Nov 16, 2016 16:35 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۸-۲۲

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

له هر څه مخکې د فلسطين بدلونونه چې له صهيونېسټ رژيم  څخه د امريکې د ملاتړ په اړه د فلسطينيانو له غبرګونونو او د امريکې د انتخاباتو له نتائجو سره د اړوندو خبرونو تر تاثير لاندې وو وڅيړوو او بيا به د بحرېن، عراق او يمن د پېښو په شمول د سيمې نورو بدلونونو ته يو کتنه وکړوو.

تېره هفته د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کانديدانو د دريځ نيونو  په اړه  د فلسطينيانو د پراخه غبرګون او د امريکې د نوي منتخب ولسمشر په مشخص کېدو سره د امريکې د سياسي بدلونونو کتونکي وو. په دې چوکاټ کښې د حماس غورځنګ هم د اسرائيلو له جنايتونو څخه د ملاتړ د دوام په اړه د امريکې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وعدو په باره کښې ردعمل څرګند کړ.

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس  وياند وويل، فلسطين له اسرائيلو څخه د امريکې په جانبداريو کښې له بدلون څخه څه اميد نه لري.

د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرامپ له کاميابۍ وروسته د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ وياند سامي ابوزهري په يوې بيانيه کښې وويل،له دې امله چې د فلسطين د مسئلې په وړاندې د امريکې سياست له نيواکګر رژيم څخه د جانبدارۍ په ستنو ولاړ دے څه اميد نه لروو چې د سيمې په مسائلو کښې به څه بدلون رامنځته شي.

تېره مياشت د امريکې د ولسمشرۍ نامزدانو ډونالډ ټرامپ او هېلري کلېنټن د صهيونېسټ رژيم له وزيراعظم بنيامين نتانياهو سره په کتنه کښې له اسرائيلي رژيم څخه د واشنګټن د ملاتړ په دوام باندې تاکيد کړے ؤ.

د امريکې د ولسمشر په توګه د دغه هېواد د ري پبلېکن ګوند د نامزد ډونالډ ټرامپ انتخاب د مېنځني ختيځ په سيمه کښې مختلف غبرګونونه لرلي دي.

د امريکې د پينځه څلوېښتم ولسمشر په توګه له ټرامپ څخه د صهيونېسټانو هرکلے د تل ابيب په وړاندې د واشنګټن د سياست د نه بدلون ښودنه کوي. امريکه چې تل د اسرائيلو پراختيا غوښتونکوسياسيت ملاتړې وه او ده د ولسمشر بدلون يې نه يوازې د اسرائيليانو د اندېښنې سبب نه شو بلکه هغوي په دې مسئله باندې خوشحالي څرګنده کړه.

د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان غړيو دغه انتخاب په نيواکي زمکو کښې د ښارګي جوړونې د پراختيا لار برابرونکے وبلۀ. د صهيونېسټ رژيم د ښونې او روزنې وزير نفتالي بنت هم چې د يهودو د کور نومې تندلاري ګوند مشر دے د ټرامپ انتخاب د فلسطين د هېواد د جوړېدو د طرحې د ختمولو لپاره يو فرصت وبلۀ.

مېرمن کلېنټون وعده کړې وه چې د تل ابيب رژيم د غېر قانوني کولو لپاره د کوششونو په مقابل کښې به ټينګه اودريږي. ټرامپ هم نتانياهو ته قول ورکړے ؤ چې په داسې صورت کښې چې د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې کامياب شي  بېت المقدس به د اسرائيلو د نه بيلېدونکي پائېتخت په توګه په رسميت وپېژني.

کارپېژاندي په دې باوري دي چې اسرائيلو ته د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدو وعده په دې وجه ده چې دغه موضوع په انتخاباتو کښې د کاميابۍ قيمت بولي. په تهران کښې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس استازي وويل،د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتيجه به د سيمې په بحراني حالاتو کښې هيڅ مثبت او رغانده بدلون رانولي.

په تهران کښې د حماس د غورځنګ استازي خالد القدومي د امريکې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ انتخاب ته په اشارې سره وويل، د امريکې تېرو انتخاباتو ته په پام سره د يو نوي کس راتلل د دغه هېواد ، د سيمې او بهرنيو سياستونو کښې څه بنيادي بدلونونه نه راولي . قدومي څرګنده کړه،

د امريکې ولسمشر باراک اوباما هم په تېرو انتخاباتو کښې له کاميابۍ وروسته عربو او اسلامي هېوادونو ته بې مخينې وعدې ورکړې وې خو په عمل کښې زياتره ملاتړ چې له صهيونېسټ رژيم څخه وشو د اوباما د حکومت لخوا ؤ.))

د امريکې او صهيونېسټ رژيم د تعلقاتو چلند ته په يوې کتنې سره په دې پوهېدې شوو چې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو ساتل د امريکې په بهرني سياست کښې يو خاص مقام لري ا امريکائي چارواکي په هيڅ وجه نه غواړي چې دغه تعلقات د يوې موضوع تر تاثير لاندې راشي.

په دواړو دورو کښې د امريکې د ولسمشرۍ کانديدان په خاصه توګه په آپېک يعنې د امريکې او اسرائيلو د عمومي چارو په کمېټۍ باندې د تاثير کولو په لټه کښې دي چې د امريکې په انتخاباتو کښې د هغوي رائې او ملګرتيا ځانته جلب کړي او دغه موضوع د امريکې په وروستيو انتخاباتو کښې چې د ډونالډ ټرامپ په کاميابۍ ترسره شول هم په واضحه توګه ليدل کېده.

په تېره هفته کښې د عراق بدلونونه له داعش سره په مقابله او د موصل وروستيو عملياتو ته د داخلېدو په درشل کښې د عراق د فوځي او ولسي ځواکونو د مخ په زياتېدو کاميابيو او له ترهه ګرو سره په مقابله او د هغوي د کار په بشپړه توګه ختمولو کښې  د عراق د خلقو د لوړې ارادې تر تاثير لاندې وو او په دې زمينه کښې د عراق وزيراعظم تاکيد وکړ چې د عراق ملت د داعش د ترهه ګرې ډلې د بشپړه نابودۍ کلکه اراده کړې ده.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي وويل، د عراق خلق په ډېر ښه ممکن سره شکل د داعش د ترهه ګرې ډلې د نابودۍ لپاره يو موټے دي او د ترهه ګرو په خلاف په يو محاذ کښې جنګيږي.

د عراق د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان همدارنګ د عراق د فوځي او ولسي او کردو پېشمرګه ځواکونو او د دغه هېواد د نورو ځواکونو ترمېنځ له موجودې ملګرتيا څخه قدرونه وکړه.

العبادي په عراق کښې د ترکيې د فوځي موجودګۍ په اړه وويل، د عراق په شمال کښې د ترکيې فوځي شتون د قبول وړ نه دے او د ترکيې فوځيان پکار دي له عراقه اوځي.

د عراق فوځي او ولسي ځواکونو په تېرو دريو هفتو کښې د داعشي ترهه ګرو له قبضې څخه د موصل ښار او خواو شا سيمو د ازادولو لپاره پراخ عمليات شروع کړي دي او تر اوسه يې زياتې سيمې ازادې کړې دي.

د عراق ولسمشر هم له داعش سره د مقابلې لپاره د خپل هېواد  جدي ارادې  او د دغې ډلې د سرغنه نيولو ته په اشارې سره وويل، داعش به په راتلونکو دوو مياشتو کښې ماتې وخوري او له دې زيات به د مقاومت توان ونلري.

فواد معصوم اټکل وکړ چې د عراق وسله وال ځواکونه به د نېنوا صوبې مرکز موصل ښار د روان ميلادي کال تر آخره پورې ازاد کړي.

هغۀ وويل، که داعش موصل له لاسه ورکړي نو نور به د سوريې په الرقه کښې زيات وخت دوام پېدا نکړې شي.

د عراق ولسمشر څرګنده کړه چې عراق د داعش د سرغنه ابوبکر البغدادي وژل نه  غواړي بلکه غواړي چې هغه ونيسي او د صدام په شان يې عادلانه محاکمه او د ټولو جنايتونو لپاره يې حکم صادر کړي.

فواد معصوم وويل، د داعش له سرغنه څخه تحقيق او تفتيش به د نورو ترهه ګرو ډلو په باره کښې زيات اطلاعات او رازونه په ډاګه کړي.

د عراق د پارلېمان مشر وويل، ترهه ګر په عراق کښې ځاے نه لري.

د عراق د پارلېمان مشر سليم  الجبوري د تېرې هفتې د زيارت په ورځ له خبريالانو سره په مرکه کښې د موصل د ازادولو د برخليک عملياتو ته په اشارې سره وويل د ترهه ګرو بشپړه نابودي نزدې ده.

دا په داسې حالاتو کښې دي چې په عراق کښې ترهه ګرو په دغه هېواد کښې له خپلو ماتو څخه د عامه افکارو د منحرفولو او د موصل د عملياتو د اودرولو په خاطر د رعب او وحشت د رامنځته کولو لپاره په عراق کښې ترهه ګر عمليات زيات کړي دي.

په تېره هفته کښې د بحرېن بدلونونو  دغه هېواد ته د برطانوي وليعهد له سفره وروسته د بحرېن د خلقو په خلاف د آل خليفه د ځپنو د سختولو او له برطانيې سره  د دغه  ځپونکي رژيم د تعلقاتو د پراختيا تر تاثير لاندې شتون لرۀ.

رپوټونه د دې ښودنه کوي چې په بحرېن کښې له سياسي فعالانو سره د آل خليفه رژيم د پوليسو د مقابلې چلند هم هغه شان دوام لري او بحريني مخالفان په چټي بهانو سره جېلونو ته لېږي.

په دې زمينه کښې د بحرېن د بشري حقوقو مرکز تېره هفته د دغه هېواد د ښاريزو په خلاف د آل خليفه رژيم د ناعادلانه احکامو د دوام خبر ورکړ. په دې لړ کښې د بحرېن د بشري حقوقو مرکز د آل خليفه رژيم د ظالمانه سياستونو د شمېرنو په وړاندې کولو سره وويل، دغه رژيم د اکتوبر له يو دېرشمې ننه د نومبر تر نهمې نېټې پورې د نهو تنو بحريني ښاريزو له نيولو نه علاوه د يو لړ احکامو په جاري کولو سره نهويشت تنه په مجموعي توګه په يو سل اته شپېته کاله قېد او د يو شمېر نغدي جرمانو په ادا کولو محکوم کړل.

د بحرېن د بشري حقوقو مرکز د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د لسګونو احتجاجي مظاهرو جوړېدو ته په اشارې سره وويل،د بحرېن د خلقو زياتره سوله ايزې مظاهرې د آل خليفه د ځواکونو لخوا ځپلې شوې دي.

يو بل خبر دا دے چې د بحرېن د پتياليو د غورځنګ عمومي سېکتر سعيد الشهابي د آل خليفه نسکورول د دغه هېواد د انقلاب وړومبنے هدف وبلۀ  او وې ويل،دغه هدف په يوې سياسي ډلې پورې نه محدوديږي بلکه د بحريني ازادي غوښتونکو هدف دے.

بحريني مخالف د آل خليفه رژيم لخوا د دغه هېواد د تقريباً دوه سوو انقلابي ښاريزو وژلو ته په اشارې سره د انقلابيانو د اهدافو د تباه کولو لپاره د فرصت غوښتونکو د کوشش په باره کښې خبردارے وکړ چې بحرېن د دوه زره يولسم کال له فرورۍ څخه د آل خليفه رژيم په خلاف د سوله ايزو مظاهرو ډګر دے.

بحريني خلق په خپل هېواد کښې د سياسي اصلاحاتو، ازادۍ، د انصاف د ټينګښت، د تبعيض د ختمولو او په هېواد کښې د يو منتخب نظام په اقتدار کښې د راتللو غوښتونکي دي، خو د آل خليفه رژيم تل په ځپنې سره د هغوي احتجاجونو ته ځواب ورکوي.

د بحرين بدلونونه د دې بيانوونکي دي چې د دغه هېواد د خلقو په خلاف د آل خليفه رژيم سخت ځپونکي اقدامات دوام لري او د بحريني فعالانو نيول او محاکمه کول  هره ورځ لا زيات پراخه او اندېښمنوونکي اړخونه پېدا کړي دي.

د آل خليفه رژيم د لويديځو او ځينو عربو حکومتونو د پراخو ملاتړونو او د ځينو نړيوالو ټولنو د خاموشۍ او ملګرتيا  په سيوري کښې هم هغه شان خپلو جنايتونو ته دوام ورکوي. په دې چوکاټ کښې رارسېدلي خبرونه له لويديځو حکومتونو سره د تعلقاتو د پراختيا ښودنه کوي. په دې لړ کښې د برطانيې شاهزاده چالس د بحرېن په پائېتخت منامه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د شروع کېدو د کليزې په مناسبت د نومبر په لسمه نېټه په بحرېن کښې د برطانيې د سمندري ځواک ستره اډه په رسمي توګه پرانېسته.

په دې کښې شک نشته چې منامه او لندن د نوي امنيتي موافقه ليک له لاسليکېدو څخه چې د فارس خليج په جنوبي څنډه کښې د برطانيې د فوځي موقعيت د پياوړتيا سبب کيږي يو لړ خاص اهداف لري.

په اوس حال کښې چې د آل خليفه رژيم د حکومت په خلاف د احتجاجونو له يوې څپې سره مخامخ دے، منامه غواړي چې د بحريني خلقو د انقلاب د کنټرولو لپاره له برطانوي ځواکونو استفاده وکړي. حتی ځينو خبري رسنيو په بحرېن کښې د برطانوي ځواکونو د شتون وړومبنے ماموريت د دغه هېواد د پاڅون ځپل بللے دے.

په تېره بيا دا چې په وروستيو څلورو کلونو کښې د آل خليفه رژيم له لويديځو چارواکو څخه په ځلونو غوښتي وو چې د بحرېن له باچائي رژيم سره دې د بحرېن د خلقو په ځپلو او په دغه هېواد کښې د ارامښت په ټينګولو کښې مرسته وکړي.

په يمن باندې د سعودي د حملو سختوالي د عامه افکارو اندېښنې په ځان پسې لرلي دي. په دې زمينه کښې سعوي تيري ګرو د دغه هېواد په جنوب کښې څو سيمې په غونچه اي بمونو سره بمباري کړې.

سعودي تيري ګرو له غونچه اي بمونو څخه په استفادې سره د نجران په پوله ايزه صوبه کښې په يو شمېر سيمو حملې وکړې. سعودي همدارنګ د يمن په مختلفو ښارونو کښې خپلو هوائي حملو ته دوام ورکوي.

د روغتيا نړيوالې ادارې وويل،د يمن په نښتو کښې چې په شلمه مياشت کښې داخليږي له اوو زرو نه زيات کسان وژل شوي او تقريباً اوۀ دېرش زره تنه نور ژوبل شوي دي.د بشري حقوقو د څارونکې ادارې په رپوټ کښې چې د جمعې په ورځ د مېرمن سارا لی وېټسون لخوا خپور شو راغلي دي، په يمن کښې د سعودي لخوا د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي نه انکارېدونکې ده ، ځکه چې رياض د يمن په غېر فوځي سيمو حملې کوي او په دغو حملو کښې يې د غونچه اي او فاسفورسي بمونو په شان له ممنوعه وسلو څخه په ځلونو استفاده کړې ده.

د بشري حقوقو څارونکې ادارې د دغه رپوټ له خپرولو سره په يو وخت  وويل، امريکې او برطانيې  په سعودي باندې د ميليارډي ډالرو د وسلو او جنګي سازوسامانونو په خرڅولو سره په يمن باندې د دغه هېواد او د هغۀ د انډيوالانو په حمله کښې د سعودي د باچائي رژيم ملاتړي دي. د عفوې نړيوالې ادارې هم څه موده مخکې په يوې بيانيه کښې د سعودي ځواکونو په لاسو د يمن د خلقو د قتل عام په غندلو سره له امريکې او برطانيې څخه غوښتي وو چې په سعودي دې د وسلو خرڅول بند کړي ځکه چې له دغو وسلو څخه د يمن د خلقو د قتل عام لپاره استفاده کيږي.

د نړيوالو او بشري حقوقو د مدافعو ادارو د نيوکو او په يمن باندې د سعودي په يرغل کښې د امريکې او برطانيې په شان ځينو هېوادونو د رول د افشا کېدو باوجود آل سعود رژيم د عربي ائتلاف په عنوان سره د يو جعلي ائتلاف په جوړولو سره په يمن کښې خپلو جنايتونو ته دوام ورکوي. دغه جنايتونه په داسې حال کښې دوام لري چې د ملګرو ملتود بشري حقوقو شورا په ځلونو کوشش کړے دے چې په يمن کښې د جنګي قوانينو د خلاف ورزۍ په باره کښې خپلواکه تحقيقات ترسره کړي، خو د امريکې او برطانيې په شان هېوادونو د خنډ اچونې په وجه بې نتيجې پاتې دي.

شناندي باوري دي چې تر هغه وخته چې امريکه، برطانيه او د صهيونېسټ رژيم په شان د دوي انډيوالان له دغه جنګ څخه ګټه اوچتوي، د يمن مظلوم خلق به د سعوي او د دغه رژيم د ملاتړو د پراختيا غوښتنو قرباني وي.

د يمن د خلقو په خلاف له منعې کړې شويو وسلو څخه د يمن ضده ائتلاف استفاده  او په دې موضوع باندې د نړيوالو ادارو اعتراف په داسې حال کښې دے چې د يمن خلق تر سمندري، هوائي او زمکنۍ محاصرې لاندې شتون لري.

له دې سره سره دا ويلې شوو چې د وخت تېرېدل او د سعودي د جنايتونو لپاره د مقاومت لپاره د يمني ځواکونو د مضبوطې ارادې په مقابل کښې په يمن کښې د زر تر زره کاميابۍ لپاره د ال سعود او د هغه د انډيوالانو ناتواني د دې سبب شوې ده چې آل سعود په دې ورځو کښې په يمن کښې د ممنوعه وسلو په تېره بيا د فاسفورسي بمونو د استعمال په شمول نوي جنايتونه په خپله اېجنډا کښې راولي. په داسې حال کښې چې د نړيوالو کنونشنونو په بنياد د فاسفورسي بمونو په شمول له دغو وسلو څخه استفاده منعې شوې ده. په هر حال د سعودي ماجرا لټونه چې په هرې بهانې سره بڼه نيولې ده يوازې يې نتيجه دا وه چې د آل سعود د جنايتونو له کبله د ښځو او ماشومانو په شمول په زرګونو يمنيان مړۀ او يا ژوبل او په لسګونو زره نور هم کډه په سر شوي دي او د يمن بنسټيزو، خدماتي او درمليزو تاسيساتو ته جدي زيانونه رسېدلي دي.

--------

 

ټیګونه