Nov 06, 2018 09:50 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۱

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې پنځلسمه د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د صفرې اوویشتمه او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر د میاشتې شپږمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۸۶ کاله مخکښې د شپاړس سوه دوه دیرشم میلادي کال د نومبر په شپږمه نیټه، په لوي آډولف مشهور دسویډن باچا دوهم ګوسټاؤ ووژل شو. هغه په پینځلس سوه څلور نوېم میلادي کال کښې زیږیدلی ؤ او په اولس کلنۍ کښې باچا شو. د دوهم ګوسټاؤ اصلي شهرت  له شپاړس سوه اتلسم میلادي کاله تر شپاړس سوه اته څلویښتم کاله پورې په کلونوکښې دپروټيسټانو اوکاتولیکانو ترمینځ په دیرش کلنو مذهبي نښتو کښې د هغه د بریاوو په خاطر ؤ . هغه دفرانسې په ملاتړسره دجرمني دپروټيسټانو په ګټه د روم له سپيڅلي امپراتوري او دهغې دمتحدانو سره جنګ ته ودنګل. ګوسټاؤ چې پخپله یې دسویډن دپوځ مشري په غاړه درلوده ، په دوو جنګونو کښې بریالی شو او په دریم جنګ کښې هم دپرمختګ په حال کښې ؤ چې دیوه میرمي د لګیدو  له امله ووژل شو . سره له دې دسویډن پوځ په دغه جنګ کښې هم بریالی شو

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۰۵ کاله مخکښې د اتلس سوه دیارلسم میلادي کال دنومبر په شپږمه نیټه، دجنوبی امریکا دملتونو آزادي غواړي اتل سیمون بولیوار یا (سایمن بولیور) د اسپانیا له سلطې دخپل هیواد ونزویلا دآزادولو لپاره لومړنی جنګ په بریالیتوب سره پاي ته ورساوه . په دغه جنګ کښې د سیمون بولیوار شپږنیم زره کسیز لښکر داسپانیا پر دیارلس زره کسیز لښکر بریالی شو. هغه بالاخره ونزویلا داسپانیاوالو له سلطې آزاده کړه او ورپسې یې پخپل لښکر سره له اسپانیایي استعماره دڅو نورو جنوبی امریکایي هیوادونو دآزادولو لپاره ددغو هیوادونو په آزادي غواړو مبارزو کښې هم ګډون وکړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۵۸ کاله وړاندې د اتلس سوه شپیتم میلادي کال د نومبر په شپږمه نیټه، په امریکا کښې دمریتوب یو مخالف آبراهم لینکلن ولسمشرۍ ته ورسید. دهغه د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې  په امریکا کښې د ویشل کیدا جنګونه پیل شول چې دمریتوب دپلویانو دماتې لامل شول . لینکلن ولسمشرۍ ته له رسیدو مخکښې په رسمي توګه له مریتوب سره مبارزه پیل کړې وه . هغه په اتلس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې په امریکا کښې دمریتوب د نظام دلغوه کونې د یوه مخالف په لاس ووژل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۵ کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځلسم قمری کال د صفرې د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، اصولی فقیه ابوالمعالی کلباسی اصفهانی وفات شو. محمد بن حاج محمد ابراهیم کلباسی د څوارلسمې قمری پیړۍ د لومړیو له سترو امامی عالمانو څخه دی. هغه د علم له نظره لوړې مرتبې درلودلې او د ډیرو تالیفاتو لرونکی دی. د هغه په اثارو کښې د (شرح کفایه سبزواری)، (شرح خطبه الدمشقیه و الجبر) او (التفویض) کتابونو ته اشاره کولی شو. هغه همداراز د سترو محدثانو او نورو پرګنو په هکله یو مستقل کتاب تالیف کړې دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال دلړم دمیاشتې په پینځلسمه نیټه، دایران د ریډیو او ټيلیوژن ادارې کارکونکو د باچا رژيم په اعتراض کښې خپل کاربندیز پیل کړ. په ریډیو او ټيلیوژني ادارې کښې کاربندیز د باچا رژیم دنسکوریدا دبهیر دچټک کولو لپاره پر هغه د دباؤ زیاتول وو . په همدې ورځ دباچا رژیم مامورانو په مطبوعاتي موسسو حمله وکړه او یوشمیر خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي یې ونیول چې په نتیجه کښې یې زیاتې خپریدونکي ورځپاڼې هم بندې شوې

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۶ کاله مخکښې د دیارلس سوه یو اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په پینځلسمه نیټه، یو هڅاندې او فاضل فقیه او عالم آیت ا... شیخ مهدي نوغاني وفات شو. هغه په دیارلس سوه پینځم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په سپیڅلي ښار کښې و زیږید او له لومړیو زده کړو وروسته یې د دیني علومو زده کړې پیل کړې. آیت ا... نوغاني وکړی شول د قدرمنو او نامتو عالمانو له محضره استفاده وکړي او پخپله یې هم له جدیت سره تدریس او دیني معارفو تبلیغ ته مخه کړه. د امام خمیني (رح) په مشری د ایران د خلکو اسلامي غورځنګ په پیل پسې هغه هم د باچا استبدادي نظام په ضد د ماهیت ایشوا کولو ته مخه کړه او د ایران په شمال ختیځ په خراسان کښې د انقلاب له مشرانو څخه ؤ. آیت ا... نوغاني د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته همهغه راز د خلکو وعظ او دین تبلیغ ته دوام ورکړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

ټیګونه