Aug 05, 2018 13:10 Asia/Kabul
  • په اسلام کښې شفاعت-۴

ګرانو دوستانو په اسلام کښې د شفاعت نومې لړۍ په نني پروګرام کښې د (زیارت) بحث څیړو. د وهابیت منونکي د دین د بزرګانو د مزارونو او حرمونو زیارت کول په دین کښې بدعت ګڼي. نو د دې بحث د اوریدو لپاره له مونږ سره مل ووسئ.

      له دین څخه یو څیز کمول یا یې پکښې زیاتول، په دین کښې د یو نوي حکم او نوښت رامینځته کول په داسې حال کښې چې د اسلام په شرعه کښې کوم بنیاد او جرړه نه لري او د خدای تعالی په دین پورې د هغه تړل، بدعت بلل کیږي.

د دیني کارپوهانو له نظره د قبرونو زیارت کول په دین کښې بدعت نه ګڼل کیږي ځکه چې د خدای په کتاب او د رسول ا... مبارک په سنتو کښې د دې کار د تایید یوشمیر شواهد لرو. د دې په اپوټه کوم کسان چې زیارت حرام ګڼي هغوي د خدای پاک په دین کښې بدعت کوي ځکه چې هغوي د دین د منلو وړ کار له دین څخه کم کړی او حرام یې بللی دی. د خدای حلال، حرام ګرځول خپله یو بدعت دی.

                د قرآني چارو کارپوه محمد علوي په دې هکله وايي: په خواشینۍ سره کوم عقاید چې تکفیري وهابیت د اسلام په نوم خپروي، د اسلامي نړۍ یوه دړدونکې ستونزه ده. هغوي په خپلو بې بنیاده تورونو سره د شیعیانو او حتی د ځینو اهل سنت په شمول یوه ډله مسلمانان کافر بولي او ډیر خلک یې بې لارې کړې دي. لکه څنګه چې پوهیږو د خدای تعالی کتاب د هدایت او لارښوونو ترټولو ستره سرچینه او رسول ا... مبارک د انسان د لارښوونې لپاره ترټولو غوره سمبول دی. کله چې قرآن ته رجوع کوو نو پوهیږو چې خدای تعالی په خپل اسماني کتاب کښې بدعت کونکي په دې وجه چې یو څیز د خدای له اجازې پرته حلال یا حرام معرفي کوي او دغه کار د خدای له لورې بولي، ترټلي دي او د نحل د مبارکې سورې په ۱۱۶ آیت کښې فرمايي:

(او په هغو دروغو سره چې ستاسو په ژبه راځي (له ځانه) دامه وايئ چې دا حلال دي او دا حرام،چې په خدای پورې دروغ وتړئ بيشکه کوم کسان چې په خدای پورې دروغ تړي هغوي به کامياب نه شي).

د تکفیري وهابیت لخوا په شرک او بدعت بلل شویو کارونو کښې یو د دین د بزرګانو او د خدای د اولیاؤ د قبرونو زیارت کول دي. په دې هکله مو د پروګرام د کارپوه ښاغلي علوي صیب نظر معلوم کړ چې دوي راته وویل: د اسلام د بزرګانو د قبرونو زیارت کول د هابي او سلفي او تکفیري بهیرونو پرته زیاتره اسلامي فرقې روا ګڼي. قرآن کریم ته په یوې کتنې سره هم پوهیږو چې د دغه مقدس کتاب له نظره د پخوانیو خلکو ترمینځ زیارت کول یو روا او ښه کار و. د دې خبرې د لاوضاحت لپاره باید وګورو چې په زیارت کښې کوم کار ترسره کیږي؟ زیارت هم د نورو ډیرو چارو په شان، ظاهر او باطن لري. د زیارت ظاهر دا دی چې د کوم کس زیارت چې کوو هغه ته په ادب او احترام سره سلام کوو او درود پرې لیږو که څه هم هغه له دې فاني دنیا سره خدای په اماني کړې ده. په قرآن پاک کښې وینو چې متعال خدای د هغه په آیتونو کښې پر الهي پيغمبرانو او اولیاؤ سلام او درود لیږلی او مسلمانان یې هم دې کار ته هڅولي دي. دلته یوڅو نمونو ته اشاره کوو. د صافات سورې په ۷۹ آیت کښې فرمايي:

(په نړیوالو کښې دې پر نوح سلام وي).

د صافات سورې په ۱۰۹ آیت کښې لولو: (سلام دې وي په ابراهیم باندې).

د همدغې سورې په ۱۲۰ آیت کښې بیا فرمايي: (سلام دې وي پر موسی او هارون).

او د صافات د مبارکې سورې په ۱۳۰ آیت کښې راغلي دي: (سلام دې وي پر آل یاسین).

باید دې ټکي ته پام ولرو چې دغه ټول تاریخ جوړونکي شخصیتونه د قرآن د نازلیدو په وخت ژوندي نه وو خو بیا هم پرې خدای سلام او درود لیږي. نو بس په وفات شویو کسانو سلام او درود لیږل نه شرک دی او نه ګناه او نه بدعت. که دا کار شرک وی نو خدای تعالی به پر دغو پيغمبرانو سلام نه کوه او انسان به یې هم له دې کاره منع کړی وی. خو له دې امله چې خدای عبث او فضول کار نه کوينو د دې درودونو او سلامونو معنا دا ده چې د یادو سترو شخصیتونو روحونه دغه سلامونه اخلي او پرې اغیزه کوي. په زړه پورې دا چې د حضرت نوح او حضرت ابراهیم علیهماالسلام په شان په ذکر شویو مواردو کښې خدای پاک پر هغوي له سلام کولو وروسته د (مونږ دا ډول د نیکانو بدل او انعام ورکوو، بیشکه چې هغه زمونږ له ایماندارو کسانو و) په شان عبارت سره د پیغمبرانو قدرونه او ستاینه کوي.

د زیارت باطن هم په حقیقت کښې د پیغبرانو او دیني بزرګانو احترام او قدرونه ده. قرآن مجید په خپلو آیتونو کښې د حق په لاره کښې د دیندارو شخصیتونو ستاینه کوي او درنښت کوي. د حضرات نوح، ابراهیم، موسی، داود، سلیمان، زکریا او یحیي علیهماالسلام په شان پیغامبرانو قدرونه او د یکتاپرستۍ او له ظالمانو سره د مقابلې په لاره کښې د هغوي د هلوځلو او سرشیندونو یادونه د خدای تعالی د دې سنتو یوه نمونه ده.

                متعال خدای د احزاب د مبارکې سورې په ۵۶ آیت کښې د اسلام د قدرمن پیغمبر درنښت او ستاینه کوي او فرمايي:

(بیشکه چې خدای او د هغه فرښتې پر پیغمبر درود لیږي. ای د ایمان خاوندانو! تاسو هم په هغه درود ولیږئ او سلام ورته ووایئ او (د هغه حکم ته) تسلیم شئ).

ټول پوهیږو چې د اسلام عالي قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) وفات شوی او زمونږ ترمینځ نشته خو بیا هم د قرآن کریم په وینا، خدای او د هغه فرښتې ورباندې درود لیږي. په دې آیت کښې خدای پاک د ایمان له خاوندانو غواړي چې هغوي هم دغه کار وکړي، پر پیغمبر اکرم غوره درود ولیږي او دا کار یې دوام ومومي. خدای تعالی په دې تعبیراتو سره د خپل رسول قدرونه کوي او پرې سلام کوي او مونږ ته هم سپارښتنه کوي چې همدغه کار وکړي.

خو مونږ په زیارت کښې له دې نه علاوه څه کوو؟ په یو ستر الهي شخصیت باندې چې له دنیا تللی، درود او سلام لیږو او د هغه قدرونه او درنښت کوو او دا په قرآن کریم کښې د خدای همهغه حکم دی. آیا له دې نه بغیر بل څه دي؟

د وهابیت بهیر ادعا کوي چې خلک له مړینې وروسته د لرګيو او کاڼو په شان وي او د هیچا غږ نه اوري، همداشان پیغمبر اکرم له دنیا تللی او د چا خبره نه شي اوریدی، نو په دې وجه زیارت یو عبث او بې ځایه کار دی. د دې ادعا بیخي اپوټه، له دهمدې آیته او نورو آیتونو روښانه کیږي چې د خدای، ملائکو او مؤمنانو سلامونه پیغمبر ته رسي او هغه حضرت یې اوري. له دې امله چې دغه سلام او درود د انسان لپاره ډیرې ګټې لري، خدای یې د کولو حکم کړی او پرې ټینګار یې کړی دی.

                د زیارت یو بنیادي هدف د انسان په برخلیک باندې د اغیزشیندونکو شخصیتونو د لارې او طریقې په سموالي او د هغوي په لارې د تګ په ضرورت باندې ټینګار دی. مونږ په زیارتي ځایونو کښې په شتون او د هغو شخصیتونو روح ته د سلام په کولو سره همدغه هدف تعقیبوو. دا هغه شخصیتونه دي چې د نورو سرلوحه او مثالونه دي او ترې پیروي کول د انسان د نیکمرغۍ سبب کیږي. په دې لړ کښې قرآن کریم نه یوازې د الهي پیغمبرانو بلکې د حضرت مریم، لقمان، آسیې او اصحاب کهف په شان نورو غوره خلکو ستاینه هم کړې او د هغوي له لارې یې انسانیت ته یو لوې درس ورزده کړی دی. د مثال په توګه خپل زوي ته د لقمان د حکیمانه پندونو په چوکاټ کښې راغلي آیتونه ځیني تعلیمات انسان ته وراوروي.

ښاغلی علوي په دوام کښې وايي:

یو بل مهم ټکی دا چې مونږ د هغو کسانو زیارت ته ځو چې ترټولو مهمه ځانګړنه یې د خدای تعالی په درګاه کښې د هغوي عبودیت او بندګي ده، د هغو کسانو چې له نورو نه مخکښې یې د خدای د بندګۍ درجې ترلاسه کړي او د پنځونکي د بندګۍ له نظره له ټولو مخکښې شوې دي. د خدای ګران رسول(ص)، امام علي، امام حسین علیهماالسلام او نور پیغمبران او امامان هغه کسان دي چې خلک یې زیارت ته ورځي. په دغو کښې یو شخصیت هم خپل معبود نه ګڼي او د خپل معبود په توګه یې احترام او ستاینه نه کوي او که څوک داسې وکړي نو له نیغې لارې کوږ شوی دی. مسلمانان ځکه د هغوي زیارتونو ته ځي او ستاینه یې کوي چې هغوي د خدای د بندګۍ لاره په ډیره ښه توګه وهلې ده او په دې لاره کښې مخکښ پاتې شوې دي. مونږ د لمانځه په تشهد کښې ګواهي ورکوو چې پیغمبر د خدای بنده او رسول دی. دلته د پیغمبر په رسالت باندې له شهادت مخکښې د هغه حضرت عبد او بنده توب ته اشاره کوو. جوته ده چې د خدای په وړاندې د پیغمبر اکرم(ص) بندګي د هغه حضرت لپاره ترټولو لوړه درجه او مقام دی. کله چې مونږ یو شخصیت د خدای عبد او بنده ګڼو، نو دا تور راباندې نه شي لګیدی چې ګني مونږ په زیارت کښې د هغه حضرت پرستش او عبادت کوو او یا مو هغه خپل معبود ګڼلی دی.

مومنان د احترام کولو او د خدای په حکم د خپلو مادي او معنوي غوښتنو د پوره کیدو په لړ کښې زیارتونو ته ځي. امام حسین علیه السلام چې د اسلام په تاریخ کښې یو ډیر اغیزشیندونکی شخصیت دی، په خپل ټول سترتوب سره ځان د خدای یو ناڅه بنده ګڼي. د عرفې په دعا کښې د هغه حضرت په زړه پورې مناجات د پروردګار په درګاه کښې د هغه امام د اخلاص او عبودیت د اوج بیانونکي دي. مونږ هم د امام حسین علیه السلام په زیارت او د هغه حضرت په درنښت سره د خپل روح سترتوب او د حق په لاره کښې د سرشیندنې توفیق غواړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه