Oct 30, 2016 16:56 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو
    اسلام وپیژنو

قرآن کریم داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) یوه تل پاتې او بې بدیله معجزه ده، چې په تورتم کې دیوه ځلانده لمر په څير وځلید او پخپله ، داسلام دپيغمبر ص دنبوت پر حقانیّت یو دلیل شو. په دې شیبو کې : اسلام وپيژنئ : نومې دلړۍ په ننني مطلب کې داسلام دپيغمبر ص له تل پاتې معجزې له پيژندګلوۍ سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ.

 که  دنړۍ اوسني  حالات او  وضعیَت په څوارلس سوه پيړیو  کې  وسپړو ، نو وینو چې انساني ټولنې په تیره بیا  په عربستان کې  دجهل  په تورتم کې ډوبې وې.  په هغه تورتم   او ناهیلی کونکي دوران کې حضرت  محمد (ص) په پيغمبرۍ مبعوث شو .  له هغې ورځې چې  پیغمبر اکرم ،  داسلام دین دیوه ستر او نړیوال مکتب په توګه  بشریّت ته وړاندې کړ ،   د بلنې په ټولو مرحلو کې ئې  دقرآن پاک  له په زړه پورې آيتونو  استفاده وکړه .  په یوه هغه چاپيریال کې چې انسانان ئې  دجهل او بې خبرۍ په تور تم کې ډوب وو ، قرآن    په دغه تورتمئ  کې  دیوه ځلانده لمر په توګه وځلید او  پخپله  داسلام دپيغمبر  دنبوّت  پر حقانیّت  یو دلیل شو.  په اوسني پړاؤ کې هم  چې  دتمدن او پرمختګ پړاؤ دی اودپنځون  ډير حقایق او  رازونه  ښکاره شوي دي ، د وخت تیریدا  او دانسان دفکر بشپړتیا ،  دقرآن کریم پر حقانیّت ډير کم داغ  هم  نه دی وارد کړی. دا چې  قرآن  دتل لپاره ژوندی  اوباقي دئ ، پخپله داسلام دګران پیغمبر  درسالت پر حقانیّت  یو روښانه  سند  او دهغه پر معجزه والی یو محکم دلیل دی. په ځلونو لیدل شوي دي چې یوشمیر متفکرانو یا غوره پوهانو، په یوې تخصصي څانګې کې  په ډير دقت او  زیار سره یو کتاب لیکلئ دئ. وخت په وخت هم د دغه کتاب خپریدا ، د عمومی ستاینې او هڅولو څپه  هم   راولاړه کړې ده.  خو  دوخت  په تیریدا او دعلم په پرمختګ سره،  سوکه سوکه دغه اثر یا کتاب ، خپل ارزښت او  باور  له لاسه ورکړی دی.

 دبشری لیکنو او   آثارو په باب دمعمولی اصولو اوقواعدو په اپوټه ،  قرآن کریم ،   دغه شان نه دی .  دقرآن پاک دعظمت یو اړخ دادی چې  دپيړیو پیړیو  له تیریدا او  دانسان په ژوند کې  له ډيرو ټيټو هسکو سره سره، هماغه راز اغیزشیندونکی او حیات بخښونکی دی.  نه یوازې  دهغه په معجزه ډولو اړخونو کې کومه لړزا یا ګډوډی  نه ده راغلی، بلکه   دانسان  دعمل او پوهې   لمن  هرڅومره پراخه شوې ،  د هغه  دمعارفو اصلي والی  اوعظمت  لازیات پراخ او ښکاره شوی دی .  دانسان دپوهې  په پراختیا او دفکر اولیدتوګې د نوو افقونو په پرانیستل کیدا سره ،  د انسان لپاره دغه  امکان برابرشوی دی  چې  دتیرو وختونو له خلکوسره په پرتله کې دقرآن کریم  دمعارفو  له سمندره  لازیاته استفاده وکړي .  که قرآن کریم  دوخت او ځاي وړې  دایرې ته محدود وائ ،نو  په دومره زیات وخت  او زمان کې  داسې مخکش نه شو کیدلی، او دبیلابیلو پیړیو په نسلونو کې ئې نفوذ نه شو کولی.

 هغه پیغمبر چی د ټول بشریت لپاره مبعوث شوئ، او ټاکل شوې ده دین یی د تل لپاره پاتی شی، باید د خپل آسمامی رسالت د ثبوت لپاره، داسی یوه معجزه وړاندی کړی؛ چی پاتیدونکې وی، او لنډ مهاله نه وی. د هغه د دائیمی رسالت او مسؤلیت ضرورت دادئ، چی معجزه یی همیشنې او تل پاتې وی، او د زمانې له بدلونونو سره ګام په ګام په مخ لاړه شی، ترڅو هماغه ډول چی د ټولو لپاره حجت او دلیل ؤ، د راتلونکو نسلونو لپاره هم حجت وی. یو داشان پیغمبر نشی کولای په داسی معجزو باندی بسنه وکړی، چی د استفادې او کارنده توب موده یی لنډه او فصلی وی، او د راتلونکو نسلونو لپاره د هغې د درک او لیدلو امکان وجود ونه لری.

د مثال په توګه ګورو چی، د حضرت موسی ع او حضرت عیسی ع معجزې، چی په یو لړ خاصو چارو پوری مربوطې وې، لکه په افعی مار باندی د لکړې بدلیدا، یا د مړو ژوندی کول، همدا اوس د بشر په واګه کی نشته. لیکن قرآنکریم د تل لپاره تر لاسه کیدونکئ او د انسانانو د ټولو نسلونو په اختیار کی دئ، او هر انسان په هر زمان او هر ځای کی کولای شی، هغه ووینی او ورباندی فکر او تدبر وکړی. د قرآنکریم د معجزې یو پیاوړئ اړخ، د فصاحت او بلاغت مسئله او د هغه د کلام ښکلا ده. قرآن مجید پداسی یو وخت کی نازل شو، چی د عربو ادبیات د غوړیدنې په لوړ حد کی ؤو. نامتو عربو شاعرانو او خطیبانو داسی شعرونه ویل؛ او خطابی یی کولې، چی د فصاحت او بلاغت له نظره په لوړه مرتبه کی وې. البته دغو شعرونو په زیاته اندازه حماسی او عاشقانه مضمونونه درلودل، یا د غضب او غچ اخیستنې د حس د لمسولو په زمینه کی ؤو. هغوی یو شمیر هغه شعرونه چی په نظر یی په زړه پوری ؤو؛ د کعبې په دیوال باندی ځړول.

 پداشان یو محیط کی، د قرآن عظیم الشان آیتونه؛ د متعال خدای ج له خوا نازل شول. هغه کتاب چی تورې او کلمې دي، یعنی لمړنی لوازم او مواد یی هماغه حروف او کلمې دي، چی د ټولو په واګه کی دي. سره له دې حاله دغه کتاب، له فصاحت؛ بلاغت او ښکلا له نظره دومره فوق العاده ؤ، چی د عربو نړۍ په تیره بیا ادب پوهان یی د حیرانتیا په سمندر کی لاهو کړل. لیکن د جزیرة العرب د مشرکانو مشران؛ چی د اسلام د ځلانده لمر په را ختو سره یی د خپل پوګه قدرت ستنې د نړیدو په حال کی لیدلې، پدی لټه کی شول چی پخپل ټول توان سره، د حق کلمې له پرمختګ او نفوذ څخه مخنیوی وکړی، او پدې زمینه کی یی له هیڅ اقدام څخه ډډه ونه کړه.

 هغوی لیدل چی دغه کتاب د بیان د سبک او طریقې، او د مفاهیمو له نظره، خارق العاده دئ، او د هغې زمانې له رائیجو لیکنو او آثارو سره هیڅ ورته والئ نه لری. ځکه یی  هیڅکله ادعا ونه کړه؛ چی دغه آیتونه د فصاحت او بلاغت او د بیان د ښکلا له اسلوبو سره سم نه دي. سره له دې حاله یی غیر معمولی او ګواښونکو رودو ته مخه وکړه. دا پداسی حال کی وه، چی حضرت پیغبر اکرم ص له هماغه پیل څخه په ډاګه اعلان کړئ ؤو، چی که کولای شئ د قرآن په شان یوه وینا راوړئ. هغوی د اسلام په ګران پیغمبر ص باندی د لیونتوب تور ولګاوه، انحضرت یی دروغجن او جادوګر وباله، او په وژلې یی وګواښه، او په سخته توګه یی  په اقتصادی کلابندۍ کی را وست. هغه وخت هم چی مدینې ته یی هجرت وکړ، هره ورځ یی د هغه حضرت په خلاف یوه نوې توطئه وسنجوله، او د انحضرت په خلاف یی خونړۍ نښتې پیل کړې. سره له دې چی مخالفانو پیغمبر ص ته د ماتې ورکولو لپاره له هیڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړه، خو یواځنئ کار چی د ترسره کولو توان یی نه درلود؛ همدغه ؤ، یعنی د قرآن کریم په شان د یوې سورې له راوړلو څخه عاجز ؤو. هغوی پوهیدل چی له دې لارې څخه نشی کولای له پیغمبر ص سره مقابلې ته را پورته شی.

 قرآنکریم په مختلفو رودو او بڼو سره، ادیبان؛ پوهان او د فکر خاوندان مبارزې ته را وبلل. قرآنکریم د اسراء مبارکې سورې په ۸۸ آیت کی فرمایی:« ووایه؛ که انسانان او جنیان سره را ټول شی، ترڅو د دغه قرآن په شان یو کتاب راوړی، نشی کولای د هغه په شان راوړی، که څه هم یو شمیر کسان د یو شمیر نورو ملاتړ او ملګری وی.»

قرآن مجید پدی بیان سره، مخالفان دیته رابولی چی د هغه په شان یو کتاب راوړی. هیڅ بشر نشی کولای چی قرآن کریم ته ورته کتاب راوړی. نه یواځی ادیبان؛ بلکه که د انسانانو او جنیانو په شمول ټول عالم له هغوی سره ملګرتیا وکړی، ترڅو د قرآن کریم په شان کتاب راوړی، هیڅکله د دغه کار توان نه لری. قرآن مجید، په یو بل مبارک آیت کی له دغه حد څخه را ټیټ شوئ، او له مخالفانو څخه غواړی؛ که کولای شی یواځی هغه ته ورته لس سورې راوړی. لکه څنګه چی د هود د مبارکې سورې په ۱۳ آیت کی فرمایی:«یا وایی، هغه قرآن له ځانه جوړ کړئ! ووایه؛ که رښتیا وایاست، تاسی هم د هغه په شان لس جوړې شوې سورې راوړئ، او له خدای څخه په غیر، هر څوک چی کولای شئ خپلې ملګرتیا ته را وبولئ.»

 قرآن عظیم الشان په یو بل ځای کی، د دغه کتاب د آیتونو په حقانیت کی له شک کونکو څخه غواړی، که کولای شی یواځی یوه سوره د نوموړی کتاب په شان راوړی. د قرآنکریم د بقرې مبارکې سورې، په ۲۳ آیت کی راغلی دي:«که په هغه څه کی چی پخپل بنده(پیغمبر) باندی مو نازل کړی دي، شک لرئ؛ که رښتیا وایاست، د هغه په شان یوه سوره راوړئ، او له خدای څخه په غیر، د دغه کار لپاره خپل شاهدان را وغواړئ.»

دغه مبارک آیت خلګ دیته را بللی دي، چی د قرآن په شان یواځی یوه سوره راوړی، دا پداسی حال کی ده چی د توحید او کوثر په شان، د قرآنکریم یو شمیر سورې، یواځی د څو لنډو جملو څخه جوړې شوی دي. سره له دې حاله د جزیرة العرب مشرکان، د دغه کار له کولو څخه عاجز پاتی شول. هماغه ډول چی مو ولیدل قرآن مجید په یو ځای کی له مخالفانو غواړی د قرآن په شان یو کتاب راوړی، په یو ځای کی هغه ته ورته د لسو سورو غوښتنه کوی، او په یو بل ځای کی غواړی د هغه په شان یوه سوره راوړی. د لا زیات ټینګار لپاره فرمایی: که د عالم ټول پوهان، متفکران او د نظر خاوندان لاسونه سره ورکړی، او د یو او بل ترشا ودریږی، هیڅکله نشی کولای د قرآن په شان کتاب راوړی.

د دغه بحث په نتیجه کی ویلای شو، چی که دښمنانو توان درلودای، د اسلام له بنسټ سره د مبارزې او پر پیغمبر ص باندی د بریالیتوب لپاره، د دومره زیاتو توطئو د کولو، او ډیرو پانګو د لګولو، او د جګړې او وینې تویونې پرځای، د قرآنکریم په شان یوه سوره راو ړلای، او بیا وروسته آرامه او ډاډمنیدل. خو هیڅکله پدی کار بریالی نشول.

له همدی ځای څخه په لفظ، قالب او معنا کی د قرآن عظیم الشان عظمت او معجزه څرګندیږی، او د دی ښودنه کوی؛ چی دغه کتاب د بشر کار او د هغه په لاس جوړ شوئ نه دئ.

ګرانو دوستانو دغه مطلب په همدی ځای کی پایته رسیږی، تر بل مطلب پوری تاسی په ساتندوی خدای سپارو. 

 

ټیګونه