Nov 08, 2018 04:56 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۲

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د عقرب یا لړم د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د صفرې له اتویشتمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له اوومې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۲۹ کاله مخکښې د یوولسم هجري سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په ۲۸ نیټه د اسلام ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په ۶۳ کلنۍ کښې له دنیا سترګې پټې کړې. هغه بزرګوار له هجرته ۵۲ کاله مخکښې په مکه مکرمه کښې دنیا ته تشریف راوړی و.

حضرت محمد مصطفی(ص) د ځوانۍ له وختو نه د خپل صداقت او سموالي په وجه د مکې د هغې ورځې په ټولنه کښې یو خاص محبوبیت درلود او له دې لحاظه ورته د امین لقب ورکړی شوی و. هغه حضرت په ۴۰ کلنۍ کښې د خدای تعالی جل جلاله په امر د نبوت په مقام وګمارل شو څو خلک د واحد او یکتا خدای، عدالت او ورورولۍ په لور وروبولي او چټي قامي، نسلي او طبقاتي امتیازات لغوه کړي. حضرت محمد مصطفی(ص) د اسلام مبین دین د یو هراړخیز، بشپړ او تل پاتي دین په چوکاټ کښې نړیوالو ته وړاندې کړ. اوس له هغه وخت نه پیړۍ پیړۍ تیریږي خو د اسلام مبین دین همهغه شان ژوندی او لوړ دی او څه باندې یو میلیارډ انسانان د دغه اسماني دین پيروي کوي.

د اسلام د قدرمن پیغمبر د شخصیت په هکله د مسلمانانو، د نورو دینونو د منونکو او حتی د هغو کسانو لخوا ډیرې ویناوې او خبرې مطرح شوي دي چې د غیرمذهبي تفکراتو منونکي دي.

د تاریخ د دغه بې ساري شخصیت د رحلت او وفات د کلیزې په مناسبت د هغوي په هکله د سټانلي لین پول په نامه د یو اروپايي لیکوال د لیکنو یوې برخې ته ستاسو پام راګرځوو چې لیکلي یې دي: هغه د تفکر د قدرت او د علم، فکر، لطف او مهربانۍ او د ښکلا او د احساس د صفا له نظره ډیر نازولی و. په محاوره کښې هم د هغه خبرې له هرچا نه زیاتې ښې او خوږې وې. هرڅوک چې به ورته نزدې کیدل نو هغه به ورسره ډیره مینه کوله او هر چا چې هغه لیدلی، داسې یې د هغه صفت بیان کړی چې د هغه له لیدو مخکښې او وروسته مو هیڅوک د هغه په شان نه دي لیدلي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۹۰ کاله پخوا د یو روایت له مخې د پنځوسم هجري قمري کال د صفرې په اتویشتمه او د یو لامعتبر روایت له مخې د همدې میاشتې په اوومه نیټه د رسول ا... (ص) خوږ لمسی امام حسن مجتبی علیه السلام شهید شو. د پيغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د ګرانې لور بي بي فاطمه زهره(س) زوی حضرت امام حسن علیه السلام مدینې ته د پغمبر اکرم او ځینو مسلمانانو د هجرت په دریم کال په همدغه ښار کښې دنیا ته راغی.

امام حسن علیه السلام دا ویاړ لره چې د خپل عمر په وړومبیو اوو کلونو کښې د خپل نیکه یعنې پیغمبراکرم(ص) د الهي روزنې په رڼا کښې له اسلامي تعلیماتو او معارفو سره اشنا او بلد شي. امام حسن علیه السلام د ۳۷ کالو و چې د هغه بزرګواره پلار حضرت علي علیه السلام په شهادت ورسید او د اسلامي ټولنې د هدایت او د قرآن پاک د قوانینو او د پیغمبراکرم(ص) د سنتو د پراختیا او خپرولو ستره دنده یې په اوږو راغله. مسلمانانو د حضرت علي علیه السلام له شهادت وروسته له امام حسن علیه السلام سره بیعت وکړ. امام حسن علیه السلام خلافت ته له رسیدو وروسته د ابوسفیان د زوي، معاویه له کارړنګونو سره مخ شو او په نتیجه کښې یې هغه ځواکونه چې امام علي علیه السلام له معاویه سره د جنګ لپاره برابر کړي وو، چمتو کړل. خو امویانو په چل ول او دوکې سره د امام حسن علیه السلام ملګري له هغه نه ګډوډ او تیت پرک کړل. هغه بزرګوار ورو ورو پخپلو سپایانو کښې یو ژور درز ته متوجه شو چې په جنګ کښې د بریالیتوب چانس یې ډیر کموه. په دغه وخت کښې امام حسن علیه السلام چې د اسلام د مبین دین بنیاد یې په خطر کښې لیده، د مسلمانانو د ګټو د ساتنې په خاطر له اموي واکمن معاویه سره سوله ومنله خو په خلکو کښې د امام حسن علیه السلام معنوي نفوذ او محبوبیت دومره زیات و چې اموي واکمن ورڅخه سخت ویریده. هغه پوهیده چې د امویانو د ماهیت په هکله د امام حسن علیه السلام روڼ اندۍ د هغوي د حکومت ستنې ګواښي. په همدې وجه معاویه په یوه دسیسه کښې امام حسن علیه السلام ته زهر ورکړل او هغه یې شهید کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۵۱ کاله وړاندې د اتلس سوه اوه شپیتم میلادي کال د نومبر په اومه نیټه، میډم سکوډو ډوسکا چې وروسته په میري کوري مشهوره شوه، د پولینډ په پلازمینې وارسا کښې وزیږیده . د هغې پلار د فیزیک په څانګه کښې پروفیسر ؤ او میډم کوري هم ورپسې  له متوسطو زده کړو وروسته  په همدې څانګې کښې د لا زیاتو زده کړو لپاره پاریس ته لاړه . هغې په سوربن پوهنتون کښې دزده کړې په ترڅ کښې له فرانسوي فیزیک پوه پير کوري سره واده  وکړ . میډم کوري بالاخره له کلونو کلونو څيړنو او مطالعې وروسته  ریډیوم (ریډیّم) عنصر کشف کړ. د ویلو ده چې میډم کوري دوه ځله په فیزیک او کیمیا څانګو کښې دنوبل جایزه ګټلې ده . هغه په نولس سوه څلور دیرشم میلادي کال کښې مړه شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۵ کاله مخکښې د نولس سوه دیارلسم میلادي کال د نومبر په اومه نیټه، د فرانسې یومشهور لیکوال البر کامو وزیږید. سره له دې چې دهغه کورنۍ له مالي پلوه بې وزله وه ، خو کامو د وړتیاؤ او کلک هوډ له پلوه چې یې درلود، ډير شهرت یې ترلاسه کړی شو. د دغه فرانسوي لیکوال په ټولو مشهورو آثارو کښې بیګانه ، د سیزف کیسه او طاعون ته اشاره کولی.

شو . آلبر کامو په نولس سوه اوه پنځوسم میلادي کال کښې دنوبل ادبي جایزه وګټله او درې کاله وروسته په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې په یوې ټرافیکي پيښه کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۲ کاله وړاندې د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال دنومبر په اومه نیټه، دسویز د اوبلارې جنګ دملګرو ملتو په مینځګړیتوب سره پاي ته ورسید. دغه جنګ په سینا ټاپووزمي د صهونیسټ رژيم دعسکرو په تیریو او د سویز اوبلارې پر سیمې دفرانسوي او انګریز کمانډویانو په حملې سره پیل شوی ؤ . د دغه جنګ او پر مصر د دغو درو نوموړو حکومتونو دتیریو دپیلیدو پلمه دمصر د وخت د ولسمشر عبدالناصر په وسیله دسویز اوبلارې دملی کولو اعلان ؤ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریزکال دلړم دمیاشتې په شپاړسمه نیټه، په ایران کښې دپهلوي فاسد رژیم دیوه تالي څټي جنرال ازهاري دپوځي حکومت په واک ته په رسیدو په اعتراض کښې په درست هیواد کښې پراخ لاریونونه ترسره شول او په دغو لاریونونو کښې دایران مسلمان او مبارز ملت چورلټ اعلان وکړ چې ظاهري بدلونونه او د باچا رژيم او د امریکا د تالي څټو عناصرو ځای پر ځایکول داسلامي انقلاب د بریالیتوب لپاره دهغوی دمبارزې مخه نشي نیوللی . په دغه ورځ  د اسلامي انقلاب ارواښادلارښود حضرت امام خمیني دهمهغه کال دلړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه دمحصیلینو دوژلې په مناسبت دایران د ولس لپاره خپل یو پیغام راواستوه . حضرت امام خمیني د دغه پیغام په یوې برخې کښې فرمایيلي دي ، تاسو میړني

ملت ثابته کړه چې ټانکونه، مشین ګنې او نیزې زنګ وهلي دي او دملت له وسپنیز سوک او کلک هوډ سره مقابله نشي کولی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه اوه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپاړسمه نیټه، یو اوسمهاله ویناوال او مدح ویونکی استاد علي اکبر مالک په اوه اتیا کلنۍ کښې وفات شو. هغه د ښونځي دوران له تیرولو وروسته دارالفنون ته ولاړ. استاد علي اکبر مالک وروسته دارالمعلمینو ته ولاړ او د فارسي ژبې د نثر او نظم په متنونو کښې یې څیړنې ته مخه کړه. استاد مالک بیا د حقوق مدرسې ته ولاړ او له یوې مودې وروسته د انګلیسي، فرانسوي او جرمني له ژبو سره آشنا شو او دغه ژبې یې تدریس کړې. هغه د دغو کلونو په اوږدو کښې تل په ادبي غونډو کښې فعال شتون درلود او د خپلو هنري مذهبي اثارو په وړاندې کولو سره یې د عصمت او طهارت د کورنۍ مینوال خړوبول او د شعر او ادب مینوال یې فیض ته رسول. له استاد مالک څخه له پینځلسو زیات نثري او نظمي اثار په یادګار پاتې دي چې د شعر په ژبه (وادی عشق)، (ترانه دل)، (سفرنامه حج) او (سلطان عشق) او په نثر کښې په دوو ټوکو کښې د کشور مقتدر اسلامي و خاطرات اجتماعي و سیاسي کتابونه له هغو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه