Oct 02, 2018 16:33 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو ښه ژوند درته غواړو ، داسلام وپيژنئ نومې لړۍ له ننني یو سل اته پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په ننني مطلب کې هم د حضرت امام رضا علیه السلام د ژوندځانګړنو ته بیل دی،داچې له مونږ سره ملۀیاست،ستاسو منندوي یو .

دوستانو په تیر پروګرام کې مو وئيلي چې په مرؤ کې د حضرت امام رضا علیه السلام  په شتون سره،له  غیرمسلمانانوسره داسلام  دمعرفۍ لپاره  د مسیحیّت ،یهودو او نورو دینونو له نامتو پوهانو او استازو سره ډيرې علمي  مناظرې او غونډې وشوې .که څه هم   له  دینونو سره  دخبرواترو  اصل  دپيغمبر اکرم له زمانې  پیل شوي،خو دخداي له رسول  وروسته ، نورو امامانو هم دغه لاره تعقیب کړه . البته  دحضرت امام رضاعلیه السلام  په وخت کې  د دینونو خبرې اترې او د مذهبونو دنزدې والي بحثونه اوج ته ورسیدل .په دغو خبرواترو کې  امام بزرګوار  د دینونو او مذهبونو له اربابانو سره  په بیلابیلو فکري   لارو چارو بحث او دنظر تبادله کوله .

                   دحضرت  امام رضا علیه السلام  په وخت کې  لږترلږه  دوه ډوله خبرې اترې دود وې ، یعني  د  یومذهب  داخلی خبرې اترې ، چې  هماغه  داسلامی مذهبونو  د نزدیوالي  بحث پکې شاملیږي  او  له مذهبه بهر خبرې اترې ، چې   نن سبا   په اصطلاح  ورته  د :دینونو خبرې اترې وئيل کیږي .   دنورو دینونو او مکتبونو له پيروکاروسره دحضرت امام رضاعلیه السلام دارتباط څرنګوالی ،ګواکې دغه حقیقت دی،چې هغه بزرګوار په هغه وخت کې له  دودو کلتورونو او فرهنګونو سره  په  ښّه ډول بلد دی . د دنیا د وخت  پر لغتونو او ژبو  د  امام بزرګوار بشپړ مسلط کیدا او  دنورو دینونو دمذهبونو په متنونو  پوهیدا د دغې مدعا  شاهده ده . .

تاریخ ته په کتنې سره،پوهیږو،چې دامام رضا علیه السلام زمانه،له مینځنیو پیړیو سره او د  لویدیځي  ټولنو له کلتوري  ګډوډیو او فکري ځوړتیا سره  برابره ده .هغه پړاؤ چې کلیسا پخپلې مستبدانه اوظالمانه حاکمیّت پر افکارو او نظریاتو  اعمال کاوۀ، خو  د حضرت امام رضا علیه  السلام  په فکري حیاّت او په هغه علمي  غورځنګ  کې چې  دهغه بزرګوار په وسیله  تاسیس شوی ،  ښئ،چې  اسلامي نړۍ په بشپړ ډول توپيري  وضعیّت  درلود.دنړۍ په دغې برخې کې  د افکارو  د مبادلو،مناظرو او بحثونو غونډې  پخپل اوج کې وې . په دغو غونډو کې  بیلابیلې لیدتوګې سره مخالفې او کله هم سره  په تضاد کې  وې،او امامانو یا نامتو عالمانو په ډاډ او اطمینان او په دلیل او برهان  سره،پر علمي موضوعګانو  بحثونه کول  او  نیمګړتیاؤ، شکونو  او پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکول . طبیعي  خبره ده  د نظرونو او فیصلو په دغې مخامخیدا کې خپله پخپله  لیدتوګه لازیاته رابرسیره کیدله .

                په دغو مناظرو کې د امام رضا علیه  السلام  آزادې  او خپلواکه   رودې   د اسلام د حیات بخښونکي کلتور په پراختیا او دودیدا کې ډيرې اغیزې درلودې .هغه بزرګوار په منطقي اوعقلاني رودو څخه په استفادې سره  د اسلام  د فکري بنسټونو دحقانیّت  اثباتولو ته مخه کوله .  پر دې سربیره ،ئې  اسلام ، د بیان او دفکر دآزادۍ  او  د لیدتوګې  د مبادلې مدافع  معرفي کاوۀ.

 بې شکه ، دنړۍ  له بیلابیلو مذهبونو اوفرقو سره  دحضرت امام رضا علیه السلام  مناظرې ،ډيرې په زړه پورې او درس  ورکونکي دي  . په دغو مناظرو کې،امام بزرګوار دخپلې بې انتهاپوهې په مرستې سره،دنورو دینونو عالمانو ته د حق لاره ورښودله .امام بزرګوار به فرمائيل؛که خلک دمونږ د کلام پر   ښکلا او  خوند پوه شي ،نو  حتما به  له  مونږه پيروي وکړي .::::

 د دغو پوهونکو اوعالمانه  خبرواترو په بهیر کې،متفکران،دامام رضا علیه السلام   د پیاوړي استدلالونو  په وړاندې  تسلیمیدل  او یو شمیر  متفکرانو هم اسلام مانۀ..

                 دحضرت امام رضا علیه السلام یوه روده دا وه چې   د نورو دینونو له متفکرانو سره  دمناظرې په وخت  ئې،د هغوی د منلووړ مشترکات او یا متنونو باندې استناد کاوۀ .لکه څنګه چې هغه بزرګوار له  یهودیانو سره په مناظرې کې د تورات حقایق او دمسیحیانو په مقابل کې د  انجیل    له مطلبونو استناد کاوۀ .امام  بزرګوار   د بیلابیلو مکتبونو  دپيروانو په وړاندې د هغوی پخپله ژبه  استدلال  کاوۀ او  د هر یوه مکتب پر باؤرونو ئې  کرکتنې  او ارزونې کولې .

  کله چې مامون  خلیفه ،د مسیحیانو له یوه مشر جاثلیق څخه  وغوښتل،له امام سره مناظره وکړي ،نو هغه ووئيل ،له هغه چا سره څرنګه بحث او خبرې وکړم چې،په یوۀ داسې کتاب استدلال کوي،چې  زه ئې نه منم  او  دهغه پیغمبر پر خبرو او غوښتنو بحث کوي  چې  زه پرې ایمان نه لرم ؟ همدلته  حضرت امام رضا علیه السلام خبرې پیل کړې او وې فرمائيل ؛. ائ مسحیي مشره ! که  له انجیله درته دلیل  راوړم ، نو  وبه ئې منې ؟.....جاثلیق  ووئيل ،هو!  اقرار کوم،  که څه هم  د ما  په تاوان وي .

  په همدې اساس  حضرت امام رضا علیه السلام   له هغه مسیحي عالم سره  د د هغه لپاره د منلو وړ  مشترکاتو په اساس   مناظره وکړه . امام بزرګوار  د خبرو په ترڅ کې ،د انجیل  ځيني برخې تلاؤت کړې ،کله چې د  اسلام دپيغمبر  نامې ته ورسی،نو  تلاؤت ئې کړ،نو دلته جاثلیق   په ډير تعجب سره  ولیدل چې   امام بزرګوار  د انجیل  په محتوا او متن  ډير زیات  پوهیږي .

 البته له جاثلیق سره دامام رضا  بحث  په نهایت کې داسې پر مخ لاړ،چې  مسیحي عالم  په کلي توګه حک بک پاتې شو او  دهغه د تښتې لپاره  هیڅ لاره پاتې نه شوه .هغه ددغې مناظرې په پاي کې ووئيل ؛په عیسی مسیح مو قسم! چې  ګمان مو نه کاوۀ په مسلمانانو کې  هم دتا  په څير څو ک وي .

                 حضرت امام رضاعلیه السلام له یوه ستر یهودي عالم  راءس الجالوت سره  هم مناظره درلوده. امام بزرګوار دحضرت  موسی علیه السلام دنبوت د دلیل په باب  له هغه  پوښتنه وکړه،هغه یهودي کس هم په ځواب کې ووئيل؛  هغه ډير زیات مهم کارونه کړي  چې  له هغه مخکې پیغمبرانو نه وي ترسره کړي .امام بزرګوار ووئيل ؛مثلاڅه ئې کړي دي ؟،هغه  یهودي کس ووئيل، مثلا د  سمندرڅیرل،دخپلې عصایا کوتک  په مار  بدلول، یدبیضاء او هم  هغه آیتونه او نښې نښانې ،چې  نور  د هغه شان کارونو قدرت نه لري . 

 ا مام بزرګوار وفرمائيل ؛  رښتیا وائې ، دا د هغه پر نبوت ډير ښه دلیل دی . بر دې اساس  هغه کس چې  دنبوّت ادعا  کوي ،وروسته داسې کار وکړي ،چې  نور ئې  د کولو وړتیا ونه لرل شی،نو آیا پرتاسو ئې تصدیق کول واجب نه دی؟ .  یهودی عالم  په ځواب کې ووئيل،نه !!، ځکه  موسی  ( دخدای په نزد  دهغه د نزدیکیدا او مقام په خاطر) ساری نه درلود او هرڅوک چې د  نبوّت ادعا وکړي ،پر مونږ واجب نه ده چې  په هغه ایمان راوړوو، مګر دا چې ،  د موسی  د معجزو په څير  معجزې  وکړائ شي .نو له دې وروسته امام بزرګوار وفرمائيل ؛  نو بیا  له موسی مخکې په راغلو پیغمبرانو څرنګه  ایمان لرئ ،  په  داسې حال کې چې  هغوی  یوه هم دموسی  دمعجزو په څیر  هیڅۀ  نه درلودل.  دلته  وه چې  راءس الجالوت  دخپلو خبرو بدلولو ته مجبوره شو او وې وئيل،  هرکله چې د خپل نبوّت داثبات لپاره دموسی په څيرمعجزې وکړي، چې خلک ئې نه شي کولی،نو باید ومنل شی .که څه هم دموسی دمعجزو په څير نه وي .

=     امام رضاعلیه السلام  وفرمائيل ؛  نو بیا ولې   دعیسی  بن مریم  په نبوّت  ایمان نه راوړئ؟سره له دې چې  هغه مردګان  او مړي ژوندي کول،نابینا کسان او  داسې ناروغانو ته ئې  چې  درملنه ئې نه کیده  ، شفا ورکوله ،  له خټو به ئې مرغۍ  جوړوله  ا و  په هغې کې  به ئې روح پوو کاوۀ او دخداي په  اذن سره  به په ژوندۍ مرغۍ بدلیده :::راءس الجالوت  ووئيل ،وئيل کیږي،چې   هغه دغه شان کارونه کړي دي،خو  مونږ هیڅکله هم نه دي لیدلی .

 امام بزرګوار وفرمائيل؛آیاتاسو د موسی معجزې پخپلو سترګو لیدلی دي، ؟ آیا  د دغو معجزو اطلاعات  یا خبر تاسو ته د ډاډ وړ  او باوري کسانو له خوا نه دي رسیدلي؟،هغه ووئيل ،هو! همداسې ده .امام بزرګوار  وفرمائيل ،  ډيره ښه ده،نو بیا که   همدغه دوامدار باؤ ري  خبرونه  درته  دعیسی  دمعجزو    خبر درکړی،نو بیا  مو ولې موسی تصدیق کړی  او په هغه مو ایمان راوړی ، ؟ ولې  مو په عیسی  ایمان   نه دی راوړی ؟  نو  له یهودی عالم سره د هغه هیڅ ځواب نه ؤ او چُپه خولۀ پاتې شو .

              وروسته بیا امام بزرګوار وفرمائيل؛همداشان ده،د حضرت محمد (ص) د نبوت او د هر یوه بل پيغمبر دنبوّت موضوع چې دخداي پاک له خوامبعوث شوي دي .د مونږ د پیغمبر اکرم له معجزاتو  دا ده  چې  هغه  یتیم ، فقیر او درس لوستی (باسواد) نه  ؤ،په دغو صفتونو سره ئې قرآن راوړ چې په  هغه کې د مخکینیو نبیانو کیسې  او  دهغوی تاریخي پيښې  په دقت سره بیان شوي دی او د تیرو وختونو او  تر قیامت پورې    خبرونه  پکې  بیان شوي دي . هغه ډيرې معجزې ا و  آیتونه  وړاندې کړي دي .

 دلته   راءس الجالوت دامام بزرګوار خبرو ته په ځواب کې پاتې راغی او مجبوره شو،دامام بزرګوار استدلالونه ومني او تسلیم شي .هغه  امام رضا ته په خطاب کې ووئيل ، په خداي مو قسم ! ائ دمحمد بچیهّ! که  هغه ریاست  او مشري مو،چې  پر ټولو  یهودیانو باندې ئې لرم ، دلارې خنډ نه وائ ، د تا د حکم پیروي مو کوله ،په هغه خداي  چې پر موسی ئې تورات  او پر داؤد ئې زبور  نازل کړي ،هیڅوک مو ونه لیدل چې  له تا ښه  د انجیل  او تورات تلاؤت  وکړئ شي، او  له تاسو لا ښه او خوندور  تفسیر وکړي .:::

               په دغو مناظرو پسې د حضرت امام رضا علیه السلام علمي عظمت  او معنوی مقام ،  دخدای درسول دغه  لمسی  لا زیات راښکاره  شو او  ددغه پاک امام علمي شهرت  په درستې اسلامی نړۍ کې خور شو.د امام بزرګوار محبوبیّت  ورځ تر بلې  لازیات شو او خلکو په تیره بیا متفکرانو اوپوهانو   د اسلامی نړۍ له  ګوټ ګوټه  دهغه  وآخوا ته مخه کوله .په داسې حال کې چې   د امام رضا او د دینونو دمتفکرانو  ترمینځ  دعلمي مناظرو له جوړولو د  مامون اصلی موخه،د امام رضا د علمي مقام کمزوري کولو او تر اغیز لاندې راوستل وو. له بل پلوه،په مرؤ کې د امام رضا علیه السلام  دشتون نتیجې ، په خراسان کې د تشیّع د ودې او پراختیا  زمینه برابرول وو.  په خراسان کې د امام رضا په شتون سره ،له اهل بیت علیهم السلام د خلکو مینه اوعشق  نوره هم زیات شو. اصولا په ایران کې دحضرت امام رضا علیه السلام شتون ،په خراسان او ایران کې د تشیّع پر ودې ډيرې اغیزې وشیندلې او  د ایران او تشیّع  پر تاریخ او کلتور  ئې تل پاتې  اغیزې وشیندې .

    له امام رضا علیه السلام سره  د خلکو د  مینې  او اقبال زیاتیدا او  دتشیّع  چټک پرمختګ  او حتی له هغه بزرګوار سره  د ځينو حکومتي چارواکو بغض   لامل شو،چې  مامون احساس  کړي، هغه  دې نتیجې ته ورسیږي  چې  مرؤ ته د حضرت امام رضا علیه السلام  په وربللو سره،دخپلې خوښې موخو ته ونه رسید، بلکې  اپوټه نتیجه ئې هم درلوده او که  وضعیّت همدغه شان دوام کړی وائ ،نو د هغه دحکومت  بنیادونه به لړزیدلي وائ .

               داموضوع  لامل شوې  چې له امام سره د مامون د ښمني او دغضب لمبې نوره هم زیاتې شي،هغه پر هغه  بزرګوار څارونکي جاسوسان  ورزیات کړل  څو داسې نه چې دهغه د حکومت په ضد کوم اقدام وکړي .مامون چې دخپل  موقعیّت  د ساتلو لپاره ئې  د  انسانانو له وژلو  هیڅ ویره نه درلوده،د اسلام د ګران پیغمبر  د پاک لمسي دشهیدولو ئې  هم غوره وبلل . په دې توګه،علی ابن موسی الرضا علیه السلام د خپل نیکۀ او پلاربزرګوار په شان د حق په لاره کې  او له ستم سره  دمبارزې په دوام کې شهید شو،خو د عباسی مامون دجابر او مستبدحکومت ترظلم او کړاؤ پيټی  ئې یو نه وړ.

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه