Oct 31, 2016 10:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۲۶

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

پینځه سوه پینځه دیرش کاله پخوا، د نهه سوه دریم قمري کال د محرم په نهه ویشتمه نیټه، مسلمان تاریخ لیکونکئ  محمد هروي د اوسني افغانستان په لویدیځ هرات ښار کښې وفات شو. هغه د افغانستان په شمال بلخ ښار کښې په یوه مشهوره کورنۍ کښې وزیږید، خو خپل ډیر عمر یې په هرات کښې تیرکړ. هروي د خپلو علمي مرتبو له امله، د ګورکانیانو د لړۍ د پوه او تکړه وزیر، امیر علیشیرنوايي چې عالمانو ته یې ډېر درناوی کاوه تر پام لرنې لاندې راغئ. د هروي ترټولو مهم اثر (تاریخ روضه الصفا) کتاب دی چې د نړۍ عمومي تاریخ یې د خلقت له لومړیو تر خپل وخت پورې، لیکلی دی.

««««««««««««

یو سلو دوه کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په لسمه نېټه، د لومړني نړيوال جنګ په بهیر کښې ايران خپل بې پلويتوب اعلان کړ. په دغه جنګ کښې د ايران بې پلويتوب د حکومت لخوا د ملي شورا د جرګې له تصويبیدا وروسته اعلان شو. خو د هغه وخت د واکمنانو سياسي کمزوري، د ايران کورني ګډوډ حالات او په جنګ کښې د ښکېلو هېوادونو پراختيا غوښتنه او جنګ جوړونه د دې سبب شول چې د دغو هېوادونو لخوا د ايران د بې پلويتوب خلاف ورزي وشي. په همدې وجه ايران د برطانيې، روسيې او عثماني ځواکونو د حملو هدف وګرځېد او ايران ته زيات زيانونه ورسيدل.

««««««««««««

اته اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري قمري کال د محرم په نهه ویشتمه نیټه، د آذربایجان یو نامتو عالم آیت ا... سید علي حجت کوه کمره ای د ایران په شمال لویدیځ کښې وفات شو. هغه د دیني مقدماتي درسونه په تبریز کښې زده کړل او د خپلو څیړنو د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... کوه کمره ای په دغه ښار کښې له تکړه او نامتو استادانو څخه استفاده وکړه او د علم لوړې درجې یې ترلاسه کړې، په دې ډول چې خپلې خاورې ته د ستانیدا په وخت د ګڼ شمیر روحانیونو لخوا بدرګه شو. هغه په تبریز کښې هم د خلکو له هرکلي سره مخامخ شو او د خلکو د اجتماعي او دیني چارو اداره کولو ته یې مخه کړه. د آیت ا... سید علي کوه کمره ای زوئ سید محمد هم د شیعیانو د تقلید مرجع او ستر عالم ؤ.

««««««««««««

اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمريز کال د لړم  مياشتې په لسمه نېټه، یو مبارز عالم او فقيه آيت ا... سيد محمد علي قاضي طباطبائي د فرقان نومي ترهه ګرې ډلګۍ په لاس شهيد شو. هغه په دولس سوه درې نوېم هجري لمريز کال کښې د ايران په تبريز ښار کښې وزېږېد او د خپل عالم پلار تر تعلیم او تربیت لاندې یې د ديني علومو مقدمات زده کړل. آيت ا... قاضي طباطبائي بيا خپلې لوړې زدکړې په معتبرو علمي حوزو کښې ترلاسه کړې او د امام خمېني (رح) په شان د هغه وخت له سترو علماو څخه يې پریمانې علمي استفادې ترلاسه کړې. آيت ا... قاضي طباطبائي د شاه په خلاف د خپلو سياسي مبارزو په اوږدو کښې په ځلونو جلاوطن او بندي شو. هغه د اسلامي انقلاب له برياليتوبه وروسته د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمېني (رح) لخوا د تبريز ښار د جُمعې د امام او دهغه حضرت د استازي په توګه منصوب شو او بالاخره په داسې يوه ورځ شهيد کړئ شو.

««««««««««««

شپږ دیرش کاله پخوا،  د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په لسمه نېټه، د ايران د هغه وخت د تېلو وزير انجنئير محمد جواد تندګويان او د دغې وزارتخانې څو نور چارواکي د ايران په خاوره باندې د عراق له تېري نه يوه مياشت وروسته په داسې حال کښې چې د هېواد د جنوب د تيلي تاسيساتو د بياکتنې لپاره دغې سيمې ته روان وو د عراقي تيري ګرو عسکرو لخوا وتښتول شول. صدام رژيم تر يوې مودې پورې د انجنئير تندګويان تښتول تکذيبول خو بالاخره يې ادعا وکړه چې هغۀ د اسيرۍ په دوران کښې ځان وژلئ دی. په داسی حال کښې چې له هغۀ سره د نږديو اسيرانو مشاهداتو او روغتيائي معائناتو ثابته کړه چې د ايران د تېلو دغه پخوانئ وزير د عراق د بعثي رژيم د عواملوتر وحشيانه شنکجو لاندې شهيد شوئ دی.

««««««««««««

دوه  دیرش کاله پخوا، د نولس سوه څلور اتیایم میلادي کال د اکتوبر په یو دیرشمه نیټه، د هندوستان د هغه وخت لومړی وزیره  مېرمن اېندراګاندهي د خپلو دوو تنو محافظانو په لاس ترور او ووژلې شوه. دغه دواړه حمله کوونکي چې سېک  مذهبه وو، مېرمن ګاندهي د هند په پنجاب صوبه کښې په ګولډن ټېمپل باندې چې د سېکانو لپاره يو مقدس ځائ ګڼل  کيږي، د حملې د حکم د جاري کولو په دليل ووژله. سېکان چې د هند د نفوسو دوه فيصده او په پنجاب صوبه کښې اکثريت تشکيلوي د خپل عبادت په دغه ځائ کښې د وسلو په راغونډولو سره د پنجاب صوبې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د وسله ايز شورش په لټه کښې وو. مېرمن اېندراګاندهی چې د هند د خپلواکۍ د يو اصلي مشر جواهر لعل نهرو لور وه په نولس سوه اوه شپیتم میلادي کال کښې د خپل پلار له مرګه درې کاله وروسته لومړي وزیریتوب  ته ورسېده. اېندراګاندهي د هند په کانګرېس ګوند کښې د خپل پلار نهرو په مرستې او لارښونې سره د ترقې مرحلې پلې کړې او د خپلې لومړی وزیریتوب په کلونو کښې د هند په ستر او زيات نفوس لرونکي هېواد کښې له ګڼ شمېر مشکلاتو سره مخامخه شوه. له بېلتون غوښتونکو سېکانو سره د مقابلې کړکېچ له دغو مشکلاتو څخه ؤ چې د اېندرانګاندهي د ځائ ناستي او زوئ يعنې راجيو ګاندهي په دوران کښې يې هم دوام وموند.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه