Aug 15, 2018 16:02 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې لړۍ له ننني یو سل یو پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په نننۍ برخې کې هم د کربلا دحماسې او امام حسین علیه السلام د پاڅون په باب درسره غږیږو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو د  کربلا په ټاټوبی کې  دحضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون  څه دپاسه دیارلس پیړۍ تیریږي ،  خو  هیڅکله  ئې هم دغربت او  هیریدا ګردونه  تر سترګونه کیږي او  د دغه الهی حرکت  لارښونکي او جذابې ځلاوې  له بلې هرې ورځې لازیاتې   پړَکیږي .بې شکه  دامام حسین علیه السلام  دحماسې  پيژندګلوي به ،د مونږ په وړاندې  یو داسې مشال وي، چې   د زمانې په تورتم کې   له بې لاریتوب  دسمې لارې په لور ورسره روانیږو. ځکه چې  داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفیی(ص) په وینا،  حسین د هدایت رڼا او نور او د نجات کشتۍ ده .

             دوستانو  اسلام وپيژنئ نومې دلړۍ  په تیر پروګرام کې مو  د امامت  په باب په بحث کې ،  دامام حسین علیه السلام د ژوند   د وروستیو په هکله درسره وغږیدو، هماغه ډول چې   په تیر پروګرام کې مو  وئيلي ، امام بزرګوار او ملګري ئې  د محرم  الحرام د میاشتې په دوهمه    دکربلا ټاټوبی ته ورسیدل  او په ډيرو سختو شرائطو کې   دیزید د دیرش زره کسیز لښکر  په  کلابندۍ کې ورغلل. په کربلا کې  دښمن، پر امام او دهغه پر کورنۍ او ملګرو ډیره سختي راوسته او  پر هغوي ئې حتی پر ماشومانو ئې هم  اوبۀ بندې کړې ،څو   د هغوي استقامت او تل پاتې روحیه خرابه کړي .  دامام بزرګوار او دهغه  د ملګرو مقاومت  دمحرم دمیاشتې تر لسمې  پورې دوام وکړ تر دې  چې    په یوه میړني او نه هیریدونکي جنګ کې  دعاشورا  په تاریخي اوبرخلیک ټاکونکي ورځې   دغه مقاومت او استقامت  اوج ته ورسید.

           دامام حسین علیه السلام  په لښکر  کې دغه حقیقت په  ښه ډول څرګند ؤ چې  دامام بزرګوار یارانو په سمې پيژندګلوۍ،عشق او ولولې سره د سرښیندنې په ډګر کې ګام کیښودلی .  د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه  ملګرو لپاره    دخلکو د جهل اونادانۍ  له  امله  کړاؤ او ستم  د تورو له زخمونو ډير سخت ؤ .  له دې امله  دخلکو  له فکرونو اولیدتوګو د جهل  د دووړو  وینځل ، دهغوی لپاره  یو ډير مهم جهاد  حسابید. دکربلا په تاریخ کې راغلي دي  چې امام حسین علیه السلام  او دهغه بزرګوار زیاتره ملګرو  په میدان کې دشتون په وخت  د  پیغمبر ا کرم د لمسي پر حقانیّت او دامام پر رودې  او لارې ټينګار کاوۀ،څو  په جهل او نادانۍ کې ښکیل کسان  د غفلت  له خوبه ویښ کړي .

             دوستانو د حضرت امام حسین علیه السلام  روده  دا وه چې  ملګري ئې  یو یو د دښمن مقابلې  ته لیږل . د امام حسین ابن علی علیه السلام  په ملګرو کې  بوډاګان هم ترسترګو کیدل . له هغوي ځيني  هم د رسول ا... او حضرت امام علی  له اصحابو وو . په هغوي  کې ،  حبیب بن مظاهر او مسلم بن عوسجه  ډیر مشهور شخصیتونه هم  وو . حببیب ابن مظاهر  داسلام د پاک دین په دفاع کې په کرتو د پیغمبر اکرم او امام  علی  ترڅنګ  ؤ . حبیب ابن مظاهر او مسلم بن عوسجه  کله چې  خبر شول ،  امام حسین کربلا ته  ورغلی دی ، نو په پټه له کوفې  ووتل او  د حکومت د مامورانو له لیدو لیرې  او په پټه  ئې ځانونه د امام بزرګوار  خیمه ګاه ته ورسول .  د عاشورا په ورځ  دغه دواړه مخکیني ملګري   دکربلا په میدان کې په ډير میړنتوب سره  وجنګیدل  او دشهادت درجې ته ورسیدل . .

          د ۶۱هجري قمري  کال  دمحرم   دلسمې یعني دعاشورا د ورځې له سهار راهسې تر ماسپښین پورې  د امام حسین علیه السلام   یو شمیر ملګري شهیدان شول .  دعاشورا  په ورځ   دپام وړ له صحنو  د هغې ورځې  د ماسپښین لمونځ دی .  کله  امام بزرګوار او دهغه میړني ملګري  د دښمن     له ویرې او وحشت پرته  پر لمانځه ودریدل ،  نو دلمانځه په وخت  هم  د دښمن  دنیزو او غشو باران ، د لمونځ ګوزارو په دغه واړۀ  ټولي هماغه راز دوام درلود او د بې دینه او بې شرمه دښمن  د غشو اونیزو د باران له امله    دامام بزرګوار  څو ملګري چې  دلمانځه په وخت ئې  د امام بزرګوار په وړاندې ځانونه د ډال په توګه کړي وو ،  شهیدان شول .

              دحضرت امام حسین علیه السلام  په اصحابو کې ، حضرت ابوالفضل العباس  علیه السلام  له ډیر غوره اومهم  مقامه برخمن  دی .  دهغه بزرګوار نامه تل  د حق په لاره کې  د میړنتوب او سرښیندنې په ځانګړنې سره   اخستل کیږي ..  حضرت عباس د حضرت امام علی علیه السلام زوی او دا مام حسین علیه السلام ورور ؤ . هغه دامام حسین علیه السلام  دکورنۍ په  سړیو او ځوانانو کې  د روحي او اخلاقي فضایلو او علمی کمالاتو  له نظره  غوره مقام درلود.  هغه  له ماشوموالي  له امام حسین علیه السلام سره خاصه  مینه درلوده.کله چې په کربلا کې  تندې  دامام او دهغه بزرګوار  کورنۍ بې تابه کړه،  نو عباس تیار شو ، چې  دهغوی لپاره اوبۀ راوړي . هغه  په ډير میړنتوب سره  د دښمن کلابندي ماته کړه او  ځان ئې  دفرات سین کنارې ته ورساوۀ،مشک ئې  له اوبو ډک کړ او  په بیړې سره  دخیمه ګاه په لور روان شو. په دې وخت  بې دینه دښمن په غشي سره دهغه  یو لاس غوڅ کړ ، هغه مشک  په دوهم لاس کې ونیوۀ څو  دامام حسین علیه السلام   خیمو ته ځان ورسوي .دې ځل ئې بیا دوهم لاس هم غوڅ شو.حضرت عباس علمدار  په لټه کې ؤ چې  په هره ممکنه  لاره وي،دامام خیمه ګاه ته ځان ورسوي او  تږو ماشومانو ته اوبۀ ورسوي  ،بیا ئې  مشک په غاښونو کې وینوۀ، خو په دې پسې  بیا د دښمن غشي پر مشک ولګیدل  او ټوله اوبه توي شوې  او بلاخره  دهغه بزرګوار بدن هم  په نیزو او غشو  وویشتل شو او حضرت عباس علمدار علیه السلام هم د شهیدانو له ټول سره یو ځای شو .

               دوستانو دکربلا په ډګر کې  له میړنی  جنګه وروسته د امام حسین علیه السلام ملګري  او د هغه بزرګوار د شپږمیاشتنې ماشوم   اصغر پشمول  د هغه د کورنۍ زیاتره سړي  شهیدان شول . دعاشورا له ماسپښین وروسته  لمر نوره هم  تیز شو او  امام بزرګوار په میدان کې یوازې پاتې ؤ.  هغه  هیڅوک نه درلودل چې   له هغه  او دهغه  د کورنۍ دفاع وکړي .  امام بزرګوار  سره له دې چې  یوازې ؤ ، خو  په ډير بې مخینې شجاعت ، میړنتوب سره ئې  د اموي  لښکر   حمله سره ګډه وډه کړه او هغوي ئې  تیت پرک کول .  تر دې چې  ددښمن لښکر  جراءت نه درلود له امام حسین علیه السلام سره تن په تن وجنګیږي . دوي د امام بزرګوار له لارې د غړولو لپاره   روده بدله کړه او  چلول  اودوکو ته ئې مخه کړه . په داسې حال کې چې  په هغې ګرمې او سوي سوخته دښتې کې پر امام  ډيرې تندې اوستړیا غلبه کړې وه ،  شِمر  سره د یو شمیر پلي  لښکریانو  امام کلابند کړ.  دښمنانو  په نیزو او تورو سره پر امام بزرګوار سخت ګوزارونه کول ،تر دې چې په هغو کې یوه تورزړي یزیدي د خداي د رسول دلمسي په لور یو غشی ورګوزار کړ، غشی دامام بزرګوار پر سینې ولګید او له مبارک بدنه ئې وینه په بهیدو شوه. امام حسین  سر دآسمان په لور اوچت کړ  او وې وئيل ، ؛؛؛ ائ پروردګاره! ته ښه پوهیږې  دغه لښکر   هغه څوک قتل کوي ، چې   دمځکې پرمخ هغه د پیغمبر د لور له زوي سوا بل څوک نه دی ، ائ لویه خدایه ته ګواه  اوسه :::::

             دامام بزرګوار نیم ژوندی بدن مبارک پر مځکې ایښی ؤ  او هیچا دا  جراءت نه درلود،څو د خداي درسول  لمسی ته ورنزدې شي .  امام حسین علیه السلام  یعني د  پيغمبر ا کرم حضرت محمد مصطفی(ص) دزړه ټوټه  پخپلو وینو کې لیت پیت ؤ ،   په داسې حال کې چې  په  عشق سره ئې  له خداوندمتعال سره   راز اونیاز کاوۀ او فرمائيل ئې ؛  ائ خدایه ! زه د تا په رضا سره راضي یم  او  د تا دکړنو په وړاندې صابر یم   او له تا پرته بل معبود نشته :::::

          دلته پلیت او مکارو دښمنانو ، په امام حسین باندې په یرغل سره ،  د خداوندمتعال د  ترټولو وروستي پیغمبر دپاک لمسی سر له بدنه جدا کړ او  د کربلا په مځکه ئې د   نړۍ دشهیدانو دسردار وینه  وبهوله .

د اموي خونخوار او ظالم رژيم  دا فکر کاوۀ چې  دامام حسین او دهغه دملګرو په  شهیدولو سره  د تل لپاره د حق نور اورڼا  خاموشه کولی شي ، خو  حسینی غورځنګ  تل پاتې دی اوتل به ځلیږي .

                بې شکه ،  دامام حسین علیه السلام   دپاڅون تل پاتیکیدا،  دهغو لوړو موخو او  آئيډیاؤ    پامته داره ده چې  د دغه پاڅون بیخ بینائۍ جوړوي .  دامام حسین علیه السلام  په منطق کې ،نیکمرغه ژوند،یوازې د  انسانی کرامت  ، پتمنۍ او عزت په سیوري کې  ممکن دی او  د حیات اصلي موخه چې   هماغه د خداي  له خوا یو موهبت دی ،  لوړتیا او کمال ته رسیدل دي . امام بزرګوار  له پتمنۍ سره په رابطه کې  او    د ذلت  دپيټي  د نه وړلو په باب  فرمائيلي دي ؛ پوه شئ ، چې  دغه  پست اوذلیل او د پست سړي زوي  زه د اُوښکلي  تورې  او ذلت  په مینځ کې راوستم ، خو له مونږه لیرې ده چې  د ذلت پيټی یوسوو .

 دحضرت امام حسین علیه السلام  دغورځنګ په درستو مرحلو کې ،له ظلم  سره دمقابلې او  او عدالت  غواړي روحیه لیدل کیدله او  همدا لامل شوې ده  چې دغه حرکت  دتاریخ په اوږدو کې تل پاتې شي . بې شکه ، عدالت اوپتمني  د هر انسان لپاره ،  د  سا د اخستو لپاره  د هوااو آکسیجن  په معنا ده  چې  له دې پرته  د ژوند دوام ممکن نه دی .  دامام حسین علیه السلام له نظره ،  په عزت سره مرګ، د  نیکمرغۍ  او ابدي نیکبختۍ   تومنه او وسیله ده .

               په حسینی غورځنګ کې  اخلاق  او ادب  په ډير ښکلي ډول ځلیږي . امام بزرګوار او دهغه ملګرو  په ښو او نیکو اخلاقواو احترام سره ، هماغه ډول   چې دخداي له غوره بندګانو سره ښائي،چلند کاوۀ. دوي ټول  په نیکواخلاقو سنبال وو ، په دې توګه چې  د  دوي له احترامه  ډکې اړیکې ،  دجنګ په نورو ډګرونو کې  د جګړه مارو له  چلند سره هیڅ ورته والی نه درلود.  دامام  او دهغه بزرګوار  دملګرو په څيرو کې د مینې او محبت  خورا غوره  نښې نښانې له ورایه ښکاره وې .  دامام بزرګوار  ملګرو   له هغه بزرګوار سره عشق او مینه درلوده او  د اسلام په لاره کې    هرډول سرښیندنې اوقربانۍ ته تیار وو .  د دې یو مثال،   د مسلم بن عوسجه  د وفادارۍ  اعلان دی . هغه د عاشورا په شپه  پخپلو خبرو کې  له امام سره   خپل عشق او سرښیندنه  داسې څرګنده کړې ، ،، په خداي مو قسم وي ، که پوه شم چې  وژل کیږم او بیا ژوندی کیږم   وروسته سوزول کیږم ا و  ایرې به  مې باد یوسي  او بیا ژوندی کیږم  او  اویا ځله   له ما سره  داسې کیږي ، خو هیڅکله به له  تا جدا نه شم  تر دې چې  د تا په رکاب کې  شهید شم :::::: 

 د عاشورا د غورځنګ  یوه ځانګړنه  دا ده چې  په دې کې رول لوبونکو کسانو  دغه حماسه  د بصیرت او رون اندۍ  په اساس  راوپنځوله . هغه کسان چې  د امام حسین  په غورځنګ  کې ئې  ګډون درلود،  پوهه ،بابصیرته او هوښیار کسان وو .  دوي  دغه لاره  ، دهغو  له نتیجو په بشپړ پیژندګلوۍ سره   خوښه کړې او په عشق سره ئې  دخطرو هرکلی کړی ؤ .  دوي  دخداي په لاره کې  په سرښیندنې او   شهادت  لپاره  شیبې شمیرلې او  د سوچه ایمان او سرښیندنې  په زړه پورې  ځلاوې ئې نندارې ته وړاندې کړې . 

                  که څه هم دعاشورا واقعه  له یوې ورځې هم په کم وخت کې   په عراق کې د کربلا په نامه په یوه ځاي کې پيښه شوه. خو د اغیزو وړانګې ئې ،  له هغه ټاټوبی  خوارې وارې شوې او  ورو ورو  ئې درسته نړۍ  راګیره کړه .  دغه غورځنګ ډير زیات درسونه اوتعلیمات لري  او  له داسې ظرفیّته برخمن دی ، چې  په  هرې زمانې او په هروخت کې  د خلکو بیلابیلې پرګنې   د ظلم ،فساد او تباهۍ په ضد  یوه غورځنګ اوخوځښت ته راپورته کولی شي .

 د   حضرت امام حسین علیه السلام  پاڅون  د  لوړو انساني  کمالاتو  ظهور او د بې بدیله حماسو    پنځولو ته په پام سره  د نړۍ دغورځنګونو په تاریخ کې یوه خاصه واقعه  ده او  له هر پلوه  بې مخینې  ده .نن سبا  سره  له دې چې  د  کربلا په ټاټوبي کې  د حسیني غورځنګ څه دپاسه دیارلس پيړۍ تیریږي ، هیڅکله  هم  نه هیریدونکي ده  او  دهغو عبرتونه  هماغه راز الهام بخښونکي او  اغیزشیندونکي دي .

              دعاشورا په واقعې کې ،  امام حسین او د  هغه ۷۲ وفادار  او حماسه پنځونکي  ملګري  په یوه نابرابر جنګ کې شهیدان شول ، خو  د دغو میړنیو  او غیرتمندو د وینې  په  بهیدو سره  په نړۍ کې د عزت  اوپتمنۍ بیرغ  ورپید. له دې وروسته   حسیني غورځنګ، لکه چې د یوه ځلانده مشال په څیر د مو په وړاندې دی څو  په تورتمو کې ورسره لاره وموندو او  دژوند په څپڅپانده   او طوفاني  سمندر کې  د نجات پر کشتۍ سوارشو .ځکه چې  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په فرمان سره،حسین  د هدایت مشال او د نجات کشتۍ  ده . :::::::

خداوندمتعال دې مونږ ټول  د نجات له دغې کشتۍ محرومه نه کړي او  په دغې لارې  کې  دې مونږ ته  دهدایت څيراغ راپه برخه کړي .

 =  دوستانو  د اسلام وپيژنئ نومې  لړۍ  دننني مطلب وخت هم همدومره  ؤ تر بلې اونۍ پورې  چې له یوه بل نوی مطلب سره ستاسو خدمت ته  حاضریږو،په نیاؤمن او مهربان خداي مو سپارو ،ا...مو مل او ملګری .

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه