Oct 29, 2016 16:54 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۲۴

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو دوه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږم قمري کال د محرم په اوه ویشتمه نېټه، یو ستر مسلمان فقیه او پوه، آیت ا... حاج ، ملا علی کني، په تهران کښې وفات شو. هغه د تحصیل په وخت کښې په ډیر زیات زیار سره عربي او ددیني علومو درسونه ، په تیره بیا فقه په ځانګړي توګه زده کړل. حاج ملا علي کني علمي درجې له پیاوړي او تکړه عالم، شیخ مرتضی انصاري څخه ترلاسه کړې او  د نجف په علمیه حوزه کښې له کلونو کلونو څېړنې او پرله پسې او ژورې مطالعې وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید. هغه له ډېرو سفرونو وروسته بالاخره ایران ته را ستون شو او د تهران یو فعال او مشهور عالم شو. حاج ملا علي کني د وخت د واکمنانو له غړیدنو سره مخالفت کاوه او د نورو مبارزو روحانیونو سره یوځای یې د ایران مسلمان خلک د قاجار د باچاهانو له ظلم او سرزورۍ سره د مبارزې په برخه کښې هدایتول. له آيت الله حاج ملا علي کني څخه په پاتو آثارو کښې ( توضیح المسائل في علم الدرایه  و الرجال) ،  په درو ټوکو کښې  (القضا والشهادات) کتاب او د اسلام په فقهي مسایلو کښې څیړنې ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

شپیته کاله وړاندې، د نولس سوه شپږ پنځوسم  میلادي کال د اکتوبر په نهه ویشتمه نیټه، صهیونیسټي پوځيانو په مصر کښې پرتې پر سینا دښتې ټاپو وزمې برید وکړ.

دغه  برید د مصر د وخت  ولسمشر  جمال عبدالناصر لخوا د سویز اوبلارې د ملي اعلانیدا او د صهیونیسټ رژيم  د بيړیو پر مخ  د دغه  اوبلارې  له  بنديدا وروسته پيل  شو.

صهیونیسټ  رژيم  په  دې لټه کښې ؤ چې  پر  مصر  په  برید سره  د خپلو بیړیو د تګ راتګ په موخه  د سره سمندرګي په ا نتها کښې  د عقبه خلیج  په  خپل نیواک کښې  ورولي.

دوه  ورځې  وروسته، انګلستان  او  فرانسې  هم  د  صهیونیسټ  رژيم  په  ملاتړ کښې خپل  پیراشوټي  ځواکونه  د سویز اوبلارې  په  شا او خوا  کښې  پلي کړل.

د دغه  درې اړخیزه  برید موخه، د دغې  مهمې اوبلارې له ملي کيدا څخه  د مصر  پښیمانه  کيدل  وو  چې  مدیترانه  او سور سمندرګي سره  نښلوي  او تر هغه  وخته  پورې  د  فرانسې  او  انګلستان په  واک کښې  وه. که څه هم چې دغه سیمه یو څه  وخت  د تيريګرو ځواکونو په  واک  کښې  ورغله  خو  بالاخره د عامه  افکارو او د نړۍ  د  ډیرئ  دولتونو د  دباؤ  له  امله   د  ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سره  د نولس سوه اووه پنځوسم  میلادي کال د مارچ په میاشت  کښې  د  مصر  له  خاورې  ووتل.

دغه جګړه د عربو او صهیونیسټ رژيم د جګړو په تاریخ کښې د (سویز جګړې)  په  نامه  مشهوره  ده.

««««««««««««

شپیته کاله وړاندې، د نولس سوه شپږ پنځوسم  میلادي کال د اکتوبر په نهه ویشتمه نيټه، صهیونیسټانو په یو بل  جنایت کښې  د کفر قاسم  کلي استوګن فلسطینیان  قتل  عام  کړل.

صهیونیسټي عسکرو په  همداسې  ورځ  چې  پر  مصر د دغه  رژيم  د برید له پيل سره هممهاله ؤ، له وار مخکښې اعلان  پرته  په  کفرقاسم  کلي  کښې پوځي حکومت اعلان کړ او کابو نهه څلویښټ مظلوم فلسطیني ماشومان او ميرمنې یې  ووژلې  او  په  لسګونو  یې  ټپيان  کړل.

څو میاشتې وروسته  د فلسطین  خلکو  د کفر قاسم  کلي د استوګنو د وژنې په اعتراض کښې  لاریونونه وکړل او د قدس نیواکګر  رژيم  اړ شو چې د دې جنایت  ځینې عاملین  په  ظاهري  ډول محاکمه کړي.

خو  په  نولس سوه شپیتم  میلادي کال کښې د دغه محاکمې  ټول  محکومین وبخښل شول.

««««««««««««

شپږ دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه نهه پنځوسم  هجري لمریز کال  د  لړم په  اتمه نيټه، بسیجي  زده کونکی  محمد حسین فهمیده  شهید کړائ  شو.

محمد حسین  فهمیده  د  خلکو  په  یاد او خاطرو کښې  تلپاتې  او  نه هیردونکی  نوم  دی.

محمد حسین فهمیده   د  صدام  د بعثي  رژيم  د تيریو له پيليدا سره،   سره  له دې  چې دولس کلن ؤ، د تيريګرو پر وړاندې  یې  د دريدنې سبمول  او ستره حماسه  رامینځته  کړه.

د  ایران  د اسلامي جمهوریت  بنسټګر حضرت  امام  خمیني (رح) دغه  دولس  کلن  زلمی، د خپل  رهبر په  توګه  یاد کړئ.

اوس  شهید  فهمیده د بسیجي زلمیانو او ځوانانو زده کوونکو لپاره ښه بيلګه ده. د ایران  د اسلامي انقلاب  اوسني  رهبر  حضرت  آيت  ا... خامنه اي هم  په  دې  اړه  فرمایلي  دي:  ( د بسیجي زده کوونکي، شهید فهمیده د شهادت  د پيښې  یاد  ژوندي  ساتل، د سپیڅلې  د فاع  بنسټونه  دي.)

نو  ځکه  د  انقلاب د دغه بچي د شهادت کلیزه  د زلمي او ځوان  بسیجي د ورځې په توګه نومول شوې ده تر څو د دغه کوچني اتل  د حماسې د یادولو ترڅنګ  د خپلو همځولو  لپاره  د  مناسبې بيلګې په  توګه  مطرح  شي  او  لاره یې  دوام  ومومي.

««««««««««««

 

او له ننه نهه کاله  وړاندې،  د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري  لمریز کال  د لړم په  اتمه  نيټه، د ایران  ژمن  او  انقلابي شاعر  قیصر امین  پور په اته څلویښت کلنۍ کښې  وفات  شو. قیصر  امین  پور  د  دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کال د غوايي په دویمه نيټه، د ایران  په  یوه  سویلي  ولایت، د خوزستان په  ګتوند  ښار  کښې  وزیږید.

هغه  خپلې  لومړنۍ زده کړې  د ګتوند په  لومړني  او  مینځني  ښوونځي کښې ترسره کړې  او  ورپسې تهران ته راغی او د تهران  پوهنتون  د  فارسي  ادبیاتو او  ژب  پوهنې  په  برخه کښې  یې  د ډکټرا دریجه  ترلاسه کړه.

هغه  خپل  هنري فعالیتونه په دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال کښې د اسلامي  هنر  او  مفکورې  په  حوزه  کښې پيل کړل.

امین  پور   په  دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز  کال کښې له ټکر کولو وروسته،  تل  له  مختلفو ناروغیو څخه ځوريدو او د زړه  او  بډوډي  د پیوند دوه  جراحي  عملیات  یې کړي  وو او بالاخره  د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز  کال  د  لړم  په  اتمه  نيټه  وفات  شو.

د امین  پور  هوښیاري  او  د  نظر  دقت  له  هغه  څخه  دقیق  او  مهم  شاعر جوړ کړی دی.

د هغه  مضمون  جوړونه  او  دقیقو  ټکیو  پيدا کول، په دې  ډول  ندي  چې  دې له  واقعیتونو څخه لیرې کړي او  معما  ډوله  نازک  خیالونه  یې  په  ذهن او ژبې جاري شي  او د  هغه  د ژبې  ځانګړنه  په  عین  ساده توب  او روان والي کښې، د  کتنې  وړ  ښکلا څخه  برخمنه  ده.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه