تاریخ پاڼه شماره ۲۳۱
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له پینځمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له پینځمې نیټي سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په پینځمه نیټه، د حضرت امام حسین (ع) واړه لور حضرت رقیه (س) په شام کښې شهیده شوه. په واړې فاطمه مشهوره د حضرت امام حسین(ع) لور رقیه خاتون یا فاطمه بنت حسین (ع) د ام اسحاق بنت طلحه په نوم یوې مور له لوري وه. د هغه مبارک ژوند درې یا څلور یا اوه کاله لیکل شوې دی. حضرت امام حسین (ع) له هغی سره ډیره مینه کوله او هغی هم له پلار ته پریمانه علاقه درلوده. رقیه له خپل پلار، وړونو، ترونو او د نبوي کورنۍ له نورو کسانو سره د کربلا ټاټوبي ته ولاړه. د امام او د هغه ملګرو له شهادت وروسته، د هغه حضرت کورنۍ د کوفیانو په اسارت کښې راغله او وروسته شام ته بوتلل شوه. رقیه خاتون په شام کښې شپه او ورځ د خپل پلار په جدایي کښې ژاړیدله او پلار ته یې غږونه کول. مشهوره ده چې شام په خرابې کښې د خپل پلار د پرې شوي سر له لیدو او له هغه سره د سوزناکه خبرواترو وروسته یې خپلې شونډې د پلار په شونډو کیښودې او دومره یې وژړل چې بې هوشه شوه. کله یې چې هغې ته حرکت ورکړ نو معلومه شوه چې له دنیا یې رحلت کړئ دی. د حضرت رقیه (س) آستانه د سوریې په پلازمینې دمشق ښار کښې د شیعیانو یو زیارت دی چې د اموي مشهور جومات په شمال ختیځ کښې په درې سوه میټر سره موجود دی.
««««««««««««
اته سوه اووه اتیا کاله پخوا، د پینځه سوه یو پنځوسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په پینځمه نیټه، په ابن یونس مشهور مسلمان فقیه، طبیب او ریاضي پوه، کمال الدین ابو عمران د عراق په یو شمالي ښار موصل کښې وزیږید. هغه د دیني علومو له ابتدايي زده کړو وروسته د ریاضیاتو زده کړې ته مخه کړه او په دغو علومو کښې د مهارت له ترلاسه کولو وروسته یې تدریس ته مخه کړه. ابن یونس د خپلې زمانې یو مشهور پوه ګڼل کیده. هغه د مختلفو اسلامي مذهبونو او د نورو الهي دینونو د فقهې په لړ کښې ډیر تکړه ؤ، تر دې چې حتی یهودیان او عیسایان به هم د تورات او انجیل د تفسیر لپاره هغه ته ورتلل. دغه مسلمان فقیه او ریاضي پوه په ادبیاتو کښې هم ځانګړې وړتیا درلودله او شعرونه به یې ویل. د ابن یونس له آثارو څخه د نجومو په علم کښې (اسرار السلطانیه) او په ریاضیاتو کښې (شرح الاعمال الهندسیه) نومي کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
دوه اویا کاله پخوا، د نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال د نومبر په پینځمه نیټه، د فرانسې یو فیلسوف ، ژواک پيژاندی او طبیب ډاکټر الیکسیس کیرل مړ شو. هغه په نولس سوه دولسم میلادي کال کښې په طب کښې د خپلو مهمو هڅو او اقداماتو په ویاړ د نوبل جایزه هم ګټلې وه. ډاکټر کیرل تر یوې مودې پورې د اسلامي هیوادونو پشمول بیلا بیلو هیوادونو ته سفرونه اوسیّلونه وکړل او له نزدې د هغوئ له کلتور سره بلد شو. په همدې دلیل د هغه په لیکنو کښې د انسان په ژوند کښې د مذهب او معنویاتو پر رول ډير ټینګار شوی دی. د هغه په آثارو کښې (انسان ، د ناپيژندل شوي موجود) په نامې سره د هغه مشهور کتاب ته هم اشاره کولئ شو.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په پینځمه نیټه، یو مسلمان فقیه او عالم آیت ا... محمد علي معصومي د ایران په جنوبي ښار بهبهان کښې وفات شو. هغه په دولس سوه اته اتیایم هجري قمري کال کښې وزیږید او له ځوانئ یې د دیني علومو زده کړې پیل کړې او د عراق په هیواد کښې د نجف په علمیه حوزې کښې د زده کړو له پرله پسې کلونو وروسته یې لوړې علمي درجې ترلاسه کړې. هغه همداراز د خپل وخت له مبارزانو ګڼل کیده او د اسلام او مسلمنانو له ایډیاله په دفاع کښې هڅاندی ؤ. له آیت ا... معصومي څخه د (حواشي بر کتب جواهر)، (شرح لمعه) او (نجات العباد) په شان آثار په یادګار پاتې دي.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال دلړم دمیاشتې په پینځلسمه نیټه، دایران د ریډیو او ټيلیوژن ادارې کارکونکو د باچا رژيم په اعتراض کښې خپل کاربندیز پیل کړ. په ریډیو او ټيلیوژني ادارې کښې کاربندیز د باچا رژیم دنسکوریدا دبهیر دچټک کولو لپاره پر هغه د دباؤ زیاتول وو . په همدې ورځ دباچا رژیم مامورانو په مطبوعاتي موسسو حمله وکړه او یوشمیر خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي یې ونیول چې په نتیجه کښې یې زیاتې خپریدونکي ورځپاڼې هم بندې شوې.
««««««««««««
او له ننه څلورویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په پینځلسمه نیټه، یو هڅاندې او فاضل فقیه او عالم آیت ا... شیخ مهدي نوغاني وفات شو. هغه په دیارلس سوه پینځم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په سپیڅلي ښار کښې و زیږید او له لومړیو زده کړو وروسته یې د دیني علومو زده کړې پیل کړې. آیت ا... نوغاني وکړئ شول د قدرمنو او نامتو عالمانو له محضره استفاده وکړي او پخپله یې هم له جدیت سره تدریس او دیني معارفو تبلیغ ته مخه کړه. د امام خمیني (رح) په مشرئ د ایران د خلکو اسلامي غورځنګ په پیل پسې هغه هم د باچا استبدادي نظام په ضد د ماهیت ایشوا کولو ته مخه کړه او د ایران په شمال ختیځ په خراسان کښې د انقلاب له مشرانو څخه ؤ. آیت ا... نوغاني د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته همهغه راز د خلکو وعظ او دین تبلیغ ته دوام ورکړ.
ذیشان حیدر بنګش