Jan 11, 2018 16:08 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنو130

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې دلړۍ له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په اوسني مطلب کې هم د امامت موضوع سپړوو ، او نیّت لرو چې د انسان د ژغورونکی کشتۍ او د دین د پياوړې ستنې په توګه امامان او د پيغمبر اکرم د اهل بیت علیهم السلام د حیثیت او مقام په باب ، پخپله دهغوي بزرګوارانو له خولې آورو، نو هیله ده په دغه یو سل دیرشم مطلب کې ترپایه راسره مله ووسئ .

     دوستانو  د ډيرو حدیثونو په اساس ،  اهل بیت  او  امامان علیهم السلام ، د پیغمبر  اکرم  وصي او جانشینان  معرفي شوي دي.  هماغه ډول چې  پیغمبر اکرم  پخپل مبارک ژوند کې ،  دخلکو دیني او علمی مرجع ؤ ،  دهغه له رحلت وروسته  هم  دهغه جانشینان  همدغه شان رول  لري او خلک باید ورته رجوع وکړي .  حضرت اما م حسین علیه السلام  په یوۀ قول کې  فرمائي ؛، خداوند متعال ،  خپل بنده محمد (ص)   په نبوت غوره کړ او  هغه ئې خپلې خوا ته بوتۀ او  مونږ  دهغه کورنۍ  ، دهغه وارثان او وصیّان  او  په خلکو کې  دهغه  بزرګوار   مقام ته  تر ټولو غوره  کسان  وو، خو   دمونږ په ځاي نور کسان   راوستل شول .

 پيغمبر اکرم  د : ثقلیّن : په مشهور حدیث کې  چې  یو  منل شوی او  غوره حدیث دی ، قرآن او اهل بیت    د یوه بل ترڅنګ  بللي دي . د پیغمبر اکرم دغه تعبیر ،  له هغه بزرګواره وروسته  ، په سمه    د اهل بیت علیهم السلام علمی ، دیني ،سیاسی اوټولنیز مرجعیّت  نندارې  ته وړاندې کوي .  په بله وینا،  هماغه ډول  چې قرآن کریم  د اسلام دپيژندنې  او ددین د معرفي کولو  یوه سرچینه ده ،  اهل بیت علیهم السلام هم  د دغه آسماني کتاب  دحقیقي مفسرانو  په توګه  د  خداي د دین  د سم درک لپاره  یوه ډاډمنه سرچینه   حسابیږي . 

         حضرت اما م علی  علیه السلام   اهل بیت  د خلکو دلارښونې او  د حق د لارې د پيژندنې لپاره   یو بشپړ سرمشق  معرفی کړي او فرمائيلی ئې دي ؛،   د پيغمبر دکورنۍ خیال وساتئ،  دهغوي له  رودې او لارې سره یو ځاي شئ  او له هغوي پیروي وکړئ ،  دوي   ، تاسو دهدایت له لارې بې لارې نه کوي  او نه مو هم  د ګمراهۍ  په لار  بوځي . ::  نو په همدې خاطر ده  چې  دپیغمبر اکرم کورنۍ  د حق د لارښونې او   د هدایت   مشال دي ،باید  دوي  یوازې پرې نه ښودل شي    او بل  چاته مخه  ونه شي .  البته  دتاریخ په  ګواهۍ سره ، یو شمیر  له پیغمبر اکرمه وروسته  بې لارې شول  او  له فتنو او  ډول ډول مصیبتتونو سره  لاس او ګریوان شول .  حضرت امام علی  په دې په  خپګان ښودلو سره چې   یو شمیر دوکه شوي کسان ، له  تذبذب  او سربدالۍ  سره مخامخ شول   او لاره  ئې ورکه  کړه ،  په زړه سواندۍ سره ئې  فرمائیلي ؛، څرنګه حیرانه  کیږئ؟ په داسې  حال کې چې  د تاسو پیغمبر کورنۍ  په تاسو کې شته  او  هغوي  د  صداقت ژبې  او  د دین نښې او د حق  واکوالان دي ، نو  پس دوي  د قرآن د نزول  په هماغه غوره ځایونو کې  وټاکئ  او  دهماغو تږو   په شان  دهغويد  سرچینو  لهپاکو او سوچه  اوبو ځانونه  خړوبه کړئ :::: 

 

              دامامت  د  موضوع په  تشریح کولو کې ،حضرت امام رضا علیه السلام   په یولړ څرګندونو کې  دقرآن کریم دمائدې سورئې  دریم آیت ته اشاره کوي چې   دخدای دپاک رسول د ژوند  په وروستیو کې    دحجةالوداع   په وخت نازل  شو.  په دغه آیت کې راغلي دي ، ؛؛  نن  مو د تاسو  دین  دتاسو لپاره  بشپړ کړ  او خپل نعمتونه مو پر تاسو  تمام کړل او  اسلام مو دتاسو لپاره   غوره  دین وټاکۀ :::::

 حضرت امام  رضا علیه السلام  د دغه آیت په توضیح کې فرمائي ؛   د امامت امر  د دین  کمال اوبشپړتیا ده  او پيغمبر   له دې نړۍ تر هغه  سترګې پټې نه کړي ،    چې  د  خلکو لپاره ئې د دین نښې نښانې بیان کړې ، خپله لاره ئې روښانه کړه  او امت  ته  ئې    سمه لاره  وښودله ، علی  علیه السلام ئې  د هغوي لپاره د  لارښود او امام  په توګه   منصوب کړ او  د خلکو یوه اړتیا ئې  هم  له بیانولو پرته  پرې نه ښودله .::::: 

             دوستانو  خداوندمتعال  دانسان دژوند لپاره   یو لړ  حدود او قوانین   انځور کړي دي  او  له انسانه ئې غوښتي دي  ، چې  د دغو حدودو او مقرراتو  خیال دې وساتي  او    له دغو  حدودو دې نه تیریږي  ، ځکه چې    که داسې ونه کړي ، نو  له تباهۍ او  ګډوډیو سره  مخامخیږي .  دامام رول دادی چې   د یوه قانون دان او  امین    واکمن په توګه ،  دغه قوانین  په ټولنې کې اجرا کړي ا و  خلک  له  خلاف ورزیو او  له دغې لارې  له  انحرافه  منع کړي . 

 د امام د وجود   د ضرورت یو دلیل دادی چې  ټولنه  یوه  رهبر ، پیشوا ، مدیّر او   مشر ته اړتیا لری څو  دهغوی چارې  منظمې او   پرمخ بوځي ، دحق په دفاع کې هڅه وکړي  او د  ظالمانو له شره  خلک وژغوري .  امام رضا علیه السلام  بیا فرمائي ؛، داسې  کومه ډله  نشته چې   له  رهبر او یا سرپرست  پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي . ځکه چې  دهغوی  د معنوي او مادي چارو  د  اداره کولو لپاره  د مدبّر واکمن ته  اړتیا  شته ......  خلک  مجبور دي باید  یو حاکم ولرل  شي  څو ټولنه   منظمه او تل پاتې  وساتي ،له دښمنانو سره  په جنګ کې د  دوي رهبري وکړي ، عمومی مالونه   په هغوي کې وویشي ،  دجمعې لمونځ   او دهغوي جمې  لمنځونه   قایم کړي  او  د مظلومانو په نسبت  د ظالمانو دظلمونو مخه ونیسي .  ::: 

              په دې توګه ،  امام باید  د  ټولنې درهبرۍ  لپاره  د  هغه مهال  دخلکو  یو خورا پوه  او غوره  کس وي .  دامام علی  له  نظره ، د  ټولنې  درهبرۍ او امامت لپاره    ، هم علم ،هم پوهه او  او هم توانمنۍ لازم شرائط دي . د هغه بزرګوار په  تعبیر ، د  امت د امامت او رهبرۍ په مقام  خورا  غوره او  وړ کس   هغه څوک دی ، چې  د ټولو خلکو په نسبت  لازیات پیاوړی ،  وړ  او د خداي په فرمان له ټولو ښه  خبر  وي.:::: 

  امام د دین  یوه پیاوړي قلا ده  او د  بدعتونو او انحرافاتو   د سیل په وړاندې لکه د پیاوړي بند  دریږي .امام ، دین   د  ناتوانو، نادانو  او دشک له رامینځةکونکو  له لاس رسي خوندي ساتي   .    حضرت امام رضا علیه  السلام  په دې باب فرمائي ،  که خداوند متعال   د  خلکو لپاره سرپرست ،   او ډاډمن ،ساتونکی او امین واکوال  نه  وائ رالیږلی ،نو  په یقین سره ، الهي دین به له مینځه تلو  او  دخداوندمتعال  احکام او سنتونه  بدلیدل  .  په دین کې بدعتونه زیاتیدل ، بې دینو به   په الهي دین کې ګوتې وهلې  او   دا به ئې  له نیمګړتیاؤ او شکونو سره  مخامخ کاوۀ  او  په خلکو کې   به ئې  داسلام په باب  شک اوشبهات  دودول .:::: 

                امامانو  د هغو بیلګو په توګه چې   دعمومی افکارو  پام وراوړیدلی، دخلکو په معنوي لوړتیا  او ودې او دهغوی  په اخلاقي روزنې کې ئې  غوره رول درلود.تاریخي شواهد د دې ګواه دي ، هرکله چې  ستمګر  واکوالان  ، له امامانو سره  د  خلکو دارتباط  خنډ نه کیدل ، نو  خلکو د  اهل بیت علیهم السلام په لور  دنګل ، ځکه   دوي ئې د تکیې وړ  او ډاډمن مرجع او له رسول ا.... سره  خورا نزدې کسان  پيژندل .

 د امامانو  علمی موقعیّت  ته   خلکو   دومره توجه   درلوده  چې  په یوه وخت کې هم  حتی   متفکرانو هم  له هغوی  بې نیازي نه احساس کوله ، څرګنده ده ،   د امامانو رول  یوازې  د  شیعه  پوهانو او  عالمانو  تربیت  کونې ته   نه محدودید،  بلکې  دهغوی د وجود  لمر او وړانګې  داسې ځلیدې  چې د نورو مذهبونو متفکرانو ته ئې رڼا او ځلا وربخښله .  د تاریخ په ګواهۍ سره ، داهل سنت   ډير زیات لوي فقیهان  هم چې  ځیني ئې  داهل سنت دفقهي مذهبونو  مخکښان دي  ،دعلم اومعرفت دترلاسه کولو لپاره ،اهل بیت علیهم السلام  په مکتب کې  ئې حضور  او شتون پیدا کړی  دی .

 د اهل بیت علیهم السلام  علمی مقام  دومره  غوره او  ځانګړی ؤ چې حتی  ځينی خلیفه ګانو  په  فکري او اعتقادي  موضوعګانو کې  همداراز د حکومت کونې په چارو کې ،   له هغوي  نظر غوښت.لکه څنګه   چې حضرت عمر بن خطاب  دخپل خلافت  په دوران کې ،  د جنګونو  او د بیت المقدس  دفتح  په څير  په فتحو او نورو جنګونو پشمول  د حکومت  د چارو  په تدبیر او منظمولو کې  له  حضرت امام علی علیه السلام سره مشوره کوله . حضرت عمر  همداراز  په دوامدار  ډول   دقضائي ،  دیواني او اداري چارو  په باب   له  حضرت امام علی  سره مشورې کولې او  دهغه بزرګوار  له  پوهې اوعلمه ئې   استفاده کوله .

                 هغه ډيرې ارزښتمنې  خبرې چې  له   امامانو   ننني  انسان  ته رسیدلي  دي،دقرآن اواسلام په لوړوتعلیماتو کې  د هغوی  بزرګوارانو  د ژور او واضح  درک ښودنه  کوي  . لکه څنګه چې  له  امامانو  پراخ نقل شوي حدیثونه  چې په بیلابیلو ټولګو  او  دایرةالمعارفو کې   غونډ کړائ شوي دي ،  د اسلام د دین  د پيژندګلوۍ لپاره   نفیسې او اصلي سرچینې  دی .

 امامان   د دین په چارو کې  له افراط او تفریط او  کږلاریو سره  مخالف وو . دوی  د  هغه ریښتنې ، سوچه او حقیقي  اسلام پر کړن لارې ، چې  معتدل  ، متوازن او   له عقل او پوهې سره سمون  خوري ، حرکت   کاوۀ. په همدې دلیل  په روایتونو کې  سپارښتنې شوي دي  چې  په دینی اواجتماعي  مسئلو کې  له اهل بیتو  مه مخکې کیږئ  او  نه هم وروسته پاتیکیږئ،بلکې  له هغوي سره  یو ځاي او څنګ په څنګ درومئ .  ووینئ چې  دوي  څه وائي ، په همغه روده عمل کوئ . په دې اړه   حضرت  امام سجاد علیه ا لسلام  فرمائي ؛، دغه کورنۍ  د  څپانده سمندرونو   په ګرداؤنو کې   روانه کشتۍ  ده ،  هرڅوک چې په دغې کشتۍ کې سور شي ، خوندي کیږي او  هرڅوک چې ترې پاتې شي غرق  کیږي. هرڅوک چې ترې مخکې شي ،  له دینه خارجیږي  او هرڅوک  چې له دوي وروسته پاتې شي ، نابود اوتباه کیږي  او  هرڅوک له دوي سره  ملګري شي ،د دوي خدمت وکړي ،  نوله دوي سره یو ځای کیږي او  خپل مقصد ته رسیږي ::::    

 په دې توګه  ،  دپیغمبر اکرم  له اهل بیت علیهم السلام  مخکې کیدل او یا وروسته پاتیکیدل  او  له هغوي سره ملګري کیدل  او  دهغوي له  ګامونو سره ګامونه  یوځاي کول  په د نیا او  آخرت کې  د نیکمرغۍ چابي  او کِلۍ  ده. 

              خوږو دوستانو،د امام دمقام او رول  په باب دحضرت امام رضاعلیه السلام  په یوې وینا سره  خپل دغه نننۍ مطلب هم پاي ته رسوو   او بیا له تاسو  اجازت غواړو .

 امام بزرګوار  فرمائي ؛،  امام ، د  دین   ، دمسلمینو دنظام      ، د دینا  دمصلحت  او  دمومنانو د عزت  او پت ساتونکی  دی .  امام ،  داسلام   ژورې ریښې او  لوړ ې څانګې   دي .   دامام په وجود سره ده چې  لمونځ ، زکواة ،روژه ،حج او جهاد ترسره کیږي ( دامام  په وجود سره ده  چې )  د احکامو  او حدودو  اجرا او صدقې او عامه ګټې  په عملی توګه اجرا کیږي  او  (داسلام د ټاټوبی) د سرحدونو او  پولو ساتنه کیږي .  امام   دخدای  د حدودو او احکامو اهتمام کوی  او  د  خدای د دین ساتنه او پشتیباني کوي  او  په حکمت او نیک تفکر او   کارونو سره (خلک)  دخداي  لارې ته  بولي :::::

 (سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه