Oct 31, 2016 10:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۲۵

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

اووه سوه دوه اتیا کاله پخوا، د شپږ سوه شپږ پنځوسم قمري کال د محرم د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، د عباسي واکمنانو پلازمینه، د بغداد ښار، د هلا کوخان مغول تر نیواک لاندې راغئ او د وروستي عباسي واکمن، معتصم له وژل کیدو وروسته، دغه لړۍ د اسلامي نړۍ پر ډیرې زیاتو برخو له پینځه سوه کاله واکمنۍ وروسته، له منځه لاړه. هلاکوخان مغول، د هېوادونو د نیولو لپاره له هیڅ جنایت او وحشي توبه ډډه ونه کړه او د ایران هیواد د ډیرو برخو له نیولو او د کلیو او ښارونو د خلکو له عام وژلې وروسته یې پر بغداد تیری وکړ او په وحشي توب او سخت زړه توب سره یې په زرګونو کسان ووژل او د بغداد ډېرۍ مهمې ودانۍ او کورونه يې وران او ویجاړ کړل.

««««««««««««

یو سلو اته پنځوس کاله پخوا، د دولس سوه اتیایم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، حکیم میرزا محمد طاهر تنکابني په کلاردشت کښې وزیږید. هغه د اسلامي علومو له مقدماتي زده کړو وروسته تهران ته راغئ او د هغه وخت له نامتو استادانو څخه یې فقه، اصول او حکمت زده کړل. میرزا محمد طاهر تنکابني وروسته تدریس ته مخه کړه او د سپه سالار په مدرسه کښې یې درس کاوه. په وروستیو کښې یې سیاست ته مخه کړه او د ملي شورا د جرګې په لومړني او څلورم پړاؤ ته ورننواته. بالاخره میرزا طاهر تنکابني په دیارلس سوه شپیتم قمري کال کښې په اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د شیخ صدوق (رح) په مزار کښې د خپل استاد  د ارواښاد جلوه په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د علم، پوهې او مهارت په اړه په حکمت او فلسفې کښې ویلي شوې چې د هغه له مرګ سره په تهران کښې پخوانۍ حکمت او فلسفه هم له مینځه لاړه.

««««««««««««

یو سلو پینځه څلویښت کاله وړاندې، د اتلس سوه یو اویایم میلادي کال د اکتوبر په  دیرشمه نيټه، مشهور فرانسوی شاعر او ادیب   پل  والری  وزږید.

هغه  د حقوقو په برخه کښې خپلې زده کړې پائ ته  ورسولې. ورپسې  یې د ادبیاتو او  د  شعر  او ادب  د لویانو  د آثارو له  مطالعه کولو سره  د  مینې  له  امله، شعر  او شاعرۍ ته  مخه  کړه  او  لومړنی  اثر  یې  په اتلس کلنۍ کښې په اتلس سوه نهه اتیایم  میلادي کال  کښې خپور شو.

والري  له  هغه  وروسته،  د ډيرو شعرونو ویلو ته په مخه کولو سره، ډير مشهور  شو او  د  فرانسې  د  مشهورو شاعرانو  په  لیکه  کښې  ورغئ.

د والري شعرونه   وزن لرونکي او ژر پوهيدونکي دي او د فرانسې په اوسمهاله  شعر  یې  ډيره  اغیزه کړې ده.

د دغه  شاعر  فلسفي  افکار او  ګروهنې  د کرکې او  غم  رنګ  لري.

والري  له  سمندر  او  د  هغه  له  منزرو سره  ډيره  مینه  درلوده  او  له  سمندر سره  د  هغه  د آثارو د  ډير تړاو په  دلیل، هغه ته  د سمندري  شاعر  لقب  ورکړل شوی دی.

««««««««««««

یو سلو شپږ کاله  وړاندې، د نولس سوه لسم میلادي کال  د اکتوبر  په دیرشمه نيټه، د  نړیوال  سره  صلیب  جوړونکی  هینري  ډونان  مړ شو.

د نړیوال  سره  صلیب  د ټولنې جوړونکی  جان  هینري  ډونان  د  اتلس سوه اته ویشتم  میلادي کال  د مۍ په  اتمه نيټه،  د سویس  په  جینوا ښار کښې وزیږید.

په اروپا کښې د ډيرو جګړو رامینځته کيدل  د دې  لامل  شول  چې هغه په اتلس سوه دوه شپیتم میلادي کال کښې د کتابچې په خپرولو سره خلک وهڅوي  څو داؤ طلبانه  ټولنې  جوړې کړي  چې  د جګړې  او  نورو مصیبتونو په  وخت  کښې  وکولائ شي،  له  ناروغانو، ټپيانو او ځپل شویو کسانو سره مرسته  وکړي. د دغه  وړاندیز  له  مخې، د  اتلس سوه درې شپیتم  میلادي کال د مۍ  په  نیمايۍ  کښې د جینوا نړیواله غونډه  د یوه  مرستندویه  او  خیریه نړیوال سازمان  په توګه جوړه کړه. په  دې  کنفرانس کښې د شپاړسو اروپايي هېوادونو استازو ګډون  درلود.

دغه  غونډه  د دې  لامل شوه  چې  د اتلس سوه څلور شپیتم میلادي  کال د اګست  په  دوه ویشتمه  نیټه،  د جینوا تړون د هینري ډونان په هڅو سره لاسلیک شي. د هغه  د سوله  غواړو هڅو په  نولس سوه لومړي  میلادي کال کښې هغه  ته  د  نوبل  د سولې جایزه  ور  په  برخه  کړه.

هینري  ډونان  بالاخره   د  نولس سوه لسم  میلادي کال  د  اکتوبر  په  دیرشمه نيټه، په  دوه اتیا کلنۍ کښې مړ شو.

««««««««««««

یو نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه څلورم  هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په نهمه نېټه د ايران د ملي شورا جرګې د قاجاريې لړۍ د وروستي باچا احمد شاه په څنګته کولو سره د دغې لړۍ ختمیدا اعلان کړه او په  دی  ډول په ايران کښې د دغه خاندان یو سلو پینځه دیرش کلنۍ حکومت ختم شو. د قاجاريې د لړۍ له ختمېدو وروسته د برطانيې په لاس وهنو او دسيسو سره په ايران کښې د رضاخان په مشرۍ موقتي حکومت تشکيل شو. رضاخان له دې نه څلورنيم کاله وړاندې په يوې برطانوي کودتا سره په اقتدار  راغئ او ورو ورو د حکومت په يو ډېر قدرتمن کس بدل شوئ ؤ.  هغۀ د قاجار د لړۍ له ختمېدو نه يوه مياشت پس ځان باچا وبالۀ او په ايران کښې يې د پهلوي لړۍ بنياد کېښود. دغې لړۍ د برطانيې او امريکې لخوا د ايران د ملت د ځپلو او د ملي سرمايو د لا لوټلو لپاره زمينه برابره کړه.

««««««««««««

او له ننه دیرش کاله  پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په نهمه نیټه، یو اوسمهاله ژمن ایرانی شاعر سلمان هراتي وفات شو. سلمان هراتي چې اصلي نوم یې سلمان قنبر هراتي دی، د ایران یو اوسمهاله شاعر دی چې د دیارلس سوه اته دیرشم لمریز کال د ورې په لومړنې نیټه په مرزدشت تنکابن کښې وزیږید. هغه له انقلاب او مذهب ته ژمنو شاعرانو څخه ؤ. په شعرونو کښې د هغه تخلص آذرپاد ؤ او د هغه په شعرونو کښې کولئ شو د سهراب سپهري او فروغ فرخزاد اغیز و وینو. سلمان هراتي پریمان اثار په یادګار پریښي دي. د آسمان سبز او دري به خانه خورشید دوې ټولګې د هغه له چاپ شویو اثارو څخه دي. همداراز هغه د زلمیانو د شعرونو په برخه کښې (از این ستاره تا آن ستاره) په نوم یو کتاب لري.

سلمان هراتي د انقلاب د پړاؤ له نامتو شاعرانو څخه ؤ چې په شعرونو کښې یې نوئ نظر، فکر او بیان ځلیږي. د دی د شعر ژبه ډیره خوږه او شعرونه یې له طبیعت سره د ډیر نږدې تړاؤ د لرلو او له پاک خدائ سره د راز او نیاز تر څنګ ټولنیز او له شور او زوږه ډک مضمون لري.

هغه د دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال د لړم د میاشتې په نهمه نیټه لنګرود ته د تلو په وخت په یوې ترافیکي پیښه کښې وفات شو.

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه