Nov 06, 2016 12:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۳۲

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له شپږمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له شپږمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

اته سوه څلور کاله پخوا، د شپږ سوه څلور دیرشم قمري کال د صفرې د میاشتې په شپږمه نیټه، مشهور فیلسوف، ستور پېژاندی او طبیب قطب الدین محمود شیرازي، د ایران په شیراز ښار کښې وزیږید. هغه لومړی طبي زده کړو ته مخه کړه او د پلار له مرګ وروسته یې د شیراز په یوه روغتون کښې د هغه پرځائ  طبابت پیل کړ. هغه په دې روغتون کښې د لس کاله طبابت په ترڅ کښې، د ابن سینا مختلف کتابونه او همداراز نور علمي او فلسفي کتابونه په دقت سره ولویستل. هغه د ایران په شمال لویدیځ کښې د مراغې د ترویتون له جوړیدو وروسته، ډیر کلونه له خواجه نصیرالدین طوسي سره تیر کړل او د هغه پیاوړي استاد له پوهې برخمن شو او د ستورو علم یې زده کړ. قطب الدین د خپل عمر په اوږدو کښې، ډیر سفرونه وکړل او په ډیرو هیوادونو او ښارونو کښې یې له ډیرو پياوړو عالمانو سره بحث وکړ او خپلې علمي تجربې یې زیاتې کړې. د قطب الدین شیرازي له آثارو څخه د (جامع الاصول) او (نهایة الادراک فی درایة الافلاک) کتابونو ته اشاره کولئ شو. هغه په اوه سوه لسم قمري کال کښې وفات شو.

««««««««««««

درې سوه څلور اتیا کاله پخوا،  د شپاړس سوه دوه دیرشم میلادي کال د نومبر په شپږمه نیټه،  په لوي آډولف مشهور دسویډن باچا  دوهم ګوسټاؤ  ووژل شو. هغه په پینځلس سوه څلور نوېم میلادي کال کښې زیږیدلئ ؤ  او په اولس کلنۍ کښې باچا شو. د دوهم ګوسټاؤ اصلي شهرت   له شپاړس سوه اتلسم میلادي کاله تر شپاړس سوه اته څلویښتم کاله  پورې په کلونوکښې  دپروټيسټانو اوکاتولیکانو ترمینځ  په دیرش کلنو مذهبي نښتو کښې  د هغه  د بریاوو په خاطر  ؤ .  هغه دفرانسې په ملاتړسره دجرمني دپروټيسټانو په ګټه  د روم له سپيڅلي امپراتوري  او دهغې دمتحدانو سره  جنګ ته ودنګل. ګوسټاؤ  چې پخپله ئې  دسویډن دپوځ مشري په غاړه درلوده ،  په دوو جنګونو کښې بریالئ شو  او په دریم جنګ کښې هم  دپرمختګ په حال کښې ؤ چې  دیوه میرمي  د لګیدو   له امله ووژل شو . سره له دې  دسویډن پوځ  په دغه جنګ کښې هم بریالئ شو .

««««««««««««

دوه سوه درې کاله پخوا، د اتلس سوه دیارلسم میلادي کال دنومبر په شپږمه نیټه، دجنوبی امریکا دملتونو  آزادي غواړي اتل  سیمون بولیوار  د اسپانیا له سلطې  د خپل هیواد وینزویلا د آزادولو لپاره  لومړنی جنګ په بریالیتوب سره پاي ته ورساوه .   په دغه جنګ کښې  د سیمون بولیوار  شپږنیم زره کسیز لښکر  داسپانیا  پر دیارلس زره کسیز لښکر بریالئ شو.  هغه بالاخره  ونزویلا داسپانیاوالو له سلطې آزاده کړه  او ورپسې یې پخپل لښکر سره له اسپانیایي استعماره دڅو نورو جنوبی امریکایي هیوادونو دآزادولو لپاره  ددغو هیوادونو  په آزادي غواړو مبارزو کښې هم ګډون وکړ.

««««««««««««

یو سلو شپږ  پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه شپیتم میلادي کال د نومبر په شپږمه نیټه، په امریکا کښې دمریتوب یو مخالف آبراهم لینکلن  ولسمشرۍ  ته ورسید.  دهغه د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې   په امریکا کښې  د ویشل کیدا جنګونه  پیل شول چې  دمریتوب د پلویانو  د ماتې لامل شول .  لینکلن  ولسمشرۍ ته له رسیدو مخکښې په رسمي توګه  له مریتوب سره مبارزه پیل کړې وه . هغه  په اتلس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې  په امریکا کښې د مریتوب د نظام دلغوه کونې د یوه مخالف په لاس ووژل شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریزکال دلړم دمیاشتې په شپاړسمه نیټه، په ایران کښې دپهلوي فاسد رژیم دیوه تالی څټي  اوسرغنې جنرال ازهاري  دپوځي حکومت په واک ته په رسیدو په اعتراض کښې  په درست هیواد کښې پراخ لاریونونه  ترسره شول  او په دغو لاریونونو کښې  دایران مسلمان او مبارز ملت د چورلټ اعلان وکړ  چې ظاهري بدلونونه او دباچا رژيم او دامریکا دتالی څټو عناصرو ځائ پر ځائ کول  داسلامي انقلاب د بریالیتوب لپاره  دهغوئ دمبارزې مخه  نشي نیوللی . په دغه ورځ   د اسلامي انقلاب ارواښادلارښود حضرت امام خمیني  دهمهغه کال دلړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه  دمحصیلینو دوژلې  په مناسبت  دایران د ولس لپاره خپل یو پیغام راواستوه . حضرت امام خمیني  د دغه پیغام په یوې برخې کښې فرمائيلي دي ، تاسو میړني ملت ثابته  کړه چې  ټانکونه، مشین ګنې  او نیزې زنګ  وهلي  دي  او د ملت  له  وسپنیز سوک  او  کلک  هوډ سره مقابله  نشي کولی.

««««««««««««

او له ننه اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپاړسمه نیټه، اوسمهاله ویناوال او مدح ویونکی استاد علی اکبر مالک په اووه اتیا کلنۍ کښې وفات شو. هغه د ښونځي د پړاؤ له تیرولو وروسته دارالفنون ته ولاړ. استاد علی اکبر مالک وروسته لوړ دارالمعلمین ته ولاړ او د فارسي نثر او نظم په متنونو کښې یې څیړنې ته مخه کړه. استاد مالک هغه وخت د حقوقو مدرسې ته ولاړ او څه موده وروسته  د جرمني، فرانسوي او انګلیسي له ژبو سره بلد شو او دغه ژبې یې تدریس کړې. هغه په دغو کلونو کښې په ادبي ټولنو کې تل  یو فعال  شتون  درلود او د ادب او  شعرونو مینه والو ته یې ګټه رسوله. له استاد مالک څخه تر پینځلسو زیات نثري او نظمي اثار په یادګار پاتې دي چې په شعرونو کښې (وادی عشق)، (ترانه دل)، (سفرنامه حج ) او (سلطان عشق)  او په نثر کښې په دوو ټوکو کښې (خاطرات اجتماعي و سیاسي) او (کشور مقتدر اسلامي) له هغو څخه دي.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه