Nov 03, 2016 14:14 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۳۰

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له څلورمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له څلورمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو دوه کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د وړومبي نړیوال جنګ په دوران کښې جرمني د ایران د سویلي سیمو ځینې برخې ونیولې. د وړومبي نړیوال جنګ په پيلیدو او د نړۍ په ټولو هیوادونو په تیره بیا د جنګ د یوې ښکیلې خوا یعنې د روس او عثماني امپراتورۍ د حکومتونو ترڅنګ د راتلو په وجه ایران باندې د هغه په اغیزې سره د ایران کورني حالات ګډوډ شول او سره له دې چې ایران خپله بې طرفي اعلان کړې وه، له شماله پرې د روس لخوا یرغل شوه او عثماني هم له شمال لویدیځ لوري د ایران پر خاوره حمله وکړه او دغو دواړو د آذربایجان د نیولو په سر، د ایران په خاوره کښې جنګ پیل کړ. همدشاان د انګلستان حکومت په څو کشتیو سره د ایران په سویل باندې تیری وکړ او ستره لانجه رامینځته شوه. د جرمني سفارت هم په ایران کښې د خپلو اتباعو د ګټو د ساتنې لپاره مقاومتي ځواک جوړ کړ او یوه ډله خلک یې خپل پلویتوب ته چمتو کړل. څه موده پس هم جرمن ځواکونه ایران ته راغلل او د خلکو ځورول یې پیل کړل. دې حالاتو او بیابیا تیرو له قحط او د ایران د خلکو له قتل او غارت پرته بله نتیجه نه درلودله.

««««««««««««

اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه اتلسم میلادي کال  د نومبر په څلورمه نیټه، په داسې حال کښې چې د لومړني نړیوال جنګ پای ته یوه اونۍ پاتې وه د اتریش امپراتورئ متفقینو ته تسلیم شوه .دا امپراتورئ چی د جنګ پیلونکې هم وه د آلمان تر ټولو مهم متحد ګڼل کیده خو د پرله پسې ماتو له کبله یی د متارکې شرطونو ته غاړه کیښوده او د متفیقینو د بریالیتوبو په لړ کښې یې له هغوئ سره د((پادووا )) تړون لاسلیک کړ . له لومړني نړیوال جنګ وروسته د اتریش امپراتورئ په څو هیوادو وویشل شوه او د هابسبورګ لړۍ چی په دې امپراتورئ یې حکومت کاوه له مینځه لاړه .

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا،  د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال دلړم د میاشتې په  څوارلسمه نیټه، دباچا رژیم  پر ضد دایران دمسلمان ولس  د مبارزو له امله  دشریف امامي حکومت استعفی ته مجبور شو .  داستعمار یوه پيّلي مهره شریف امامي    دایران داسلامي انقلاب  په اوج کښې  دباچا رژیم  صدراعظمۍ ته ورسید او هڅه یې کوله   په غولونکو او بې اساسه ژمنو سره  داسلامي انقلاب لاره وغړوي . له شریف امامي وروسته  جنرال ازهاري پوځي حکومت جوړ کړ  . خو د اسلامی انقلاب ارواښاد  لارښود حضرت امام خمیني  په هوښیارۍ اوځيرکتیا سره دپهلوي رژیم ددغه چلول  په غبرګون کښې اعلان وکړ  چې هغه لومړی وزیر ان  چې  بدلیږي ، دباچا رژیم او نړیوال استکبار پيّلي اوتالی څټي دي  او له خلکوئې وغوښتل چې د باچا رژیم ترنسکوریدا پورې  هماغه راز خپل غورځنګ ته دوام ورکړي .

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د تهران د کتاب د وړومبني نړیوال نندارتون پرانسته وشوه. د تهران د کتاب په وړومبني نړیوال نندارتون کښې د ۳۲ مختلفو هیوادونو ۱۹۶ بهرنیو موسسو او بهرنیو ناشرانو ګډون درلود او کابو شپاړس زره عنوان کتابونه پکښې وړاندې شول. همداشان له اتو زرو عنوانونو زیات کتابونه په ۲۱۵ کورنیو ناشرانو پورې اړوند وو چې د دغه نندارتون د پنځو لکو کتونکو نندارې ته وړاندې شول. د تهران د کتاب نړیوال نندارتون له دغه  وروسته هر کال ترسره کیږي او ۲۸ دوره یې د روان ۱۳۹۴ لمریز کال په غويي میاشت کښې په تهران کښې ترسره شوه.

««««««««««««

شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم لمریز کال دلړم دمیاشتې په  څوارلسمه نیټه، په جاپان کښې یو ایرانی څیړاند ډاکټر فرامرز آشوري  په ځينو طبیعي موادو کښې د وړانګوضد خاصیّت  په کشفولو بریالئ شو . ډ اکټر آشوري  په پیټروکیمیکل او درمل جوړونې څانګو کښې  په پي ایچ ډي  ډګرۍ کولو سره په دې زمینې کښې له دوامدارو څوارلسو کلونو  څیړنو وروسته دنوي درمل په کشفونې بریالئ شو .  دغه درمل  دعمومی ضایعاتو ،د رګونو د ضایعاتو ،دسږي دمسمومیّت  او دشکرې دناروغۍ او همداراز دسترګو  سره داړونده ضایعاتو پشمول  دیون جوړونکو  وړانګو   له امله  د ضایعاتو دمخنیوي او درملنې لپاره ترې استفاده کیږي او دانسان بدن پیاوړی کوي .

««««««««««««

او له ننه یویشت کاله پخوا، د نولس سوه پینځه نوېم میلادي کال د نومبر په څلورمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم د هغه وخت لومړۍ وزیر اسحاق رابین د یو افراطي صهیونیسټ په لاس ووژل شو . رابین د نولس سوه څلور اویایم او نولس سوه اوه اویایم کلونوتر مینځ د صهیونیسټي رژیم د کارګر ګوند لخوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو خو د مالي فساد له امله په زور لیري کړئ شو.  همداراز هغه په نولس سوه دوه نوېم میلادي کال کښې د دوهم ځل لپاره لومړئ وزیر شو او د مینځني ختیځ د تش په نامه سولې لپاره یې مذاکراتو ته دوام ورکړ .د اسحاق رابین ترور د یو افراطي صهیونست لخوا د صهیونسټانو په مینځ کښې کورني اختلافات په ډاګه کوي . او دا ترې څرګندیږي چې تند لاري صهیونسټان عربو ته د تر ټولو لږ امتیاز د ورکولو هم مخالف دي . د ویلو ده چې اسحاق رابین په خپله هم د صهیونیسټو ترهګرو ډلو مشر ؤ او د فلسطینیانو او عربو په ضد یې د ګڼ شمیر ترهګریو اقداماتو اوجنایتونو مشري په غاړه درلودله او زیات جنایتونه یې وکړل.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه