخت په تېرېدو سره، د صهیونیست عیسویانو د باورونو د لړزانده کېدو لامل وګرځي.
د اخرې زمانې منجي، د سولې، ملګرتیا، دوستی، عدالت او معنویت استازی دی او په دې خاطر د نړۍ خلګ له هغه څخه هرکلی کوي، او مونږ مسلمانان هم د ندبې په دعا کي وایو:
« ... اَیْنَ جامِعُ الْکَلِمَةِ عَلَى التَّقْوى، اَیْنَ بابُ اللهِ الَّذى مِنْهُ یُؤْتى، اَیْنَ وَجْهُ اللهِ الَّذى اِلَیْهِ یَتَوَجَّهُ الاْوْلِیآءِ ، اَیْنَ السَّبَبُ الْمُتَّصِلُ بَیْنَ الاَْرْضِ وَالسَّمآءِ، اَیْنَ صاحِبُ یَوْمِ الْفَتْحِ وَ ناشِرُ رایَةِ الْهُدى، اَیْنَ مُؤَلِّفُ شَمْلِ الصَّلاحِ وَالرِّضا ...
چیرته دی د تقوا پر بنیاد باندې د قدرت او اقتدار راغونډوونکی؟ چیرته دی د خدای د هدایت هغه ور، ورسره هدایت راتلونکی دی، چیرته دی خدای هغه جلوه چي دوستان ورته مخه کړي؟ چیرته دی د ځمکې او د اسمانونو تر مینځ د پیوستون هغه وسیله؟ چیرته دی د بریا د ورځې خاوند او د هدایت د بیرغ اوچتوونکی؟ چیرته دی د صلاح او د رضا د تیت پرکتیا راغونډوونکی؟