Jul 23, 2019 16:34 Asia/Kabul
  • اسلام وپېژنوو (188)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره اسلام وپېژنو له يو بل مطلب سره ستاسوپه خدمت کښې يوو. په ننني مطلب کښې غواړو د معاد يا قيامت دلائل وڅېړوو

په تېرو برخوکښې مو وويل چې ټولو آسماني دينونو د دې حقيقت وضاحت کړے دے چې د انسان د ژوند قصه په مرګ سره نه ختميږي، بلکه هغه له يوې دنيا نه بلې دنيا ته منتقل کيږي. قرآن مجيد هم د محکمواو نه زيانمنېدونکو دلائلو په وړاندې کولو سره د معاد يا قيامت په راتلو تاکيد کړے او هغه يې د خداے پاک حتمي او وعده خلافي نه کونکې وعده ګڼلې ده.

انسان د يو داسې موجود په توګه چې په پېچلي بهير کښې خلق شوے دے او د عقلي او بدني ودې مرحلې ته رسيږي، آيا منلې شي چې ناڅاپه په مرګ سره له منځه لاړ شي او محو او نابود شي؟ دا موضوع باور نه کونکې ده او د دانا او حکيم پروردګار له تدبير سره سمون خوري. دا خبره داسې ده چې لکه يو تجربه کار او ماهر انجنيئر په دقيقو سائنسي او انجنيئري محاسباتو په بنياد يوه ستره کارخانه پلان او جوړه کړي او بيا په بارودو سره وچاوي.هيڅ يو سليم عقل دا اقدام له عقل، حکمت او تدبير سره سم نه بولي.

د انسان خلقت ډېر حېرانونکے او عجيبه دے. دا خبره د قبول وړ نه ده چې انسان دې دنيا ته راشي او بيا دې دلته کښې د ژوند د څو وختونو په تېرولوسره ناڅاپه مړ شي او ابدي نابودي يې په برخه شي.

انسان د مور په ګېډه کښې د جنين په دروان کښې د ودې او تکامل له  څو مرحلو نه پس زېږيږي او په يو پراخه او کامل عالم ته چې دا نړۍ ده منتقليږي. اوس که د انسان ژوند د مور په ګېډه کښې د جنين په دوران پورې محدود وې او هم هغه د زېږېدوپه وخت له دنيا تلې، نو آيا دا ډول ژوند به اصلاً بېهوده او بې معنې نه وې؟

د مور په ګېډه کښې د جنين ژوند يوې ډېرې لوې او ډېرې پېچلې دنيا ته د داخلېدو لپاره يوه سريزه ده. هم دغه شان په دې نړۍ کښې ژوند هم په نورو لارو چاروسره د آخرت لا اوچتۍ نړۍ د داخلېدو لپاره يوه سريزه ده. په دې نړۍ کښې ژوند او د ژوند له سختو او ګرانو څوکو نه تېرېدل په لا زيات اوچتې او ډېرې کاملې نړۍ کښې زيات لوړ او عالي ژوند ته د داخلېدو لپاره پېلامه ده.

البته دې ته په پام سره چې مونږ د دې نړۍ د قوانينو په حدودو کښې ژوند تېرووو له مرګ نه پس د بلې دنيا يو دقيق تصور نه شوو لرلې. خو د عقلي دلائلو او زياتو قرآني تاکيداتو په بنياد يقين لروو چ ې د انسان ژوند له مرګ نه پس نه ختميږي.

د معاد د شتون يو دليل په انسان کښې د تل پاتې والي ګروهنه ده. انسانان له ژوند سره ډېره مينه لري او نه غواړي چې په مرګ سره نيست او نابود شي. انسانان د خپل انساني طبيعت د تقاضا له مخې له مرګه تښتي او د تل پاتې کېدو لپاره له يو لړ تدبيرونو کار اخلي. د مثال په توګه غواړي چې مضبوطې او بنيادي ستنې جوړې کړي، د امکان په صورت کښې زيات مال او سرمايه جمع کړي او له طبيعي افتونواو مصيبتونو او بدني بيماريو نه په امان کښې وي. تاريخي څېړنې او د لرغون پېژندنې تحقيقات ښودنه کوي چې مخکښېنيو قومونو اوملتونو او حتي په لرغوني مصر کښې بدوګانو انسانانو به په قبرونو کښې له مړو سره د خوراک څښاک او دفاع لپاره ضروري سامانونه اېښودل چې هلته ترې استفاده وکړي. دا د دې حقيقت ښودنه کوي چې بقاء ته ګروهنه د انساني د باطني غوښتنو برخه ده او د هغه له فطرته څه سرچينه اخلي.

په حقيقت کښې د دنيا له ژوند سره د انسان مينه او دلچسپي هم تل پاتې کېدو ته د هغه له ګروهنې او اشتياق څخه سرچينه اخلي. خو دلته يو ټکے دا دے چې انسان ګمان کوي وجود يې په همدې مادي دنيا کښې خلاصه کيږي او غواړي همدا ژوند دوام پېدا کړي. په داسې حال کښې چې په دې دنيا کښې د ژوند دوام او تل پاتې والے د انسان لپاره امکان نه لري. انسان په فطري توګه د بقاء او تل پاتې کېدو غوښتونکے دے. د ژوند لوړې ژورې او خوږې ترخې هغه په ځان کښې مشغولوي. خو حتی زر تېرېدونکې خوشحالۍ هم هغه نه شي راضي کولې.

انسان چې په هرڅومره اندازه خپلو غوښتنو او خواهشاتو ته رسيږي نو بيا هم ورته دا احساس کيږي چې ټولو آرزوګانو نه دے رسېدلے او په باطن کښې د کمښت او ناخوښۍ احساس کوي. په دې دنيا کښې له ژوند څخه د نه راضي کېدو احساس او تغير او بدلون ته دائمي ضرورت بلې دنيا ته د انسان د پاملرنې زمينه برابرولې شي. په نورو الفاظوسره په دنيا کښې د کمښت احساس او تل پاتې والي ته ګروهنې په معاد او قيامت باندې په اعتقاد سره ځواب ورکړے شوے دے. مشهور مسلمان فلاسفر مُلا صدرا په دې باره کښې وېنا کړې ده چې مضمون يې په دا ډول دے:

«حکيم خداے پاک د انسانانو په زړۀ کښې له بقاء سره عشق او له فنا څخه بېزاري اچولې ده. له دې امله چې خداے پاک حکيم ذات دے هيڅکله فضول، بېهوده او باطل کار نه کوي، هر څه چې يې د انسان په خټه کښې اېښودلي دي حق او صحيح دي. په انسان کښې تل پاتې کېدو ته ګروهنه د دې خبرې دليل دے چې حتماً يوه داسې دنيا چې له زوال څخه محفوظه ده موجوده ده؟ که معاد او آخرت نه وې نو په انسانانوکښې به تل پاتې کېدو ته ګروهنه باطله او بېهوده وه.»

کارپېژاندي په دې عقيده لري چې په انسان کښې مېلانات او ګروهنې د هستۍ په نظام کښې هغو ته د ځواب ويلو په شتون دليل دے. مثلا اوبو ته ګروهنه په دنيا کښې هغې ته د ځواب ويلو په شتون دليل دے، يا ډوډۍ او خوړو ته ګروهنه د خوړو په شتون دليل دے. همدارنګ جنسي ګروهنه د مخالف جنس د شتون دليل دے. په همدا ډول تل پاتې کېدو ته ګروهنه چې د انسان په فطرت کښې موجوده ده خپله هغې ته د ځواب ويلو يعنې د انسان تل پاتے والي په شتون باندې دليل دے.

البته د انسان ګروهنو او مېلاناتو يا غوښتنوته صحيح يا غلطې او د دروغو او موهومه ځوابونه ورکېدې شي. مثلاً يو کس چې د تندې احساس کوي، هم هغه د خوږو اوبوچينې ته لارښونه کولې شي او هم يې د دروغو سراب لوري ته بللې شي.

جوته ده چې په انسان کښې د ستائنې او عشق اصل موجود دے، خوکه دغه باطني ګروهنه په ښه ډول لارښونه نه شي نو په موهوماتو او خرافاتو سره څه نتيجې ته نه شي رسېدې. ټول انسانان په په خپل ذات کښې بقاء ته ګروهنه لري، خو په دنيا کښې د تل پاتې کېدو لپاره کوشش دغې ګروهنې ته غلط ځواب ورکول دي. ځکه چې دا نړۍ په خپل ټول عظمت سره فنا کېدونکې ده او د تل پاتې کېدو قابليت نه لري. که انسان په دې پوه شي چې د هغه حقيقت يو غېر مادي حقيقت دے او د ژوند يې له دې دنيوي ژوند سره نه دے تړلے نو له بقاء سره مينه يې سمې لارې ته هدايت کيږي. په داسې صورت کښې انسان د حقيقي تل پاتې کېدو لوري ته ګام اوچتوي. خو دا تصور ولري چې وجود يې په همدې دنيوي ژوند کښې محدود دے نو هغه طبيعي ګروهنه يې له اصلي مداره منحرف کيږي او ناخوښه اثرات او نتائج رامنځته کوي.

تل پاتې کېدو ته له ګروهنې نه علاوه  په انسان کښې د تل پاتې کېدو لياقت هم شتون لري. انسان زيات وړتياوې او قابليتونه لري. هغه د معنوي عظمت لپاره لوړې اخلاقي انګېزې، لوړې فکري او عقلي توانمنۍ او پراخه ظرفيت لري، او هم له ذوق او خلاقيت څخه ډک دے. دغه قابليتونه د انسان په دنيوي ژوند کښې ګټور دي، خو له هغو څخه ځينې د دې دنيا په محدود ژوند کښې د بشر له ضرورته لا اوچت دي. د مطلب د لا روښانېدو لپاره يو ځل هغه يو مثال ته ورګرځوو چې د مور په ګېډه کښې مو د انسان د جنين په اړه ورکړو.

مونږ ټول په دې پوهېږوو چې د مور په ګېډه کښې جنين يو لړ تجهيزات لري، لکه، د سا اخېستلو سېسټم، د اعصابو سېسټم،د هاضمې سېسټم، د ليدو کتو سېسټم، د اورېدو سېسټم، تناسلي اندامونه، ژبه او دخبرو کولو وسيله او نور ډېر اندامونه. اکثر دغه اندازمونه او سېسټمونه د مور په ګېډه کښې د جنين په ژوند کښې کارنده توب او استعمال نه لري، بلکه يوازې له زېږېدو نه پس د ورپسې عالم لپاره پلان شوي او جوړ شوي دي. يعني له دې وروسته چې انسان دنيا ته راشي د دغو سېسټمونو ډېر بنيادي رول او اهميت څرګنديږي.

د آخرت له ژوند سره د دنيا د ژوند نسبت هم له ځينو اړخونو دغه شان دے. په قابليتونو او وړتياو کښې په لږ شان غور سره د انسان په خاصو ظرفيتونو او امکاناتو پوهېدې شوو چې د هغه  توانمنۍ د دې دنيا له حساب کتا سره سمون نه خوري. يعني داسې امکانات په انسان کښې اېښودل شوي دي چې په دې دنيا کښې له ژوند نه د وراخوا دوران لپاره دي. په نورو الفاظو سره ځينې هغه امکانات،استعدادونه يا ځواکونه چې د انسان په اختيار کښې دي يوازې د يو تل پاتې ژوند لپاره پلان شوي دي او هغه د تل پاتې ژوند لپاره ضروري وجودي ظرفيت لري.

کېدې شي په يو ساده مثال سره موضوع لا واضحه شي. يو موټر په نظر کښې ونيسئ چې پکښې زيات پرمختللي سامونه لګيدلي دي. د پېټرولو ټېنکۍ ډکه  او هر څه يې د يو اوږد سفر لپاره اماده دي. خو که يو کس ووائي چې ټاکل شوې ده دغه موټر به يوازې لس ميټرو پورې تګ وکړي نو ټول به حېران شي.ځکه چې هغه امکانات چې دغه موټر يې لري د يو ډېر اوږد سفر لپاره په نظر کښې نيول شوي دي. د انسان قيصه هم داسې ده. يعني دانسان ځواکونه، استعدادونه او قابليتونه له اويا يا اتيا کالو عمر له تېرولونه د ډېر زيات اوږد عمر لپاره په نظر کښې نيول شويدي. دا خپله د هغه په تل پاتې کېدو باندې يو دليل دے.

قرآني آيتونه تاکيد لري چې يوازې د آخرت ژوند باقي او تل پاتې دے. يعني که تاسو داسې يو څيز غواړئ چې تل پاتے والے ولرئ نو د آخرت په لټه کښې اوسئ. په دې اړه د سورۀ اعلی په شپاړسم او اولسم آيتونوکښې فرمائي: « بلکه (تاسو) د دنيا ژوند ته ترجيح ورکوئ، او حال دا چې آخرت غوره او تل پاتې دے.»

انسانان اکثر آخرت ته کمه پاملرنه کوي. کله د دنيا حُب لکه له مال سره مينه،د مقام غوښتنه،لذت پرستي، د اوچت والي لټونه، او د انتقام غوښتنه، د انسان په وجود کښې داسې رخنه کوي چې حتی له هغه څخه د صحيح تشخيص قوت اخلي. په نتيجه کښې د بدو او ناخوښو کارونو مرتکب کيږي. په اسلامي روايتونو کښې د دنيا حُب د ټولو ګناهونو د سرچينې په توګه ګڼل شوے دے. دا يوعيني حقيقت دے چې په ځلونو مو د مفسدانو او ورانکارو د ژوند په حالاتو کښې په غور کولو سره آزمائلے دے. قرآن مجيد خلق له دنيا سره له زيات زړۀ لګولو ويرولي او منعې کړې دي  چې نه ښائي چې انسان ورسره زړۀ وتړي او مينه ورسره پېدا کړي.

 

ټیګونه