Oct 31, 2016 15:08 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو ګرانو او قدرمنو مینه والو د سلامونو په ویلو سره مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې د لړۍ د دې اونۍ په پروګرام سره حاضر شوي یو. عزیزانو نن هم په تیره اونۍ کښې د مینځني ختیځ د سیمې مهمو بدلونونو ته یوه کتنه کوو.

وړومبۍ د فلسطین بدلونونه جاجوو چې په بیت المقدس کښې د صهیونیسټي رژیم سلطه غوښتنو او پراختیا غوښتنو ته د نړیوالو غبرګونونو په دوام پورې اړوندو خبرونو ترسیوري لاندې وو. ورپسې به هم د بحرین، عراق او یمن د پیښو په شمول د دغې سیمې نورو حالاتو ته یوه کتنه ولرو.

په بیت المقدس باندې د ولکۍ په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم تحرکاتو ته د نړیوالو برګونونو پّ دوام کښې د ملګرو ملتو علمي، کلتوري او روزنیز ارګان (یونیسکو) د اسرائیلو لخوا په فلسطیني ځمکو کښې د مذهبي او تاریخي آثارو د خرابونې په غبرګون کښې د یو پریکړه لیک مسوده رایو ته ږدي.

د دغه پریکړه لیک مسوده به نن چارشنبه یعنې د یونیسکو لخوا د نیواکي قدس له مقدسو ځایونو سره د یهودیانو د تړاو د ردونې په هکله پریکړه لیک له تصویبیدو یوه اونۍ وروسته رایه اخیستنې ته وړاندې شي.

په دغه مسوده کښې راغلي دي چې صهیونیسټ رژیم مذهبي ځایونو او مذهبي آزادۍ ته د زیان رسولو په حال کښې دی.

په دغه مسوده کښې د یونیسکو د تیر پریکړه لیک په شان یوځل بیا په نیواکي قدس کښې ټول ځایونه په مسلمانانو پورې اړوند بلل شوي دی. یونیسکو په داسې حال کښې دا پریکړه لیک تصویب کړ چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو تیره یکشنبه ویلي چې د مسجدالاقصی په کیندلو کښې به پخپله ګډون وکړي. هغه د اسرائیلو له ټولو چارواکو وغوښتل چې د روانې اونۍ په کیندنه کښې له هغه سره ملګري شي.

ملګرو ملتو د مسجدالاقصی لاندې کیندنه کښې د ګډون لپاره د صهیونیسټي رژیم د ګډون د نیت په هکله د هغه توکم پالې څرګندونې وغندلې.

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجاریک ټینګار وکړ چې دغه سازمان د مقدسو ځایونو د حالت په هکله تل یو بشپړ روڼ او شفاف دریځ درلودلی او لري یې او ټینګار کوي چې د مسلمانانو په مقدساتو باندې واکمن حالت باید وساتل شي او پکښې هیڅ بدلون را نه شي.

عرب اتحادیې هم د مسجدالاقصی لاندې کیندنې لپاره د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم پریکړه وغندله او هغه یې د مسجدالاقصی د ړنګیدو لپاره یو خبرداری وباله.

په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټي رژيم تیري او لمسونکي اقدامات په داسې حال کښې دي چې یونیسکو په مسلمانانو پورې د دغه سپیڅلي او مقدس جومات په تړاو ټینګار کړی دی.

د قدس د تاریخ تحریفول او د هغه په هکله د یهودیانو د جعلي تاریخي روایت دودول او د کیندنو له امله د مسجدالاقصی د خرابیدو خطر د اسرائیلي چارواکو یوه پخوانی پروژه ده.

د اسرائیلو کابینو د نیواکي ځمکو د جغرافیائي او نفوسي جوړښت بدلون تل د خپلو پروګرامونو په سر کښې ساتلی دی. دا سیاست هم د قدس او فلسطین د آثارو په خرابولو، د جعلي تاریخ په جوړولو  او همداشان د صهیونیسټ میشتو ښارګیو د جوړولو او پراختیا له لارې د فلسطینيانو د نفوسو په کمولو او په فلسطیني ځمکو کښې د صهیونیسټانو په میشتولو او له خپل ټاټوبي او وطنه د فلسطینیانو په وباسلو سره پرمخ تللی دی.

صهیونیسټي رژيم له ۱۹۶۳ نه تر ۱۹۶۷ کاله پورې د قدس په هکله د خپل جعلي تاریخي روایت د ثابتولو لپاره د مختلفو هیوادونو لرغون پیژاندي وکارول خو د خپلو هلوځلو د ماتې خوړلو په وجه یې پوځ په نیواکي بیت المقدس کښې د کیندنو د عملیاتو مامور کړ.

دا په داسې حالاتو کښې دي چې له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۶۷ کلونو کښې چې د جون جګړه پیل شوه هم صهیونیسټي رژیم د خپل پارلیمان، میوزیم او وزیراعظمۍ ودانۍ له تل ابیب څخه د بیت المقدس لویدیځ ته منتقل کړل.

د صهیونیسټي رژيم ګستاخانه اقدامات یوازې په بیت المقدس کښې د دغه رژیم په ورانونکو او پراختیا غوښتونکو اقداماتو پورې نه محدودیږي بلکې د بیت المقس اسلامي ودانۍ او ځایونه په تیره بیا مسجدالاقصی هم تل د صهیونیسټي رژيم د سپکاویو هدف ګرځیدلې دي چې دا سپکاوي په دې وروستیو میاشتو کښې لازیات شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*

                آل خلیفه رژیم د بحرین د خلکو خلاف د ځپونکو اقداماتو په دوام کښې د دغه هیواد د یوشمیر نورو کسانو تابعیت ختم کړ. د بحرین د بیاکتنې او غور محکمې تیره پنجشنبه په هغه چټي تور چې دغې محکمې امنیتي ضده اقدامات وبلل، د بحرین د ۲۲ ښاریزو د تابعیت د لغوه کیدو حکم تائيد کړ.

د بحرین محکمې د بشري حقوقو له دغو فعالانو څخه ځیني د جرمانې په ورکولو او په لس کاله بند هم محکوم کړي دي.

د بحرین رژیم د روان ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کښې د دغه هیواد د ستر شیعه عالم شیخ عیسی قاسم تابعیت ختم کړ چې له امله یې د بحرین او نړۍ په شیعیانو کښې سخت غبرګونونو راوپاریدل.

بحرین له ۲۰۱۱ کاله د آل خلیفه رژیم خلاف د سوله ایزو اعتراضونو ډګر دی. د بحرین خلک پخپل هیواد کښې د سیاسي اصلاحاتو، آزادۍ، د عدالت د ټینګښت، د توکم پالنې د ختمیدو او د یو منتخت نظام او حکومت د جوړیدو غوښتونکي دي خو آل خلیفه رژيم د هغوي اعتراض ته تل په ځپنې سره ځواب ورکوي.

د آل خلیفه رژیم د ځپنو سختیدل یوازې د بحرین د سیاسي فعالانو په بندیوانولو او د سیاسي تشکلونو او ډلو په ړنګولو پورې نه محدودیږي بلکې آل خلیفه رژيم د ډیرو سیاسي فعالانو د تابعیت په لغوه کولو سره په عملي توګه د بحرین د نفوسي جوړښت د بدلولو په لاره کښې ګام پورته کړی دی.

پر بحرین واکمن رژیم همداشان د ولسي پاڅون د کنټرولو په ترڅ کښې د دغه هیواد له سیاسي او ټولنیز ډګره د مخالفانو د لرې کولو او په نړیوال ډګر کښې د هغوي د فعالیتونو د محدودولو لپاره له هر اوزار، سیاست او چل وله کار اخلي.

آل خلیفه رژیم په محتلفو طریقو له بحرینه د دغه هیواد د سیاسي فعالانو او علماو د ایستلو په لټه کښې دی څو پخپل ګمان د حالاتو په کنټرولولو سره د بحرین د خلکو د پاڅون د کنټرولولو زمینه برابره کړي. بحرین په ۲۰۱۴ کال کښې په قانون کښې د بدلونونو له رامینځته کولو وروسته د هر هغه کس تابعیت یا نیشنلټي ختموي چې فعالیت یې د بحرین باچاهۍ ملي ګټو ته زیان رسوي.

پر بحرین واکمن رژيم د دغه هیواد له سیاسي او ټولنیز ډګره د مخالفانو د ایستلو لپاره د ولسي پاڅون د کنټرولو په ترح کښې له هر اوزاره ګټه پورته کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د یمن د بدلونونو په لړ کښې هم د دغه هیواد پیښې د سیمې د خبرونو په سر کښې راغلل. خبرونه د یمن په استوګنو سیمو د عربستان د پوځ د هوائي بریدونو د دوام بیانونکي دي. دا په داسې حالاتو کښې دي چې د یمن په بیلابیلو سیمو د عربستان په مشرۍ د تیري ګرو د ائتلاف د بریدونو په زیاتیدو سره ملګرو ملتو په دغه هیواد کښې د خوراکي شیانو د کمښت د کړکیچ د زیاتیدو او د انساني غمیزې د رامینځته کیدو په هکله خبر داری ورکړ.

په مینځني ختیځ او د افریقې په شمال کښې د ملګرو ملتو د خوړو د پروګرام مدیر مهند هادي د یو رپورټ په وړاندې کولو سره اعلان وکړ چې د یمن په مختلفو سیمو پّ تبیرا بیا د دغه هیواد په ارتباطي لارو، بندرونو او د خوراکي موادو په ګودامونو د بریدونو په دوام سره په یمن کښې د لوږې او د خوړو د کمي کړکیچ سخت شوی او د دغه هیواد میلیونونه خلک د انساني غمیزې په درشل ولاړ دي.

د ملګرو ملتو استازي اسماعیل ولد شیخ الاحمد هم د عربستاني ائتلاف د ځواکونو د حملو او د یمن د محاصرې په وجه د انساني بحران د سختیدو په تائیدولو سره وویل چې دغه ارګان د یمن د ځمکني، سمندري او هوائي کلابندۍ د ختمولو لپاره غواړي د دغه هیواد زخمیان د درملنې لپاره له یمنه بهر ته منتقل کي.

د یمن د خلکو د انساني ستونزو د هواري لپاره د ملګرو ملتو د هلوځلو په هکله د دغه هیواد په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د استازي له څرګندونو یو ساعت وروسته د انصار ا... غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي وویل: ملګرو ملتو د یمن د خلکو د ستونزو د هواري لپاره تراوسه هیڅ جدي اقدام نه دی کړی.

د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر تیره چارشنبه په پلازمینه صنعاء کښې وویل: عربستان د ملګرو ملتو او نړیوالو ټولنو د چپتیا په سیوري کښې د یمن خلک پخپلو کورونو، جوماتونو او ښوونځیو کښې وژني او له خپلو جنایتونو هیڅ باک نه لري.

د یمن په سل هاو زده کونکو هم تیره چارشنبه په پلازمینه صنعاء کښې د مظاهرو په کولو او د عربستان د جنګي الوتکو لخوا د یمن د ملکي خلکو د وژلو او د آل سعود له اقداماتو د امریکې د ملاتړ وپه غندلو سره د نړیوالې ټولنې او بین المللي سازمانونو چپتیا په یمن کښې د عربستان د جنایتونو د سختیدو لامل وبلله.

د یمن پارلیمان هم ملګري ملتونه د خپل هیواد محاصرې او جنګ د دوام مسئول وباله. دغه ارګان په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې د یمن د کلابندۍ او جنګ ختمیدل  د ملګرو ملتو د امنیت شورا لخوا د یو پریکړه لیک صادریدو ته ضرورت لري او نورې لارې د دغه هیواد کړکیچ نه هواروي. د یمن پآرلیمان پخپل هیواد کښې د آل سعود رژيم د جنایتونو د څیړلو په هکله د تحقیق د یوې بې پلوه نړیوالې کمیټې د سمدستي جوړیدو غوښتنه وکړه.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر هم د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په کړچار نیوکه وکړه.

صالح علي الصماد وویل: د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازی اسماعیل ولد الشیخ احمد یوازې د سعودي عربستان لخوا د پيغامونو لرونکو دی او کومه نوې آئیډیا او طرحه نه شي وړاندې کولې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د ترهګرو له شتونه د عراق د بشپړې پاکونې لپاره د دغه هیواد د خلکو جدي هوډ چې د موصل د آزادولو په عملیاتو کښې څرګند شوی، سبب شوی دی چې په دغه هیواد پورې اړوند خبرونه په لازیات حساسیت سره تعقیب شي.  د عراق پوځ د کُرد پيشمرګه ځواکونو او ولسي مبارزانو په مرستې سره توانیدلی د موصل د آزدولو د عملیاتو له پيل راهیسې ۹۳ کلي او سیمې د داعش ترهګرو له نیواکه آزادې کړي.

د عراق دفاع وزارت تیره پنجشنبه اعلان وکړ چې د عراق ګډو ځواکونو د موصل د آزادولو په عملیاتو کښې داعش ترهګرې ډلې ته سخته مرګ ژوبله اړولې او توانیدلي چې ۷۷۲ ترهګر ووژني.

د عراق پوځي ځواکونه همداشان په نینوا ولایت کښې په داعشي ترهګرو پورې د اړوندو دریو تونلونو او څلویښتو جنګي مرکزونو په پيدا کولو او ورانولو کښې کامیاب شوي دي.

د موصل د آزادولو عملیاتو د تیرې اکتوبر میاشتې له ۱۷ نیټې څخه د عراق د وزیراعظم حیدر العبادې په حکم پيل شوي دي. په دغو عملیاتو کښې د عراق پوځي ځواکونه، ولسي مبارزان او کرد پیشمرګه ځواک شتون لري.

د عراق ولسمشر د موصل د عملیاتي سیمې په کتنه کښې د داعشر ترهګرې ډلې له نیواکه د دغه ښار تر بشپړې آزادۍ پورې د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.

فواد معصوم تیره پنجشنبنه په وړومبي ځل په موصل کښې عملیاتو سیمو د کتنې په ترڅ کښې د موصل د عملیاتو طرحه او پلان له عراقه د داعش ترهګرو د شړلو لپاره یو ډیر ښه او ځانګړی پلان وباله.

له عملیاتي سیمو د عراق د ولسمشر له وړومبۍ کتنې سره په یو وخت د موصل د عملیاتو قومندانانو د جمعې په شپه په شمالي محور کښې د عملیاتو د وړومبۍ مرحلې پاې ته رسیدل اعلان کړل او په عین حال کښې رپورټونه وائي چې په همدغه ورځ تازه دم ځواکونه عملیاتي سیمو ته روان شوي دي.

د عراق د پارلیمان مشر هم په بله جغرافیائي محدوده کښې د داعش د هرډول احتمالي شتون د مخنیوي لپاره د دغې ډلې په بشپړې نابودۍ ټینګار وکړ.

سلیم الجبوري د نینوا د آزادولو په عملیاتو کښې د پوځي او جنګي قومندانانو په کتنه کښې وویل: د موصل په ځانګړو، حساسو او تاریخي عملیاتو کښې چې د عراق ټول خلک یې ملاتړ کوي، د داعش ترهګرې ډلې بشپړه نابودي ضروري ده.

الجبوري عراق ته د وحدت او یووالي په ورستنولو کښې د دغه هیواد د خلکو د غوښتنې د پوره کیدو لپاره د موصل په عملیاتو کښې د موجودو ځواکونو د پيوستون او میړانې اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: په دې عملیاتو کښې د ټولو ډلو ګډون به د ترهګرو خلاف د چټک بریالیتوب سبب شی.

د عراق د شمال د نینوا ولایت مرکز موصل ښار په ۲۰۱۴ کال کښې د داعش ترهګرې ډلې تر نیواک لاندې راغی.

د نینوا والي هم وویل چې عراقي ځواکونه د موصل ښار ته د ورننوتو په درشل کښې دي.

په عین حال کښې د عراق د ولسي ځواک په زرهاو مبارزان د موصل ښار لویدیځ اړخ رسیدلي دي څو له الحضره تر تلعفر پورې سیمې د آزادولو په عملیاتو کښې ګډون وکړي.

د عراق د بدر موسسې عمومي منشي هادي العامري هم وویل: د موصل د آزادولو جګړه به یوه اوږده جګړه وي. که څه هم عراقي ځواکونو د موصل د آزادولو د عملیاتو له پیل راهیسې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي خو دغه عملیات په ښار کښې دننه د د ملکي خلکو د ملاتړ او د هغوي د سر د ساتنې په وجه ښائي څه موده اوږده شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

ټیګونه