Aug 03, 2016 13:26 Asia/Kabul
  • بر جام یا جامعې ایټمی موافقې ته کتنه (له لاسلیکه یو کال  وروسته  )

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه و الو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا د ایران او ۵+۱ډلې ترمینځ له ایټمي موافقې وروسته دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان اجرا نومې دلړۍ له ننني څلورم پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه پروګرام کې بر جام پروګرام ته دامریکا دولسمشر دکاندیدانو له نظره یوه کتنه کوو هیله ده چې ترپایه راسره مله ووسئ

مقدمه !  دایران او ۵+۱ډ لې دخبرواترو انجام ته درسیدا او  دبرجام یا ایکشن پلان  لاسلیک کیدا تروخت پورې ،   داموضوع  په انتخاباتي  سیالیو کې په یوې مطرح موضوع  او دغه راز  په ګوندي سیالیو کې  د امریکا  د ډیموکراټيک او ریپبلیکن د دوو ګوندونو دکاندیدانو په نظرونو  بدله شوه .

 خو   ددغو کاندیدانو  لیدتوګې  به   دامریکا د ولسمشر دټاکل کیدا په سبا  پر برجام یا ایکشن پلان  باندې  څه اغیزې ولري ،  په تیره بیا داچې  په دغو نظر  څرګندونو کې  د موافقې دشلولو  له ګواښه رانیولې  دهغې په ځينو مادو کې تربیا کتنې یا د برجام پروګرام  په اجرا کې دسختۍ کولو  خبرې ، په انتخاباتو کې د جمهوری غواړو او دیموکراټانو  دکاندیدانو دویناؤ  خاص ټکي دي .  

**********************

                 دوستانو  ځيني څارونکي باؤري دي ،  دپرجام یا ایکشن پلان  په ضد د امریکا دولسمشرۍ د دوو کاندیدانو دریځونه چې له هغو یو کاندید به تر څو میاشتو وروسته پورې  په سپینې  مانۍ کې دیره شي ، داسې دي چې  ایټمي موافقې ته ئې دامریکا د ورپسې  حکومت دپابند کیدو په باب شکونه لازیات کړي دي .

 اوس  په دغو انتخاباتو کې دوه احتمالی کاندیدانو یعني له ډیموکراټ ګونده هیلري کلینټن او له  جمهوری غواړو ډونالډ ټرامپ دبرجام په باب   حیرانونکي   څرګندونې کړي دي . 

 دامریکا  پخوانۍ خارجه وزیره هیلري  کلنټن  چې دهغې دمسئولیّت  په وخت کې ایټمي خبرې اترې پیل شوي  او دهغې په وینا، دایران په ضد ئې د بندیزونو داعمالولو لپاره دنړیوالې  ټولنې داجماع لپاره ډيرې هلې ځلې کړي  دي ، اوس   هم باوري ده  واشنګټن باید  په راتلونکي   کې خپل دریځ هماغه شان وساتي . 

 میرمن کلینټن  چې د امریکائي اسرائيلي  لابیانو (آپیک) ترنفوذ لاندې ده ، په  واشنګټن کې ئې دبروکنګز موسسې په کوربتوب  په یوه کنفرانس کې  د دې  خبرې په کولو سره    ادعا ئې کړې ده ،  ایران داسې چلندونه  کوي چې ښئ ،  له امریکا سره  د ایټمي موافقې  خلاف ورزي کولی شي .  هغې  ټينګار وکړ حتی  د ایران له خوا د ایټمي موافقې د ډيرې واړې   خلاف ورزۍ  دمشخص کید ا په بڼه کې  بیا بندیزونه اعمالیږي .

 دامریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو  ډیموکر اټيکې  کاندیدې   دبرجام داجرا د پیلیدا په  هرکلي سره  ویلی دي ، چې  که  ولسمشره شي ، نو ایټمي موافقه به ،د    راست آ زمائۍ او بې اعتمادۍ  په  رودې سره  اجرا کړي .

میرمن کلینټن د موافقې  داجرا له پیلیدو وروسته  په یوې اعلامیې کې له ترهه ګرۍ دتهران د ملاتړ د ادعاګانو په تکرارولو سره  ویلی دي ،ایر ان په باب  تراوسه پورې  ډير  کارونه پاتې دي . دوي باید دترهه ګرۍ له ملاتړه   او په مینځني ختیځ کې   د بې ثباتۍ له رامینځةکولو  چې لازیات ګډوډی ئې رامینځةکړی دی،لاس په سر شي ، باید  له سورئې ووځي  او له حزب ا... او حماس غورځنګونو  له ملاتړه هم  لاس واخلي .

              لکه څنګه چې  دامریکا دولسمشرۍ  له کاندیدانو دصهونیسټي لابیو ملاتړونه  دهغوي په بریالیتوب کې  حیاتي رول  لوبوي ، دآپیک په نامه  د امریکا اسرائيلو  دعمومي اړیکو په کمیټې کې دهیلري  کلنټن  په وینا کې د برجام پروګرام په باب دهغې  خورا سخت دریځونه بیان شوي دي . 

 میرمن کلنټن   په تیر مارچ میاشت کې  دصهونیسټي لابۍ په  خورا ستر ټول کې په شتون سره ویلی دي ، باؤري یم ، امریکا ،ا سرائيل او نړۍ ددغې موافقې له مخې لاکراره شوي دي .  له دې امله  دغه موافقه باید  په دقت سره اجرا شي ، ترسخت نظرلاندې وساتل شي او  دهرډول خلاف ورزیو لپاره  روښانه نتیجې په نظر کې ونیول شي . 

              دجمهوری غواړو  یو بل سرزوري کاندیدټډکروز هم ویلی وو چې   د بریالیتوب او سپينې ماڼۍ ته دتلو په بڼه کې شوي ایټمي موافقه به لغوه کړي. دجمهوری غواړو  چارواکو یوه بل خوښ کاندید جب بوش هم  چې دپخواني ولسمشر او دهغه د  ورور  جارج ډبلیو بش دکړچار په دلیل  دعامو خلکو خوښ  نه شو ،    په یوې مقالې کې چې :ټاؤن هال : خپرونې  چاپ کړې ، لیکلي دي ،  دایران ایټمي موافقه د اوباما لپاره لنډمهاله سیاسی ګټې  لري او د امریکا امنیتي ګټې نه تامینوي . هغه ویلی وو چې که په انتخاباتو کې بریالی شي ،  له ایران سره  به ایټمي موافقه لغوه کړي . 

*******************

             دانتخاباتو په  ډګر کې درو مطرح کاندیدانو ټرامپ ،میرمن کلینټن او سنډرز په  ځلونو هڅه کړې ده ،  د  :   ایران د ایټمي سیمه ایز او فعالیتونو د خطر : په  ښودلوسره  او دایران دتش په نامه ګواښونو سره دمقابلې لپاره د خپلو لیدتوګو په بیانولو سره  دخپلو ګوندي کسانو  زیات نظرونه جلب کړي. په دې مینځومیان کې ډیموکراټ  کاندیدان   هم پر برجام پروګرام  یا  جامع ایټمي موافقې نیو کې کوي ،خو دا دایران دایټمی  موضوع  دحل لپاره   خوره ښه ممکنه لاره ګڼي  او په دې باب داوباما دحکومت ملاتړ کوي . 

برني سنډرز یو هغه ډيموکراټيک سناتور دی چې  دایران  او ۵+ډلې  ترمینځ  ئې د ایټمي موافقې په ملاتړ اعلانولو سره  دغه موافقه  له جنګه لاښه بللې ده . هغه  له ایټمی موافقې وروسته  دیوې اعلامیې په صادرولو سره ویلی دی ،  له ایران سره موافقه :پرقدرت ښودنې د ډيپلوماسۍ بریالیتوب : ؤ . هغه   همداراز  له : Face the Nation: پروګرام سره په  په مرکې کې  له پوځي اقدام  او د جنګ دنغرو له غږولو سره په روښانه خپل مخالفت  اعلان  کړی او ویلی ئې دي ، آیا مونږ واقعا  له ایران سره دیوه نابرابر جنګ غوښتونکي یوو چې ټوله نړۍ راګیره وي  او امریکا به وګواښي:

            دجمهوری غواړو احتمالی کاندید او مشهور میلیارډر  ډونالډ ټرامپ  باوري دی  چې  امریکا دتهران په خلاف ، له ایټمی موافقې هیڅ شی  ترلاسه نه کړ . هغه  له  هماغه پیله ویلی دي ،   له ایران سره دایټمي موافقې ملاتړ   نه کوي .ټرامپ  چې په سرزورو او  جنجالي دریځونو پيژندل  کیږي ،  دبرجام پروګرام یو اصلی مخالف  دی او  په ځلونو ئې  ویلی دي  په انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته   به ئې خپل لومړنی کار  دایران ایټمي موافقې لغوه کول او شلول وي . 

 دجمهوری غواړو دغه کاندید  ددې  خبرې په کولو سره چې    ایران په دغې موافقې سره  یو سل پنځوس میلیارډ ډالر ترلاسه کړي دي  او امریکا  هیڅ شی  نه دی ترلاسه کړي ، په ځلونو ئې  ایټمي موافقه  غمیزه رامینځةکونکي او وحشتناکه  بللې او ویلی ئې دي ،   دغه  داسې خورا بده موافقه ده چې تر اوسه پورې ئې لیدلې ده . 

ډونالډ ټرامپ  هم دنورو کاندیدانو په شان ، په آپیک غونډ و کې په ویناؤ کې  د ایران په ضد اوور زیاتونکي څرګندونې کړي  او په دې خبرې په ټينګار سره ئې چې  له ایران سره دموافقې لغوه کول دهغه لومړنی لومړیتوب دی ، ویلی دي ، زه  تر  کلونو پورې په تجارت بوخت وم  او معاملو باندې ښه پوهیږم . اجازه راکړئ درته ووایم  دغه موافقه دامریکااسر ائيلو او مینځني ختیځ لپاره  غمیزه رامینځةکونکي  ده . مونږ له ترهه ګرۍ په ملاتړ کې دنړۍ  خورا مخکښ  هیواد ته  یو سل پنځوس میلیارډ ډالره جایزه ورکړې او دهغې په بدل کې   موهم هیڅ شی نه دی ترلاسه کړی . 

 هغه  ددې خبرې په کولو سره چې دغې  موافقې  حتی  ایران   خپل ایټمي ظرفیّت  له مینځه وړلو ته هم پابند نه دی کړی ،زیاته کړې ، دڅو مشخصو کلونو لپاره  دایران پر پوځي ایټمي پر وګرام  محدودیتونه  اعمال شوي دي  او کله چې  ددغو محدودیتونو نیټه ختمه شي ، نو ایران  به  په صنعتي اندازې کې ایټمي پوځي  ظرفیّت  په اختیار کې  ولري او دا ډير بدشرائط دي چې  مونږ ټول په تیره بیا  اسرائيل ئې په  نښه  شوي یوو . :::::: 

      ډونالډ ټرامپ   په آپیک  کې پخپلې وینا کې  دایران په وړاندې خپله راتلونکي سټراټيژي  بیان کړې او ویلی ئې دي ،  کله چې  ولسمشر شم ، نو  دایران په وړاندې به داسې کړچار غوره کړم چې   په درو اصولو به ولاړ وي ، یعني لومړی داچې  مونږ  دسیمې دبې ثباته کولو او پر هغې دسلطې لپاره     د ایران د یرغلیزو  هڅو په مقابل کې دریږو .

 دجمهوری غواړو دغه کاندید دایران په وړاندې دخپل کړچار  د دوهم اصل  په توضیح کې  مدعي شوی ،  ایران په درستې نړۍ کې دترهه ګرۍ  خورا ستر ملاتړی دی  او مونږ به هڅه و کړو  څو دا له مینځه یوسوو . 

 ټرامپ دایران په وړاندې دخپل کړچار د دریم اصل  په بیانولو کې  ویلی دي ، مونږ باید  دمخکینۍ  موافقې مادې اجرا کړو څو ایران  ځواب ویونکی وساتو .  

 ټرامپ    دامریکا  له ایم ایس این بی سی ټيلیوژني چینل سره  په ټيلیفوني خبرو کې هم  البته ویلی  دي ،  چې  دایران ایټمي موافقې باطل کول ، منطقي  او عقلاني  نه دي ، ددې په ځآي ئې باید     لاښه  کړو .    

   که څه هم  ډونالډ ټرامپ   هم  دمیرمن کلینټن په شان  د ایران په ضد د بندیونو داعمالولو ملاتړی دی ، خو  هغه دایران دبندیز دبحث په باب  متضادې  خبرې  کوي .  په ایټمي موافقې د ټرامپ  یوه اصلي نیوکه داده چې  ولې  یوازې  غیر امریکائي  شرکتونه   له ایران سره معامله کولی شي . هغه د تیر کال په ستمبر کې  په امریکا کې دبرجام په ضد  په مظاهرې کې په ګډون سره  ویلی وو ،   ټول هیوادونه  غواړي له  ایران سره  معامله او  تجارت وکړي ،   دوي به  ډیرې پیسې ترلاسه کړي  خو مونږ  موافقه کړې او ټاکل شوې نه ده چې څه به تر لاسه کړو.:::::

ډونالډ ټر مپ په یوه بل ځاي کې هم ویلی وو ،   ایران   د الوتکو له :ایئربس : شرکته الوتکې اخلي ، خو په دغه تړون کې :بوئينګ : شر کت چرته دی ؟ولې مو داسې موافقه نه ده  کړې چې بوئينګ هم    پر ایران الوتکې وپلوري . ټاکل شوې ده ا یران  دهغو یو سل پنځوس میلیارډ ډالرو   څخه په یوې  کمې برخې سره  چې ټاکل شوې ده ،  هغوي ته ئې ور کړوو، یو سل څوارلس الوتکې   واخلي.خو دغه الوتکې له امریکا نه اخلي،بلکې له ایئربس شرکته ئې اخلي؛؛:::::::::  

 دامریکا دغه جمهوری غواړ ي کاندید  د  جولائي په شلمه نیټه هم  کله  چې اعلان وشو ، ایران  دسلو الوتکو داخستو لپار ه  له :بوئینګ : شرکت سره  موافقه کړې ، نو دایران  اوبوئینګ  شر کت موافقه ئې  دډيموکراټانو د کاندیدې میرمن  کلینټن  باندې دحملې  یوه پلمه وګرځوله  او وې ویل ،  له ایران سره  غمیزه رامینځةکونکي  ایټمي موافقه ، له ایر ان سره دتجارتي معاملو لپاره دهیلري کلنټن سریزه جوړول دي . 

د ډونالډ ټرامپ دکمپاین دفتر  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ویلی دي ، ایران  دترهه ګرۍ خورا ستر ملاتړی دی  او  له غمیزه رامینځةکونکی ایټمي موافقې پرته ایران  له بوئينګ شرکت سره  معامله نه شوه کولی . ؛:::::::  

       دامریکا دانتخاباتي کاندیدانو دریځونه او څرګندونې  ښئ   چې  دوي  له ټولو سیالیو سره سره ،  خو په هرډول شرائطو کې  او په هرکړچار سره  دامریکا د صهونیسټانو اویهودیانو  د رایو دجلبولو لپاره  هڅه کوي له ایران له ګواښلو سره په یووخت  د صهونیسټ رژیم    دامنیت په تامینولو هم ټينګار وکړي .

 البته  دډيموکراټانو او جمهوری غواړو  دنظرونو له اختلافاتو سره سره ،  د ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس  دبرجام پروګرام  د اجرا د دوام موضوع ته  دامریکا  حکومت ژمن دی  او له دې تیریدا به  د دغه هیواد لپاره  دومره هم آسانه نه وي ،ځکه  په داسې بڼه کې ایران هم   د برجام پروګرام یا  جامع ایتمي موافقې   په اجرا کې دامریکا له خوا  هرډول بدعهدۍ  ته  د متقابل ځواب لپاره لازم اړمونه اوتدبیرونه  لري  

 (سیماب )

***********************************************

ټیګونه