Nov 19, 2018 05:02 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۴

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اتویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول له یوولسمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له نولسمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۴۷ کاله پخوا د دولس سوه درې نوېم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په یولسمه نیټه، یو ستر مسلمان فقیه، عالم او کتاب پېژاندی حاج شیخ آقا بزرګ تهرانی په تهران کښې وزیږېد. هغه مقدماتی زدکړې په تهران کښې ترسره کړې او د لوړو زده کړو لپاره د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. هغۀ د دغه ښار په علمیه حوزه کښې د آخوند خراسانی او حاج میرزا حسین نوری په شان لوړ رتبه عالمانو څخه علمی فیض ترلاسه کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید. شیخ آقا بزرګ تهرانی د اسلام د کتاب پېژندنې د یو ډېر ستر دایرت المعارف د برابرولو لپاره مطالعې او څیړنې ته مخه کړه او په اوږدو سفرونو سره د عراق، ایران، مصر، سوریې، حجاز، فلسطین او د څو نورو هیوادونو په کتابتونونوکښې په څیړنو او ژورې مطالعې بوخت شو او بریالی شو، په شپږویشت ټوکو کښې د (الذریعه الی تصانیف الشیعه) نومی ستر کتاب تالیف کړی. د دغه مسلمان دانشور له مهمو اثارو څخه په اتو ټوکو کښې (طبقات اعلام الشیعه) کتاب ته اشاره کولی شو. دغه ستر فقیه بالاخره د ډیرو سفرونو په وجه او له یو لړ ناروغیو وروسته په دیارلس سوه نهه اتیایم هجری قمری کال کښې په نجف اشرف ښار کښې وفات شو او د هغۀ د وصیت له مخې په همدغه ښار کښې په خپل کتابتون کښې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۶ کاله پخوا د دیارلس سوه څلور پنځوسم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په یولسمه نیټه، د اسلام یو نامتو عالم آیت ا... سید حسن صدر وفات شو. هغه له هغو فقیهانو څخه ؤ چې د ځوانۍ په پړاؤ کښې د اجتهاد درجې ته ورسیدل او د نجف اشرف د عملیه حوزې د مشهورو استادانو په لیکه کښې راغی. آیت ا... سید حسن صدر چې په صدرالدین مشهور ؤ، په فقی، د فقی اصول ، کلام، حکمت او حدیث کښې زیاته پوهه او تجربه لرله. د دغه نامتو عالم له تالیفاتو څخه (تاسیس الشیعه)، ( الکرام لفنون الاسلام) او (تحصیل الفروغ الدینیه فی فقه الامامیه) کتابونو ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۱ کاله مخکښې د نولس سوه اوه اویایم میلادي کال دنومبر په نولسمه نیټه،  دمصر  د وخت ولسمشر انور سادات  د نیواکي بیت المقدس د کتنې په سفر ولاړ .  د انور سادات  دغه سفر  نیواکي فلسطین ته د یوه  عربي هیواد د ولسمشر لومړنی سفر ؤ  چې  له صهونیسټ رژیم سره  دمصر د نږدی کولو او  له دغه رژیم سره د تش په نامه دسولې  د تړون  د لاسلیک کولو لپاره ترسره شو .  فلسطین او بیت المقدس ته د انور سادات  سفر د مسلمانانو، عربانو او په تیره بیا دفلسطینیانو سخته غوسه اوکرکه راوپاروله . په عین  حال کښې  هغه د نولس سوه اته اویایم میلادي کال په ستمبر کښې  دامریکا په منځګړیتوب سره له دغه نیواکګررژيم سره د کیمپ ډيویډ تړون لاسلیک کړ. ډيرو عربو او ځینو مسلمانو هیوادونو د مصر د وخت د ولسمشر  د دغه اقدام په اعتراض کښې  له دغه هیواد سره رابطې غوڅې کړې. همداراز  له صهونیسټ رژيم سره  سازباز عربانو او د مصر ولس ته د انور سادات  یو خیانت وګڼل شو  او په مصر کښې د ډيرو ګډوډیو او ناکراریو لامل شو . بالاخره  هم  د مصر د پوځ یوه انقلابی افسر خالد اسلامبولي  دکیمپ ډيويډ د بې شرمه تړون دلاسلیک  کولو  باندې داعتراض په توګه  په نولس سوه یو اتیایم میلادي کال کښې په یوه رسمي پریډ کښې  انور سادات  وواژه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۴ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، تکړه مسلمان او مبارز عالم علامه شیخ محمد جواد شري وفات شو. استاد علامه حاج شیخ محمد جواد شري په کابو دولس سوه یو نوېم هجري لمریز کال کښې د لبنان په صور ښار کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب او ځلمیتوب د پړاؤ له تیرولو وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ  او د سید ابوالحسن اصفهاني، محمد حسین غروي اصفهاني، میرزای ناییني، آقا ضیاءالدین عراقي او ابوالحسن مشکیني په شان آیت الاګانو په محضر کښې یې د علم لوړې درجې ترلاسه کړې. وروسته لبنان ته ستون شو او د علامه کبیر او سید شرف الدین عاملي له هرکلی سره مخامخ شو. محمد جواد شري څه موده وروسته د اسلامي معارفو د پراختیااو خپرولو او د اهل بیت د مذهب ترویجولو لپاره امریکې ته ولاړ او د شیکاګو صوبې په دیترویت ښار کښې یې د شیعیانو هدایت او سرپرستی، تالیف او تصنیف، مذهبي خدمتونو او ویناوو ته مخه کړه او دغه کار څه د پاسه څلویښت کاله اوږد شو. هغه لومړنی کس ؤ چې د تشیع غږ یې په امریکې کښې د ټولو غوږونو ته ورساوه او د امام حسین (ع) عزاداري یې په هغه هیواد کښې رایجه کړه. علامه شري په امریکا کښې د ایران له اسلامي انقلابه په ملاتړ کښې یو غوره رول درلود او د ایران څخه په ملاتړ کښې کارټر ته په خطاب کښې په تهران کښې د امریکې د جاسوسي ځالي د نیولو په بهیر کښې د ده وینا ډیره مشهوره ده. هغه همداراز په انګلیسي ژبه کښې په خپلو تالیفاتو او ویناوو کښې د دین ترویج او ګروهنې له امله زیاتره مسیحیان اسلام ته راواړول. دهغه په تالیفاتو کښې چې په عربي، فارسي او انګلیسي ژبو کښې خپره شوې دي، کولی شو (امیرالمؤمنین (ع) اسوه وحدت)، ( شیعه و تهمت های ناروا)، (الخلافة فی الدستور الاسلامي) او نورو ته اشاره وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه