Aug 12, 2017 15:22 Asia/Kabul
  • دلمر په رڼا کې ،ماډرن اسلامی تمدن

حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه اي فرمائي ؛ مونږ باید په ماډرن اسلامی تمدن پسې شو دبشریّت لپاره ، دا اساسی توپیر لري ، له هغه څه سره چې قدرتونه ئې دبشریّت په باب وړاندې کوي او دبشریّت په باب فکر اوعمل کوي . دا د ملتونو په حقوقو دتیریو او دټاټوبو د نیولو په معنا نه دی . دا ، پر نورو ملتونو د خپل فرهنګ او اخلاقو دتپلو په معنا نه دی . دا ملتونو ته د الهي ډالۍ دوړاندې کولو په معنا ده،څو ملتونه پخپل اختیار او تشخیص سره سمه لاره وټاکي :::::

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  دخپرونې  په دې شیبو کې دلمر په رڼا کې نومې اونیز پروګرام  له وروستۍ  یوسل دریمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده  ترپایه راسره مله ووسئ.

           دوستانو هماغه ډول  چې  په تیر  پروګرام کې مو وئيلی  وو ،  داسلامی انقلاب  یوه لوړه موخه ، حیات طیّبه ته رسیدل  دي .  حیات طیبه ،یعنی  داسې پاک ژوند چې  په هغه کې   الهي ژغورونکي  فرمانونه  په لومړیتوب کې وي. د اسلامی  انقلاب د معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي   په نظر کې ،دخدای دحاکمیّت   منل او دخدای پر رسول او دقرآن په آسماني  کتاب  ایمان ،دغوره او نیکو اوصالحو  عملونو  ترسره کیدا،په پنځون کې  تفکر اوتعقل  او  عقلی  ودې ته  رسیدا،ټول یوه حیات طیّبه ته  درسیدلو مولفې دي .حضرت ايت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي باوري دی،چې اسلامی  انقلاب ، دغه لوړه آئيډیا  یوازې دایران لپاره  نه غواړي ، بلکې  د درستو اسلامی هیوادونو لپاره د حیات طیّبه  هیله  کوي .

     ګلونو مینه والوحیات طیّبه ته درسیدولپاره باید ستر بدلون رامینځة شي ، ځکه ا سلامی هیوادونه  تراوسه پورې  له دغه لوړې آئيډیا  لیرې دي  او  باید په پیل کې په اسلامی تمدن کې  یولړ بدلونونه راشي ،  څو  یو  ماډرن اسلامی تمدن راوپنځول شي . آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  په دې اند دی چې د  دغه ماډرن اسلامی تمدن جوړونه  باید  دایران له ملته پیل شي  او مونږ  اوس  ددغې سختې لارې په پیل  کې یوو  .   دوي  دغه راز فرمائي ؛؛  کله دایران ملت  وتوانید،ځان  داسې ځاي ته ورسوي چې دیوه مسلمان ملت په توګه د کلمې په  یوې حقیقی  معنا  ،  ځان د دنیا نندارې  ته وړاندې کړي،نو  دا داسلام   لپاره ډير لوي تبلیغ دی .  هغه وخت به  نور ملتونه هم   په دې لور وخوځيږي  او  د یوه ستر اسلامی امت  جوړیدا به ،  چې  په نړۍ کې داسلام  د عزت اودودیدا  زمینه ده ، نندارې ته وړاندې شي .

 د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په  نظر کې ،  که دغه پيښه وشي،او مسلمان ملتونه،یو ماډرن اسلامی تمدن  نړیوالو ته وړاندې کړي،نو هغه وخت به  دغه ویاړمن  او نیکمرغي بخښونکی تمدن،دلویدیځ  پر مادي ، ګمراه کونکي  او فاسد  تمدن غلبه وکړي او دنړۍملتونه به د دغه  غوړیدونکی او برلاسه تمدن په لیدو سره د هغه وخوا ته ودانګي.دوي همداراز روښآنه کړې ؛؛  اسلامی تمدن  دهیوادونو نیولل نه دي بلکې  له اسلامه د ملتونو له فکري  وړتیاؤ  د اغیزمنیدا  په معنا دی ::::

 داسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګارکړی دی،چې دغه ولولناک آرمان  داسې شی نه دی،چې  په یوه دوو کلونو کې  پوره کیدلی شي،بلکې یوه داسې لویه موخه ده چې  رسیدا ته ئې وخت ته اړتیا  شته ده .دوي  په دې اند دي چې  د ایران ملت،دیوه ماډرن اسلامی تمدن دجوړولو لپاره،دمسئولانو او ولس  جدي هلوځلو ته اړتیا  لري .

            یوه داسې ورځ وه چې اسلامی تمدن د ځلیدا په اوج کې ؤ او علم له اسلامی نړۍ نورو هیوادونو ته صادرید.  داسلامی  انقلاب  معظم لارښود  د اسلامی  تمدن  دغوړیدا د پړاؤ په باب فرمائي ؛داسلامی  تمدن د غوړیدا اوج، په څلورمې اوپنځمې پيړیو کې  ؤ چې   له علمي پلوه راپنځول شوی، او په اسلامی  نړۍ کې لویان ، عالمان  ،څيړاند  ،فلاسفران  او مادی  متفکران دی چې وتوانیدل،دنیاپرمخ بوځي او د لویدیځوالو ډیرزیات ننني پرمختګونه  ، دهغوی دحرکت پامته داره دي ::::

 داسلامی  انقلاب ستر لارښود د دغه  لوئې آئيډیا  د لاښې بیانولو لپاره ،  مفصل  توضیحات   بیان کړي دي .  د دوي په نظر کې ،  دماډرن اسلامی تمدن جوړونه ،دوې برخې لري ،یعني  آوزاری برخه او بله هم دمتن او اصلي او اساسی برخه ده .په آوزاري برخې کې علم ،اختراع او ایجادونه،صنعت، سیاست ،اقتصاد،سیاسی اوپوځي اقتدار، ړیوال  باؤرترلاسه کول،تبلیغ او  د تبلیغ آوزار دي چې   دغه مؤلفې  ټوله ،  دتمدن آوزاري برخه جوړوي  او  دیوې وسیلې  په څير عمل کوي .  

 دحضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په نظر کې  د ماډرن اسلامی تمدن اصلی اوحقیقي برخه،هغه عوامل دي چې  دخلکو دژوند  متن او  سټایل جوړوي  . دکورنۍ  ، د  وادونو سټایل ، د  اوسیدو  ډول ، دجامو  ماډل ،بیلګه شونه،دخوراک ډولونه ،د پخوَلو  سټایل  او ډول ، ساعت تیری ، ژبه او لیک، کارکسب  او  په عمومی اوخصوصي  ځایونو کې دخلکو دچلند په څير  مسئلې،دتمدن هغه اصلی  برخې دي چې  د انسان  د ژوند متن دی .

داسلامی انقلاب سترلارښود او دمسلمانانو ولی امر په دې زمینې کې ټينګارکوی چې ؛؛ دغه برخه  د تمدن د نرم آوزار یا سافټ وئير د برخې  په معنا کیدلی شي او  لومړنۍ برخه هم  دسخت آوزار یا  هارډ ویئر  برخې  حسابیدلی  شي . که مونږ په دغې برخې کې  چې  د ژوند  متن  دی ،  پرمختګ ونه کړوو ، نو دلومړنۍبرخې ټول پرمختګونه مونږ نشي ژغورلی،مونږ ته نفسیاتي  آرامښت اوامنیت نشي راډالۍ کولی . هماغه شان چې ګورئ،  په لویدیځي نړۍ کې  ئې  هیڅ نه دي کړي .په لویدیځ کې سټریس دی،بې هدفه  او پوچ او چټي حرکت کوی ،سره له دې چې  شتمن دی،ایټم بم لري ، ډول ډول علمی پرمختګونه کوي ،پوځي قدرت هم لری،خو اصل قضیه داده چې مونږ   د ژوند متن یعنی  دتمدن  دغه اصلی برخه  اصلاح کړائ شو .

                  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود  په نظر کې،د اروپا خلک  توانیدلي دی ، د مسلمانانو  له فلسفې  او  پوهې څخه په استفادې سره  دځان لپاره   یو مادي  تمدن برابر کړي . اروپایانو  له شپاړسمې    او اولسمې پيړۍ څخه یو نوی مادي تمدن  راوپنځاو. دوي  دخپلو مادي توانمنیو څخه په استفادې سره  د ملتونو د مغلوب کولو او د استعمار په لور حرکت وکړ او  دهغوی شتمنۍ ئې لوټ  او چورتالان کړې  . دوي   دعلم اوټيکنالوجۍ په پیاوړي کولو او  په هغو تجروبوسره چې ئې ترلاسه کړي او په هغه استعمار سره چې ئې رامینځةکړی،دغه  تمدن ئې  پر بشریّت  واکمن کړ .

حضرت آیت ا... العظمی  سید  علی  خامنه اي  په دې اند دی ، دا داسې کار دی  چې  اروپایانو  په څلورو پنځو  پیړیوکې ترسره کړی دی .  دغه تمدن   چې  دوي دنیا ته وړاندې کړی ،دخلکو په ا ختیار کې ئې   دټیکنالوجۍ ښکلي جلوې  او د  ژوند آوزار اوسهولتونه  ورکړي دي ،  خو  دانسانانو خوشبختي  ئې  نه ده تامین کړې ، عدالت ئې نه دی ټینګ کړی ،بلکې  ددې په اپوټه ئې ، عدالت  له مینځه وړی ،ملتونه ئې اسیرکړي دي،ملتونه ئې بې وځله کړي دي ، د ملتونو ئې سپکاوی کړی دی  او پخپل داخل کې هم له تضاد سره لاس او ګریوان شوي دي . لویدیځوال  له اخلاقي پلوه  فاسد شوي دي ،له معنوی پلوه پوچ او  ډَ ډ  دي  او نن سبا  پخپله لویدیځوال  په دې ټکي ګواهي ورکوي . دا تمدن،ظاهرا پړَک پړو ک لري ،خو دبشریّت لپاره  یو خطرناک باطن لري .::::::

دوی همداراز فرمائيلي دی ؛ مونږ باید په ماډرن اسلامی تمدن پسې شو د بشریّت لپاره ، دا اساسی توپیر لري ،  له هغه څه سره چې  قدرتونه ئې دبشریّت په باب وړاندې کوي  او دبشریّت  په باب فکر اوعمل کوي .دا د ملتونوپه حقوقو دتیریو او دټاټوبو د نیولوپه معنا نه دی .دا،پر نورو ملتونو د خپل فرهنګ او اخلاقو دتپلو په معنا نه دی .دا  ملتونو ته دالهي ډالۍ  د وړاندې کولو په معنا ده ، څو ملتونه  پخپل  اختیار اوتشخیص سره  سمه لاره وټاکي، یوه داسې لاره چې  نن سبانړیوالو قدرتونو ملتونه پرې روان کړی دي ، چې یوه غلطه او ګمراه کونکی لاره ده   :::::

     نړیوال استکبار او  استعمار،دیوه ماډرن اسلامی تمدن   له راپنځیدو  ډير وحشت  او ویره لري  او  پخپل ټول توان سره   دهغه په  مقابل کې دریږي . دوي  په تیرې یوې پيړۍ کې خپل مصلحت په دې کې لید،چې  دمسلمانو ملتونو ترمینځ  اختلاف  رامینځةکړي  ،ځکه  یوازې له دې لارې  د  دغو هیوادونو  شتمنۍاو  سرچینې نغرلی  او  چورتالان  کولی  او له پرمختګه ئې  غړولی شي.  هماغه ډول چې  ومولیدل،سعودي عربستان ته دامریکا دولسمشر  په سفر سره  او  دغه راز په عربستان  د ډيرو زیاتو پوځي تجهیزاتو په خرڅولو سره  ئې  په مینځني ختیځ سیمې کې  د اختلافاتو یوه نوي څپه راپورته کړې ده  او له بلې خوا  ترهه ګرو ځواکونو  خپل توان اوقدرت هم زیات کړی دی .  په داسې حال کې چې  دایران اسلامی انقلاب دبریالیتوب له هماغه پیله ،خپلې موخې   له اسلامی هیوادونو سره   لازیاتې دوستۍ  او ورورولۍ ګرځولی دی او دوي  د  دښمن د دسیسو په مقابل کې  مقاومت او دریدا ته بولي . له بده مرغه   اسلامی هیوادونه په تیره بیا سعودي عربستان  د داعش په څير د ترهه ګرو ډلو په راپنځولو  او له هغو په بشپړ  ملاتړ او په اسلامی  هیوادونو په حملو سره ،  هره ورځ  مسلمانانو ته لازیات  تاوانونه اړوي  او  داسلام یوه ځيږه څيره   نندارې ته وړاندې کوي  چې  دسوچه  محمدي اسلام د تعلیماتو  په ضد او غیر واقعي دی .سوچه محمدي اسلام،دموّدت ،مهربانۍ  او احترام  په اساس  ولاړ دی او دبې ګناه  اومظلومو  وژل او دهغوی دسرونو غوڅول   پکې هیڅ  ځاي نه لري .

       د ایران  اسلامی انقلاب  د سلطې دنظام   له ټولو دسیسو اودښمنیو سره سره  په اصولوپه کلکې دریدا او کلک هوډ او  ارادې سره  توانیدلی دی ،   له پولو  په بهر کې  دانسانانو  زړونو ته الهام بخښونکی شی  او دغه ځانګړنه به   پخپل  وار،ماډرن او نوي رودې ولري .اسلامی انقلاب پخپلې سمې معنا کې،بې عیبه او نیمګړی وضعیّت نه،بلکې یو دوامدار،مخ په وړاندې او رغنده بهیر دی چې  په دائمي توګه داسلام د اصولو په اساس  دهغوي تطبیق او  دبهیرونو اصلاح روانه  ده څو  دبشریّت د ژغورونکي د ظهور لپاره  لازیاته مناسبه زمینه برابره  کړائ شي . په دې توګه ، دایران اسلامی  انقلاب  دموعود  د نړیوال بهیر  یوه  ورکوټي درجه  شمیرل کیدلی شي  چې  د  اصیل اسلام  په پراختیا کې  هڅه کوي .

د اسلامی هیوادونو دمشرانو ترمینځ  له ډيرو زیاتو اختلافاتو سره سره ،  نن سبا  دهغوی ملتونه  دایران داسلامی انقلاب   او دهغه دلوي آرمان په لاره کې  یعني  د  ماډرن اسلامی تمدن د  جوړولو  او دبشریّت د ژغورونکي  دظهور لپاره  دزمنیه  جوړونې  په لاره کې  حرکت وکړي .

 حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  چې  دا چاره ، ممکنه ګڼي  او فرمائي ؛؛؛ نن سبا   داسلام  وار دی ،لکه څنګه د قرآ ن کریم  دآل عمران سورې په ۱۴۰آیت کې  لَوَلو؛؛ وَیَلَکَ الَایَامُ نُداوِلُها بَینَ النّاس....( او مونږ  دغه د کامیابۍ اوناکامیو شپې ورځې په خلکو کې خوَرَوو). :::  نن سبا دمسلمانانو  وار دی چې  پخپل همت سره ،د ماډرن اسلامی تمدن  بنسټ کیږدي . هماغه شان چې  اروپایانو  په تیرو وختونو کې  د مسلمانانو له پوهې  استفاده وکړه ،  دمسلمانانو له تجروبو ئې استفاده وکړه ، او  دمسلمانانو له فلسفې ئې  استفاده وکړه ،  مونږ هم  اوس  دنړۍ له  پوهې استفاده وکړو،  دنړۍ له موجوده امکاناتو استفاده وکړو،  دماډرن اسلامی تمدن  درامینځةکولو لپاره، البته  په اسلامی روح  او دمعنویّت په روح سره  دا دمونږ د نن ورځې دنده ده :::::: 

 دتهران دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو  دلمر په رڼا  کې ،نومې دلړۍ  له وروستۍ برخې سره  له تاسو  اجازت غوا ړو ، هیله  ده ،  په یوه بل فرصت کې    او په یوه بل پروګرام سره د حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  دفکري اړخونو دنورو برخو په باب  له تاسو سره وغږیږو،نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ،ا....مو مل اوملګری .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه