د هیلې ړنا، ۱
عزیزانو یادونه کوو چي په دغه لړۍ کې به د حضرت مهدی صاحب الزمان عج د ژوند، قیام، حکومت او د منتظرینو د وظایفو په هکله تاسو سره وږغېږو لیکن له هغه مخې د معدویت په هکله ځینې اعتقادې مسایل وڅېړو.
د بې وزلیو، فساد، ظلم او تبعیض نه په ډکه نړۍ کې یوازې د هیلې او د امید چینه چي د خلګو لپاره پاته شوې هغه د یو داسي حکیم، ازاد او عدالت غواړی کس ظهور دی چي په نړۍ کې عدالت قایموي، بې وزلی، ظلم، فساد له مینځه وړي او د مظلومانو چیغه اوري او د بشریت لپاره هوسا او له شرافت نه ډګ ژوند برابروي او له تدبیر او عدالت نه ډکه نړیواله واکمني قایموي.
انسانان له پیدایښت را په دې خوا تل د معنویت، ازادی، عدالت، کرامت او هوساینې په څېر د مهمو اهدافو په لټه کې پاته شوي دي، البته په یادو اهدافو کې ځینې تر یو حده پورې تر لاسه شوي خو د ځینو اهدافو په تر لاسه کولو کې انسانان ناکامه پاته شوي دي، مهمه مساله دا ده چي ټول انسانان په برابر او عادلانه توګه له دغو لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه برخمن شوي نه دي، یو شمېر حکومتونه او د زر او زور خاوندان انساني او اخلاقي ارزښتونو ته له پام پرته په عامو خلګو ظلم او زیاتی کوي او بې وزلی او ډو ډو ل کړاوونه یې په انسانانو باندې ټپلي دي، له بده مرغه تر دې دمه د دغو نابرابریو او غیرانساني حالاتو په وړاندې د عدالت غواړو ولسونو او انسانانو مبارزې بریالي شوي نه دي او یوازې په محدودو موردونو کې ځینې نتیجې ورکړي دي، په دې مینځ او مان کې د نړۍ د ځپل شویو او کړېدلي ولسونو لپاره یوازې د هیلې او امید یوه چینه پاته شوې ده چي هغه د داسي یو کس ظهور دی چي هغه د ظالمانو دښمن، د مظلومانو لاس نیوونکی، عدالت غواړې، مقتدر او حکیم دی چي د ظالمانو او د مفسدینو د ځپلو او د بشریت لپاره له هوساینې ډک عزتمندانه او معنوي ژوند د برابرولو وړتیا لري. وروستی الهی دین یعني اسلام د بشریت دغه ژغورونکی معرفی کوي، چي هغه حضرت مهدی عج او د نبی اکرم ص د سپېڅلي اهلبیت څخه دی.
ځینو خپل امید له لاسه ورکړي او په دې باور دي چي له دغه ناوړه حالاتو څخه د انسانانو د ژغورنې لپاره هیڅ څوک نه راځي او مظلومین او کمزوري به تل له کړاوونو سره مخامخ پاته شي، هغوی وایي: چي د ژغورنکی یا د منجي د ظهور مساله، د بشریت د اذهانو له خوا جوړه شوې، حقیقت نه لري او یوازې د کړېدلو د زخمونو د ملحم د اېښدولو لپاره یوه هیله ده.
اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږي چي ولي یو شمېر خلګ داسي ناهیلي باور لري؟ تر ډېره حده پورې هیله او ناهیلیتوب د خلقت د نظام په وړاندې د انسان لیدلورې پورې تړاو لري، هغه کسان چي په اخرت باندې باور لري او د خلقت نظام یوازې موجوده نړۍ پورې محدود نه بولي، د خپل ژوند تر ټولو په سختو حالاتو کې هم د یوازېتوب احساس نه کوي، ځکه چي تل خدای خپل تر څنګ مومي او په دې باور دی چي متعال خدای هغه او ورسره ټول انسانان بلاخره له ظلم او تباهی څخه ژغوري.
لیکن په مادي لیدلورې کې انسان راتلونکې په هکله له بدبینی ډک احساس مومي، ایرانی معاصر عالم او متفکر شهید مرتضي مطهري دغه مسالې ته له یو بل اړخ څخه ګوري او وایي: مادي فیلسوفان چي تل د طبیعت په وړاندې له بدبینی ډک نظر درلودلي دي، دې ته په کتو سره چي خلقت په اصل باور نه لري، او د انسان پیدایښت تصادفي بولي، وایي چي شر د انسان د ذات یوه برخه ده، او لومړنی انسان چي په ځمکه پښه اېښې ده، شرارت تر سره کړی دی او اوس هم انسان یو شرور موجود دی او په راتلونکې کې به هم انسانان شرور پاته شي نو په دې خاطر هغه کسان چي په خدای او اخرت باورمن نه دی د نړۍ راتلونکۍ توره او تیاره ګڼي. مادي فیلسوفان د بشریت د اصلاح لپاره هر ډول طرحه او کوښښ ناکامه بولي او د انسان کمال او نېکمرغۍ ته هیله نه لري.
د ظلم او موجوده تبعیض په وړاندې تسلمیدا د داسي مفکورې پایلې دي، او د دغه ناوره مفکورې له امله د اخرالزمان د منجي یا ژغورونکی د قیام لپاره هیڅ ډول هلې ځلې نه کیږي.دا په داسي حال کې دی چي د اخرې زمانې د منجي یا نجات ورکوونکی په ظهور باندې باور، هیله بخښونکې او حرکت رامینځ ته کوونکی دی. لیکن ولي مونږ په دې باور یو چي نړۍ بالاخره د یوه مصلح او عدالت غواړی په پاڅون سره، نیکمرغۍ ته رسیږي؟ د دغه پاڅون یا قیام او مقدس زیری لپاره کوم دلایل شتون لري؟
د اخرې زمانې د منجي د ظهور دلایل زیات دي چي تر ټولو مهم یې، په دې زمینه کې د الهي مذهبونو پرېکنده ژمنې دي، حتی په یو شمېر غیر الهي مذاهبو کې هم د بشریت د ژغورونکی د راتلو زیری ورکول شوي دي، له دغې ژمنې د خلګو هرکلی، دعا او د تحقق لپاره یې هلې ځلې ښودنه کوي چي انسان تل له معنویت، سولې او عدالت ډکې نړۍ هیله درلودلې چي د یوه وړ کس له لورې اداره کیږي، د دغه منجی یا نجات ورکوونکی ظهور د مختلفو مذاهبو له نظره حتمي ده او یوه نه ماتېدونکې الهي ژمنه ده، په قران شریف او اسلامي روایتونو کې په دې هکله زیات هیله بخښونکي بیانات شوې دي.
د الهي مذاهبو له زیری پرته، نور هم داسي دلایل موجود دي چي ښودنه کوي د نړۍ راتلونکې ځلانده او هیله بخښونکې ده، یو تر ټولو مهم دلیل، په ټولنیز او فردي ژوند کې کمال او پرمختګ ته د انسان فطري ګروهنه ده، انسان هڅه کوي چي د شتمنیو، زر او زرو له نظره ورځ تر بلې پیاوړی شي، او په معنوي ډګر کې بیا انسان د متعال خدای رضایت مندي، د اخلاقي فضائلو تر لاسه کېدا او له خپلو همنوعانو سره مرستې ته پاملرنه کوي څو د کمال احساس ومومي، همدارنګه په ټولنیز ډګر کې هم انسان هڅه کوي څو له نورو سره منظم او غوره اړیکې ولري او د ټولنې د مدیریت لپاره غوره نظام رامینځ ته کړي، البته دغه ډول هلې ځلې تل بریالي شوې نه دي، د بشریت تاریخ ته په کتو سره وینو چي، انسان د غره په غارونو کې له اوسېدو نه کلو او بیا تر لویو ښارونو پورې استوګنې ته رسېدلی دی او په مختلفو علومو کې پرمختګ کړی دی، دا په داسي حال کې دی چي په نورو موجوداتو کې د انسان په څېر د کمال او پرمختګ ګروهنه موجوده نه ده، حیوانان له پیدایښت نه تر اوسه پورې یو ډول ژوند کړی او پرمختګ یې کړی نه دي، لیکن بشریت د خپل ذات له مخې تل هڅه کړي چي هم په فردي او هم ټولنیز ډګر کې د مادي او معنوي له نظره ځان ته غوره ژوند برابره کړي لیکن دغه غوښتنې له ظهور او د یوه عدالت غواړی شخصیت له واکمنېدو پرته نه شي پوره کېدای. ایرانی فیلسوف او د قران شریف وتلی مفسر علامه محمد حسین طباطبایی د تکامل او ودې په لور د خلقت حرکت ته په اشارې سره لیکي: انسان له دغه حکم څخه مستثنا نه دی، دغه چارې موږ ته پرېکنده زیری راکوي چي بشریت یوه ایډیال یعني له نقص او عېب نه مبرا راټلونکی په مخ کې لري چي د نیکمرغی په شمول د انسان ټوله فطري غوښتنې پکښې ترسیم شوي او پوره کېدونکي دي.
د اخرې زماني نجات ورکوونکی یو شریف او له فضیلت ډک شخصیت دی چي د بشریت لپاره دغه لوی کار تر سره کوي، په دې خاطر د اکثره مذاهبو پېروکاران یې د راتلو انتظار باسي، او د دغه الهي وعدې د پوره کېدو په لړ کې دعاوي کوي، په اسلام کې هم د دغه بزرګوار ظهور لپاره هیله بخښونکي دعاوې روایت شوي دي. اوس به هم د ندبې د مبارکې دعا یوه برخه تاسو سره ولولو:
اَیْنَ بَقِیَّةُ اللهِ الَّتى لا تَخْلُو مِنَ الْعِتْرَةِ الْهادِیـَةِ ، اَیـْنَ الـْمُعَدُّ لِقَطْعِ دابِرِ الظَّلَمَةِ، اَیْنَ الْمُنْتَظَرُ لِاِقـامَةِ الَاْمْتِ وَاْلعِوَجِ، اَیْنَ الْمُرْتَجى لِاِزالَةِ الْجَوْرِ وَالْعُدْوانِ، اَیْنَ الْمُدَّخَرُ لِتَجْدیدِ الْفَرآئِضِ وَ السُّنَنِ ، اَیْنَ الْمُتَخَیَّرُ لِاِعادَةِ الْمِلَةِ وَالشَّریعَةِ ، ...
چېرته دی هغه چي د خدای له لورې پاته شوی ځکه چي ممکنه نه ده عالم له هدایت کوونکی نه تشه پاته وي؟
چیرته دی هغه چي د ظالمانو د جړو د ویستلو لپاره چمتو شوی دی؟
چیرته هغه چي د ناخوالو او انحرافاتو د اصلاح لپاره ورته انتظار باسو؟
چیرته دی هغه چي د ظلم او زیاتی د له مینځه وړلو لپاره د هیلو او امېدونو چینه ده؟
چیرته دی هغه چي د دین د سنتونو او فریضو د نوي کولو لپاره ساتل شوی ؟
چیرته دی هغه چي د حق د لارې د راژوندي کولو لپاره ټاکل شوی دی؟