Feb 28, 2017 14:05 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنو ۱۰۶

د اسلام وپيژنو لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. ګرانو دوستانو په دې پروګرام کښې هم د قرآن د علمي معجزو په هکله غږیږو. په نني بحث کښې د خلقت یوه ډیره زیاته حیرانونکې چاره یعنې د انسان پنځون جاجوو.

                متعال خدای د مومنون د مبارکې سورې له ۱۲ نه تر ۱۴ پورې آیتونو کښې د انسان د خلقت یوې ډیرې حیرانونکې برخې ته اشاره کړې ده. د دغې سورې په دولسم آیت کښې لولو:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ، یعنې بې شکه چې انسان مو له خَټې څخه جوړ کړ.

                دا آیت د آدم او د هغه د اولادونو په شمول د انسانانو د پنځون پیلیدو ته اشاره کوي چې له خټې خلق شول. هو انسان په دې دومره سترتوب او وړتیاو سره، یو کم ارزښته خټې جوړ شوی دی. دا د پروردګار د پریمانه قدرت ښودنه کوي چې د خاورې په شان له یوې ساده مادې څخه داسې ممتاز او غوره مخلوق پنځولی دی.

دلته له خاورې مطلب ممکنه ده هغه خاوره وي چې آدم ترې پنځول شوی دی. همداشان امکان شته چې دې ټکي ته اشاره وي چې هغه ټول خوراکي مواد چې نطفه ترې جوړیږي او د هغې تغذیه کونکي مواد دي، ټول له خاورې اخیستل کیږي.

په ورپسې آیت کښې زیاتوي: ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ ، یعنې بیا هم هغه د یوې نطفې (په بڼه) په یو خوندي ځاې کښې کښیښوده.

په دې آیت کښې مهربان خدای د نر او ښځې د نطفې د ترکیب او په رحم کښې د هغې د ساتلو له لارې د انسان د نسل دوام ته اشاره کوي.

په زړه پورې دا چې دا ساده او له ژوند او خوځښته تش موجود، په نطفه بدلیږي، په هغې نطفې چې له حیرانونکو ذره بینو او ډیرو وړو ژوندویو موجوداتو څخه جوړه شوې ده.

د یو خوندي او ډاډمن ځاې په توګه د رَحِم یادول هه ځانګړي موقعیت ته اشاره ده چې رحم یې د انسان په بدن کښې لري. رحم د انسان د بدن په ترټولو خوندي ځاې کښې دی او له هر لوري یې پوره ساتنه کیږي. پُښتۍ او د ملا شمځي یا د ملا تیر له یوې خوا او د ټُوټي پياوړی هډوکی له بلې خوا، همداشان د خیټې ګڼ پوښونه او د لاسونو لخوا کیدونکی حفاظت، دا ټول هغه عوامل دي چې رحم یې په یو امن او خوندي ځاې بدل کړی دی.

د جنین د ودې پړاونه

                قرآن کریم بیا د مور په رحم کښې د نطفې د ګرځیدو حیرانونکو پړاونو او د خلقت هغو ډول ډول مرحلو ته اشاره کوي چې د انسان له لاسې لرې په هغه امن ځي کښې ترسره کیږي او فرمایي:

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.

بیا مو له نطفې علقه (پنډه شوې وینه) جوړه کړه، بیا مو له علقه نه مضغه (د غوښې یوه ټوټه یا ژول شوې غوښې ته ورته شی) جوړ کړ او له مُضغه مو هډوکي جوړ کړل بیا مو هډوکي په غوښې پټ کړل یبا مو (جنین ته) یو نوی پنځون ورکړ، ستر او برکتناک دی خدای چې ترټولو غوره پنځونکی دی).

نطفه په رحم کښې پس له څه مودې  په پنډې شوې وینې بدلیږي. دغه پنډه شوې وینه ورو ورو د یوې ژول شوې غوښې بڼه او شکل خپلوي بې له دې چې پکښې د بدن بیل بیلا اندامونه معلوم شي. بیا د غوښې د دغې ټوټې شکل بدلیږي او ترې هډونکي جوړیږي.

بیا هډوکي د غوښې په جامه پټیږي یعنې عضلات او غوښه ورو ورو هډوکي پټوي. دلته عضلات د جامې په توګه بیان شوي دي. یعنې لکه څنګه چې جامه او لباس د بدن ساتونکې ده، عضلات هم د هډوکو ساتونکي دي او هغه له خطرونو او زیانونو ساتي. که عضلات نه وی نو د انسان بدن ته رسیدلي ګوذارونه به د هډوکو د زیانمنیدو سبب ګرځیدل. جامه له ساړه او ګرمۍ او له نورو زیانمنونکو عواملو د انسان د بدن په ساتنه کښې کښې رول لوبوي، غوښې او عضلې هم د هډونکو په ساتنه کښې چې د بدن اصلي ستنې دي، موثر رول لوبوي.

بله دا چې عضلات انسان ښکلی کوي او که په هډوکو باندې د عضلاتو او غوښې جامه نه وی نو د انسان ظاهري شکل به د هډوکو د یوې ډانچې په شان او بدرنګ و. دا ټولې چارې د مخلوقاتو په پنځون کښې د پوه او حکیم خدای د تدبیر بیانونکي دي.

 

د انسان جنین

                د مور په ګیډه کښې د جنین د ودې مختلف پړاونه له داسې عجائبو ډک دي چې د جنین پيژندنې په نني علم کښې د څیړنې وړ ګرځیدلي او په هکله یې ډیر کتابونه او مقالې لیکلې شوې دي.

د ویلو ده چې قرآن مجید له ننه څوارلس سوه کاله مخکښې د جنین د پيدا کیدو او د هغه د ودې او بشپړتیا د مختلفو مراحلو په هکله دقیق معلومات ورکړي دي. دا په داسې حال کښې دي چې د هغې زمانې خلک په دې موضوع ډیر نه وو پوه او اصولاً د جنین پیژندنې علم له سره موجود نه و. په هر حال کوم مطالب چې قرآن پاک د جنین د ودې د مراحلو په هکله مطرح کړي دي، د دې کتاب له علمي معجزو ګڼل کیږي.

                د مومنون د مبارکې سورې څوارلسم آیت په دوام کښې د انسان د پنځون ډیر مهم پړاو ته اشاره کړې او فرمايي: بیا مو هغه ته یو نوی خلقت وروبخښه، چې منظور یې د انسان په کالبد کښې د روح پوکل دي. په بله وینا، پس له دې چې د جنین بدني جوړښت بشپړ شي، یو بل عنصر پکښې زیاتیږي او یوه نوې وجودي مرتبه مومي چې قرآن کریم دغه پړاو د روح په پوکلو سره یاد کړی دی.

دا پړاو له تیرو پړاونو سره بیخي فرق لري. په دې مهم پړاو کښې جنین انساني ژوند ته داخلیږي، حس او حرکت پیدا کوي او خوځیږي. په اسلامي روایتونو کښې دې پړاو ته د نفخ روح (په بدن کښې روح پوکیدل) ویل شوي دي.

په دې مرحله کښې انسان په چټکۍ سره نباتي ژوند ختموي او د حیواناتو او له هغو لوړ د انسانانو نړۍ ته داخلیږي. داشان له خپل تیر حالته ډیر لرې کیږي او دلته انسان یو داسې ځانګړی جوړښت مومي چې هغه له ټولو مخلوقاتو ممتاز کوي او په ځمکه یې د خدای د خلافت او جانشینۍ په وړتیا ټاکي.

 

ماشوم

د مومنو د مبارکې سورې د څوارلسم آیت په پاې کښې لولو: ستر او برکتناک دی هغه خدای چې ترټولو غوره خالق او پنځونکی دی.

آفرین دې وي د خدای تعالی په دې بې سارې قدرت ښودنې چې د رحم په تیرو کښې یې د اوبو په یو څاڅکي په دومره عجائبو سره داسې واضح او ښکلی انځور کښلی دی. آفرین دې وي په هغه علم او حکمت چې په داسې یو وړوکي موجود کښې یې دومره استعداد، وړتیا او لیاقت رامینځته کړی دی. د انسان له عجیبه خلقت څخه چې د رحم په پټ ځاې کښې هره ورځ یوه نوې بڼه خپلوي، د خدای په عظمت او سترتوب پوهیدی شو. ته به وایې ګني یوه ډله ماهرو او تکړه صنعتګرانو بې له ځنډ او وقفې په دغه وړوکی موجود –د انسان جنین- کار کړی وي او هغه یې په لنډه موده کښې په ډیر زیات ظرافت سره د ژوند له مختلفو لارو تیر کړی وي.

که د جنین د ودې او ستریدو پړاونه وڅیړو نو پوهیږو چې په هغه کښې کوم عجائب پراته دي. نن سبا د جنین پیژندنې د علم د ډیر پرمختګ او د پوهانو د ورځ په ورځ زیاتیدونکو تحقیقاتو په وجه هغه زیاتره خبرې چې قرآن پاک د یو جنین د ژوند په هکله کړې دي، روښانه شوي او دا د قرآن یوه علمي معجزه ده.

                د خلقت په بحث کښې له دې امله چې د انسان بدن د خلقت د عالم یو ډیر پيچلی نظام دی، مناسبه ده چې د بدن په هکله څو په زړه پورو ټکیو ته اشاره وکړو.

د انسان د بدن د رګونو اوږدوالی کابو ۹۷ زره کیلومیټره یعنې د ځمکې له کرې د چاپیره مسافت تقریباً دوه نیم برابره دی. که څه هم دغه لاره ډیره اوږده ده خو عجیبه دا ده چې په لږ وخت کښې وینه د بدن په ټولو رګونو کښې چلیږي.

سِل یا حجره د انسان په شمول د ټولو ژوندیو موجوداتو د بدن بنیادي یونټ دی. زمونږ د بدن حجرې حیرانونکې دي. هغه په دائمي توګه تولیدیږي او بدن ته وده ورکوي او بې له دې چې زمونږ ورته پام شي، زمونږ په بدن کښې په هره ثانیه کښې میلیونونه نوي سلولونه تولیدیږي.

د بدن د سلونو یا حجرو داخلي کار په دا ډول دی چې یوازې د ځان په شان حجرې جوړوي او دا د حیرانتیا خبره ده. د مثال په توګه د ګُردې حجرې یواې د ګردې او د ینې سلونو یوازې د ینې حجرې یا سلونه تولیدوي.

د پوهانو د محاسباتو له مخې د بدن د ټولو سلولونو شمیر له ۳۷ ټریلیونو زیات اټکل شوی دی چې ډیر حیرانونکی شمیر دی. دا دومره زیات شمیر سلونه یا حجرې چا زمونږ په بدن کښې پنځولې دي؟ جوته ده چې دا نه مونږ جوړې کړې دي او نه بل انسان، او له پوه او حکیم خدای پرته هیڅوک د دې کار د ترسره کولو توان او قدرت نه لري.

باید ووایو چې د بدن د سلونو یا حجرو یوه ټولګه ځانته خاص کارونه او دندې لري او د منظمو سیسټمونو او مشینونو په شان یوځاې کار کوي. د مثال په توګه د ځینو سلونو یا حجرو کار، د بدن دفاع ده. هغه د بدن د دفاع او ساتنې ډیر زیات قدرت لري. د وینې سپينې خُلیې یا ذرات په عادي حالت کښې په وینه کښې بهیږي خو که د بدن یو ځاې غوڅ یا پرې شي یا بیکټیریا او مایکروب په زخم باندې حمله وکړي نو دغه ذرات په ډیرې هوښیارۍ او بشپړه غږملتیا سره د بدن زخمي شوي ځاې ته ځانونه رسوي او مزاحم عوامل له مینځه وړي. د بدن دې دفاعي ځواکونو ته دا استعداد او وړتیا چا ورکړې ده؟

د بدن په هکله بل مهم ټکی دا چې د هاضمې، د وینې د ګردش او تنفس په شان د بدل یو سیسټم د یوې سترې کارخانې کار ترسره کوي چې د هغې ټول تجهیزات او مشینان په غږمله او منظمه توګه کار کوي. په زړه پورې دا چې دغه مشینونه عموماً آټومیټک دي او انسان د هغو په کار کښې څه خاص دخالت نه لري. د انسان په بدن کښې دا مشینرۍ او سیسټمونه چې لګولي دي او څوک یې داسې په ښه طریقه چلوي؟ یوازې د نړۍ ستر خالق دی چې بدن یې د هغه له پیچلو سیسټمونو سره پنځولی دی، هغه سیسټمونه چې زیاتره اسرار او رازونه یې لاهم د انسان لپاره ناپيژندلي پاتې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه