Oct 16, 2018 16:15 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په د غو شیبوکې اسلام وپيژنئ نومې د لړۍ له ننني یوسل درې شپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې يوو،د دغه مطلب په دوام کې د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام دامامت د دوام ارزونې ته هماغه راز دوام ورکوو،هیله ده تر پاي راسره ملګرتیاوکړئ .

دوستانو هماغه ډول چې په تیرپروګرام کې مو وئيلي،د حضرت امام حسن عسکري علیه  السلام  د امامت پړاؤ دعباسي واکوالانو یو تر ټولو ناکراره او بې ثباته  پړاؤ شمیرل کید.دخلیفه ګانو او واکوالانو نالایقتوب،دحکومتی مسئولانو ترمینځ  دقدرت جنګ،دخلکوخپګانونه  او پرله پسې پاڅونونه،  په  هغه دوران کې د  ټولنیزو اوسیاسی ګډوډیو  عوامل ؤ .

                عباسی حکمرانان  له هرڅه زیات دحضرت امام حسن عسکري علیه  السلام  د بچي  په زیږون اندیښمن  وو.نوي روایتونو ته په پام سره،پوهیدل چې له امام حسن عسکري علیه السلام څخه به یو زوی  وزیږیږي  او هماغه   قائم آل محمد عجل ا... تعالی فرجه شریف دی .دا خبر هر چرته خور شوی ؤ چې  هغه کس چې پخپل نړیوال غورځنګ سره  له نړۍ  د ظلم،کړاؤ او استبداد ټغر ټولوي،د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زوی دی.عباسیانو دغه حدیث آوریدلی ؤ چې  دپیغمبراکرم جانشینان دولس کسان او هغه ټول له قریشو دي،داسې حدیث چې داهل تسنن په سرچینوکې پرله پسې اوډير زیات راغلی دی .

 د نښو نښانو په اساس،عباسی واکوالانو احساس کاوۀ چې د مهدي(ع) د ظهور  په باب اټکلونه ،ممکنه  ده،ډير زر پوره شي . دغې موضوع ، دهغوي ډیرې زیاتې اندیښنې راپارولي وې .نو ځکه ئې  پر حضرت امام حسن عسکري  علیه السلام او د هغه پر پیروکارو دباؤنه لازیات کړي وو .دوي  په همدې خاطر  له کلونو مخکې راهسې  په یوه وارمخکې اقدام کې حضرت امام هادي  علیه السلام له خپل زوي  حضرت امام حسن عسکري علیه السلام سره یو ځای  له مدینې سامرا  ته  وربللی وو.دوي په دوامدار ډول دحضرت امام حسن عسکري  علیه السلام  تګ راتګ څارۀ او په  ډير وسواس او دقت سره ئې  د هغه بزرګوار د  کور  په باب ترلاسه شوي   راپورونه ارزول،څو هغه ماشوم چې  ټاکل شوې  وزیږیږي ،وپيژندل شی  او د هغه په باب لازمه فیصله وکړي .په عین حال کې،د عباسیانوله  ډيرو پراخو هلوځلو سره سره،دخداوندمتعال اراده  په دې وه چې دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام مبارک بچی پر پنځون سترګې رڼې کړي .

           حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  د  حضرت امام مهدي (ع) زوکړه  پټه ساتله . بې شکه،که  دښمنان،دحضرت مهدي له زوکړې  خبرشوي وائ،نو  ممکنه وه،دهغه د وژلواو نابودۍ فیصله ئې کړي وائ.په همدې اساس حضرت امام حسن عسکري داموضوع په بشپړډول پټه ساتله.نو د خداوندمتعال  په ارادې سره،دامام بزرګوار د ماندینې امیندواري  د حضرت موسی د مور د امیندوارۍ په څير پټه پاتې شوه او د نوزیږي تر زیږون پورې،هیڅوک ظاهري نښونښانوته متوجه نه کیدل . په عین حال کې،حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  خپل خاص  او ډاډمن کسان  د  حضرت مهدي له زیږونه خبرکړل  اوخپل بچی ئې په هغوکې ځينو ته ورښکاره هم کړ،څو دهغه له شهادته وروسته  خلک،دخپلې زمانې  دامام په  په پيژندګلوۍ کې سربداله او حیران نشي .په همدې وجه وه چې د حضرت امام حسن عسکري  له شهادته وروسته دهغه بزرګوار ملګرو او اصحابو سره یو نظر درلود،چې   هغه بزرګور خپل  زوی   دجانشین  په توګه   ټاکلی چې  ورپسې امام دی .

                دحضرت امام حسن عسکری علیه السلام  له حساب شوو اقداماتو څخه،  د هغه  بزرګوار د زوي حضرت  مهدی علیه السلام  دغیّبت  دپړاؤ لپاره  دخلکو د ذهنونو تیارول وو .ځکه  د امام الزمان علیه السلام غیّبت یوه غیرعادي چاره وه  چې له مخکې  ئې  تیاري  ته اړتیا درلوده .ترهغه وخته پورې د اهل بیت  علیهم السلام د مکتب  پيروان او دوستان،په حضوري ډول  د امامانو وآخوا ته ورتلل اوخپلې ټولنیزې اوشخصي ستونزې اومشکلات ئې هغوی بزرګوارانو ته  وړاندې کول . امامانو علیهم السلام  هم  دهغوي  فکري ،روحي او  مادي  اړتیاوې  پوره کولې او دهغوي پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکول.د ددغه ډول اړیکو له امله،خلک دپيغمبراکرم(ص)له اهلبیتو او امامانوسره په مستقیم ارتباط عادت شوي وو.خو اوس شرائط داسې پر مخ روان وو،چې  خلک له زنده او حاضر امام سره  نیغ په نیغه ارتباط  او د هغه حضور ته  لاس رسی نشي درلودلی .حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  باید ټولنه  د غیّبت  دپړاؤ  د شرائطو او حالاتو لپاره ت تیاره ولئ .داسې غیّبت چې  په ظاهره له امام څخه د خلکوجدائي او له امام سره د هغوي  د ارتباط غوڅيدا پکې شامله وه . 

 په همدې خاطر،امام بزرګوار داسې ملګري وروزل،چې  دغیّبت  له دوران سره  اړونده مسئولیّتونه په غاړه واخلي .که څه هم د مخکینیو امامانو له وخت څخه ددغې چارې لپاره یو لړ تمهیدات په نظر کې نیول شوي  وو ،او شیعیان، تر یوه حده  د غیّبت  د  دوران لپاره  تیارشوي وو . . 

            بل ټکی دا چې  له خلکو سره د  امام حسن عسکري علیه السلام  لازیات ارتباط،دلیکونو له لارې او دمکتوب په شکل کې ترسره کید.هغه ا مام بزرګوارپه بیلابیلوسیموکې دشیعیانو دساتلولپاره پیاوړي ارتباطي چینلونه  جوړ کړل . دشیعیانو د غونډیدو مرکزونو ،پراخوالي او خوریدا،د یوه منظم ارتباطي پلۀ جوړلو ته اړتیا درلوده . څو  له امام سره دشیعیانو  پيوند او هم  له یوه بل سره دهغوي ارتباط  ټینګ کړائ شي او له دې لارې،دوي  له دیني،رهبرۍ،سیاسی نظره،منظم کړي.کوفه،مدایّن،یمن،بغداد،ری، آذربایجان ، نیشابور ،قم ، سامرا،ګرګان او بصره ښارونه د امام بزرګوار د پيروکارو او پلویانو مهم مرکزونه شمیرل کیدل .

  په همدې خاطر ،  حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  په بیلابیلو ټاټوبو کې له پيژندل شوو او  مشخصو کسانو څخه  یوشمیر نمایندګان  غوره کړل  او له دې لارې  ئې له خپلو پیروکارو سره دوامدار ارتباط ټينګ کړ .دغه ډله  ډير  غوره او متفکرکسان وو،چې داهل بیت علیهم السالم فکری اوعقیدتي  استازي شمیرل کیدل او دبیلابیلو ښارونوخلکو ورسره لیده کاته کول . مثلا، په قم کې احمدبن اسحاق قمي  اوپه نیشاپور کې  ابراهیم بن عبده  نیشابوري، او په اهواز کې  ابراهیم بن مهزیار  د امام وکیلان وو . یو پيژندل شوی شیعه او غوره  شخصیت  عثمان بن سعید،د امام بزرګوار لوړپوړی وکیل ؤ  او  درستې شتمنۍ او مالونه  دهغه لاس ته رسیدل .

*******************

              دوستانو لکه څنګه چې  د عباسي واکوالانو  هڅه دا وه،د اهل بیت  علیهم السلام دمکتب  مینه وال  په لازیاتې تنګڅې کې راولي،ورځ تربلې د هغوي لپاره شرائط لازیات سختیدل،په دې ډول چې د وکیلانو اوسفیرانو او استازو  له وسیلې پرته  ئې له امامانو سره  سره ارتباط نه شو ټینګولی .. په دې توګه ،شیعیان هرڅومره  د غیّبت دوران ته نزدې کیدل،له ا مام سره ئې  نیغ په نیغه ارتباط هم لازیات محدودید.په عین حال کې، د دغو محدودیتونونتیجه ، په اسلامی امت کې د وکالت دنظام  پیاوړتیا وه. 

 د وکالت اداره،له لیرې او نزدې مرکزونو ته دامام  بزرګوار د ارزښتمنو لارښونو او پیغامونو دمنتقلولو لپاره  یوه مناسبه وسیله وه .حضرت امام حسن عسکري علیه السلام په یوشمیر فقهي او د روایتي اصولو په ځینو کتابونو  چې   د هغه په وخت او یا له هغه بزرګواره په مخکې  وختونو کې غونډ شوي وو، دتائيد ټپه ووهله او  ددغو کتابونو  د لیکوالانو او غونډوُنکو ئې قدرونه اوستاینه وکړه .دامام بزرګوار پرورګرام دا ؤ چې د غیبت د زمانې لپاره د ټولنې د ظرفیّتونو او وړتیاؤ د زیاتولو لپاره  زمینه برابره کړي . هغه بزرګوار په بیلابیلو رودو سره خلک هڅول چې دغیّبت په پړاؤکې هغو متفکرانو،فقیهانو او د حدیثونو راویانو ته چې د امامانو په مکتب کې تربیّت شوي وو،رجوع وکړي او خپل دیني تعلیمات ورځيني زده کړي . دغه مشهور حدیث چې  له امام حسن عسکري علیه السلام څخه نقل شوی ،پر دغو خبرو یو شاهد دی .امام بزګوارفرمائيلي؛نو هر هغه   فقیه  چې پر نفس کنټرول لري او دغه راز زغم لرونکی وي،د خپل دین ساتونکی وی،له  خپلونفساني خواهشاتو سره مخالفت کوي  او  دخپل مولا د فرمان مطیع وي،پر خلکو ده چې له  هغه تقلید  او پيروي وکړي .

        دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام  یوه ځانګړنه  د ظالمو اوځان منامه واکوالانوپه مقابل کې دهغه بزرګوار نه تسلیمیدا،او  د سوچه  اسلامی  معارفو او لیدتوګو  په دفاع کې د امام بزرګوار  کلکه اراده  وه . عباسی معتمد  په ټولنې کې د امام حسن عسکري علیه السلام په معنوي او علمي نفوذ پوهید. هغه  لیدل چې  دخلکو بیلابیلې پرګنې،پر نورو  د پیغمبر یادګار  او  ګران لمسی برلاسه ګڼي .هغه احساس کړه چې  د هغه بزرګوار  د فعالیتونو دوام به د هغه د ظالمانه حکومت د ستنو د کمزورتیاسبب شي .له دې امله ئې  فیصله وکړه،چې د امام حسن عسکري علیه السلام نازنین وجود، له لارې وغړوي.هغه  د خپل یوه تالی څټي او نفوذي په وسیله  په یوې دسیسې کې هغه بزرګوار مسموم کړ. امام بزرګوار  د ډیر  مسمومیّت  له امله تر څو ورځو پورې پر بسترې پروت ؤ .په دغو شپو ورځوکې،معتمد په دوامدارډول د امام  وآخوا ته  درباري طبیبان لیږل.بلاخره  حضرت امام حسن عسکري علیه السلام  له څو ورځو ناروغۍوروسته،د ۲۶۰قمری کال د ربیع الاول په اتمه نیټه ، شهید شو .

           که څه هم عباسي خلیفه  او د هغه مسئولانو ډيره هڅه وکړه،څو د هغه بزرګوار شهادت طبیعي  او د ناروغۍ له امله وبریښوي،خو دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت خبر ډير زر په سامراښارکې خور شو.د سامرا فضا له ساډوبۍډکه شوه  او ښار په ویر او غم کې ډوب شو.حضرت مهدي علیه السلام  چې په هغه وخت کې  ماشوم ؤ،دخپل پلار حضرت امام حسن عسکري دپاک مړي جنازې لمونځ پخپله اداکړ .

 کله چې د امامت او هدایت دغه ځلانده لمر له نړۍ سترګې پټې کړې،نو  له اته ویشتو کلونو زیات عمر ئې نه درلود.له  هغه بزرګواره  په یادګار یو داسې بچی پاتې دی،چې پر مځکې  د الهي حجت یوه برخه او د عالم ژغورنکی دی . داسې  شخصیت چې یوه ورځ به ظهور وکړي او نړۍبه  له عدل اوانصافه ډکه کړي .

 دوستانو  د خداي په مرستې سره به  په ورپسې  پروګرام کې  د  امام الزمان (عج) د ژوند او د هغه بزرګوار  دغیّبت   په باب درسره وغږیږو نو تر هغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ..... ا....مو مل او ملګری ....

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه