تاریخ پاڼه شماره ۲۲۹
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له دریمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له دریمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه یو اتیا کاله پخوا، د اوه پنځوسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دریمه نیټه، د یوه روایت له مخې، د پیغمبر(ص) ګران لمسي، امام محمد باقر (ع) په مدینې کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه معنوي او علمي کمالونه، چې د پيغمبر (ص) اهل بیتو ته الهي لورینه ده، په امام محمد باقر(ع) کښې هم روښانه او څرګنده ده. د هغه حضرت د نولس کلن امامت په پړاو کښې چې، د بني امیه د کورنۍ د حکومت د وروستیو کلونو سره هم مهاله ؤ، په ټولنې کښې دې ته لاره برابره شوه، چې هغه د مسلمانانو پر بنسټيزو فکري او فرهنګي ودې لاس پورې کړ. دهغه حضرت اود هغه دزوئ امام جعفر صادق (ع) په مکتب کښې ډیرو هغو علومو وده وکړه او د هغه حضرت شاګردانو نوي علوم رامنځ ته کړل. په همهغه وخت کښې امام محمد باقر (ع) د اموي حکومت د ظلم او سرزورۍ سره هم له مبارزې ډډه ونه کړه او له همدې امله، په یو سلو څوارلسم قمري کال کښې شهید کړائ شو.
تاسو ګرانو ته ددې لوئ امام د زیږیدو دکلیز ې له مبارکۍ سره، د امام محمد باقر(ع) غوره خبرې را اخلو، چې هغه مبارک فرمایلي دي: ( هرڅوک، چې د ښو اخلاقو، دوستۍ او مهربانۍ لرونکی وي، هغه ته ټولې نیکۍ او ښې ګڼې ورکړل شوې دي او په دنیا او اخرت کښې به له سوکلتیابرخمن وي او هغه څوک چې له اخلاقو بې برخې وي، لار به یې د بدو پر لوري وي.
««««««««««««
یو سلو دیارلس کاله پخوا، د نولس سوه دریم میلادي کال دنومبر په دریمه نېټه، دپانامې هیواد له کلمبیا څخه خپلواکي واخیسته اودغه ورځ یې دملي ورځې په توګه ونوموله. دغه هیواد په پینځلس سوه یوم میلادي کال کښې داسپانویانولخوا کشف او ونیول شواوپه اتلس سوه یویشتم میلادي کال کښې دکلمبیا تر نیواک لاندې وراغئ. له همغه وخته دپانامې دخلکو لخوا دکلمبیا دنیواک پرضد پاڅون پيل شو. څه موده وروسته دپانامې دکانال دجوړولو طرحې په وړاندې کولوسره ددې هیواد ولسي انقلاب ډیر تند شو او دپانامې جمهوریت په نولس سوه دریم میلادي کال کښې له کلمبیا څخه جلا او دخپلې خپلواکی اعلان یې وکړ .خوپدې هیوادکې دپانامې مهم کانال چې ارام سمندر له اطلس اقیانوس سره یوځائ کوي، ددې لامل شوې چې امریکا تل ددې هېواد په کورنیو چاروکښې لاس وهنه وکړي .دپانامې جمهوریت اوه اویا زره دوه اتیا مربع کیلومټره پراختیا لري چې دجنوبي امریکا په مرکزي سیمه کښې پروت دی او له کلمبیا او کاستاریکا هیوادونوسره ګډې پولې لري.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دریمه نیټه، د اخلاقو یو ستر استاد میرزا محمد علي شاه آبادي وفات شو. آقا میرزا محمد علي شاه آبادي مقدماتي علوم له خپل عالم پلاره چې پخپله د صاحب جواهر له شاګردانو او فقیهانو څخه ؤ، زده کړل. وروسته د خپل ورور آقا شیخ احمد بیدآبادي او میرزا محمد هاشم خوانساري له محضره برخمن شو. دغه نامتو عالم د علمي مرتبو د بشپړولو لپاره د نجف اشرف دارلعلم ته ولاړ. آیت ا... شاه آبادي وروسته سامرې ته ولاړ او د آیت ا... میرزا محمدتقي شیرازي په درس کښې یې ګډون وکړ. هغه وروسته ایران ته راستون شو او څو کاله وروسته په قم کښې استوګنه شو. امام خمیني (رح) د آیت ا... شاه آبادي له نامتو شاګردانو څخه ؤ. د اخلاق او عرفان له دغه استاده پریمان کتابونه په یادګار پاتې دي چې (منازل السالکین)، (رساله عقل و جهل) او (حاشیه کفایة الاصول) له هغو څخه دي. په هغه وخت کښې چې رضا خان پهلوي ټول جوماتونه او منبرونه بند کړي وو، آیت ا... شاه آبادي هیڅ وخت لمونځ او خپلې ویناوې پرې نه ښودلې. په داسی حال کښې چې رضا خان د روحاني لباس اغوندل هم منع کړي وو، شاه آبادي خپل زمن روحاني کیدا او د روحانیت د سپیڅلي لباس اغوندلو ته رابلل او د همدغو مخلصانه هڅو په برکت سره د هغه له زمنو اوه کسان روحاني شول. حضرت امام خمیني (رح) د خپل استاد په هکله فرمایل : ما د خپل ژوند په اوږدو کښې د آیت ا... شاه آبادي د روح په نرمښت بل روح ونه لیده.
««««««««««««
شپیته کاله پخوا، د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال د نومبر په دریمه نیټه، په مصر دصهیونستي رژیم د برید په لړکښې د دې رژیم ځواکونودغزې تړانګې په خان یونس سیمه کښې یو شمیر بې ګناه خلک و وژل. هغوئ ددې ښار له نیولو وروسته پینځه ویشت مصري پوځیان اعدام کړل اوله دې وروسته یې دښار په روغتون له یرغل سره ټول ناروغان، نرسان او ډاکتران ووژل. دصهیونست رژیم پوځیانو دخان یونس کیمپ چې ګڼ شمیر ښځو ماشومانو او دپاخه عمرپه لسګونو کسانو هلته پناه وړې وه په بمونو ړنګ او ویجاړ کړ .دصهیونست رژیم په خان یونس سیمه کښې د دوه سوه پینځه اویا بې ګناه خلکوپه وژلو سره یو ځل بیا خپل وحشت او بې رحمي په څرګنده و ښودله.
««««««««««««
دوه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د باچا رژیم امنیتي مامورانو د قم په ښار کښې د ایران د اسلامي انقلاب اروا ښاد رهبر حضرت امام خمیني په کور د حملی په ترڅ کښې هغه ونیوه اوتهران ته له لیږلو وروسته یی ترکیی ته جلا وطن کړ . باچا رژیم د اسلامي انقلاب لوئ رهبر د ایران د مسلمان ملت د آزادۍ او خپلواکۍ څخه د هغه د ملاتړ او داسلامي ارمانونو د ساتنی په لار کښې د استقامت له مخې ترکیې ته جلا وطن کړ .د باچا د رژیم موخه د امام خمینی رح او د ایران د مسلمان ملت د مبارزو ودرول ؤ ځکه د باچا رژیم په دی هیواد کښې د امام خمینی شتون د باچا رژیم د استبداد پر وړاندې د ایران د مسلمان ملت د هڅونې او پاڅون عامل باله او دا باور یې درلود چې د امام په جلاوطنۍ سره به د خلکو پاڅون هم له مینځه لاړ شي او له مبارزې به لاس واخلي خو ترکیې ته د حضرت امام خمینې د جلا وطنه کیدو د خبر په خپریدو سره د ایران په بیلابیلو برخو کښې د باچا رژیم په وړاندې پراخ او له اعتراضه ډک لاریونونه وشول.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د اسلامي انقلاب د بریالتوب لپاره د ایران دمسلمانو خلکو د مبارزو په لړ کښې د تهران د زده کونکو او محصلینو اعتراضي لاریونونه د باچا رژیم د مامورانو لخوا په خاورو او وینوولړل شول. په دی ورځ چې د امام خمینی (رح) ترکیی ته د جلا وطنۍ سره برابره وه، ګڼ شمیر زده کوونکو او محصلینو د باچا رژیم د دغه سپک اقدام د غندلو په ترڅ کښې د تهران په پوهنتون کښې غونډه وکړه چې وروسته د خلکو په صفونود باچا رژیم مامورانو حمله وکړه او ګڼ شمیر معترض محصلین او زده کونکی یې په شهادت ورسول. له همدې مخې د لړم دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د زده کوونکي د ورځې په نوم ثبت ده .
««««««««««««
او له ننه اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، ترکیې ته د امام خمیني (رح) د جلا وطنۍ د کلیزی او د باچا رژیم د مامورانو لخوا د ایراني محصلینو او زده کونکو د وژلې د لومړنې کلیزې په مناسبت په تهران کښې د محصلینو او زده کوونکو لخوا لوئ او پراخ لاریون وشو او په لړ کښې یی یو شمیر انقلابي او مسلمانو محصلینو چی ځان ته یې د امام د لارې پیروان محصلین ویل په تهران کښې د امریکا سفارت چې د ایران د ملت په وړاندې د جاسوسۍ په مر کز بدل شوئ ؤ په خپل واک کښې واخیست . دغه اقدام د ایران د اسلامي انقلاب په خلاف د امریکې په ګڼو دسیسو په اعتراض کښې وشو. له دې اقدامه مخکښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت څو ځله د ایران په ضد د امریکا د دسیسو او لاسوهنو په وړاندې په رسمي توګه واشنګټن ته شکایت کړی ؤ . خو د امریکا دولت دا ډول اعتراضونو ته پاملرنه ونه کړه او د پخوا په څیریې د ایران په کورنیو چارو کښې لاس وهنو ته دوام ورکړ .
لکه څنګه چې د امریکا د سفارت له نیولو وروسته هغه روښانه اسنادو او مدارکو چی له دې ځایه تر لاسه شوي وو وښودله چې دا سفارت په اصل کښې د ایران د ملت په وړاندې د دسیسو او جاسوسي فعال مرکز دی . له همدې مخې د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې په ایران کښې د امریکا د سفارت د نیولو ورځ د نړيوال استکبار په وړاندې د مبارزې د ورځې په نوم یاده شوه . د امریکا د سفارت له نیولو وروسته د اسلامي انقلاب مشرحضرت امام خمیني رح د دغه میړاني عمل د تأیید او ستاینې په ترڅ کښې وویل :” د امریکا د جاسوسي ځالې فتح کول تر لومړی انقلاب څو ځله لوئ انقلاب ؤ. “
ذیشان حیدر بنګش