Jul 02, 2023 17:38 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تېره اونۍ کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کارونې په څېر، هېڅ خطر د دغه هېواد خلک نه ګواښي. د دغه دفتر د راپور له مخې، د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ګڼې ګوڼې په سیمو کې خطرونه زیات دي، مګر د نشه يي توکو له استعمال څخه چې ټول ښار او دغه هېواد تباه کوي، بل هېڅ ګواښ نشته.

دغه راپور زیاتوي: په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې تولید شوي او پر دې سربېره، دغه هېواد په سیمه کې د «شیشې» تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد ګرځېدلی دی. په دغه راپور کې له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو دفتر هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو ناوړه حالت ته په اشارې سره ويلي، چې په دغه مرکز کې ناروغانو ته کافي خواړه نه ورکول کېږي؛ درمل نشته او په افغانستان کې کمزوري متخصصین پاتې دي، چې په لږ معاش سره کار کوي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د دې لامل شوی، هغه ناروغان چې د رغېدو په حال کې دي، له روږي کېدو څخه د خلاصون بهیر ورته ستونزمن شي. په عین حال کې د دغه راپور له خپروېدو سره سم، له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د دفتر مشر (ګاډا ویلي)، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر بهیر نیوکه کړې ده. د امریکا او ناټو له خوا د افغانستان د دوو لسیزو اشغال په ترڅ کې، په یوه محاسبه شوي اقدام کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د ډېرښت ترڅنګ، د افغانستان ځوانان په نشه یي توکو روږدي کړل، ترڅو د دې هېواد نسل په سوځېدلي نسل بدل کړي، چې اوس د افغانستان ټولنه د نشه یي توکو له امله، له ټولنیزو ستونزه سره مخ ده.

په تېره اونۍ کې د افغانستان په شمال کې د بلخ والي د دغه ولایت د شیعه عالمانو له شورا سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې کابل د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي. د بلخ ولایت د رسنیو د مرکز له مخې، د دغه ولایت والي محمد یوسف وفا د دغه ولایت د شیعه عالمانو له شورا سره په کتنه کې وویل، چې اوسنی حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي. د بلخ ولایت د شیعه علماوو شورا مشر حسین علي بیاني هم د افغانستان له بشپړ امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې خلک له نظام سره دي او هېڅکله به دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې د قومي، ژبني او مذهبي مسائلو په استفادې سره خلک ووېشي.

د بلخ د والي محمد یوسف وفا په وینا، دا د افغان چارواکو دنده ده چې د خلکو امنیت تامین او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونه خوندي دي او خلکو ته خدمتونه په مساوي ډول وېشل کېږي او د افغان حکومت ټول چارواکي او مشران د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي. د افغانستان د شیعه علماوو د شورا مشر آیت الله محمد هاشم صالحي هم له دې مخکې په یوه بیانیه کې، د شیعه مذهب د رسمیت د ساتلو او د دغه هېواد په حکومت کې د هغوی د نفوسو په تناسب د اهل تشیع د ګډون په اړتیا ټینګار کړی وو. د هغه په ​​وينا، د شيعه علماوو د شورا تګلاره، د خبرو اترو او مذاکرې له لارې د ستونزو سوله ايز حل او د اهل تشیع د حقونو خوندي کول دي.

په تېره اونۍ کې، یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ترکیې څخه ایستل شوي وو اعلان وکړ چې د ترکیې د پوله ساتو له خوا نیول شوي او وهل شوي دي. طالبانو هم د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د ترکیې د حکومت پر کړنلارې نیوکه کړې او له انقرې څخه یې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو بهیر دې له ځورونې پرته ترسره کړي.

د عبدالرحمن په خبره، د هغو زرګونو کډوالو له ډلې څخه چې اووه میاشتې وړاندې ترکیې ته د کار موندلو په نیت له افغانستان څخه وتلي وو، په پوله کې سخت وهل شوی او د څه مودې لپاره له نیول کېدو وروسته بیرته ایستل شوی دی. يو بل افغان کډوال سرور هم د ترکيې د پوله ساتو پر سخت چلند په نيوکې سره اعلان وکړ، چې موږ یې سخت ووهلو او په وسپنې سره ېې زما پښې ماتې کړې. د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» د دغو راپورونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې د کډوالو د لېږد بهیر باید له ځورونې پرته ترسره شي.

د هغه په ​​وينا، موږ په دې برخه کې له ترکيې سره په تماس کې يو، څو هلته زموږ له کډوالو سره انساني چلند وشي، که څه هم هلته قانوني ستونزې هم شته. د روانې اونۍ په پیل کې ترکي رسنیو اعلان وکړ، چې ۲۳۰ افغان کډوال چې د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه نیول شوي وو، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د کډوالو د عمومي ریاست د اعلامیې له مخې، تیر کال ترکیې د ټولټال ۱۲۴ زره او ۴۴۱ ناقانونه کډوالو له جملې څخه، ۶۸زره او ۲۹۰ تنه افغان کډوال اخراج کړي. تېر کال ترکیې ۵۷زره او ۱۷۴ کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو. په دې وروستیو میاشتو کې د برازیل او جرمني په ګډون، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات شوی دی.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو، داسې چې  د ايران د اسلامي جمهوريت د سوداګرۍ د پراختيا سازمان د سویلي آسيا د ادارې د مشر په خبره، وړاندوینه کېږي چې په راتلونکي کال کې د ايران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه، له ١٥ تر ٢٠ سلنه زياته شوي، چې د مختلفو حل لارو لکه د ترجيحي سوداګرۍ، آزادو او د شیانو په مقابل کې د شیانو تجارت له لارې ترسره کېدی شي. د هادي طالبیان مقدم په وینا، له پاکستان سره ترجیحي سوداګري پیل شوې ده، مګر له دغه هېواد سره د سوداګرۍ کچه لا هم د توقع په اندازه نه ده او د زیاتوالي امکان لري.

د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه، په کال کې له دوه میلیارده او ۳۰۰ میلیونو څخه تر ۲ میلیارده او ۴۰۰ میلیونو ډالرو پورې ده، چې له دې جملې څخه پاکستان ته د ایران د صادراتو کچه، یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالره او پاتې نوره یې د پاکستان برخه ده. طالبیان مقدم ټینګار وکړ چې پاکستان له ایران، روسیې او افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره یو واحد لارښود صادر کړی، چې موږ له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر یوه نوي لارښود بیاکتنه او خبرې اترې کوو. بې له شکه، د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ډېر صادراتي فرصتونه لري او د صادراتو سترې ګټې یې د کرنې په برخه کې، د تیلي موادو، سپنج ډوله وسپنې، ال پي جي، ماشینري، د وانیزو تجهیزاتو او د خرما په ګډون وچې مېوې دي.

په تېره اونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقبال څېړنیزې مؤسسې او د اسلام آباد د پالیسۍ څېړنیزې مؤسسې ترمنځ د کارپوهانو، ډیپلوماتانو، زده کړیالانو او د پوهنتون د استادانو په شتون کې د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شو. دغه تفاهم لیک محمد حسین باقري او ډاکتر رضا محمد لاسلیک کړ. په دغه غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول هادي ګلریز او  کلتوري سلاکار احسان خزائي هم ګډون درلود. د مطالعې دوې مؤسسې به په څېړنیزو، سیاسي، دفاعي او اکاډمیکو برخو او همدارنګه د څېړونکو او استادانو په تبادله کې همکاري کوي.

محمد حسین باقري په دې خبرې سره چې د اقبال څېړنیز انسټیټیوټ په تخصصي ډول یوازې د پاکستان او ایران د اړیکو په برخه کې فعالیت لري وویل: که څه هم پاکستان او ایران دوه ګاونډی هېوادونه دي، خو د ځینو ننګونو او مسلط شویو ستونزو له امله، لکه څنګه چې باید وای او کیدای، دغه اړیکې نه دې توانېدلي چې په واقعي ډول د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې اغېزه وکړي.

هغه په ​​اقتصادي، کلتوري او سیاحتي ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا په لاره کې د طلایي فرصتونو د پراختیا لپاره د سیمې د واقعیتونو پېژندل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې په اوسنی وخت کې د تهران او اسلام آباد ترمنځ په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا زمینه برابره ده او دواړه هېوادونه کولای شي د دوو ملتونو د ژوند د کچې د لوړولو لپاره، د یو بل له ظرفیتونو څخه غوره ګټه پورته کړي.

ډاکټر رضا محمد؛ د اسلام آباد د پاليسۍ د څېړنیزې مؤسسې مشر هم وويل چې ډېر خوشحاله يو چې يوې ايراني څېړنيزې مؤسسې د ځان لپاره د اقبال نوم غوره کړی او موږ پوهېږو چې ايرانيان له علامه اقبال سره ډېره مينه لري. د هغه په ​​وينا، د اقبال مؤسسې او د اسلام آباد د پاليسۍ څېړنيزې مؤسسې تر منځ د ياد تفاهم ليک د لاسليکولو موخه، په اقتصادي اړيکو کې پراختيا، د کلتوري، هنري او علمي تعاملاتو پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو او څېړونکو له لوري د دواړو هېوادونو د اقتصادي وضعيت ښه درک کول دي.

په تېره اونۍ کې په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار، د نومل او نړیوالو اسلامي پوهنتونونو د فارسي ژبې له ډلو سره په ملګرتیا کې، د فارسي ژبې د استاد او ښوونکي مظفر علي کشمیري د خدمتونو قدرداني وکړه. د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار احسان خزاعي، د فارسي ژبې د استاد مظفر علي کشمیري د یاد په مراسمو کې په ګډون سره په خپلې وینا کې د فارسي ژبې د تعلیم او پراختیا ملاتړ، د کلتوري سلاکار له دندو څخه وباله او د فارسي ژبې او ادبیاتو د دغه استاد هڅې یې وستایلې.

په دې مراسمو کې چې د نومل پوهنتون د فارسي ژبې د څانګو او د نړیوال اسلامي پوهنتون په همکارۍ جوړ شوي وو، د دغه پوهنتون د فارسي ژبې د څانګې مشر او د دغه پوهنتون او د اسلامي نړیوال پوهنتون د فارسي ژبو استادانو او ښوونکو ګډون کړی وو او کلتوري سلاکار او نورو استادانو، د فارسي ژبې د دغه استاد د علمي او کلتوري خدمتونو د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته یې د «مظفر علي کشمیري» د علمي مقام د لوړېدو له امله مبارکي وویله.

ژباړه: زماني

ټیګونه