Nov 24, 2018 04:24 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۹

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له شپاړسمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له څلرویشتمې نیټې سره سمون خوري.

=            ۱۴۳۹ کاله پخوا د لومړنی قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د یوه روایت له مخې د اسلام قدرمن پیغمبر حضرت محمد(ص) لخوا له مکې څخه د هغوی له هجرت وروسته د جمعې لومړنی لمونځ وشو.

پیغمبر اکرم (ص) کله چې د مدینې نږدې سیمې ته ورسید، د بنی سالم بن عوف د قبیلې په ځای کښې چې قبا نومیده، د جمعې په ماسپښین یې، خطبه وویله او د جمعې لمونځ یې وکړ.

د تاریخی روایتونو له مخې، دا د جمعې لومړنی لمونځ ؤ چې ادا شو.

دغه موضوع د جمعې د لمانځه د عبادی او سیاسی فریضې د ارزښت ښودنه کوی چې د اسلام پیغمبر(ص) په لومړنی فرصت کښې ترسره کړ.

د ویلو ده چې د پیغمبر اکرم (ص) لخوا د جمعې لومړنی لمونځ د اداکولو پرځای، وروسته یو جومات جوړ شو چې اوس هم شته دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۶۹ کاله وړاندې د یو زرو یو اویایم قمری کال د ربیع الاول په شپاړسمه نیټه، مشهور مسلمان عالم، په فاضل تونی مشهور، ملا عبدا... تونی بشرویه د ایران په لویدیځ ښار، کرمانشاه کښې وفات شو.

هغه خپلې زده کړې د اصفهان په یوې مدرسې کښې د دینی علومو په زده کولو سره پیل کړې او د علمی درجو له ترلاسه کولو وروسته یې څو کتابونه هم چاپ شول چې د اصولو په علم کښې یې (وافیه) کتاب ته اشاره کولای شو.

د دغه مشهور فقیه له نورو آّثارو (حاشیه برمدارک)، (حاشیه برمعالم) او (فهرست تهذیب شیخ طوسی ) ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۸۷ کاله وړاندې د اتلس سوه یو دیرشم  میلادي کال د نومبر په څلور ویشتمه نیټه، یو انګریز فزیک پوه مایکل فاراډي د القايي الکتریسیته پر موندلو بریالی شو. هغه په خپلې کشفونې سره، په فزیک علم کښې په تیره بیا په ځانګړې توګه په الکتریسیته کښې ډېر لوی ګام پورته کړ. فاراډي په اولس سوه یو نوېم  میلادي کال کښې وزیږید او لومړی په یوه کتاب پلورنځي کښې پر کار بوخت شو او هملته یې د علمي آثارو مطالعې ته هم مخه کړه. هغه څو کاله وروسته د انګریز فزیک پېژاندي او پوه همفري په مرستې سره د ازمویښتځي مرستیال شو. فاراډي د کیمیا او مټالوژي په برخه کښې له ډېرو ازموینو وروسته د برېښنايي چراغونو په جوړولو کښې پرمختګ او ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړل. ددې فزیک پوه په نورو کارونو کښې  د برېښنايي ځواک په مقناطیسي ځواک په بدلولو سره، د برېښنايي ماشین یا انجن جوړول  هم دي. د فزیک یو مهم قانون د فاراډي په نوم ثبت شوی دی او لومړنی کس ؤ چې وتوانید د کلور په شمول ډیر ګازونه پر مایع بدل کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۲ کاله وړاندې د دولس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال د لیندې په دریمه نیټه، په ایران کښې له سربي چاپ سره په اته پاڼو کښې د مجلس په نوم د ورځپاڼې خپرونه پیل شوه. دغه ورځپانې د داخلي او بهرني خبرونو له خپرولو سربیره د ایران د ملي شورا جرګې ټول مذاکرات خپرول. د دغه ورځپاڼې مسیولیت د هغه وخت یوه مشهور لیکوال ادیب الممالک فراهاني په غاړه درلود.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۴ کاله وړاندې د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په دریمه نیټه، د ایران د موسیقۍ استاد محمود کریمي وفات شو. هغه له ماشومتوبه د ویلن غږول له خپل پلاره زده کړ او وروسته یې په دغه زمینه کښې د خپلو معلوماتو بشپړولو ته مخه کړه. له استاد کریمي څخه د غږ دوه ردیفونه په یادګار پاتی دي چې له هغو یو د هغه د څلویښتو کالو هڅو نتیجه ده. هغه اراده درلوده چې د شپیلی غږ د نورو ردیف پیژاندو ساز غږونکو سره یو ځای ضبط کړي خو د هغه ناڅاپي مړینه هنر دوستانو ته د دغه ستر اثر د رسیدو خنډ شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۸ کاله مخکښې د دیارلس سوه نهه اویایم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په دریمه نیټه، یو ایرانی مبارز عالم آیت ا... سید مهدي روحاني وفات شو. هغه په دیارلس سوه دریم لمریز کال کښې د تهران په جنوب کښې د قم د سپیڅلي ښار په یوې له علم او تقوا ډکې کورنۍ کښې وزیږید. روحاني په ځلمیتوب کښې د دیني علومو زده کړې پیل کړې او نولس کلن ؤ چې د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. هغه په دغه سپیڅلي ښار کښې تر اتو کالو پورې له بیلابیلو عالمانو استفاده وکړه او قم ته له ستانیدا وروسته یې همهغه راز علم کسبولو ته دوام ورکړ. آیت ا... روحاني د اسلامي او غیر اسلامي دینونو پشمول د بیلا بیلو مذهبونو او دینونو په هکله پراخ مطالعات درلودل. هغه همداراز په دیارلس سوه یو څلویښتم لمریز کال کښې د امام خمیني (رح) په مشرۍ د ایران د خلکو اسلامي غورځنګ له لومړیو له هغه سره ؤ. دغه مبارز عالم د قم د علمیه حوزې د جامعه مدرسین له بنسټګرو څخه ؤ چې د دغه حوزې له نامتو استادانو څخه جوړه شوې وه. هغه همداراز د شاګردانو له روزنې سربیره کتابونه هم لیکلي دي چې پکښې (فرقة السلقیة و تطوراتهافی التاریخ)، (بحوث مع اهل السنة والسلفیه) او (تاریخ فرق و مذاهب اسلامي) ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۵ کاله مخکښې د دوه زره دیارلسم میلادي کال د نومبر په څلورویشتمه نیټه، د جینیوا په ښار کښې د ایران  د سوله ایز اټومي پروګرام په برخه کښې، له جرمني سربیره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پينځه غړیو هیوادونو او ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ لنډمهاله موافقه لاسلیک شوه. د دغې موافقې  د تړون لاسلیکېدا د ایران او جرمني، فرانسې، انګلیستان، امریکا، چین او روسیې شپږو هېوادونو چې پر پینځه جمع یوډلې مشهور دي، د جامع موافقې او د ایران له سوله ایز اټومي پروګرام په اړه د  ټولو ناوړو تفاهمونو او د نړیوالو او څو اړخیزه ظالمانه بندیزونو د لغوه کولو لپاره لاره هواره کړه. په ګډ اقدام پروګرام مشهورې، د جینیوا د دغه لنډمهاله پرېکړه لیک په اساس، دواړه لوري (په داوطلبانه توګه) ژمن کېږي چې د یوې جامع حل لارې د لومړي ګام په توګه متقابل اقدامات ترسره کړي. په دې توګه ایران به خپل اټو مي پروګرام او د یورینېم بډاینې ته په لا محدود ډول دوام ورکوي او پر خپلو تاسیساتو به د  اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس څارنه تر پخوا آسانه کړي. په مقابل کښې، لویدیځ هیوادونه  د ایران پرضد لګول شوي بندیزونه لغوه کوي او د نویو بندیزونو له لګولو به ډډه وکړي. د جینیوا د لنډمهاله موافقې ترټولو مهمه ځانګړنه، سوله ایزې اټومي انرژۍ ته او د یورینېم د بډاینې پروګرام ته د لاس رسي لپاره د ایران پر حق د لویدیځو دولتونو اعتراف ؤ. د لویدیځ د بایکاټونو د ختمولو لپاره د ایران او پینځه جمع یو ډلې تر مینځ  وروستۍ موافقه د دوه زره پینځلسم میلادي کال په جولایي کښې د برجام په نوم لاس لیک شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه