Nov 05, 2018 07:47 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۰

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د صفرې له شپږویشتمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له پنځمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

=            ۴۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال دلړم د میاشتې په  څوارلسمه نیټه، دباچا رژیم  پر ضد دایران دمسلمان ولس  د مبارزو له امله  دشریف امامي حکومت استعفی ته مجبور شو . د استعمار یوه پيئلې مهره شریف امامي    دایران داسلامي انقلاب  په اوج کښې  دباچا رژیم  صدراعظمۍ ته ورسید او هڅه یې کوله   په غولونکو او بې اساسه ژمنو سره  داسلامي انقلاب لاره وغړوي . له شریف امامي وروسته  جنرال ازهاري پوځي حکومت جوړ کړ  . خو د اسلامی انقلاب ارواښاد  لارښود حضرت امام خمیني  په هوښیارۍ اوځيرکتیا سره دپهلوي رژیم ددغه چلول  په غبرګون کښې اعلان وکړ  چې هغه لومړی وزیر ان  چې  بدلیږي ، دباچا رژیم او نړیوال استکبار پيّلي اوتالی څټي دي  او له خلکوئې وغوښتل چې د باچا رژیم ترنسکوریدا پورې  هماغه راز خپل غورځنګ ته دوام ورکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۱ کاله وړاندې د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د تهران د کتاب د وړومبني نړیوال نندارتون پرانسته وشوه. د تهران د کتاب په وړومبني نړیوال نندارتون کښې د ۳۲ مختلفو هیوادونو ۱۹۶ بهرنیو موسسو او بهرنیو ناشرانو ګډون درلود او کابو شپاړس زره عنوان کتابونه پکښې وړاندې شول. همداشان له اتو زرو عنوانونو زیات کتابونه په ۲۱۵ کورنیو ناشرانو پورې اړوند وو چې د دغه نندارتون د پنځو لکو کتونکو نندارې ته وړاندې شول. د تهران د کتاب نړیوال نندارتون له دغه  وروسته هر کال ترسره کیږي او ۲۸ دوره یې د روان ۱۳۹۴ لمریز کال په غويي میاشت کښې په تهران کښې ترسره شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۸ کاله مخکښې د دیارلس سوه نهه شپیتم لمریز کال دلړم دمیاشتې په  څوارلسمه نیټه، په جاپان کښې یو ایرانی څیړاند ډاکټر فرامرز آشوري  په ځينو طبیعي موادو کښې د وړانګوضد خاصیّت  په کشفولو بریالئ شو. ډاکټر آشوري  په پیټروکیمیکل او درمل جوړونې څانګو کښې  په پي ایچ ډي  ډګرۍ کولو سره په دې زمینې کښې له دوامدارو څوارلسو کلونو  څیړنو وروسته دنوي درمل په کشفونې بریالئ شو .  دغه درمل  دعمومی ضایعاتو ،د رګونو د ضایعاتو ،دسږي دمسمومیّت  او دشکرې دناروغۍ او همداراز دسترګو  سره داړونده ضایعاتو پشمول  دیون جوړونکو  وړانګو   له امله  د ضایعاتو دمخنیوي او درملنې لپاره ترې استفاده کیږي او دانسان بدن پیاوړی کوي .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه پنځه کاله مخکښې د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په څوارلسمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د غورځنګ د مبارزانو له وړومبي نسل څخه حبیب ا... عسکر اولادي وفات شو. د حسین زوی حبیب ا... عسکر اولادي مسلمان په ۱۳۱۱ لمریز کال کښې د تهران ولایت په دماوند ښار کښې زیږیدلی و. په دیارلس کلنۍ کښې یې د آیت ا... کاشاني په مشرۍ سیاسي فعالیتونو ته جلب شو او په کال ۱۳۲۷ کښې په هغه لاریون کښې ونیوی شو چې د آیت ا... کاشاني په بلنه د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې جوړ شوی و.

په ۱۳۲۷ کال کښې له زندانه له آزادۍ واخلې د ۱۳۳۲ کال د زمري تر اتویشتمې نیټې پورې له روحانیت سره په غږمله بهیرونو کښې فعال و. هغه چې د فدائیان اسلامي غورځنګ له فعالیتونو سره هم بلد و، په ۱۳۳۳ کال کښې یې په امین الدوله جومات کښې له اشنا شویو یوه ډله ملګرو سره یوځاې پریکړه وکړه چې یو مذهبي پلاوی جوړ کړي او فرهنګي فعالیتونه وکړي او په دې موخه یې د (مؤید) په نوم یو پلاوی جوړ کړ او په امین الدوله جومات کښې یې کار پیل کړ.

د امام خمیني(رح) په مشرۍ د اسلامي غورځنګ په پيلیدو سره عسګر اولادي له دوي سره اشنا شو او قم ته یې تګ راتګ پیل کړ او د امام لخوا د تهران په بازار کښې د شرعي پیسو په راغونډولو مامور شو. په کال ۱۳۴۳ کښې چې مؤتلفه پلاوي د حسنعلي منصور د وژلو اقدام وکړ، عسکر اولادي هم د مؤتلفه د پوځي څانګې په ملتیا د وسلې ساتلو په جرم ونیوی شو او په عمر قید محکوم شو خو په کال ۱۳۵۶ کښې وبخښل شو او له جیله آزاد شو. هغه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته اسلامي شورا ته لاره وموندله او د امام خمیني په نامه د مرستندویه کمیټې په جوړیدو سره په دغه ارګان کښې د امام د استازي په توګه مسئولیت په غاړه واخیسته.

په ۱۳۶۹ کال کښې د جمعیت مؤتلفه اسلامي له جوړیدو وروسته عسکر اولادي د هغه د عمومي منشي په توګه غوره شو. هغه له انقلاب وروسته د نظام په مصلحت پیژندنې ټولنې کښې د غړیتوب، په کمیته امدادِ امام خمیني کښې د ولي فقیه د استازي، د ایران او چین د سوداګري خونې د مشر، د رجايي، باهنر، مهدوي کني او موسوي په شان ولسمشرانو د کابینو د تجارت او سوداګرۍ د وزیر او د اوقافو وزارت د مشرۍ په شان پوسټونو باندې پاتې شو.

حبیب ا... عسکري د ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم د میاشتې په څوالسمه نیټه د ۸۱ کالو په عمر کښې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه