Mar 29, 2019 17:33 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۶

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له نولسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له شپږویشتمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۱ کاله پخوا د نهم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د مسلمانانو او د روم د لښکر تر مینځ د تبوک غزا رامینځته شوه. د تبوک غزا د پیغمبر (ص) له وروستیو جنګونو ګڼل کیږی. د تبوک غزا د رامینځته کیدا وجه دغه وه چې د شام تجاری کاروان پیغمبر (ص) ته خبر ورکړ چې د روم باچا یو لښکر تیار کړی دی او مدینی ته روان دی. له دې امله د خدائ رسول (ص) حکم ورکړ چې له هرې لورې مسلمانان جنګ ته تیار شی. د لارې د لیریتوب، د موسم د ګرموالی، د محصول د اخیستلو د پړاؤ او د لارې د سختۍ باوجود اکثره مسلمانانو خپل ځانونه د جنګ لپاره تیار کړل. بالاخره د اسلام د دیرشو زرو کسانو لښکر د جنګ ځائ ته ورسید خو د روم د لښکر کومه نښه یې ونلیدله . په دغه غزا کښې که څه هم جنګ و نشو خو د کفر په وړاندې د اسلام شان د مسلمانانو چمتوالئ او سرښیندنه نندارې ته وړاندې شوه. همداراز دغه جنګ ته د فاضحه ( رسواکونکې) غزه هم ویل کیږی ځکه چې په دغه سفر کښې مسلمان وزمه یوه ډله منافقین رسوا شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۱۰ کاله وړاندې د نهه سوه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، باچا اسماعیل صفوی وفات شو او طهماسب د باچاهۍ په تخت کښیناست. باچا اسماعیل صفوی د مرګ په وخت اته دیرش کلن ؤ او د هغه د بادشاهۍ څلورویشت کاله تیریدل. د اسماعیل اول جنازه اردبیل ته یوړل شوه او د شیخ صفی الدین اردبیلی په مزار کښې خاورو ته وسپارل شوه. شاه اسماعیل همدا چې د بادشاهۍ پر تخت کښیناسته، شیعه مذهب یې په هیواد کښې رسمی دین وټاکه او یو ځواکمن حکومت یې جوړ کړ. د باچا اسماعیل له مرګه وروسته، د هغه زوئ طهماسب اول چې یوولس کلن ؤ، د قدرت پر ګدۍ کښیناسته.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۰۵ کاله وړاندې د دولس سوه پینځه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د هندوستان یو مسلمان عالم سید دلدار علی نقوی په نهه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه د هند هغه ستر عالم او لومړنی شخصیت دئ چې په هندوستان کښې یې شیعه جعفری شریعت ټینګ کړائ شو. له دغه لوړ رتبه عالمه ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دی. سید دلدار د هندوستان مذهبی مشری په غاړه درلوده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۸ کاله وړاندې د 1911 ميلادي کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه نامتو امريکائي ډرامه ليکونکے ټېنېسي ويليمز وزېږېد. هغۀ له ادبياتو سره مينه لرله او دغه مينه يې د لئېسې او پوهنتون په دوران کښې لا زياته شوه او بالاخره له هغۀ يې يو ستر ليکوال جوړ کړ. ټېنېسي ويليمز په مهارت سره خپل افکار د ډرامو د اتلانو او هيروګانو له خولې بيانول. د هغۀ اثار په مهمه توګه د امريکې د ساده، رنځېدلو او کړېدلو خلقو د ژوند د حالاتو په اړه دي. د ويليمز له اثارو څخه  (( د حېواناتو شيشه اي باغ)) ((د ځوانۍ شيرين مارغۀ)) او ((په ګرمې بلۍ ولاړه پيشو)) ته اشاره کولې شوو. هغه 1983 کال کښې مړشو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۸ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1952 ميلادي کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه د انګرېز استعمار په خلاف د کېنيا د خپلواکۍ د بنسټ اېښودونکي جومو کنياتا په مشرۍ د دغه هېواد د وطن پرستو پاڅون شروع شو. کېنيا د دوو نړيوالو جنګونو ترمېنځ له زياتو ګډوډيو او تاوتريخوالو سره مخامخه وه.  خو له دويم نړيواله جنګه وروسته د دغه ټاټوبي خلق د پرديو له تسلط نه د خلاصېدو په لټه کښې شول او د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ يې شروع کړ. د کېنيا په مختلفو سيمو په تېره بيا په کيکوتو کښې د استعمار ګرو لخوا لګول شوي بنديزونه او قوانين د دې سبب شول چې د ((مائو- مائو)) په نامه ډله جوړه شي. دغه ډله چې زيات وسله وال مبارزين يې غړي وو وکړې شول زيات انګرېزان ووژني. مائو مائو ډله له اروپايانو سره د کېنيا د خلقو د اجتماعي او سياسي حقوقو د برابرۍ غوښتونکې وه او بالاخره په پرله پسې مبارزو سره د کېنيا د خپلواکې په ترلاسه کولو کښې کاميابه شوه.

کېنياپه څه د پاسه پينځه لکه اتيا زره مربع کېلوميټره رقبې سره د افريقې براعظم په ختيځ کښې پرته ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۸ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1971 ميلادي کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه له زياتو سياسي کشکمکشونو او پراخو بلوه ګانو وروسته ختيځ پاکستان چې اوس بنګلا دېش نوميږي له پاکستانه جدا شو او د خپلواکۍ اعلان يې وکړ.

ختيځ او لويديځ پاکستان د يو واحد هېواد په توګه په 1947کال کښې له هند څخه خپلواکي ترلاسه کړه. خو د ختيځ پاکستان مېشته بنګاليان چې د دغه ټاټوبي اتۀ نوي فیصده نفوس يې تشکيلوۀ په پاکستان کښې د مرکزي حکومت له تبعيضونو څخه سخت ناراضه وو. د ختيځ پاکستان خلق د خودمختارۍ غوښتونکي وو خو ورو ورو خپلواکۍ ته يې ګروهنه پېدا شوه.

په ختيځ پاکستان کښې د کړکېچ له زياتېدو او  د پاکستان د فوځ لخوا د دغه ټاټوبي د پائېتخت له نيولو وروسته بنګاليانو په وسله والې مبارزې لاس پورې کړ او د هند فوځ يې هم مرستې ته ورغی.په دغه جنګ کښې  د پاکستان فوځ د هند له فوځ څخه ماتې وخوړه او پاکستان د ختيځ پاکستان پرېښودو ته مجبور شو او دغه ټاټوبي د بنګلادېش په نوم سره خپلواکي ترلاسه کړه. د بنګلاېش له خپلواکۍ وروسته شېخ مجيب الرحمن چې د دغه هېواد په خپلواکۍ يې کښې موثره رول لرۀ ولسمشرۍ ته ورسېد خو د يوې کودتا په دوران کښې ووژل شو.

بنګلا دېش په يو لک څلور څلوېښت زره مربع کيلوميټره رقبې سره د برصغير په شمال ختيځ کښې د هند د اوقيانوسيې په څنډه کښې پروت دے او له هند او ميانمار يا برما هېوادونو سره ګاونډ لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه