Sep 26, 2018 16:35 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې لړۍ له ننني یو سل څلور پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام دامامت اوځانګړنوپه باب درسره غږیږو ،نوهیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

دوستانو په تیرمطلب کې مو د امامت  دموضوع په دوام کې،د حضرت امام محمد باقر  اوحضرت امام جعفر صادق علیهم السلام  پړاؤ ته رسیدلي وو،هماغه ډول چې  ومو وئيل ،دغه دواړه امامّین بزرګوارو پر اسلامی نړۍ  واکمنو  شرائطو ته په پام سره،د اسلامی تعلیماتو په ساتنې  او د اصیلو  اسلامی  معارفو  پر خپرونې او زده کونې تمرکز درلود. د حضرت امام محمد باقر علیه السلام   له شهادت وروسته   حضرت امام جعفر صادق علیه السلام   د اسلامی امت درهبرۍ مسئولیّت په غاړه واخست. امام محمد باقر علیه السلام  د علمی  او کلتوري  مکتب د ستنو بنیادونه ولګول،چې له هغه بزرګوار وروسته ، د هغه زوي  حضرت امام جعفرصادق علیه السلام  په وسیله د یوه ستر پوهنتون  دتاسیس لامل شول .

               دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام دوران،له سیاسی نظره ، د اسلامی تاریخ یو طوفاني پړاؤ  دی .  په دغه پړاؤ کې،د  امام حسین علیه السلام د وینې دغچ ا خستونکو پشمول  د بیلابیلو ډلو له خوا  ډير زیات پاڅونونه او انقلابونه  رامینځةشول .دغه انقلابونه، نهایتا،له بنی امیه ؤڅخه  بنی عباسو  ته  دقدرت  د منتقلولو لامل شول .

 حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  دغه پړاؤ په دوو مرحلو کې تیر کړ .   یوه مرحله ئې  د هغه بزرګوار د امامت  دپيلیدا له وخت راهسې (یعنی  په ۱۱۴قمری کال کې ) د  عباسی  واکمن  منصور  د واکوالۍ تر پیلیدو پورې  او   دوهمه مرحله هم  د منصور د خلافت په پړاؤ کې چې  دغه مرحله  پر امام بزرګوار ډيره سخته تیره شوه .

 په لومړۍ مرحلې کې ،  د حضرت امام صادق علیه السلام  پړاؤ تقریبا  په آرام سره  تیر شو . دغه پړاؤ  دبنی امیه ؤ  د واکوالۍ د نړیدو له لومړنۍ مرحلې او  د بني عباسو  د راپنځیدو  له پړاؤ سره  یو ځای وه .   بنی عباسو د یوه فرصت  غواړي  بهیر په توګه ،  دپیغمبر اکرم د اهل  بیت علیهم السلام  دمظلومیّت او د کربلا د شهیدانو د وینې  غچ اخستل،خپل لاسوند وګرځاوۀ. دوي  په دې پلمه  د مبارزې میدان ته ودنګل  او  د بنی امیه ؤ  دحکومت په نسکورولو سره ئې  قدرت ترلاسه کړ . 

 په هرحال د بنی امیه ؤ او بنی عباسوترمینځ  اختلافات او نښتې ، لامل شوې، چې  د دغو دواړو بهیرونو  واکوالان  د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په وړاندې  د  سختیو د راوستو  فرصت ونه لري . دغه  سم  وضعیّت ،  د امام صادق علیه السلام لپاره ارزښتمندشرائط برابرکړل څو خپل علمی اوکلتوري پروګرامونه  تعقیب کړي .

                 له فکری اوکلتوري نظره،دحضرت امام جعفر صادق  علیه السلام  دحیات پړاؤ هغه وخت دی،چې  له بهر نړۍ سره  دارتباط له امله،اسلامی نړۍ د نوي فلسفې له وړاندې کولو او له  لیدتوګو او مکتبونو سره بلد شوي وه.  غیرمسلمانانو له مسلمانانو سره په بحثونو اوخبرواتروکې،د معاد او  اوسنۍ زمانې او  د نورو دیني باؤرونو په باب  شک اوشبهات مطرح کول  چې  د هغوي ځینو پوښتنو ته ځواب وئيلو، پوهې،علم اوتخصص ته اړتیا درلوده.  پرَدي  ادبی او علمی متنونه  په عربی ژبه ژباړل شوي وو. په هغو کې هم  ځيني کتابونه  په علمی او فلسفي حوزو کې  ژباړل شوي وو  چې   الحادي او دیني ضده  افکار اوآئيډیاوې ئې  دودولې .  د دغه کړچار له امله،وارداتی افکارو او  آئيډیاؤ  اسلامی نړۍ ته لاره وموندله او  ډيرې زیاتې اغیزې ئې هم درلودې. 

    په دغو شرائطو کې،دمسلمانو متفکرانو لټۍ او سُستۍ  د دین دکمزوري کیدا او په اسلامی تعلیماتو د خلکو  داعتقاد د سستا  لامل کیدلې .بې شکه، د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  مجاهدتونه او هڅې  له دغو لیدتوګو سره  په مخامخیدا کې  اغیزمنې او کارنده وې ، سره له دې چې ،  دامام محمد باقر علیه السلام  له وخت راهسې  دمسلمانانو علمي حرکت  پیل شوی،دغه غورځنګ د امام جعفر صادق علیه السلام   په وخت کې  دوام وموند او  دخپلې غوړیدا اوج ته ورسید.هغه درسي مرکز چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  ئې بنسټ کیښود،  د امامانو د ژوند په تاریخ کې  کم ساری ؤ . دغه ستر علمی مرکز  دومره وځلید،  چې  کابو څلور زره   کسان   دهغه بزرګوار  د درس په کلاسونو کې حاضریدل او  د هغه بزرګوار د پوهې او علم  له ډکو سرچینو ئې  استفاده کوله . هغه بزرګوار  دبیلابیلو علومو  خپریدا ته مخه کوله او  عالمان او متفکران له هرلوري  د امام بزرګوار  کور ته ورتلل . دوي  د اسلامی معارفو،تفسیر،اخلاقو، دنبیانو اوملتونو دتاریخ ،حکمت ،فقې  او د  نورو علمي څانګو په څير په مختلفو علمونو کې له امام بزرګواره فیض  ترلاسه کاوۀ او دخپلو ابهاماتو   په ځواب کې  به ئې ډير دقیق  ځوابونه آوریدل.  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له دې لارې  خپله نه ختمیدونکي  علمی او د پوهې خزانه  د ټولو په وړاندې نندارې ته وړاندې کوله . 

 ستر متفکر او دینی پوه  شیخ مفید  پخپل  ارشاد نومې کتاب کې  لیکي، خلک به له لیرې او نزدو کلو او ښارونو  د حضرت امام صادق  وخوا ته ورتلل او  په درستو سیمو کې  ئې ډير شهرت د رلود.

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام   هغه بدعتونه او خرافات،چې  سوکه سوکه ئې دین ته لاره موندلې وه او دین ته وارد شوي وو ، دمحمد مصطفی (ص)  له  پاک دینه ووینځل،د احکامو حقایق ئې روښانه کړل ،  دقرآن آیتونه ئې  په سمه  توګه بیان کړل .   هغه بزرګوار  اسلامی فقه  چې  تر یوې پيړۍ پورې  د اموي واکوالانو د نفسیاتی خواهشاتو له امله  ګډوډ شوي وو،له سره بیا  احیا او برابر کړل .

 حضرت امام جعفرصادق علیه السلام  په حقیقت کې  یو پراخ علمی خوځښت  منظم کړ او  د متفکرانو اوپوهانو په وړاندې ئې  دعمل ډيرې زیاتې دروازې پرانیستې.په همدې علت،دامام صادق دوران،داسلامی نړۍ د علمي پړاؤنو  یو خورا   ځلانده او ولولناک  دوران  دی .  ورو ورو  دهغه امام بزرګوار نامه   د ټولو په خوله ورغله او  په درستې اسلامی نړۍ کې ئې خبرې کیدلې . دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام  د امامت پړاؤ،د اسلام په برخلیک کې  مهم رول د رلود. په دغه پړاؤ کې ،  اسلامی معارف ،  تفسیر ،د حدیثو علم ، کلام ، تاریخ ،او نور  ډير علمونه پراخ شول .امام بزرګوار  پخپلو  ګران بیّه   لارښونو  سره  د  جهالت او خرافاتو  دیوال ونړاوۀ.  د شیعه فقې  د بابونو  په پراختیا کې د حضرت امام حعفر صادق علیه السلام اغیزې  دومره  زیاتې وې ، چې  شیعه فقه  په  جعفري فقې    ونومول شوه .

           حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په ښه ډول پوهید،چې زر یا په ځنډ سره به  دحکومتی  ادارو  د ګواښ او دباؤنو له امله،یوځل بیا  نور امامیّن د حاکمانو له ډيرو محدودیتونو او دباؤنو سره مخ شي .له دې امله ئې فیصله وکړه،چې د متفکرو او دپوهې اوڅيړنې مینه وال شاګردان  وروزي. څو دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې،د  اسلام سوچه معارف  خپرۀ کړي .

 حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په هغې پوهې  او مسلط کیدا سره   چې پر علومو ئې درلوده ، داسې  تدریس  کاوۀ چې  دعلم د مینه والو په وړاندې  د معرفت او پوهې دروازې پرانیزي. هغه بزرګوار به د پوهې او علم مینه والو ته  سپارښتنه کوله چې   د هغه دکلاس درسونه  ځان سره لیکئ  او  حفظ کوئ ئې  او  له ځان سره ئې ساتئ . دوی هم   هرڅه چې آوریدل ، نو په دقت سره ئې لیکل  څو په تاریخ کې تل پاتې شي .

               د دینونو د پيروکارو  له خوا د ډيرو زیاتو شکونو اوشهباتو ته په پام سره، د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام پروګرام دا ؤ چې  خپل شاګردان،د دینونو له دودونکو او   متفکرانو سره  په علمي مناظرو کې  دشتون لپاره  تیار کړي . دغه کسان چې  پخپله متفکران اوغوره  ویناوال یا متکلمان وو،په علمی  دلیلونو په تکیې سره  ئې  دباطلو  عقایدو لرونکو  سره مناظرې کولې.  دغه روده ،  دپوښتنو  په ځواب وَینې او د شکونو په لیرې کولو کې ،  ډيره اغیزمنه او کارنده وه.پخپله امام بزرګوارهم دعلمی،فکري او فلسفي موضوعګانو په زمینو کې هم  د ملحدانو پشمول چې پر خداي باندې ئې اعتقاد نه درلود،له مختلفو خلکو سره  بحث او مناظرې  کولې .

                دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام په مشهورو شاګردانو کې  هشام بن حکم ، جابر بن حیّان او مُفضّل بن عمرو ته اشاره کولی شو . دخدای د وجود به اثبات کې د امام بزرګوار استدلالونه ، چې  د مُفضّل بن عمرو لپاره بیان شوي ،  په  :توحید مفضځّل :نومې  کتاب کې   غونډ شوي دي  .

           هشام بن حکم  د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  یو مشهور شاګرد او نزدې ملګری ؤ . هغه  دکلام پر علم ډيره زیاته سلطه درلوده .   دبیلابیلو عقایدو لرونکو   پيروکارو سره  دهغه مناظرې  ډيرې مشهورې دي .  جابر بن حیان  هم اصالتا  (په خراسان کې واقع )  د طوس  اوسیدونکی  دی . جابر  د اسلامی نړۍ یو نابغه  او  دخپل وخت  یو  عجیبه  کس دی . هغه  دکیمیا، طب، ریاضیاتو  او فلسفې پشمول  په بیلابیلو علومو اوفنونو کې  یو لړ تالیفات لري  او  پخپلو رسالو کې ئې   په هرځاي کې منلې ده ، چې  جعفر بن محمد (امام صادق علیه السلام ) ماته دغه شان علم رازده کړی دی .  هغه  په کیمیا علم کې ډير زیات  ایجادونه او ابداعات کړی دي . په همدې خاطر  ډيرو کیمیاپوهانو هغه د کیمیائي علم پلار بللی دی .   د رنسانس په دوران کې    په جرمني ژبه دجابر بن حیّان  کابو درې سوه رسالې ژباړل شوي او چاپ شوي دي.

     داهل تسنن   په څلورو کې دیوه مذهب  فقیه اوبنسټګر ابوحنیفه   هم تر یوې مودې پورې  د  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  شاګرد ؤ .دهغه  یوه خبره مشهوره ده چې وئيلي ئې دي ،ما له   جعفر بن محمد (امام صادق علیه السلام) څخه  لازیات متفکر کس نه دی لیدلی.هغه په فقهي مسئلو  او فتواګانو کې د خلکو په اختلافاتو تر ټولوښه خبر او تفکر لرونکی  کس دی :::: 

 د مالکی فرقې  یو مخکښ ،مالک بن انس،هم  دحضرت امام جعفر صادق  علیه السلام له محضره استفاده کړې ده . هغه وائي،په علم ، عبادت او پرهیزګارۍکې،له جعفر بن محمد (امام صادق علیه السلام )څخه لابرلاسه  کس نه چا لیدلی او نه هم له چا آوریدلی دی . 

               دوستانو حضرت امام جعفرصادق علیه السلام ، د نیکو صفتونو مظهر او بیلګه او د ښکلو اخلاقو سمبول ؤ،هغه  بزرګوار له خلکو سره  په صمیمانه او ورین تندی سره راشه دیرشه کول  او ډير نرم خوي  او باادبه  شخصیت ئې درلود. له اړمنو او ضرورتمندو سره  په  مرستې کې  پر ټولو مخکښ ؤ .  په بیان او  د کلام په نفوذ کې ئې ډ ير زیات قدرت درلود او ډير ښه وینا وال ؤ .  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  دپيروکارو په تیره بیا  دخپلو شاګردانو  لپاره  د اخلاقي تربیّت ځانګړی اهتمام  کاوۀ..  ابواسامه وائي : له حضرت امام صادق علیه السلام څخه مو آوریدلي دي چې فرمائي؛پرهیزګاري له لاسه ورنه کړئ، له ګاونډیانو سره پخپلې ژبې سره نه ،بلکې  په پرهیز ګارۍ سره ،په کوشش، رښتیا وئیلو، امانت ساتلو ،خوش اخلاقۍ ،او ښه چلند سره،خلک  دمونږ په لور  دعوت کړئ، او  دمونږ لپاره  د ننګ او پيغور نه بلکې د ویاړ او افتخار  لامل شئ .

             هماغه ډول چې ومو وئيل،د عباسیانو د دوهم حاکم  منصور په پړاؤ کې  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په ډيرو سختو  شرائطو کې ژوند کاوۀ.  په عین حال کې،امام بزرګوار  د  اموي او عباسی واکوالانو  له ظلم او کړاؤ څخه د خلکو په خبرولو او روښانه کونې کې هم غافل نه ؤ او په بیلابیلو فرصتونو کې ئې   دحکمرانانو له ظلم او کړاؤ سره  مخالفت ته مخه کوله . د امام بزرګوار د عمر وروستي کابو یولس کلونه د  دوهم عباسی واکمن منصور  له حکومت سره په یووخت وو.هغه د خلکو په نزد دامام بزرګوار له ډير محبوبیّت  او  دپراخ ټولنیز مرکز  څخه  ویره درلوده،نو ځکه ئې هڅه وکړه  په هره ممکنه بڼه چې وي،دخلکو او امام بزرګوار ترمینځ واټن رامینځة کړي .    هغه  په بیلابیلو رودو سره  امام جعفر صادق علیه السلام کړاوۀ او ورسره ئې  ظلم کاوۀ. بلاخره  کله ئې   له امام بزرګوارسره په  مقابلې کې ځان بې وسه ولید، نو  په یوې دسیسې سره ئې  امام بزرګوار ته زهر ورکړ او په مسموم کولو سره ئې  هغه بزرګوار شهید کړ . دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام په شهادت سره  بشریّت  د دغه بزرګوار امام  له لوي شخصیته  محروم شو.په  عین حال کې  د راتلونکو نسلونو لپاره  دهغه بزرګوار دپوهې او علم دخزانې یو ډير لوي ارزښتمند میراث پاتې دي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه