Aug 27, 2016 15:41 Asia/Kabul
  • د نمر په حضور کښي( 16 )

ګرانو او قدرمنو دوستانود تاودو سلامونو په وړاندې کولو سره د نمر په حضور کښې نومې له يو بل مطلب سره ستاسوپه خدمت کښې يوو.

قدرمنو دوستانو هم هغه ډول چې که په ياد مو وي په تېر مطلب کښې مو ((عقل)) د انسان لپاره يو ډېر غوره الهي نعمت وبالۀ چې د خداے پاک د پېژندګلۍ لپاره يو مهم اوزار دے. البته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنه اي له کلام څخه مو د دې ټکي يادونه  وکړه چې که عقل د الهي وحي په مرستې سره حرکت ونۀ کړي نو بې لاري توب ته راکښل کيږي او انسان تکامل او د حقيقت درک کولو ته نۀ رسوي. درست هم دغه کلام په نننۍ زمانه کښې وينو چې د ماده پرستو عقل يوازې د انسان مادي ضرورتونه په نظر کښې لري چې په دې لړ کښې يې هم په بې لاريتوب کښې وړاندې تګ کړے دے او مختلف مالي او اخلاقي فسادونه يې په نتيجه کښې لرلي دي. له بلې خوا سلطه پاله هېوادونه په دائمي توګه کمزوري هېوادونه لوټي.په نورو باندې دغه ظلم او ستم د هم هغه عقل نتيجه ده چې د خداے پاک په خدمت کښې نۀ دے.

ټول ستر الهي انبياء عليهم السلام دې لپاره مبعوث شول چې د انسانانو د عقلونو روزنه وکړي او د لوړو او اوچتو تفکراتو لوري ته يې هدايت کړي. انبياء عليهم السلام دې لپاره راغلل چې داسې انسانان جوړ کړي او تربيت يې کړي چې له يو بل سره له بې انصافۍ او په يو بل باندې له تيري څخه پاک وي او د خداے د خوښې او صحيح چلندونو ته ګروهنه ولري. آيت ا... العظمی خامنه اي باوري دے چې الهي انبياء عليهم  السلام په تېره بيا د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د خداے پاک په انحصاري بندګۍ او عبوديت باندې زياته تکيه لرله. هغه حضرت د انبياء عليهم السلام هغه خصوصيت چې د قران شريف په مبارکو ايتونو کښې ورته اشاره شوې ده خاصه پاملرنه کوي. قران شريف د سورۀ آل عمران په څلور شپېتم مبارک آيت کښې اهل کتابو يعنې يهودو او نصاراو ته په خطاب کښې دا وړانديز کوي او فرمائي: ((ووايه! چې اے اهل کتابو! راشئ د هغې خبرې لوري ته چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ يوشان ده چې بې له واحد خدايه د څه پرستش ونۀ کړو او څه څيز د هغۀ همسنګ ونګرځوو له مونږ څخه ځينې نور ځينې له خدايه پرته په خدائۍ ونۀ مني. هرکله چې (له دې دعوت  څخه) سرغړونه وکړي نو ووايه: ګواه اوسئ چې مونږ مسلمانان يو.)) دغه مبارک ايت د خداے پاک انحصاري بندګۍ او عبوديت ته اشاره کوي.

آيت ا... العظمی خامنه اي دغه نوراني آيت ته په پام سره فرمائي: ((دا چې قران شريف فرمائي هيڅ څه له خداے سره شريک نۀ کړئ يعنې له نفساني خواهشاتو او غوښتنو، ځان خوښونو، خپله راې خوښونو، استبدادونو او د جاهليت د دورې دودونو، آدابو او عاداتو څخه هيڅ يو په عبوديت کښې د خداے پاک شريک ونۀ ګرځوو او زمونږ ټولو سرور پکار دي يوازې خداے پاک وي او بس. هيڅ يو انسان له خدايه پرته بل هيڅ يو سرور او سرلوړے ذات ونۀ لري او دا د بشريت لپاره د انبياو عليهم السلام پېغام دے.))

د معظم رهبر له نظره انبياء عليهم السلام د  انسانانو لوري ته له شفاء ورکوونکې او ارام بخښونکې نسخې سره راغلل چې د انسانانو له ژونده جنت جوړ کړي. دوي د الهي انبياء عليهم السلام د شفاء ورکوونکې نسخې په وضاحت کښې فرمائي: ((د هستۍ ټول عالم د يو روان سيند او نهر په شان دے او د يوې نقطې په لور حرکت کوي او يو لوري ته روان دے. د الهي پېغمبرانو عليهم السلام ستر هنر دا دے چې دا لوړ مقصد انسان ته معرفي کړي او وروې پېژني او لار ورته وښئ او ورته ووائي چې صراط مستقيم يعنې د خداے پاک لوري ته لاره. پوهه يې کړي چې هر څه چې انسان چې له خپلو قواو څخه هر څه په اختيار  کښې لري يعنې عقل،احساسات، ظاهري حواس ،توانمني، لاسونه، پښې، سترګې او هغه نعمتونه چې په طبيعت کښې موجود دي ټول يو لړ وسائل دي د دې لپاره چې د دغو په ذريعې په لاره تګ وکړي.ترټولو غوره انسانان هغه انسانان دي چې دغه لاره يعنې د خداے پاک لاره او د هستۍ د عالم هدف وپېژني او له خپلو ځواکونو او طبيعت څخه دغې لارې ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي.

د آيت ا... العظمی خامنه اي له نظره د خداے پاک د صالحو بندګانو خوب، خوراک، خبرې کول، تجارت، ورزش، لوبې، سبق ويل، سياسي او اجتماعي کارونه او مختلف دنياوي فعاليتونه ټول او ټول د خداے پاک په لاره کښې دي.  دوي په دوام کښې فرمائي: ((د دغه هدف په لور حرکت سره د انسان په خواو شا کښې جنت رامنځته کوي چې د هستۍ د عالم له طبيعي لارې سره د انسان د احساساتو او غوښتنو له يوشان والي او يو رنګۍ څخه جوړ شوے  وي. په دغه توحيدي او معنوي اسلامي ژوند کښې تضاد، تناقض، جګړه او اختلاف نيشته.))

ستر الهي پېغبمرانو عليهم السلام د هغو ټولو خنډونو باوجود چې يې مخې ته لرل د انسانانو له تعليم، اصلاح او تزکيې څخه لاس وانۀ خېست او ډېرو بدو حالاتو کښې يې هم دغه ستره الهي دنده او وظيفه په ښۀ ډول ترسره کړه. هغوي په انسانانو کښې د باطني بدلون په لټه کښې وو. يو  داسې بدلون چې يو انسان د اخلاقياتو،کمال او د خداے پاک په لوري حرکت ته وهڅوي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باره کښې باوري دے چې د انبياء عليهم السلام يوه مهمه دنده د انسانانو جوړول وو. هغوي دې ته راغلل چې انسانانو ته خپله اصلاح او الهي علم ورزده کړي، لکه د سورۀ جمعه په دويم مبارک ايت کښې  لولو: ((هغه يعنې خداے هغه څوک دے چې د درس نۀ ويوونکو خلقو ترمېنځ يې خپل رسول مبعوث کړ چې د هغۀ آيتونه هغوي ته تلاوت کوي، تزکيه يې کوي او ورته کتاب (يعنې قران) او حکمت ورزه کوي که  څه هم له دې مخکې په څرګنده ګمراهۍ کښې وو.))

د اسلامي انقلاب معظم رهبر باوري دے چې هغه انسان چې د ځان اصلاح ونۀ کړي او پکې باطني بدلون رامنځته نۀ شو نو نورو ته ګوزار ورکوي، له نورو سره حسد کوي، هر څه د ځان لپاره غواړي نور بې برخې کوي او له وجوده يې د عالَم او آدم لپاره شر جاري کيږي په داسې حال کښې چې انسان راغلے دے چې ښۀ او ګټور وي او د کمال په لور حرکت وکړي. د حضرت ايت ا... العظمی خامنه اي له نظره ټول انبياء عليهم السلام دې لپاره په نبوت مبعوث شول چې د تعليم او تربيت دا لوے اقدام تر هغه حده چې د وخت امکانات يې اجازه ورکوله مخ په وړاندې بوځي او د ټولو نبوتونو او بعثتونو هدف هم د انسان جوړول دي.

 

 

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره د بشريت په ژوند کښې د توحيد د روح د پوکلو او د انسانانو صحيح  روزنې لپاره انبياو دې ته اړتيا لرله چې يو حکومت جوړ کړي چې د الهي ارزښتونو په بنياد يوه ټولنه رامنځته کړي.

هغوي وړومبې پکار دي په هغه ټولنه کښې عدل او انصاف اجرا کړي وې چې د دغه عدل او انصاف په سيوري کښې غوره انسانان د توحيد لوري ته ګروهنه پېدا کوي. د انقلاب معظم رهبر په دې باره کښې فرمائي: (( ټول پېغمبران او اولياء عليهم السلام دې لپاره راغلل چې په ټوله دنيا کښې د توحيد بېرغ ورپوي او د انسانانو په ژوند کښې د توحيد روح  راژوندے کړي. خو د  عدالت او د عدل او انصاف له قائمولو پرته توحيد څه معنا نۀ لري... نو ځکه تاسو ګورئ چې د عدل او انصاف قائمول د پېغمبرانو عليهم السلام پېغام دے د عدل  او انصاف لپاره کوشش د پېغمبرانو عليهم السلام لوے کار دے.))

آيت ا... العظمی خامنه اي عدل يو صحيح انډول او موازنه بولي. دوي صحيح چلند، صحيح موازنه، او معتدل والے عدل معنا کوي او باوري دے چې  ابنياء عليهم السلام دعدالت په تېره بيا د اجتماعي عدالت د ټينګولو لپاره مبعوث شول، لکه قران شريف د سورۀ حديد په پينځويشتم مبارک آيت کښې فرمائي: ((خلق دې له يوبل سره په عدل او انصاف سره چلند وکړي.))

ټولو سترو الهي پېغمبرانو او انبياو عليهم السلام خپل هدف يعنې د حکومت د جوړولو او د اجتماعي عدالت د ټينګولو او په انسانانو باندې د تاثير لپاره زيات دښمنان لرل. د اسلامي انقلاب معظم رهبر دا نظر لري چې د قران مجيد د ايتونو له مخې ټولو انبياو عليهم السلام د خپل دعوت په دوران کښې له جناتو او انسانانو څخه يو لړ دښمنان لرل. دوي فرمائي: ((د ګوتو شمېر څو کسانو پرته ټول انبيا عليهم السلام ووژل شول. حضرت موسی (ع) يې ډېر وزورۀ او حضرت عيسی بن مريم (ع) يې زيات  تعقيب او دباو کړ... اصلي راز يې دا دے چې انبياء عليهم السلام له مېدانه ونۀ تښتېدل او د يو تن ماتې د دې سبب نۀ شوه چې بل د باطل مقابلې ته لاړ نۀ شي. ټول انبياء يا ووژل شول او يا وسوزولې شول او يا په بندونو کښې واچول شو او يا ژوندي اره  اره کړې شول او د اقتدار له خاوندانو يې ډېرې شکنجې وزغملې، په عېن  حال کښې د هغوي ټينګه اودرېدنه او مقاومت د دې سبب شو چې نن نړۍ د انبياء عليهم السلام د تعليماتو تر بېرغ لاندې ده او د دنيا هر  ځاے ته چې لاړ شئ نو وينئ چې د انبياء  عليهم السلام تعليمات مطرح دي او دغه ټول ښۀ اخلاق او د عدل،انصاف او سولې وغېره په شان ټول ښۀ نومونه د انبياء عليهم السلام تعليمات دي. د دې ټول راز د هغوي نۀ ستړې کېدنه او له مېدانه نۀ تښتېدنه ده.))

د خداے د ګران رسول (ص) ځينو پېغمبرانو عليهم السلام په څېر وکړې شول حکومت تشکيل کړي او ځينې نور د خپل ژوند د دوران د حالاتو له مخې په حکومت جوړولو کښې کامياب نۀ شول. خو ټولو الهي انبياو عليهم السلام په خپل دوران کښې او حتی له ځانه په وروستيو زمانو کښې حېرانوونکے تاثير لرۀ او د لوړو انسانانو په  جوړولو کښې يې بنيادي  کردار ادا کړ. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د بشريت په ژوند کښې د الهي انبياو عليهم السلام د موثره شتون په باره کښې فرمائي: ((که مونږ د بشر د تاريخ د پېښو ترمېنځ هغه پېښې چې د انسانانو لپاره رامنځته کيږي د انبياء عليهم السلام بعثت له دغوټولو پېښو څخه د بشر په برخليک کښې زيات مهم او زيات موثره وبولو چې همداسې هم ده نو د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) بعثت د اهميت له لحاظه، د بشر د تاريخ د ټولو سترو او وړو پېښو په سر کښې راځي.))

-------------

 

ټیګونه