Jun 02, 2016 17:40 Asia/Kabul
  •       اسلام وپیژنو

د اسلام وپیژنو په نننی مطلب کی، د اسلام پیغمبر ص د ژوندانه د تاریخ، له یوې بلې برخې سره آشنا کیږو. هیله ده چی دغه مطلب ستاسو د استفادې وړ وګرځی. د حضرت محمد ص له بعثت څخه ۷ کاله تیریدل. د اسلام آوازه د مکې مکرمې او د عربستان د ټاپو وزمې په ټوله برخه کی، خپره شوې وه. اسلام د ژوند بښونکی رود په شان، د وحې له رڼې سرچینې څخه جاری کیده، او پخپله لاره کی یی د حقیقت د لیوالو او د نیکمرغۍ لټونکي تنده ماتوله

 

                              په حبشه کی د مهاجرینو ډلې، د مسلمانانو د فعالې او د هڅه کونکې ډلې په توګه خپل ژوند ته دوام ورکاوه، او د هغوی د بیرته ستنولو لپاره، د مشرکانو کوښښ بی نتیجه وؤ. د مکې مکرمې د مشرکانو مشران،د یکتا پرستۍ دین له حیرانونکی پرمختګ څخه سخت اندیښمن ؤو، او لیدل یی چی د هغوی نقښو هیڅ نتیجه نده لرلې. پدی وخت کی، د قریشو بت پرستو مشرانو؛ یوه بله خطرناکه توطئه و سنجوله، او هغه د مسلمانانو اقتصادی او ټولنیزه کلابندې وه.

 پدې اړه د قریشو مشرانو، د ژمنې یو تړون تنظیم کړ. دغه تړون، د قریشو د ۸۰ تنو مشرانو په وسیله لاسلیک شو. هغوی دغه ژمن لیک د یوې جعبې په منځ کی کښیښوده، او هغه یی د کعبې خونې په دننه کی و ځړاوه. د دغه تړون په اساس، هغوی له یو او بل سره ژمنه وکړه، له پیغمبر اکرم ص او له بنی هاشم سره چی د انحضرت له خپلوانو څخه ؤو، اړیکې پرې کړي، له هغوی سره کورنۍ تړاو ونه لری، له هغوی سره د معاملو او تګ را تګ لاره په کلې توګه بنده کړی، او په پیښو کی له هغوی څخه دفاع ونه کړی. هغوی غوښتل، په اقتصادی بایکاټ او د مسلمانانو د ژوندانه شریانونو په پری کولو سره، د اسلام د نفوذ او پراختیا اندازه کمه کړی. د دښمنانو پدې نقشې سره، د حضرت پیغمبر ص او د مسلمانانو لپاره شرایط لا سخت شول. پدی وخت کی د حضرت محمد ص یواځنی ملاتړ کونکی، ابو طالب، ټول خپلوان دیته را وبلل، چی په هغو سختو حالاتو کی، د حضرت پیغمبر سره ملګرتیا وکړی.

د اقتصادی کلابندۍ په پیلیدو او د دباؤونو په زیاتیدو سره، بنی هاشم و پوهیدل چی پدی وضعیت کی، په مکه کی اوسیدل د هغوی لپاره ممکن نه دي. ځکه نو له ناچاره؛ د دغه ښار تر څنګ،په یوه دره کی میشت شول، چی « شعب ابی طالب » نومیده. پدغه دره کی، ډیر فقیرانه کورونه او لږ شمیر سایوانونه ؤو. هغوی د قریشو له ناببرو حملو څخه د مخنیوی کولو لپاره، یو شمیر کسان د څارنې کولو په منظور، په لوړو څوکو کی وګمارل ترڅو له هر ډول ناڅاپی پیښې مخنیوئ وکړی. سربیره پردې؛ هغوی پدې موده کی په کلکه له پیغمبر اکرم ص څخه ساتنه کوله، تر څو د دښمنانو له خوا انحضرت ته کومه صدمه ونه رسیږی. دغې کلابندۍ بشپړ دری کاله دوام وکړ، او په بنی هاشم باندی دباؤ او سختګیرې له حده ووتله. پدې موده کی د مشرکانو مشرانو په زیاته اندازه څارنه کوله، چی کوم څوک له بنی هاشم سره معامله او راکړه ورکړه و نه لری، یا هغوی ته خواړه یو نسی. ځینی وختونه داسی پښیدل چی ځوانانو او نارینه ؤو د یوې دانې خرما په خوړلو سره، یو شواروز  تیراوه.

 پدغو دریو کلونو کی یواځی په حرامو میاشتو کی، چی په عربستان کی کامل امنیت ټینګ ؤ، د بنی هاشم لپاره  شرایط یو څه مساعد او ښه کیدل. پدغو میاشتو کی هغوی له شعب ابی طالب څخه وتل، او لږ څه یی په  پیرلو او پلورلو لاس پوری کاوه، او بیرته د درې داخل ته ورتلل. حضرت پیغمبر ص یواځی پدغو میاشتو کی فرصت مونده، خپل دین د مکې مکرمې په دننه، او د هغې په شاؤ خوا سیمو کی د خلګو لپاره تیلیغ کړی. البته د قریشو مشرکانو پدغو ورځو کی هم، د مسلمانانو له زورولو څخه لاس نه اخیسته. د قریشو جاسوسانو، شعب ابی طالب ته په ټولو ورغلو لارو باندی څارنه درلوده، چی کوم څوک هلته خواړه او آذوقه یو نسی. سره له دې حاله، د بایکاټونو په عملی کولو کی د مشرکانو زیاتۍ، د مسلمانانو صبر او مقاومت یوه ذره کمه نه کړه. د یو شمیر تاریخ لیکونو په لیکنه، حضرت پیغمبر ص، خدیجه کبری او ابو طالب ع،د کلابندۍ په موده کی خپلې ټولې پانګې او شتمنۍ له لاسه ورکړې.

 بنی هاشم په شعب ابی طالب کی، له رنځ او کړاو څخه ډکه دوره، چی له سختۍ او لوږې سره مل وه تیره کړه. د ورځې له خوا له سوځنده ګرمۍ، او د شپې له خوا د ماشومانو له ژړاؤ او نارو سره لاس او ګریوان ؤو. حضرت پیغمبر په هغو سختو شرایطو کی، په بی سارې آرامتیا او زغم سره، مسلمانان صبر او مقاومت ته رابلل، او زیاتره وختونه یی خپله د خوړو برخه، اړمنو کسانو ته وربخښله. د انحضرت وفاداره میرمنه، حضرت خدیجه، او د دوی تره، ابو طالب ع، د اقتصادی کلابندۍ په موده کی د پیغمبر اکرم له ډیرو ښو ملاتړ کونکو څخه ؤو.

د مسلمانانو له بایکاټ څخه دری کاله تیر شوی ؤو، چی د وحې فرشتې، جبرئیل، حضرت پیغمبر ص ته خبر ورکړ چی، وَینو د مشرکانو د تړون متن، پرته له هغه ځای څخه چی د خدای نوم لیکل شوئ؛ خوړلئ دئ.

 د اسلام ګران رسول ص، ابو طالب ع له دغې مسئلې څخه خبر کړ. پیغمبر اکرم، او ابو طالب، د یو شمیر نورو کسانو په ملګرتیا، له شعب ابی طالب څخه ووتل، او د کعبې مکرمې ترڅنګ کښیناستل. پدې وخت کی د قریشو یو شمیر کسان، ابو طالب ع ته ورغلل، او هغه ته یی وویل: چی آیا د دی وخت ندئ رسیدلئ چی، د خپل وراره له ملګرتیا څخه لاس واخلی؟ ابو طالب هغوی ته مخ واړاوه او ویی ویل: خپل ژمن لیک او تړون راوړئ. هغوی د تړون صندوق راوړ، پداسی حال کی چی په هغه مهر او ټاپه لګیدلې وه. ابو طالب وویل: آیا دا هماغه ژمن لیک دئ، چی تاسو ټولو لیکلئ دئ؟ ویی ویل: هو. ابو طالب وویل: « زما وراره د خپل خدای له خوا یو خبر ترلاسه کړئ دئ، که د هغه خبره رښتیا وی؛ باید له موږ سره د اړیکې له پری کیدو او کلابندۍ څخه لاس واخلئ، او که د هغه خبره درواغ وی، زه دیته چمتو یم چی هغه تاسو ته در وسپارم.» مشرکانو ومنل،او ابو طالب ته یی وویل: چی ستا خبره له انصاف څخه ډکه ده.

ابو طالب ع وویل: « محمد وایی چی، وَینو ستاسو ژمن لیک خوړلئ دئ.» هغوی وویل:« محمد درواغ وایی.»

 خو کله چی یی ژمن لیک راوړ، ویی لیدل چی رښتیا ده، وَینو ټول تړون، پرته له هغه ځای څخه چی د خدای نوم ؤ، خوړلئ دئ. پدی وخت کی، د حضرت رسول اکرم ص رښتیا وینه ثابته شوه، او ټول هک حیران شول، دا شان چی یو شمیر مشرکان، د دغې معجزې په لیدو سره مسلمان شول.

د قریشو مشرانو ولیدل چی، د هغوی ژمن لیک نابود شوئ دئ، له بلې خوا؛ د بنی هاشم رنځ او لوږې، د مکې مکرمې او د هغې د شاوخوا سیمو د اوسیدونکو احساسات، د قریشو په ضد پارول. په نتیجه کی مشرکان له خپل تړون څخه پښیمانه شول. پدې توګه د کلابندۍ دوره ختمه شوه، او بنی هاشم خپلو کورونو ته ستانه شول. خو سره دې حاله، د مکې بت پرستو مشرانو، د حضرت پیغمبر او د مسلمانانو په ضد،خپلې دښمنۍ او زورونو ته دوام ورکړ

یوه موده تیره نه شوه، چی د رسول اکرم ص فداکاره تره، ابو طالب ع مړ شو، او انحضرت یی زیات غمجن کړ. ابو طالب ع د مړینې په وخت، خپلو بچیانو ته داسی وویل: « زه، تاسو ته د محمد په هکله سپارښتنه کوم. ځکه هغه د قریشو امین، د عربو رښتیا ویونکئ، او د ټولو کمالاتو خاوند دئ. ده، داسی یو دین راوړئ چی زړونه په هغه باندی ایمان لری، خو د خلګو  ژبې؛ د ملامتیا او ویرې له کبله، د هغه انکار ته را پورته شوی دي. زه اوس وینم چی، نا توانه خلګ د هغه ملاتړ ته را پورته شوی دي، او محمد د هغوی په مرسته، د قریشو د لیکو ماتولو ته را پورته شوئ دئ. ای زما دوستانو! د هغه د دین( اسلام ) له ملاتړ کونکو او ملګرو څخه و اوسئ. هر څوک له هغه څخه پیروی وکړی، نیکمرغه کیږی. که اجل ماته مهلت راکړئ وای، د زمانې او ژوندانه پیښې می له هغه څخه دفع کولې.»

 له دې پیښې څخه لږه موده وروسته، د حضرت پیغمبر ص بله ملاتړې، او وفاداره میرمنه حضرت خدیجه کبری س، له دنیا لاړه. پدې توګه د بعثت لسم کال، د ترخو او خواشینونکو پیښو سره مل شو، او حضرت پیغمبر خپل دوه ملګری او ملاتړ کونکی له لاسه ورکړل. ابو طالب ع؛ په مکه مکرمه کی زیات نفوذ درلود، او د مشرکانو د ګواښونو په وړاندی یی د رسول اکرم ص ساتنه کوله. خدیجه س هم، پخپلې پانګې سره د اسلام د پرمختګ په لاره کی، زیاته هڅه وکړه. د هغوی له وفات وروسته د حضرت پیغمبر ص کار سخت شو. مشرکانو د انحضرت سره له کینې ډک کړچار درلود. دوی تل له ګواښ او خطر سره مخامخ ؤ، او حتی ځانی امنیت یی نه  درلود. تر اوسه لا د ابو طالب ع له مړینې څخه څو ورځې نه تیریدلې، د قریشو یو کس، یوه اندازه خاورې د حضرت پیغمبر ص په سر واچولې. انحضرت په همدي وضعیت سره، کورته لاړ. پدی وخت کی د خدای د رسول ص د لور،فاطمه س سترګې د خپل په لور واړولې شوې. یو څه اوبه یی راوړلې، او د پلار سر او مخ یی پریولل؛ پداسی حال کی چی، د اوښکو څاڅکې یی پر مخ بهیدلې. پدی وخت کی حضرت پیغمبر ص، خپلې ګرانې لور ته ډاډینه ورکړه،او ویی فرمایل:

« تر څو پوری چی، ابو طالب ژوندئ ؤ، د قریشو مشرکانو نشوای کولای، زما سره داسی کړچار وکړی.»

 مشرکانو؛ خپلې توطئې، زورونې او ګواښونه زیات کړل، تر دې حده پوری چی پدی لټه شول؛حضرت پیغمبر ص په قتل ورسوی. هغوی نه پریښودل د اسلام ږغ، د مکې مکرمې او نورو ځایونو د خلګو غوږونو ته ورسیږی.

په نتیجه کی مسلمانان ناچاره شول، د اسلام دین د پراختیا لپاره نوې لارې ولټوی، او ډیر ښه انتخاب او اقدام مدینې منورې ته هجرت کول ؤو.

 

 

  

ټیګونه