Mar 17, 2019 17:37 Asia/Kabul
  • بي نقابه امریکا

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنبټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دبې نقابه امریکا د کورنیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه ننني مطلب کې هم په تیرې اونۍ کې د امریکا ځینو مهموبدلونونو خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

*//*/*/*//*/   دډونالډټرمپ  له خوا دبیړني وضعیّت  له اعلان سره  د امریکا دمشرانو جرګې مخالفت */*/**/*/     په مشرانو جرګې کې  دیمن په جنګ کې  له عربستانه د امریکا د پوځي ملاتړونو د ختمولو  دپریکړه لیک تصویبیدا*/*/*/*/ دایران دتیلی بندیز دناکمۍ دتوجیه لپاهر د برایّن  هوک  هڅه  او  له خپلو متحدانو د لازیاتې استفادې لپاره د ډونالډټرمپ  پلان  په تیرې اونۍ کې دامریکا ځيني مهم بدلونونه ؤ  ، اوس مو هم رابولوو،  تحلیلی برخې ته .*/*/*/*/*/*/*/

                   دامریکا د کانګرس او  سپینې مانۍ ترمینځ یو وروستی اختلاف ، له میکسیکو  سره د سرحدي دیوال دجوړولو لپاره د لازمې بودجې د بیلولو لپاره د ټرمپ  غوښتنه  ده،چې  په نهایت کې د دواړو لورو ترمینځ   داختلافاتو اوج  لامل شوی ،څو ټرمپ ملی بیړنۍ  وضعیّت اعلان کړي . د ټرمپ حکومت  په دې توګه  د پوله ایز دیوال  د جوړولو لپاره  د امریکا له پوځي بودجې  استفاده کولی شي .

Image Caption

 

دا موضوع د کانګرس  له سخت مخالفت سره مخامخ شوې د ه . په لومړنۍ مرحلې کې  دډيموکراټانو په سلطې سره کانګرس  د ۲۰۱۹کال د فرورۍپه ورستیوکې د یوې پریکړه لیک په تصویبولو سره   د ډونالډټرمپ  له اقدام سره  خپل مخالفت اعلان کړ. د  امریکا مشرانو جرګې  دپنجشنبې په ورځې  د یو څلویښتو منفي رایو په مقابل کې په  ۵۹ مثبتو رایو  سره  له میکسیکو سره په پولې کې  د دیوال دجوړولو په خاطر د بودجې  دتامینیدا لپاره  دبیړني وضعیّت  د اعلانولو لپاره  د ټرمپ له اقدام سره مخالفت وکړ.  دولس  جمهوری غواړي سناتوران هم د دغه پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د ډیموکراټانو په لیکه کې شامل شول .دغه مسوده،ددې لپاره چې  اجرائي شي،باید ډونالډټرمپ ئې هم لاسلیک کړي،خو ډونالډ ټرمپ   ددې په ځاي چې  دغه پریکړه لیک  لاسلیک کړي ،  په یوه سپين سترګي اقدام کې  د دغه مسوده ویټوکړه چې البته له مخکې ئې هم تمه کیدله.

 داپه د اسې حال کې دي چې ډونالډټرمپ د رایو اخستو له غونډې مخکې پخپل ټویټري پیغام کې  لیکلي وو،دهغه سرحدي دیوال او سرحدي امنیت په باب چې  زیاتره برخه ئې  جوړه شوې د ه ، دامریکا په مشرانو جرګې کې  دملی بیړنیو  شرائطو  په هکله ستره راي اخستنه ترسره کیږي .، که ضرورت شو ،نو زه تیار یم چې دا ویټو کړم .په جنوبی سرحدکې  یوه انساني خپسکه رامینځةشوي  او  دملی امنیت وضعیّت ترینګلی دی . خو  البته  په آسانۍ سره  د حل وړ دی .  

Image Caption

 

ډونالډټرمپ  ددې موضوع په خلاف  د جمهوری غواړو سناتورانو  راي  په حقیقت کې  د کانګرس  مشرې میرمن نینسي پلوسي ته رایه ورکول او د پولو په باب د ډيموکراټانو لیدتوګې ته راي ورکول بللي دي . داپه داسې حال کې دي ، چې دمشرانو جرګې او کانګرس  څخه یوه جرګه به  هم د ټرمپ د ویټو د بې اغیزې کولو لپاره  کافی راي ونه لري .  ددې لپاره چې  د امریکا  د ولسمشر ویټو باطل  شي ،  د امریکا د مشرانو جرګې او کانګرس  په درو کې دوه برخې استازو  رایو ته به  ضرورت ولري . نو دا به راتلونکي څو ورځې وټاکي چې  بریا د کوم  لوري په برخه کیږي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د ملی بیړني  حالت  په اعلانولو کې د امریکا  د ولسمشر د  قدرت  موضوع په  یوې شخړې رامینځةکونکي  موضوع  او سترې اندیښنې بدله شوي او په دې زمینې کې دولسمشرانو دمحدودیّت د رامینځةکولو لپاره په مشرانو جرګې کې هلې ځلې شوي دي .

د امریکا د مشرانو جرګې مشر  میچ مک کانل  دتیرې سه شنبې په ورځې  په خبري کنفرانس کې وئيلی دي ، نیّت لري ،  دملی بیړني حالت  داعلانولو په قانون کې  ځيني محدودیتونه رامینځةکړي .  هغه په دې باب وئيلي ، مونږ  په داسې لارو چارو پسې یوو چې په  دغه قانون کې ځيني بدلونونه راولوو. دغه قانون یو لړ سرخوږي لري .  په اویایمې لسیزې کې  چې دغه قانون تصویب شو ، نو ډیر پراخ ؤ،خو اوس  مونږ په دې کې دځينو بدلونونو د راوستو لپاره په مشورو بوخت یوو .

دامریکا دمشرانو جرګې دپنجشنبې  په سهار   یعني د د مارچ په څوارلسمه نیټه  هغه پریکړه لیک چې  دیمن په جنګ کې د سعودي  رژيم په مشرۍ له ائيتلافه د امریکائي حکومت دپوځي ملاتړونو غوښتنه پکې شوې ده، تصویب کړ .دغه پریکړه لیک په داسې حال کې  د۴۶منفي رایو په مقابل کې  په ۵۴ مثبتو رایو سره تصویب شوی ، چې په مشرانو جرګې  اکثریت هم د جمهوری غواړو د ی .نوموړی پریکړه لیک  اوس باید د امریکا په کانګرس  کې  چې اکثریت ئې دډيموکراټانو په  لاس کې دی،راي  ته  وړاندې شي . دغه پریکړه لیک  به په زیات احتمال سره په کانګرس کې هم تصویب شي .په کانګرس کې ددغه پریکړه لیک تصویبیدا به په دې معنا وي،چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د سعودي عربستان په مشرۍ له ائيتلافه   دملاتړونو په دوام کې  باید د کانګرس دغه مسوده   هم  ویټو کړي،تر دې دمه مشخصه نه ده چې آیا  دکانګرس په درو کې دوه برخې استازي  د ټرمپ د ویټو د ماتولو لپاره  له لازمو رایو برخمن دي ؟

 دسعودي عربستان ائیتلاف  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  دیمن د مظلوم ولس په ضد  ظالمانه او  بې آمانه جنګ پیل کړی دی . لویدیځ په تیره بیا امریکا په دغه جنګ کې سعودیانو اواماراتیانوته  په ډول ډول  لوجیسټکی ، اطلاعاتي   او پوځي  ملاتړونو په وړاندې کولو سره ډیره مهمه ونډه  درلودلې ده .  د امریکا الوتکې  دیمن په ضد په جنګ کې  دسعودي او متحده عری اماراتو  جنګي الوتکو ته  دسونګو درسولو عملیات  ترسره کړي  او  سعودیانو ته ئې ډول ډول اطلاعاتي   ورکړي دي . امریکایان  چې  د بشری حقوقودپلویتوب او دفاع  ادعا هم کوي،په بې پروائۍ سره دیمن د ماشومانو اوښځو د قتل عام او په بمباریو کې د سعودیانو دجنایتګرو اقداماتو یوازې  نندارچیان دی  . په حقیقت کې امریکا  دیمن په بې وځله عربی هیواد   کې د جنګ په سختولو کې  غوره رول لوبولی دی .  په یمن د سعودي ائيتلاف بې آمانه حملې ، ددغه هیواد دبیخ بینائي تاسیساتو د تباه کولو  او د مرګونو ناروغیو او بیروزګارۍ دخوریدو لامل شوي دي . بیلابیلې سرچینې ، په دغه جنګ کې  د وژلو احصائې  په لسګونو  زره  اټکل کوي .  د بشری حقوقو ادارو او موسسو وئیلي دي  د یمن دجنګ له پیلیدا وخت راهسې  تر دې دمه پنځه اتیا زره ماشومانو  د لوږې له امله خپل ژوند  له لاسه ورکړی دی  او  کابو څوارلس میلیون  کسان  دقخطۍ  له خطرې سره لاس اوګریوان دي .

د امریکا یوه سناتور او په ۲۰۲۰کال کې د ولسمشرۍ  دانتخاباتو یوه  احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز وئيلي دي،د غه جنګ  ،هم بشری اوهم سټراټژيکه غمیزه ده  او کانګرس فرصت لري ،دغه غمیزه پاي ته ورسوي.

Image Caption

 

 دا دوهم ځل دی چې د امریکا مشرانو جرګه  دغه پریکړه لیک ته راي ورکوي.څو میاشتې مخکې او دنوي کانګرس  دکار له پیلییدو  مخکې ،  همدغه پریکړه لیک په مشرانو جرګې کې د ۴۱مخالفو رایو په مقابل کې  په ۵۶مثبتو رایو سره تصویب  شوی،خو د امریکا د کانګرس  د وخت  مشر پل رایّن په دغې جرګې کې د هغه رایو ته له وړاندې کولو ډډه وکړه  څو  دمشرانو جرګې  دغه مسوده باطله  اوبې اغیزې شي .په عین حال کې  پر آل سعود رژيم دنیوکه کونکي خپلواکه  خبریال جمال خاشقجي د وژلې څرنګوالي  دایشواکیدا او په دې زمینې کې د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان د رول  دایشوا کیدا له امله  درسوائيانو په دلیل،اوس دیمن دجنګ  پشمول د ریاض په وړاندې د واشنګټن د کړچار دبدلولو لپاره  دباؤنه ډیر زیات شوي دي .

             دایران په ضد دتیلی بندیزونو دعملی کولو په باب دامریکا ناکامي لامل شوي،څو د امریکا لوړپوړي چارواکي ددې موضوع  دتوجیه په لټه کې شي. په دې زمینې کې دایران په چاروکې دامریکاځانګړي استازي برایّن هوک وئيلی دي،امریکاغواړي،په بشپړډول دایران دتیلی صادراتو دریدا د موخې

او د اوومو تیلو د بازار د ثبات دتضمین ترمینځ  انډول رامینځةکړي .هغه په دوام کې مدعی شوی ، دتیلو په نړیوال بازار کې د ډیرې وړاندې کونې په سیوري کې واشنګټن  دایران  دصادراتو د درولو لپاره خپل پلان چټک کولی شي . 

دامریکا دنوو بندیزونو یو اصلی اړخ ،  دایران تیلی بندیز دی . واشنګټن  خپله موخه، د ۲۰۱۸کال  دنومبر له پنځمې نیټې  دایران د تیلي صادراتو بشپړ غوڅیدا  اعلان کړې وه .خو  د دغو بندیزونو له اعمالیدا څو ورځې مخکې ئې اعلان وکړ ،چې  د اتو هیوادونو په وسیله ئې  دایران دتیلو  د وارداتو لپاره  ځیني معافیّتونه یا بخښنې په نظر کې نیولی دي . د امریکا  د حکومت  دغه ښکاره شاتګ ،  دشناندو او رسندویو  په سویه  ډير زیات غبرګونونو  لامل شو او د واشنګټن دغه اقدام ئې ،  د ټرمپ  دحکومت د ګواښونو د چټيوالي  او پوچ کیدا نښه وبلله .   دغې ښکاره ماتې ته په پام سره   دامریکا لوړپوړي چارواکي  ددې موضوع په توجیه پسې شول . ډونالډټرمپ  د تیر کال په نومبر میاشت  کې وئيلی دي ، زه  نه غواړم  دتیلو بیّه نوره  هم لوړه شي  او په همدې خاطر  مو دغه معافیّت  صادر کړی دی . بندیزونه به په هرحال  کې د وخت په تیریدا سره نوره هم سخت شي .

Image Caption

 

 د ډونالډټرمپ دغه اعتراف  ددوو شیانو ښودنه کوي ،لومړی دا چې اساسا دامریکا لوړپوړو فیصله کونکو  کله چې  د ایران په ضد دتیلی بندیزونو  لپاره خپل هوډ څرګند کړ،نو  د امریکا په شمول   په نړیوالو بازارونو کې  دتیلو د بیّې  د زیاتیدا او دهغو منفی  نتیجو پشمول   ددې موضوع اړخونو اوپایلو ته     په تیره بیا په امریکا کې د پيټرولو  دبیّو زیاتیدا ته هیڅ پام نه دی کړی  او وروسته  دې موضوع ته متوجه شول چې  دا د ډونالډټرمپ  دحکومت لپاره  ستر تاوان او ګوزار حسابیږي . خو له بل پلوه  دامریکا  شاتګ او  دایران دتیلو د اتو غوره اخستونکو ته دتیلی معافیَت او بخښنې  ورکول د ټرمپ د حکومت د سرزورو او خپل سرو  فیصلو په وړاندې د  هغه نړیوال مقاومت  نښه بلل کیدلی شی،چې   دایران په ضد تیلی بندیز  دخپلو ملی ګټو په خلاف ګڼي  او حاضر نه دي ،  د واشنګټن  د ګټو او موخو لپاره  دغه شان بندیز ومني .  لکه څنګه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پخپلو یو لړ روښانه څرګندونو  کې په ډ اګه وئيلی دي ، انقره  دایران په ضد د واشنګټن د بندیزونو پیروي نه کوي . اوس د ۲۰۱۹کال  دمئ میاشت په پاي کې  دایران دتیلو د اخستونګو دشپږمیاشتني  معافیّتونو  دختمیدا د نیټې پاي ته  په نزدیکیدو سره،ځيني سرچینې دهغو دتمدیدیدا داحتمال خبره کوي،یوه داسې موضوع چې  دایران دتیلي صادراتو  صفر ته درسولو لپاره ئې پخپل پلان کې  د امریکا   د ناکامۍ او هم   دایران دبشپړ تیلی بایکاټ له امله  په نړیوال بازار کې  دتیلو د بیّو په زیاتیدا د واشنګټن  داندیښنې نښه ده .دترکیې او چین په څير هیوادونه،له ایرانه د تیلو داخستو د دوام لپاره پرخپل کلک هوډ ټينګار کوي او داسې نه ښکاري،حتی دامریکا بندیزونه  دغه هیوادونه  له  خپل کلک هوډ اوفیصلې  وغړوي ..

Image Caption

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه