Jun 28, 2016 16:16 Asia/Kabul
  • د نمر په حضور کښې ( 17 )

ګرانو او قدرمنو ملګرو د سلامونو په وړاندې کولو سره د معظم رهبر ليدتوګي نومې لړۍ له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو

چې د ديني او اجتماعي موضوعاتو په باره کښې د ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنهاي وېناوې او نظريات سره واوروو. که په ياد مو وي په تېر پروګرام کښې د تزکيې د تعليم په لړ کښې د الهي انبياو عليهم السلام د زياتو کوششونو په اړه له تاسو سره وغږېدوو او د دې ټکي يادونه مو وکړه چې د ظلم نۀ کولو، د عدل او انصاف کولو، او نېکيو کولو په شان ټول ښکلي اخلاقي مفاهيم د الهي انبياو عليهم السلام له هدايت کوونکو تعليماتو او احکامو څخه دي. خو ځينې خلق په وروستيو دورانونو کښې د انبياو عليهم السلام له پېغام څخه لرې شول او د هغوي له لارښونو څخه يې ډډه وکړه. د الهي تعليماتو څنګته اېښودنه د لويديځ د مادي تمدن له اصولو څخه دي او اوس لويديځه نړۍ له معنويت، عظمت او کمال څخه لرې د سرګردانۍ او بداخلاقۍ په ګرداب کښې ګېره شوې ده.

پروردګار ته توجه ، د واحد خالق پرستش او د واحد خداے په ځاے د دورغود خدايانو نۀ ګرځول د الهي انبياو عليهم السلام وړومبنے تعليم ؤ.

د اونبياو عليهم السلام خبره هم هغه د فطرت غږ دے چې د هر انسان په وجود کښې موجود دے او هغه د توحيد او د نړۍ د خالق د پرستش لوري ته راکاږي.

د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت ا...العظمی خامنه اي دا باور لري چې کله انسان د انبياء عليهم السلام له تعليماتو څخه لرے شو نو د هر څيز په تېره بيا د خلقت اصل ته يې نظر بدل شو او هر څيز يې مادي وبالۀ. هغۀ نور خداے پاک د خلقت بنيادي علت و نۀ بالۀ بلکې حتی خلقت يې يوه مادي چاره وبلله. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په  دې حقله فرمائي: ((مادي نظر ګټه لټونکے نظر دے.... مادي دنيا هر څه په پېسو سره تلي او په دغه نظريه کښې ټول انساني  ارزښتونه هم بالاخره په پېسو سره تماميږي. د مادي دنيا مصائب هم دغه دي.))

بې شکه د خلقت او هستۍ په حقله دغې ورانې نظريې په زړونو کښې د معنويت رڼا خاموشه کړه او دغې خاموشۍ لويديځ د تورو تيارو لوري ته ورديکه کړ. آيت ا... العظمی خامنه اي په دې اړه فرمائي: ((دنيا په ماده پرستۍ کښې له ډوبېدو څخه څه فائده حاصله نۀ کړه، دنيا د جنسي ازاديو له رواجولو څخه څه ګټه پورته نۀ کړه، بشريت له هغه څه څخه چې مادي حرکتونو په اروپا کښې رامنځته کړل يعنې له معنويت او الهي قېدونو څخه له خلاصي څخه يې څه سود ترلاسه نۀ کړ، نۀ يې عدل او انصاف قائم کړ، نۀ يې عامه سوکالي رامنځته کړه، نۀ يې امنيت ټينګ کړ، نۀ يې د کورنيو حفاظت وکړ او نۀ يې د راتلونکو نسلونو صحيح تربيت وکړې شو. هغوي په هر څه کښې تاوان وکړ. هو، البته  يو شمېر کمپنۍ لرونکو، بېنک لرونکو او  د وسلو جوړوونکو زياتې پېسې ترلاسه کړې، خو لويديځ مادي تمدن بشري لاسته راوړنه ونۀ لرله، انساني لاسته راوړنه يې ونۀ لرله، خپل ځان يې نېکمرغه نۀ کړ او هغه ټولنې يې هم چې د دوي ترسيوري لاندې او له دوي څخه په تقليد کښې ژوند کوي نېکمرغه او خوشبخته نۀ کړې.))

هر کله چې د بې خدائۍ او له معنويت څخه د بې نيازۍ په لاره کښې قدم کېښودې شي نو ټول انحرافات او ګناهونه هم لکه د رېل د ډبو په شان ورپسې وروسته راځي. ماده پرست خلق په انسانانو کښې رذيله صفاتو ته وده ورکوي او د دې سبب کيږي چې نۀ يوازې انسان عظمت، کمال او د معرفت او نُورڅوکې ته ونۀ رسيږي بلکې ورځ په ورځ د پستۍ او تنګ نظرۍ لوري ته وروځغلي.

معظم رهبر تاکيد کوي چې لويديځ تمدن په وروستيو څو پېړيو کښې ښودلې ده چې د بشريت له استثمارولو پرته بل څه هنر نۀ لري. معظم رهبر دا عقيده لري چې له اتلسمې پېړۍ نه تر اوسه پورې د هغه څه په بنياد چې خپله لويديځوالو ليکلي دي د لويديځ د حالاتو او احوالو څېړنه د دې حقيقت بيانونکې ده چې هغوي په دغو دورانونو کښې د کمزورو ټولنو په استثمارولو کښې له هيڅ کوششه ډډه نۀ ده کړې. هغوي د اېشيا په ختيځ، هند، چين، امريکه او افريقا کښې د خلقو په سرونو زيات مصيبتونه نازل کړل. يوازېنے مقصد او هدف يې هم  استثمار او له انسانانو څخه ګټه پورته کول وو او د دغه مقصد لپاره يې د ولسونواو انسانانو لپاره يو جنهم رامنځته کړ.

آيت ا... العظمی خامنه اي تاکيد کوي چې حتی د لويديځ د سائېنس، ټېکنالوجۍ او صنعت پرمختګونو هم د انسانانو اصلي مشکل حل نۀ کړ. البته معظم رهبر دغه ټول مشکلات د لويديځ په  تمدن کښې د معنوي او اخلاقي بنيادونو نيشتوالے بولي.

له دې سره چې د لويديځ مادي دنيا کوشش وکړ چې ځان د ټولو خوبيو او خوشبختيو مظهر او نمونه وښئ خو د دغه تهذيب او تمدن حاصل او نتيجه د څه بل څيز ښودنه کوي. په لويديځ کښې د اخلاقو او کورنيو تخريب او د فساد او فقر پراختيا هغه مشکلات دي چې لويديځ کارپېژاندي پرې اعتراف کوي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر فرمائي: ((د اخلاقو په اړه دهغوي ادعا يوه دروغه ادعا ده او هيڅ حقيقت نۀ لري... هرکله چې څوک له معنويت څخه لرې شي نو داسې کيږي.))

له خوبيو  څخه لرې والے او بديو ته مخه کونه په قراني کلتور کښې يو شېطاني عمل معرفي کيږي. دا  چې اوس لويديځ تمدن دې حد ته رسېدلے دے، له هغو ظاهري او باطني شېطاني وسوسو څخه د انسانانو د پېروۍ نتيجه ده چې تل په زړونو کښې له خداے پاک څخه د لرې والي وسوسه اچوي. د اسلام د سپېڅلې شرعې او قراني کلتور له نظره د ټولو ارزښت ضدو او پليديو مظهر هغه څيز دے چې قران يې نوم ((شېطان)) اېښودے دے. د اسلام او قران په منطق کښې شېطان يو عامه مفهوم دے چې د ټولو ارزښت ضدو، بديو او خرابيو مظهر دے. په قران شريف کښې چې د هرڅه نسبت شېطان ته ورکړے شوے دے ناخوښه څيزونه دي، فساد، کبر، سستي، فتنه ګري، ظلم او له نېکيو او نېکانو سره دښمني د شېطان کار دے.

آيت ا... العظمی خامنه اي د شېطان په باره کښې فرمائي: ((د شېطان کار اغوا کول دي، اغوا يعنې ستاسو د محاسبې په سېسټم کښې ګډوډې رامنځته کول دي، شېطان همدې ته وائي. د شېطان کوشش دا دے چې تاسو اغوا کړي، يعنې د عقل سېسټم، د فطرت سېسټم، د صحيح سنجونې اوتلنې سېسټم چې د انسان په وجود کښې اېښودې شوے دے ناکاره کړي يعنې انسان په محاسبه او حساب کتاب کښې تېرباسي.))

د انقلاب معظم رهبر باوري دے چې شېطان د انسانانو د اغوا کولو او غولولو لپاره له څو طريقو څخه کار اخلي. له هغو  څخه يوه طريقه ګواښل او طمه  ورکول دي او همدارنګ انسان له دې څخه چې دحق په لاره کښې ټينګ اودريږي ويروي. شېطان انسان له فقر او غريبۍ ويروي او ورته د دروغو وعدو په ورکولو سره د انسان په زړۀ کښې اوچت الوت کوونکي خواهشات او ارزوګاني اچوي او د انسان د سترګو په وړاندې د سراب په شان يو نۀ حاصلېدونکے او خيالي راتلونکے نندارې ته ايږدي.

د شېطان د لا زياتې پېژندنې لپاره هم د آيت ا... العظمي خامنه اي وېنا ته پام کوو. دوي د شېطان په معرفي کولو کښې فرمائي: ((شېطان هم هغه ابليس دے. هم هغه د شر رامنځته کونې، فساد رامنځته کونې او انحراف رامنځته کونې موثره قوت دے چې په مختلفو قالبونو او مختلفو جامو کښې کله د انسان، کله د غېر انسان، کله د نفساني خواهشاتو او کله هم د ابليس په جامو کښې فعاليت کوي.

ابليسان د شېطانانو يوه مهمه ډله ده چې داستان يې په قران شريف کښې شته. خو يوازې هغوي نۀ دي. هغوي پيريان شېطانان دي او انساني شېطانان هم شته چې کله کله يې خطر له هغوي نه کم نۀ وي. نو بس شېطان يوه عامه معنا ده.

د شېطان او د هغو تور زړو چې له هغۀ څخه پېروي کوي د ټولو کوششونو باوجود اوس په موجوده پېړۍ کښې د لويديځ د تمدن په زړۀ کښې اميد بخښونکي بڅري رامنځته شوي دي. په يويشتمه پېړۍ او وروستيو کلونو کښې د ماده پرستۍ له تورو اوريځو نه پس د خداے پاک، معنويت او لوړو انساني او اخلاقي ارزښتونو لوري ته ستنېدنه راڅرګنديږي. تۀ به وائې بشر له تيارو او چټي توبونو څخه ستړے ستومانه د نُور او رڼا لوري ته ستنېدنه شروع کړې ده. آيت ا... العظمی خامنه اي په دې باره فرمائي: ((نن تاسو وينئ او په هغو هېوادونو کښې چې د ماده پرستۍ مرکزونه وو معنوي ګروهنې په مختلفو شکلونو کښې راڅرګندې شوې دي. يعنې معنويت غوښتنه، له معنويت سره عشق او معنويت ته ګروهنه په هغو ځايونو کښې د ځوانانو ترمېنځ رامنځته شوې دي. البته دغه معنويت چې هر کله په صحيح توګه نۀ شي مديريت کولې نو انحرافي ګروهنې رامنځته کيږي، جعلي عرفانونه، د دروغو معنويتونه او ځينې دهوکه بازان شته چې رول لوبوي چې په دغو حالاتو کښې اسلام او د اهلبېتو عليهم السلام مکتب کولې شي ځان د لويديځ د مادي امپراطورۍ زړۀ ته ورسوي، هغه ځاے ته چې غوښتونکي لري، اورېدنکي لري او مينه وال لري او دغه چاره نن په دنيا کښې محسوسېدونکې او مسلمه ده.

--------------------------------------------

ټیګونه