Nov 03, 2016 14:11 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۲۸

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له دویمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له دویمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اوولس کاله پخوا، د یو سلو یویشتم قمري کال د صفرې میاشتې په  دویمه نیټه، د پيغمبر اکرم (ص) پاک لمسی او د امام سجاد (ع) زوئ  زید بن  علي بن الحسین شهید کړائ شو. زیدبن  علي بن الحسین، د امویانو له ظلم سره د مقابلې او د خپل نیکه، امام حسین (ع) د پاڅون له لاسته راوړنو څخه دساتنې لپاره، د بني امیه د حکومت پرضد راپورته شو او په میړانتوب او زړورتوب له جګړې وروسته بالاخره په کوفې ښار کښې شهید کړائ شو. د زید پاڅون د یو شپیتم قمري کال په عاشورا کښې، د امام حسین (ع) د سترغورځنګ له پایلو او ثمرو څخه ګڼل کېږي. ځکه له دې غورځنګ وروسته، یوځل بیا په مسلمانانو کښې د حق غوښتنې روحیه راپيدا شوه او هغوئ هروخت د مشرۍ او رهبرۍ په تمه وو ترڅو د بني امیه د فاسد حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي. له همهغه وخته د توابین او مختار ثقفی د پاڅونونو په شان ډیر پاڅونونه  رامینځته شول. په دې پاڅونونو کښې اصلي موخه د امام حسین  (ع) د وینې بدل او د بني امیه د ظالم حکومت له مینځه وړل  وو.

««««««««««««

شپږ سوه درې نوي کاله پخوا، د اوه سوه پینځه څلویښتم قمري کال  د صفرې د میاشتې په دویمه نیټه، مسلمان شاعر او ادیب، ابوحیان غرناطي په مصر کښې وفات شو. هغه په شپږ سوه څلور پنځوسم قمري کال کښې په اندلس( د هغه وخت اسلامي اسپانیه) کښې وزیږید او د علم ترلاسه کولو لپاره یې ډېرو ښارونو ته سفرونه وکړل او له ډېرو استادانو یې ګټه پورته کړه. ابوحیان په شپږ سوه نهه اویایم قمري کال کښې مصر ته ولاړ او د عمر تر پائ پورې یې هلته تعلیم، تعلم او د کتابونو تالیف ته مخه کړه. سره له دې چې هغه د قرآن کریم، حدیث او د فقې په علومو کښې مهارت درلود، خو هغه څه چې ابوحیان یې مشهور کړ، د نحوې پرعلم د ابوحیان برلاسي وه. هغه په دې زمینه کښې د نحوې د علم د مشهور استاد، سیبویه تر بشپړې اغیزې لاندې ؤ. له ابوحیانه چې د عمر په پائ کښې ړوند شوی ؤ، د (الادراک للسان الاتراک) ،(تذکرة النحاة)،( تفسیر البحر المحیط) او (دیوان شعر) په یادګار پاتې دي.

««««««««««««

شپږ سوه شپږ  اویا کاله پخوا، د اووه سوه دوه شپیتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دویمه نیټه، مشهور مسلمان ریاضي پوه او ستور پېژاندی، ابن  دریهم وفات شو. هغه په هڅو سره د علم او پوهې زده کړې ته ملا وتړله. ابن دریهم د قرآن کریم قرائت، فقه او ریاضیات د خپل وخت له استادانو زده کړل او په مصر کښې د احادیثو په اوریدلو بوخت شو او  علمي درجې یې ترلاسه کړې او له یوې مودې وروسته شام ته ولاړ. ابن دریهم په دمشق کښې په جامع اموي کښې د مدرس په توګه پر تدریس بوخت شو. هغه د قرائت، حدیث، فقه او اصول فقه، کلام، تفسیر او عربي ادبیاتو په شان  پر علومو پوره برلاسي درلوده. ابن دریهم په عربي لغت کښې په زړه پورې نظرونه لري چې له هغه وروسته د ځینو لویانو له خوا نقل شوي دي. د هغه له ډېرو آثارو څخه یو شمېر په لیکلې بڼه پاتې دي چې (  قصیده في مدح الرسول(ص)  ) له هغو څخه دي.

««««««««««««

یو سلو اته کاله پخوا، د دولس سوه اووه اتیایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دولسمه نیټه، په میرزا خلیل مشهور مجاهد عالم آیت ا... میرزا حسین حسیني په درې نوي کلنۍ کښې وفات شو. په میرزاحسین میرزا خلیل مشهور  آیت ا... میرزا حسین حسیني په کابو یولس سوه څلور نوېم لمریز کال کښې په نجف اشرف کښې و زیږید. دغه نامتو عالم له خپل ورور او پلاره د کچو او مقدماتو له زده کولو وروسته د شیخ محمد حسن نجفي صاحب جواهر او شیخ مرتضی انصاري په شان نامتو فقیهانو څخه استفاده وکړه او د شیعه مرجعیت تر لوړ مقامه پورې مخته لاړ. د دغه جلیل فقیه مرجعیت د میرزای بزرګ شیرازي له وفاته وروسته بشپړه شو او د ایران، عراق، لبنان، هندوستان او د نورو اسلامي ټاټوبو شیعیانو هغه ته رجوع وکړه ، په دی ډول چې هغه د نجف اشرف د علمیه حوزې مشر په توګه یادیده.

آیت ا... میرزا خلیل ټوله موده د فقی په حوزې کښې په خپل تدریس کښې تیره کړه او په لسګونو فاضل شاګردان یې د تشیع عالمان کړل. هغه په ایران کښې د خلکو د مشروطه غورځنګ په بهیر کښې د آخوند ملا محمد کاظم خراساني او میرزا عبدا... مازندراني په شان له لویو عالمانو سره، د نجف حوزې د مشروطه غورځنګ له درو مشرانو څخه یو ؤ او له دغه غورځنګ څخه تر هغه وخته چې بې لارې شوئ نه ؤ ، ملاتړ کاوه. همداراز له هغه څخه ارزښتمن اثار په یادګار پاتی دي چې کتاب فی الاجازه، کتاب فی الغصب او شرح نجاة العباد له هغو څخه دي.

««««««««««««

سل کاله پخوا، د نولس سوه شپاړسم ميلادي کال د نومبر په دويمه نېټه، د مکې او مدينې واکمن شريف حسېن ځان د ټولو عربو هېوادونو باچا وبالۀ. هغۀ د همغه کال د جون له پينځمې نېټې څخه د انګلستان له تحريکولو سره د عثماني حکومت په خلاف  پاڅون پیل کړ. عثماني حکومت په هغه وخت کښې په لومړني نړيوال جنګ کښې له متفقينو سره د جنګ په حال کښې ؤ. انګلستان شريف حسين ته وعده ورکړې وه چې له دغه جنګه وروسته به هغه د خپلواکه عربستان د باچا په  توګه په رسميت وپېژني. خو په خپله وعده يې عمل ونۀ کړ ځکه چې لندن په عملي توګه د شريف حسېن په مقابل کښې له سعودي خاندان څخه ملاتړ کاوه. البته برطانيې د عربو ترمېنځ د خپل حیثيت د ښۀ ښودلو لپاره د شريف حسېن زامن په عراق او اردن کښې چې د انګلستان تر سرپرستۍ لاندې وو باچایې ته ورسول.

««««««««««««

او له ننه دوه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه څلور شپیتم میلادي کال د نومبر په دویمه نیټه، د سعودي عربستان دوهم باچا سعود بن عبدالعزیز د خپل ناساکا ورور د فیصل بن عبدالعزیز په کودتا سره له قدرته لیري کړئ شو. فیصل د سعود بن عبدالعزیز لومړی وزیر ؤ چې  په زیرکتیا سره یې د سعودي کورنۍ له یو شمیر غړیو او وهابي روحانیانو ملاتړ جلب کړئ شو. هغه په هغه وخت کښې چې باچا د درملنې لپاره له هیواده بهر ؤ، د ملي ګارډ او یو شمیر نورو پوسټونو مشري له آل سعوده خپلو پلویانو ته وسپارله او په عملي توګه پر عربستان مسلط شو. د هیواد مذهبي او سیاسي چارواکو هم له دغې کودتا سره موافقه وکړه او فیصل بن عبدالعزیز باچاهي ته و رسید. که څه هم هغه هم یولس کاله وروسته د خپل وراره په لاس و وژل شو. په کلي توګه په سعودي کورنۍ کښې تل د قدرت جنګ موجود ؤ چې کله کله په ښکاره او زیږه توګه یې بڼه موندلي ده.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

 

ټیګونه