Sep 18, 2018 12:36 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۸۵

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د محرم الحرام له یوولسمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د ستمبر له یویشتمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۷۹کاله پخوا  د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې په یولسمه نیټه د عاشورا له غمیزې وروسته دشام په لور  دحضرت امام حسین  علیه السلام  داهل بیتو او اسیرانو د کاروان  حرکت  پیل شو. د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې د لسم یا عاشورا د ورځې  له تیریدا او دغه راز  دحضرت امام حسین علیه السلام ا و د هغه حضرت د ملګرو له شهادت وروسته یزیدیانو د حسیني کاروان چورتالان ته مخه کړه . دوي دامام بزرګوار  خیمې وسوزولې  او  له ډيرو وړو وړو  شیانو لوټلو ئې هم ډډه ونه کړه . بلاخره د حضرت  امام حسین علیه السلام   کاروان دا ځل  د حضرت  امام سجاد علیه السلام  او د حضرت بي بي زینب سلام ا... علیها په مشرۍ   د یولسم محرم په ماښام  دکوفې په لور روان کړی شو  او حسیني غورځنګ،  په یوه بله بڼه دوام وکړ .  که څه هم ، داسلام  دښمنان    توانیدلي  وو دامام بزرګوار ځواکونو ته ظاهرا ماته ورکړي  خو د بنی امیه ؤ  د ظالم  حکومت  رسوایانې  او دحضرت امام سجاد  علیه السلام او دحضرت زینب سلام ا... علیها  ایشواکونو    په تاریخ کې د امویانو مخ تور کړ  او د امام حسین علیه السلام  پاڅون  او هغه پاکه لاره ئې تل پاتې او پایداره کړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۷۹ کاله مخکې د ۱۷۳۹کال دستمبر په یوویشتمه نیټه د آسټریا او عثماني امپراتورۍ ترمینځ د بلګراډ د سولې تړون لاسلیک شو . آسټریا ټاټوبی  په پرله پسې کلونو کې ، داسپانیا او روم د امپراتورۍ تر نظر لاندې ؤ  تر دې چې  له ۱۷۰۰کال  څخه ددغه ټاټوبی خلکو په اروپا کې د یوه قدرت په توګه   ګام کیښود.  په دې مینځومیان کې  دعثمانیانو او آسټریا د لښکرو ترمینځ   پرله پسې جګړې وشوې  او وخت په وخت   یوه هیواد دبل هیواد  دځينو سیمو  دنیولو لپاره  جنګ ته مخه  کوله . د اتلسمې پيړۍ  په لومړنیو کلونو کې کله چې آسټریا له  خپلو لودیځي پولو آرامښت احساس کړ،نو دختیځي سیمو د نیولو نیت ئې پیدا کړ . دغه چاره دعثمانیانو  او آسټریا دځواکونوترمینځ  دجنګ لامل  شوه  چې په نهایت کې د ۱۷۳۹کال دستمبر په یوویشتمه نیټه  دبلګراد دسولې د تړون لامل شوه .ددغه تړون  په وجه  چې اصلی عامل ئې  دفرانسې حکومت ؤ،په ختیځ  کې دآسټریا ډيرې مستعمرې  عثمانیانو ته وسپارل  شوې او د دواړو  خواؤ  پولې  وټاکل شوې . دغه ژمن لیک  دشلمې پيړۍ تر پيلیدا  او دلومړی نړیوال جنګ پورې  پخپل ځاي پاتې ؤ تر دې چې  له لومړني نړیوال جنګه  وروسته دآسټریا او عثمانیانو دواړه امپراتورۍ  دړې وړې شوې

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۹ کاله وړاندې د ۱۹۰۹کال  دستمبر په یویشتمه نیټه دغنا  هیواد  دخپلواکۍ بنسټګر او سیاستوال ډاکټرقوام نکرومه  وزیږید.  نکرومه  دانګلستان په ضد دغنا دخلکو په خپلواکي غواړي غورځنګ کې  فعال ګډون وکړ .  په ۱۹۵۱کال کې  دعمومی انتخاباتو  له ترسره کیدا وروسته  قوام نکرومه  چې دملی خلق ګوند مشري ئې په غاړه درلوده لومړی وزیر شو . بلاخره  دقوام نکرومه  په مشرۍ دغنا خلکو د هلوځلو او مبارزو له امله  دغه هیواد په ۱۹۵۷کال کې خپلواکه شو . له دې وخته راپه دې خوا دنکرومه په ضد ډيرې کودتاګانې ،دسیسې  او حملې پلان او اجرا شوې  تردې چې  په ۱۹۶۶کال کې  چین ته دهغه دسفر په وخت په غنا کې جنرال جوزف آنکرا  کودتا وکړه  او په دې توګه دقوام نکرومه حکومت نسکور شو .  هغه په ۱۹۷۲کال کې  په رومانیا کې مړ شو .  ډاکټر قوام نکرومه  دناپيّلي  غورځنګ او دافریقا دوحدت  دتنظیم   په  تاسس کې ډير زیات رول  درلودلی دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۱ کاله پخوا د ۱۳۶۶لمریز کال د وږي دمیاشتې په دیرشمه نیټه دامریکایوه پوځي   چورلکې  په فارس خلیج کې  د :ایران اجر :په نامه  په یوې خدماتي  کشتۍ  حمله وکړه .  دجنګ په جبهو کې دبعث رژیم  په ناکامیو پسې  امریکا د ۱۳۶۶لمریز کال  په اوړي کې په رسمي توګه   د صدام رژيم  په ملاتړ کې   دمسافري الوتکو ، کشتیو او تیلی پلیټ فارمونو  په ضد حملې پیل کړې . دهغوي موخه دخپلو تپل شویو سیاستونو سره سم  جګړې دختمولو لپاره داسلامی جمهوری نظام مجبورول وو . د۱۳۶۴لمریز کال دوږي  دمیاشتې  په دیرشمه نیټه  دایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ  له سمندري ځواک سره اړونده  تدارکاتي  او لوجسټیکي کشتۍ او د :ایران اجر: په نامه کشتۍ    چې دسمندر په نړیوالو اوبو کې له بندرعباسه  دبوشهر بندر په لور روانه وه ، دماینونو د ښخولو په تور د دوو امریکائي چورلکو  له خوا له کوم خبرداري پرته پرې حمله وشوه چې په هغې کې څلور  تنه عمله  شهیدان او څلور نو رټپیان شول .  همداراز ئې ددغې کشتۍ لس ماڼوګان  په سیمې کې دامریکا په قوماندانۍ سترې بیړۍ ته منتقل کړل له دغې پيښې وروسته  په ملګروملتو کې دامریکا استاذي وویل  لکه څنګه چې دغه کشتۍ د ماینونو په کیښودلو بوخته وه ،د دودو قوانینو په اساس  ورسره داسې چلند پکار ؤ .څو وروځې وروسته  دامریکا مشرانو جرګې دامریکا د سمندري ځواک ددغه پوځي اقدام په ملاتړ سره  یو قانون تصویب کړ چې  له امله ئې ،دامریکا سمندري ځواک دا حق لري ، هره هغه ایرانۍ کشتۍ چې  هڅه کوي دامریکائي کشتیو دتیریدا خنډ شي په اوبو کې ډوبه کړي .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۴کاله مخکې د ۱۹۹۴کال دستمبر په یوویشتمه نیټه د فرانسې ملی پارلیمان دیوې مسودې په تصویبولو سره   ددغه هیواد په ښونځیو  کې   اسلامی ستر یا حجاب    منع اعلان کړ.. دفرانسې حکومت   دډيموکراسۍ  او دآزادۍ دځانګو   له ادعا سره سره ، یو قانون وضع کړ  چې  په فرانسې کې  مسلمان زده کونکې دخپلو زده کړو د دوام  لپاره باید له اسلامی سکارف یا ستر استفاده ونه کړي . دغه قانون  رووسته لاپراخ شو  او  ددغه هیواد په پوهنتونو او نورو مرکزونو کې  هم خور شو .  دستر یا سکارف منع کیدا  په داسې حال کې په فرانسې کې   قانونی شوه چې  دفرانسې داساسی  قانون په اساس  او دبشری  حقوقو دنړیوالې  اعلامیې سره سم  هرڅوک دخپلو دیني عقایدو په منلو اوترسره کولو کې تر هغه حده چې  بل چا ته کوم تاوان نه رسوي  آزاد دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه