Jan 09, 2017 14:12 Asia/Kabul
  • دامریکا کورنیو حالاتو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دامریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . په نننۍ برخې کې هم دامریکا دتیرې اونۍ د خورامهمو سیاسی ، اقتصادي اوټولینزو بدلونونو په باب درسره غږیږو نوترپایه راسره مله ووسئ

      په تیرې اونۍ کې دامریکا  خورا مهم خبر  دامریکا داطلاعاتي ټولنې د راپور خپریدل وو چې  مدعي دی ، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  شخصا   دامریکا د ولسمشرۍ  پر انتخاباتو  دغیز شیندنې په موخې سره  دسایبیري  حملې حکم ورکړی دی ..  په دغه ۲۵مخیز راپورکې  چې دتیرې جمعې  ورځې  خپور شوی ،   دامریکا په وروستیو انتخاباتو او په هیکري عملیاتو کې  دروسانو د لاسوهنې  د ادعا په باب  جزیات وروسته پسې راغلي دي .

  د دغه راپور له خپریدو مخکې ،د امریکا د اطلاعاتي ټولنې  غړو   دامریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره  لیده کاته هم کړي ،خو ټرمپ ویلی دي ،  دغې موضوع   دانتخاباتو په نتیجې کې  هیڅ اغیزې نه دي شیندلي . ټرمپ   دامریکا داستخباراتي  اواطلاعاتي ادارو  له مشرانو  سره دتیرې اونۍ  کتنه او دغه راز  په تیر اووړي کې  دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په بهیر کې  د لاسوهنې لپاره  د روسیې دسایبیري حملو په باب د شویو څيړنو  په باب   خبرې اترې   رغنده بللي  دي .  له دې کتنې وروسته چې   په نیویارک کې شوي ،  ټرمپ   په یوې اعلامیې کې  له دې پرته چې  ووائي ،آیا    په دغو حملو کې ئې  د روسیې  درول  په باب دامریکا داطلاعاتي ټولنې  نتیجې  منلي دي او که نه ،وویل ؛  دې موضوع  دانتخاباتو په نتیجې کې  هیڅ اغیزې نه دي شیندلي .. له دې یوه ورځ مخکې  هم ،  دامریکا دملی اطلاعاتو داورګان   مدیر جیمز کلپر ، دامریکا د ملی امنیت د ادارې  مایک راجرز او  ددفاع وزارت داطلاعاتي چارو  مرستیال  مارسل لتر   دمشرانو جرګې د پوځي ځواک دچارو په کمیشن کې شتون درلود.  په دغې غونډې کې  دامریکا  اطلاعاتي چارواکو  روسیه  دامریکا دګټو دپراخوالي لپاره  یو ګواښ وباله، ځکه چې  دهغوي په وینا،له سایبیري یرغلونو  او ډير پراخ پروګرم څخه   او  په پيچلو  وړتیاؤ سره استفاده  کوي . .

  دغو چارواکو  پخپلې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي، روسیه یوه بشپړ سایبیري لوبغاړې ده چې دامریکا  دحکومت ،پوځ   او د ډيپلوماټيکو ، تجارتي او حساسو  بیخ بینائیو لپاره  ستر ګواښ دی .  له دې مخکې هم   د د امریکا ولسمشر  باراک اوباما  سایبیری حملو  دغچ داخستو په  خاطر  له امریکا  دروسیې ۳۵ډيپلوماټان ویستل .

=دامریکا دولسمشرۍ  دانتخاباتو په سیالیو کې  دروسیې داحتمالی  لاسوهنې په سر بحث  په دغه هیواد کې  په یوه ژورسیاسی جنګ بدل شوی دی . په داسې حال کې چې  دامریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ  او دهغه سلاکاران   دغه شان لاسوهنې په کلکه ردوي ،   اوسنی  ډیموکراټیک حکومت ،اطلاعاتي ټولنه  او دکانګرس ځيني جمهوری غواړي  غړي  هماغه شان   د ډونالډ ټرمپ په بریالیتوب کې  دروسیې پررول ټينګار کوي .

 دم  ګړۍ  او د ډونالډ  ټرمپ  دولسمشرۍ  له پیلیدومخکې ،  له روسیې سره دتعامل دڅرنګوالي موضوع  دامریکا د ورپسې حکومت  په وړاندې  په  یوه غوره چلینج   بدله شوې ده.  داموضوع یوازې  د ماسکو او واشنګټن  ترمینځ  سیاسی اړیکو ته  نه محدودیږي ، بلکې  همدااوس دامریکا د ورپسې  ولسمشر دسیاسی رواوالي  په باب  په یوه بحث بدله شوې ده .  د ډيموکراټيک ګوند د سیاسي شخصیتونو  او  ځيو جمهوری غواړو  کسانو  پشمول  دامریکا  په پراخې ټولنې کې   دامریکا د  ولسمشر  په ټاکلو کې  دروسیې  دولسمشر ولادیمیر پوتین  د رول په باب  شکونه  موجود دي .   دغه شان پروپيګنډو اوګونګوسو  ته په لمن  وهلو کې دامریکا   داطلاعاتي اوامنیتي اورګانونو دریځونه هم   اغیزمن دي .

  البته   تمه ئې  نه کیدله چې   د امریکا  ورپسې ولسمشر په نهایت کې  د تیر نومبر   په انتخاباتو کې دروسیې  درول په باب  د دغه هیواد  داطلاعاتي ټولنې  له ارزونې سره   موافقت  وکړي ، ځکه   په داسې بڼه کې  ئې  خپل رواوالی  ترپوښتنې لاندې بوته .  په عین حال  کې  له همدااوسه   تمه کیدلی شي چې  دامریکا ورپسې حکومت  دامریکا داستخباراتي ادارې سي آئي  اې،ایف بي آئي، دملی امنیت ادارې ، این ایس اي  او  په نهایت کې دملی اطلاعاتو  دمدیریّت  په څير  له قدرتمندو  اورګانونو سره   له چلینج سره مخامخ شي .  دغه وضعیّت    ،  له امریکا په داخل اوبهر کې    دامنیتي او اطلاعاتي زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې  دامریکا تاوان موندنه  نوره هم زیاتوي .

                      په داسې حال کې چې  له روسیې سره د تعامل   د څرنګوالي موضوع  له همدااوسه   دامریکا دورپسې حکومت لپاره  په یوې مهمې موضوع بدله شوې ده . داسې  نه ښکاري چې  د سپينې ماڼۍ   اوسیدونکی   په دې زمینې کې   خپل ځيني  ګوندي  شخصیتونه همله  ځان سره ولري .   د روسيې  په ضد   په  سختې پاریدلي فضا کې  چې   دامریکا پر کانګرس واکمنه ده ،  له پوتین سره دټرمپ  نزدیکیدا  به  د ځينو جمهوری غواړو  په تیره بیا  د نوو محافظه کارو  پرګنې غوسه راوپاروي ..   داپه داسې حال کې دي چې  ټرمپ  دخپل حکومت دکابینې  دغړو لپاره  له مشرانو جرګې داعتماد درائ دترلاسه کولو  او همداراز داوباماکر   په نامه دارزان بیّه درملنې دبیمو او دمالیاتي  قوانینو داصلاح ، دکډوالۍ  او دنورو په لسګونو  جنجالي  موضوعګانو په څير  دځينوانتخاباتي  ژمنو   دپرمخ بیولو لپاره   په جمهوری غواړي ګوند او   په کانګرس کې  دهغو دغړو  اتحاد ته   اړتیا لري . 

په عین حال کې ، حتی  دټرمپ دولسمشرۍ دپړاؤ  له پيلیدو مخکې ، د سناتور جان مک کین  په څير دجمهوری غواړي ګوند ځيني  شخصیتونه   دامریکا ورپسې  ولسمشر په وړاندې  شته دي. . په دې مینځومیان کې  له  خپه شویو  جمهوری غواړو سره  دکانګرس دډيموکراټيک  دلږکي  غږملیدا  به دامریکا دورپسې  حکومت  سختیانې نوره هم زیاتې کړي .

 ډونالډ ټرمپ  په انتخاباتي سیالیو کې هم   له جمهوری غواړي  ګوند سره  جدي تاؤتریخوالي  درلودل ، خو په انتخاباتو کې ئې پرخپلې سیالې میرمن کلینټن  له بریالیتوب وروسته، هڅه کړې ، څو  دامریکا په کانګرس کې دجمهوری غواړو له استازو سره  لازیات غږمله شي . له بلې خوا په مشرانو جرګې کې ځينو  جمهوری غواړو سناتورانو او دبهرنیو اړیکو  دکمیشن ځینو غړو  هم  دپوتین  له یوه نزدې ملګري  اود آکسن موبیل عامل مدیر  رکس ټيلرسن  له ټاکل کیدو سره دلچسپي نه درلوده . په هغو یوه   سناتور مارکو روبیو  پخپل ټویټر کې  لیکلي دي ، د دولادیمیر  پوتین دوست شونه  کوم صفت  نه دی چې  هیله  من  شم و خارجه وزیر شم .  سناتور رنډ پال هم ویلی دي ،   خپل نظر به وروسته اعلان کړي. دغه راز  دبهرنیو اړیکو دکمیشن  یوه بل غړي  جف  فلیک  هم  پر ټرمپ  یولړ نیوکې کړي دي.

                     په تیرې اونۍ کې  په امریکا کې یوه  بل مهم خبر  چې  بیا  هم  پکې د ډونالډ ټرمپ  دخالت  شته ،  د دغه هیواد دټولو سفیرانو  ګوښه کول  وو .    د ټرمپ  د قدرت  منتقلونکي ټيم، د خارجه وزارت دپاکونې  ډپروګرام په اساس  په یوه رسمي حکم  خپرولو سره   دامریکا پر ټولو سفیرانو غږ کړی د ډونالډ ټرمپ  دلوړې  په ورځې  دې   له خپلو څوکیو  لیرې شي.

 امریکائي ډيپلوماټانو ویيلي دي ، ټرمپ به  په دغه اقدام سره ،  په سپينې ماڼۍ کې  دقدرت  له منتقلیدو  وروسته  دیوې لنډې مودې لپاره پخپل شان کې  د ډيپلوماټانو  دشتون سنت   مات کړي . طبعي خبره ده ، دغه اقدام به نه یوازې    په نورو هیوادونو کې  دامریکا دسفارتونو  پر کړچار منفي  اغیزې وکړي ، بلکې  دامریکا په نزدو ملګرو کې به هم  د دغه هیواد   دباؤر  دکیمدو لامل شي .

 په دې زمینې کې  ویلی شوي دي ، چې  د  ډونالډ ټرمپ  دلوړې  په ورځې  د خپلو څوکیو د پریښودو لپاره  په نورو هیوادونو کې  دامریکا د ډيپلوماټانو  پابند کیدا ،  په مشرانو جرګې کې ئې  د وړاندیزي سفیرانو د تائيدیدو تروخت پورې په انګلستان ، کنیډا او جرمني  هیوادونو کې د حساسو ډيپلوماټیکو  څوکیو دخالی پاتیکیدو  دخطرې په باب  انديښنې  راولاړې شوي دي .

البته دټرمپ  له خوا بدلونونه  په اساسی توګه   دحکومتي چارواکو  لیرې کولو ته    نه محدودیږي ، هغه  یعني ډونالډ ټرمپ  څه موده  وئيلي وو  چې   واک ته په رسیدو سره  به  حتی دامریکا داوسني  ولسمشر اوباما   له خوا صادر شوي  اجرائي  حکمونه   هم لغوه کړي .

  دا موضوع   په انتخاباتي پړاؤ کې  د ټرمپ دژمنو  او پلانونو  داجرا لپاره دهغه  دکلک هوډ  نښه ده .  په حقیقت کې هغه نیّت لري  څو    هم   دامریکا په  داخلي  اوهم په بهرني ډګر کې  مهم بدلونونه  راولي .  په داخلی ډګر کې  به د هغه  لومړیتوب  په درو مهمو حوزو کې یعني  داقتصاد،  روغتیا  اودرملنې او دغیر قانوني مهاجرو په  حوزو کې  وي . په بهرني ډګر کې   دامریکا اودهغې  داروپائي  متحدانو ترمینځ   په اوسنیو اړیکو  بیاکتنه او ورپسې مرحلې کې  هم   دامریکا او په شاوخوا نړۍ کې  په تیره بیا  په ختیځي آسیا اومینځني  ختیځ  سیمو کې  له  خپل هیواد سره  دنوو اړیکو  پلانونه اوارزونه    شاملیږي  چې وخت به ئې وښئ چې  ټرمپ ترکومه حده دخپلو پلانونو په پلي کولو کې بریالی کیدلی شي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه