Oct 05, 2023 12:44 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا ۳۷/له حضرت مهدی عج سره کتنه

په تېره برخه کې مو له حضرت مهدی عج سره د یو شمېر کسانو د ملاقات په هکله خبرې وکړې او ومو ویل چي دا مبارکه پېښه ډېره کمه او د متعال خدای په اذن او د ځینو مصلحتونو له مخې رامینځ ته شوې ده.

له شکه پرته هغوی چي د دیني تعالیمو په عملي کولو او له یوې مهدوي ټولنې د رامینځ ته کولو او د خپل معزز امام د فرج په موخه د چمتووالې لپاره تر ممکن حده پورې هلې ځلې کړي دي، د امام زمان عج له ځانګړی عنایت او توجه څخه برخمن دي حتي که یې خپل امام هم لیدلی هم نه وي. البته هېره دې نه وي چي حضرت امام زمان عج د ځمکې پر مخ او د خلګو په مینځ کې دی لیکن کوم خلګ چي ورسره مخامخیږي نه یې پېژني.  د احادیثو له مخې، حضرت امام زمان عج د حج د مراسمو پر مهال د مکې په سپېڅلي ځایونو کې حضور لري او د حج اعمال تر سره کوي. لیکن د هغه حضرت پېژاند مهم دی، ځینو خلګو له هغه حضرت سره وینې، خبرې کوي او حتي ستونزې یې هواریږي، خو بیا د شواهدو له مخې پوهیږي چي خپل امام سره یې کتلی دی، لیکن مهم ملاقاتونه هغه مهال تر سره کیږي چي یو پرهېزناکه او وړ مومن په داسي حال کې چي خپل امام پېژني، هغه حضرت سره ملاقات کوي او د هغه حضرت له لارښوونو او فضیلتونو ګټه اخلي.

له حضرت امام زمان عج سره د ملاقات یوه پېښه یوازې د هغه حضرت له غیب کبری یعني اوږد مهاله غیبت نه ۱۰ کاله وروسته، په ۳۳۹ هجري قمري کال کې رامینځ ته شو. له هغه ۲۲ کاله مخکې، د قرمطیانو جنایتکاره او ظالم باچا ابوطاهر د حاجیانو له وژلې او د مسجد الحرام د لوټولو نه وروسته، له مکې شریفې څخه د حجرالاسود ډبره جلا کړه او له ځان سره یې یووړه، لیکن د هغه له مرګ نه وروسته دغه سپېڅلې ډبره بیرته مکې ته راوړل شوه، او خپل ځای کې کښېودل شوه.

"ابن قولِوَیه" چي په هغه وخت کې یو ډېر پوه او نېک انسان وو، پوهېدل چي د حجر الاسود آسماني ډبره یوازې د خدای د حجت یعني استازی له لورې خپل ځای کې نصبېدایشي. لکه څرنګه چي له هغه مخکې یو ځلې نبی اکرم ص او بل ځلې څلورم امام حضرت زین العابدین له لورې تر سره شوی شوو. هغه پوهېدل چي دا ځلې هم حجر الاسود ډبره د خدای د حجت حضرت مهدی عج له لورې خپل ځای کې اېښودل کیږي.  په دې خاطر ابن قولویه غوښتل چي د هغه حضرت د لیدو لپاره مکې ته ځان ورسوي، خو ابن قولویه سخت مریض شو او د تګ نه وو، په دې خاطر یې یو بل کس چي  ابن هشام نومېدی د خپل استازی په توګه مکې ته واستل، ابن هشام چي مکه شریفه کې د حجرالاسود د ډبرې د اېښودلو کتوونکی شو، وایي: غونډ کسان وه، خو هر یو کس چي خپل ځای کې د حجرالاسود د ډبرې د اېښودلو هڅه کاوه، ډبره خپل ځای کې نه ټینګېده او وبه ښوېېده، په دې وخت کې یو غنم رنګ او ښایسته ځوان رالی او ډبره پورته کړه او په ډېره اسانۍ سره یې خپل ځای کې کښېښوده، ډبره داسي ځای ته ورغله ګواکې هیڅکله بې ځایه شوې نه وه، په هغه ورځ په مکه شریفه کې د حجر الاسود د سپېڅلې ډبرې د اېښودلو پر مهال په ټولو کسانو کې چي امام زمان عج یې لیدلی وو، یوازې ابن هشام پوه شو چي هغه ځوان حضرت امام زمان عج دی، په دې خاطر ابن هشام په چټکی سره، ورپسې لاړ او کله چي امام زمان عج سره مخامخ شو، له دې مخکې چي ابن هشام خوله خلاصه کړي، امام زمان عج ورته وفرمایل: ابن قولویه ته ووایه چي ښه کېږي او نه مرې، ۳۰ کاله نور عمر کوې.  د هغه حضرت دغه وړاندوینه هم سمه وه، او ابن قولویه بیرته صحت یاب شو او ۳۰ وروسته مړ شو.

یو بل کس چي له خپل مولا حضرت امام زمان عج سره ملاقات کړی او د هغه حضرت له پوهې نه ګټه اخیستې ده، وتلی او بې ساری عالم علامه حسن بن یوسف حلی دی چي د اوومې پېړۍ په وروستیو کې او د اتمې پېړۍ تر لومړیو پورې ژوند کړی دی. دغه وتلی عالم یو ځلې د جمعې په شپه یوازې کربلا ته روان وو چي یو کس سره یو ځای شو او هغه سره یې خبرې وشوې، علامه حسن بن یوسف حلی ډېر ژر پوه شو دا کس ډېر زیات عالم او فاضل دی، په دې خاطر یې له فرصت څخه کار واخیستی او خپلې علمي پوښتنې یې ورڅخه وکړې تر دې چي په یوې مسالې باندې د نظر اختلاف راغی. په دغه وخت کې دغه ناولده سړي د تهذیب الاحکام له کتاب څخه د پاڼې د شمېرې په یادونې سره یو حدیث شریف بیان کړ، په دغه وخت کې علامه حلی له دغه ناولده سړي څخه چي ډېر زیات عالم وو، پوښتنه وکړه چي ایا د اوږدمهاله غیب پر مهال کېدایشي امام زمان عج سره ملاقات وشي؟ په دغه وخت کې د علامه حلي لکړه په ځمکه ولوېده، حضرت امام زمان عج چي د یو ناولده سړي په بڼه کې ورته راغلی وو، لکړه یې له ځمکې پورته کړه او د علامه حلي په لاس کې ورکړه او ورته وفرمایل: څنګه له امام زمان سره کتنه ممکنه نه ده حال دا چي لاس یې ستا په لاس کې دی

علامه حلی په دغه وخت کې پوه شو چي په دغه ټوله موده کې یې د حضرت امام زمان عج سره د خبرو افتخار په نصیب شوی وو، له زیات خوشحالی څخه بې هوښه شو، خو کله چي هوښ ته راغی، حضرت امام مهدی عج تللی وو. له دې پېښې وروسته، علامه حلی بیا ځلې د تهذیب الاحکام کتاب ولوستل او ولېده چي هغه حدیث شریف لکه څرنګه چي امام زمان عج فرمایلی وو، په همهغه پاڼه کې و.

وتلی او فاضل عالم علامه سید محمد مهدی بحرالعلوم چي دوه نیمې پېړۍ مخکې ژوند کاوه، یو له هغه کسانو  څخه وو چي څو ځلې یې له حضرت مهدی عج سره یې کتلی وو، منجمله هغه وخت چي مکې شریفې ته ورغلی وو او سخت بې وزلی شو، خو سره له دې علامه بحر العلوم دې مسالې ته توجه نه کاوه، او خپل ژوند یې کول، یوه ورځ د کور دروازه وټکېده، معمولا علامه بحرالعلوم خپله دروازه نه خلاصوله خو په دغه ورځ کې علامه خپله دروازې ته ورغی او دروازه یې خلاصه کړه او په ډېر احترام سره یې خپل مېلمه کوټې ته بوتلل، له یو څه مودې وروسته، دغه بزرګوار میلمه روان شو او بیا ځلې علامه بحرالعلوم په ډېر عزت او درناوی سره، د هغه بدرقه وکړه. بحرالعلوم دغه وخت کې خپل خدمتګار ته یوه حواله ورکړه چي د صفا له غره سره، یوې مغازې ته یوسي، خدمتګار مغازې ته لاړ او حواله یې صراف ته ورکړه، صراف هم په ډېر احترام سره د حوالې په بدله کې خدمتګار ته زیاتې پیسې ورکړې. څو ورځې وروسته خدمتګار بیا ځلې هم هغه اډرس ته لاړ خو هلته نه مغازه وه او نه هم صراف، له خلګویې پوښتنې وکړې، خو خلګو هم هلته هیڅ صرافي نه وه لیدلې. په دې توګه د بحرالعلوم خدمتګار پوه شو چي هغه ورځ کوم مېلمه چي د بحر العلوم کور ته وررغلی وو، حضرت مهدی عج وو.

دا کیسې او ورته نورې پېښې چي نقل شوې دي، د دې ښودنه کوي چي له حضرت امام زمان عج سره کتنه ممکنه ده، سره له دې، باید پام وشي چي دا په دې معنا نه ده چي هر یو پرهېزناکه کس باید له حضرت امام زمان عج سره، ملاقات ولري، او که ملاقات نه ولري نو بې صلاحیته دی.  بلکې دا ملاقاتونه د مصلحت له مخې او د حضرت امام مهدی عج په تشخیص سره کېدونکې دي. تر ټولو لوی افتخار یا ویاړ د یوه مومن لپاره دا دی چی د هغه حضرت د رضایت د تر لاسه کولو لپاره او د ظهور لپاره د زمینې د برابرولو لپاره هڅه وکړي.

له شکه پرته هغوی چي د دیني تعالیمو په عملي کولو او له یوې مهدوي ټولنې د رامینځ ته کولو او د خپل معزز امام د فرج په موخه د چمتووالې لپاره تر ممکن حده پورې هلې ځلې کړي دي، د امام زمان عج له ځانګړی عنایت او توجه څخه برخمن دي حتي که یې خپل امام هم لیدلی هم نه وي.  هغه کسان چي د حضرت مهدی عج د ظهور هیله لري او غواړي چي په باطل باندې د حق د بریا کتوونکي وي، د ندبې په دعا کې لولي:

« ... مَتى تَرانا وَنَریکَ، وَقَدْ نَشَرْتَ لِوآءَ النَّصْرِ تُرى، اَتَرانا نَحُفُّ بِکَ وَاَنْتَ تَاُمُّ الْمَلأ، وَقَدْ مَلاَتَ الأَرْضَ عَدْلاً، وَاَذَقْتَ اَعْدآئَکَ هَواناً وَعِقاباً، وَاَبَرْتَ الْعُتاةَ وَجَحَدَةَ الْحَقِّ، وَقَطَعْتَ دابِرَ الْمُتَکَبِّرینَ، وَاجْتَثَثْتَ اُصُولَ الظّالِمینَ، وَنَحْنُ نَقُولُ الْحَمْدُ للهِ رَبِّ الْعالَمینَ، ...

څه وخت مونږ تا وینو او ته مونږ وینې او خلګ ستاسو د بریا غورېدلی بیرغ ویني. ایا داسي وخت راځي چي مونږ ووینې په داسي حال کې چي ستا په چارچاپېر راغونډ شوي یو او ته د نړیوالې ټولنې رهبري کوې او ځمکه له عدالت نه ډکوې او په خپلو دښمنانو د ذلت او سزا خوند څکې او د حق مخالفان او سرغړونکې نابودوې او د ظالمانو او سرکښو جړې له مینځه یوسې او مونږ ووایو: الْحَمْدُ للهِ رَبِّ الْعالَمینَ، ...یعني حمد یوازې د رب العالمین لره ځانګړی دی.

 

ټیګونه