تاریخ پاڼه شماره ۲۳۳
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له اوومې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه لس کاله پخوا، د یو سلو اته ویشتم قمري کال د صفرې د میاشتې په اومه نیټه، د اسلام د ګران پيغمبر (ص) لمسي، حضرت امام موسی کاظم ( ع) نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه حضرت تر شل کلنۍ پورې د خپل قدرمن پلار حضرت امام جعفرصادق (ع) ترڅنګ ؤ او د هغه حضرت د پوهې او معرفت له سمندره یې ډېره ګټه پورته کړه. امام موسی کاظم (ع) د خپل پلار له شهادت وروسته پینځه دیرش کاله د مسلمانانو امامت او مشري پرغاړه درلوده او په دې لاره کښې یې ډېرې سختۍ او کړاونه وزغمل. د امام موسی کاظم (ع) د ژوند لومړني کلونه د امویانو د حکومتي دستګاه له ړنګېدو او بني عباس ته د واک له انتقال سره همهاله ؤ او هغه حضرت د خپل پینځه پنځوس کلن عمر تر پائ پورې، د هغو پینځو عباسي واکمنانو حکومت ته د رسیدو شاهد ؤ چې هغوی ټولو د خدائ د پيغمبر له کورنۍ او د هغوی د پيروانو او حق غواړو په ځپلو او له منځه وړلو کښې له هیڅ اقدامه ډډه ونه کړه. امام موسی کاظم (ع) د خپل ژوند ډېره ستره برخه د خلکو روزنې او تعلیم او همداراز له اسلامي معارف او کلتور سره د هغوی بلدتیاته بیله کړې وه. خو عباسي حکومت د هغه حضرت له خوا د خطر په احساسولو سره، هغه حضرت بندي کړ ترڅو خلک د امام د پوهې او لارښوونې له رڼا څخه ګټه پورته نه کړي او د ناپوهۍ په تیاره کښې پاتې شي. امام موسی کاظم (ع) د خپل وخت ترټولو عالم او سخي کس ؤ. هغه حضرت د ښو اخلاقو،بې کچې رحمت اوسخاوته برخمن ؤ او د خاصو او عامو په منځ کې د نفس پر کرامت،سخاوت،په پټه او ښکاره انفاق او خطاکارانو ته پر بښنې او عفوې مشهور ؤ. ددې قدرمن امام د زوکړې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د هغه حضرت ښکلې او حکیمانه وینا درته رانقلوو چې فرمايي: (د خدائ له پېژندلو وروسته هغه ته د نږدې کېدو ترټولو ښه او غوره وسیله، لمونځ، له مور او پلار سره نیکي کول او د حسداو ځان منمۍ پرېښودل دي).
««««««««««««
یو سلو نهه څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه اوه شپیتم میلادي کال د نومبر په اومه نیټه، میډم سکوډو ډوسکا چې وروسته په میري کوري مشهوره شوه ، دپولینډ په پلازمینې وارسا کښې وزیږیده . دهغې پلار د فیزیک په څانګه کښې پروفیسر ؤ او میډم کوري هم ورپسې له متوسطو زده کړو وروسته په همدې څانګې کښې د لا زیاتو زده کړو لپاره پاریس ته لاړه . هغې په سوربن پوهنتون کښې دزده کړې په ترڅ کښې له فرانسوي فیزیک پوه پير کوري سره واده وکړ . میډم کوري بالاخره له کلونو کلونو څيړنو او مطالعې وروسته ریډیوم (ریډیّم) عنصر کشف کړ. د ویلو ده چې میډم کوري دوه ځله په فیزیک او کیمیا څانګو کښې دنوبل جایزه ګټلې ده . هغه په نولس سوه څلور دیرشم میلادي کال کښې مړه شوه.
««««««««««««
یو سلو دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اومه نیټه، په معلم مشهور د ایران یو ستر مؤلف او شاعر میرزا محمد علي حبیب آبادي د ایران په مرکز کښې له اصفهان ښار سره نږدې وزیږید. هغه د جبر، ریاضي علومو او ادبیاتو په زمینه کښې له زده کړو سربیره هیئت او نجوم هم زده کړل. حبیب آبادي له هر څه زیاته شعر ته علاقه درلوده او له دې اړخه یې له ځوانئ څخه شعر ویلو ته مخه کړه او د هغه تخلص په لومړیو کښې (آزاد) او ورسته (معلم) ؤ. هغه همداراز د عالمانو او فاضلانو د احوالاتو په زمینه کښې پریمان تالیفات لري چې پکښې کولئ شو (مکارم الاثار) او (مقامات معنوي) ته اشاره وکړو.
««««««««««««
یو سلو درې کاله پخوا، د نولس سوه دیارلسم میلادي کال د نومبر په اومه نیټه، د فرانسې یومشهور لیکوال البرکامو وزیږید. سره له دې چې دهغه کورنۍ له مالي پلوه بې وزله وه ، خو کامو د وړتیاؤ او کلک هوډ له پلوه چې ئې درلود، ډير شهرت ئې ترلاسه کړئ شو. د دغه فرانسوي لیکوال په ټولو مشهورو آثارو کښې بیګانه ، د سیزف کیسه او طاعون ته اشاره کولئ شو. آلبر کامو په نولس سوه اوه پنځوسم میلادي کال کښې دنوبل ادبي جایزه وګټله او درې کاله وروسته په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې په یوې ټرافیکي پيښه کښې مړ شو.
««««««««««««
درې شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اوولسمه نیټه، د ایران د ولسي وزیراعظم ډاکټر محمد مصدق محاکمه پیل شوه چې له دغې نیټې کابو دوه نیمې میاشتې مخکښې په یوې امریکايي – انګلیسي کودتا سره پرزول شوئ ؤ. د هغه اصلي جرم د مذهبي ځواکونو په مرستې او د خلکو په اډانې سره د ایران د تیلو د صنعت ملي کول وو. خو د باچا د رژیم د فرمایشي پوځي محکمې څارنوال مصدق د باچا له فرمان او له کودتا سره د مقابلې د حکم نه د سر غړولو په تور محاکمه کړ. هغه په محکمه کښې د تیلو د صنعت د ملي کولو دفاع وکړه او د خپل حکومت په خلاف کودتا یې وغندله.
د باچا پوځي محکمې بالاخره ډاکټر مصدق د عمر د زیاتوالي له امله په درې کاله بند محکوم کړ خو له هغه وروسته هم په دیارلس سوه پینځه څلویښټم لمریز کال کښې د هغه تر مړینې پورې پخپل کور کښې نظربند ؤ.
««««««««««««
دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اوولسمه نیټه، ایرانی لیکوال او ژباړونکی کریم کشاورز وفات شو. هغه په دولس سوه نهه اویایم هجري لمریز کال کښې د ایران د شمال په رشت ښار کښې وزیږید. پلار یې مشهور تاجر او آزداي غواړی ؤ چې د خلکو لخوا د ملي شورا د استازیتوب لپاره هم غوره شو. کریم کشاورز له لومړیو زده کړو وروسته د بهرنیو ژبو زده کولو ته ګروهنه پیدا کړه او انګریزي، فرانسوي او روسي ژبې یې زده کړې او معلمي یې پيل کړه. هغه د تدریس تر څنګ سیاسي فعالیتونه هم شروع کړل او په همدې وجه د رضا شاه پهلوي د ډیکټاټوري حکومت لخوا د څو کالو لپاره یزد ته جلاوطن شو.
کشاورز ډیر تالیفات او ترجمې لري چې د هغه له تالیفاتو څخه (هزار سال نثر پارسي) او (یادداشت های سفر حسنک یزدي به ګیلان) ته اشاره کوی شو. د کریم کشاورز ترجمې هم زیاتره د مشهورو په تیره بیا د روسي لیکوالانو له کتابونو شوې دي.
««««««««««««
اووه ویشت کاله پخوا، د څوارلس سوه یولسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اومه نیټه، ستر فقیه سید شهاب الدین مرعشي نجفي وفات شو. هغه په نجف اشرف کښې وزیږید. دغه ستر عالم د اسلامي فقهې لوړ درسونه د نجف د علمیه حوزې له لویو استادانو زده کړل. هغه په دیارلس سوه دوه څلویښتم قمري کال کښې له نجفه په ایران کښې د اتم امام حضرت امام رضا(ع) د زیارت په ارادې سره راوځي خو وروسته په ایران او د قم په ښار کښې استوګن کیږي. دغه ستر عالم د پخواني کتابونو د راغونډولو او د هغو پام ساتنې ته پریمانه علاقه درلوده او په دې لار کښې یې پریمانې سختۍ و زغملې. آیت ا... مرعشي د زیدیه، اهل سنت او شیعیانو له سترو عالمانو څخه له دوه سوه زیاتې روایتي اجازې ترلاسه کړې. دغه روحاني مجاهدهمداراز د ایران د خلکو د انقلابي غورځنګ له پیله تل د حضرت امام خمیني (رح) ملاتړ کاوه او د دغه اسلامي غورځنګ ملاتړئ ؤ. بالاخره دغه رباني عالم د څوارلس سوه یولسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اومه نیټه په شپږ نوي کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. د دغه ستر عالم د وصیت په اساس د هغه پاکه جنازه په قم کښې د هغه د ستر کتابتون په دروازه کښې خاورو ته وسپارل شوه.
ذیشان حیدر بنګش