Nov 01, 2016 12:27 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۲۷

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفر د میاشتې له لومړی او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له لومړی نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه یو کاله پخوا،  د اووه دیرشم قمري کال د صفرې د میاشتې په لومړۍ نېټه، د حضرت علي (ع) او معاویه د لښکرو ترمنځ په عراق کښې دفرات سیند په څنډه کښې د صفین په نوم سیمه کښې د جګړې وروستۍ پړاوپيل شو. معاویه، خلافت ته د امام علي (ع) له رسیدو وروسته له هغه حضرت سره له بیعت کولو ډډه وکړه او د درېم خلیفه،حضرت عثمان (رض) د وینې دبدل په پلمې سره یې له حضرت علي (ع) سره جګړه پيل کړه. معاویه د حضرت عثمان د خلافت په وخت کښې، د شام والي ؤ او د هغه له شهادت وروسته یې نیت درلود چې په ټوله اسلامي نړۍ کښې حکومت ترلاسه کړي او هغه په خپله کورنۍ کښې میراثي کړي. د حضرت علي (ع) پر ضد د معاویه جګړه له همدې امله پيل شوه. په دغه جګړه کښې، کله چې معاویه د ماتې په درشل کښې شو، د عمروبن عاص په وړاندیز سره یې امر وکړ چې قرآن کریم د نیزو په سر کښې ورکړي ترڅو خلکو ته دوکه ورکړي او د جګړې له دوامه لاس واخلي. د حضرت علي (ع) د جنګیالیو یوې ډلې، دهغه حضرت له خبرداریو سره سره، دوکه وخوړه او د جګړې له دوامه یې ډډه وکړه. د حضرت علي (ع)  جنګیالیو د دې  ډلې لخوا د رامینځته شویو شرايطو او دباوونو له امله چې په خوارجو مشهور شول، د جګړې برخلیک حکمیت (قضاوت) ته وسپارل شو.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اووه اویا کاله  پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د صفرې په لومړۍ نېټه، د پیغمبر اکرم (ص) د کورنۍ کاروان چې د کربلا بوږنونکې پېښې وروسته، نیول شوي وو،د معاویه د زوئ، یزید د حکومت مرکز، شام ته داخل شو. په شام کښې د پيغمبر (ص) اهل بیتو په ځانګړې توګه زینب (س) او امام سجاد (ع)  د یزید په دربار او د شام د جومات په شمول په مختلفو ځایونو کښې د ظالم اموي واکمن یزید پر ضد اشواکولو او د کربلا د شهیدانو د وینو پيغام په ښه توګه خلکو ته ور رسولو ته مخه کړه، په دې ډول چې د شام خلک په کربلا کښې د یزید د عسکرو د جنایت له واقعیته خبر شول او د هغه او ګوډاګیو پروړاندې په غوسه شول. دغه موضوع د دې لامل شو چې یزید، د امام حسین (ع) او د هغه حضرت د یارانو د وژلې د حکم صادریدل دروغ  وبولي او د هغه ګناه د کوفې د والي، عبیدالله بن زیاد پر غاړه ور واچوي. همداراز  یزید د عمومي افکارو تر دباؤ لاندې اړشو چې له یوڅه وخت وروسته د پيغمبر (ص) د اهل بیتو کاروان بیرته مدینې ته ستون  کړي.

««««««««««««

اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په لومړی نیټه،  د اسټریا او  پولینډ امپراطوري   په  لومړني  نړیوال جنګ کښې  له ماتې وروسته  دړې  وړې  شوه .

دغه امپراطورۍ چې د نولسمې پیړۍ په دویمې نیمایي کښې  رامینځته شوه، د لومړي نړیوال جنګ تر مخکښې وختونو پورې  په اروپا کښې یو ستره او قدرتمنه امپراتوري جوړه کړه او زیاته پراختیا یې وموندله. خو د لومړي نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته، د اسټریا- پولینډ امپراتوري د فاتحو هیوادونو لخوا د ګرمې په توګه په دریو هیوادونو، اسټریا، پولینډ او چیکوسلوواکیا وویشل شوه او له هغه وروسته د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په لومړی نیټه په اسټریا کښې جمهوري رژیم واکمن شو. د نولس سوه نولسم میلادي کال د سپتمبر په لسمه نیټه د لومړي نړیوال جنګ د متفقینو او اسټریا تر مینځ د سن – جرمن  تړون لاس لیک شو.

««««««««««««

دوه  شپیته کاله پخوا، د نولس سوه څلور پنځوسم ميلادي کال د نومبر په لومړنی نېټه د احمد بن بلا لخوا د الجزائر د ازادي بخښونکي غورځنګ په جوړیدا سره د دغه هېواد د خپلواکۍ جنګونه پیل شول. الجزائر د نولسمې ميلادي پېړۍ په لومړیو وختونو کښې په بشپړه توګه د فرانسې ترتسلط لاندې راغئ او په دغه موده کښې د دغه هېواد د خلقو ازادي غوښتونکو مبارزو په تيت پرکه توګه دوام ولره. بالاخره د فرانسوي استعمارګرو له يو سلو دوه دېرش کاله واکمنۍ  وروسته په نولس سوه دوه شپیتم  ميلادي کال کښې د الجزائر د مسلمانو خلقو مبارزه بریالئ شوه او فرانسوي ځواکونه له دغه هېواد څخه ووتل. له دې وروسته د الجزائر د ازادي بخښونکي جبهې يو مشر احمد بن بلا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو په نولس سوه پینځه شپیتم ميلادي کال کښې د هغه وخت دفاع وزير  د کرنل بومدين په کودتا سره د بن بلا ولسمشري ختمه شوه. د الجزایر د ازادي بخښونکي غورځنګ د جوړیدا ورځ د الجزایر د ملي ورځې په توګه نومول شوي ده.

««««««««««««

او له ننه درې پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په یولسمه نیټه، د پهلوي استبدادي رژیم له مشهورو مخالفانو طیب حاج رضایي اعدام کړئ شو. هغه په دولس سوه اتیایم هجري لمریز کال کښې  په  تهران  کښې  و زیږید  او  تر مودو د دغه  رژیم  له  پلویانو څخه  ګڼل کیده. خو د طیب حاج رضایي اسلامي عقیدې او په تیره بیا له امام حسین (ع) سره د هغه عقیدت او مینه د د ې سبب شوه څو د باچا له ظالم نظامه واټن ونیسي او د امام خمیني (رح) له پاڅون سره یو ځائ شي. د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د غبرګولې په پینځلسمه نیټه د باچا رژیم د عواملو په وسیله د هغه نیولو او د رژیم دغه اقدام په اعتراض کښې د خلکو سترو مظاهرو پسی طیب او د هغه ورور اسماعیل د خلکو په دغه غورځنګ کښې د فعال رول د لوبولو په تور و نیول شول. دغه دوه سازباز نه منونکي مبارزان له پریمانو شکنجو ځپنې وروسته بالاخره د پهلوي رژیم له فرمایشي محکمې لخوا په اعدام محاکمه کړئ شول.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه