Jul 31, 2019 12:50 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو ۱۸۹

د اسلام وپیژنو لړۍ په دې برخه کښې هم د معاد بحث پر مخ بیایو. په تیر پروګرام کښې مو د معاد د دلایلو په څیړنه کښې تل ژوندي پاتې کیدو ته د انسان د ګروهنې څیړنه وکړه. اوس د تیر مطلب په دوام کښې د معاد د نورو دلایلو جاج اخلو.

د معاد یو دلیل د متعال خدای جل جلاله حکمت دی. نړۍ او انسان د خدای له خوا پنځول شوې دي او هغه لوې ذات په خپل بې پایانه حکمت سره نړۍ په یو داسې ډول خلق کړې چې د انسان لپاره کمال ته د رسیدو لارې هوارې شي. که د انسان ژوند په هم دې دنیا پورې محدود وي نو بیا خو دا پوښتنه رامینځته کیږي چې خدای تعالی ولې خپل مخلوق پنځوي او بیا یې له مینځه وړي؟

د مثال په توګه که یو تکړه نقاش د ډیر وخت په لګولو سره یو ښایسته او ویاړمن هنري اثر جوړ کړي او بیا یې نابود کړي نو آیا ویلی شو چې دغه نقاش د روغ او سالم عقل خاوند دی؟ جوته ده چې هیڅ عقلمند او هوښیار انسان داسې بې ګټې کار نه کوي.

**

خدای تعالی جل جلاله د خپل علم او حکمت له مخې د هستۍ نظام او کائنات وپنځول او په دې دومره سترو کائناتو کښې یې هیڅ څیز بې هدفه نه دی پریښې. د کائناتو هره یوه ښکارنده په خپلې خاصې طریقې د بدلون او خپل غوره کمال ته د رسیدو په حال کښې ده. د عالَم د موجوداتو او مخلوقاتو ترمینځ انسان هم د پنځون د غوره مخلوق په توګه باید مطلوب کمال ته ورسیږي. داسې ښکاري چې د دې پراخې نړۍ په مینځ کښې یو لوې بورډ لګیدلی چې فاینل هدف پرې لیکل شوی چې په دا ډول دی: (د انسان وده او بشپړتیا او تکامل).

**

لکه څنګه چې یو ماشوم د خپلې مور په خیټه کښې په لنډمهاله ژوند کښې یولړ پړاؤنه تیروي څو د دنیا ژوند ته د راتلو لپاره تیار شي، انسان د دنیا په ژوند کښې هم له یولړ مراحلو او سریزو په تیریدو سره د آخرت نړۍ ته رسیدو ته چمتو کیږي. یوې برترې او بشپړې شوې نړۍ ته چې له بیلابیلو اړخونو، زمون له مادي دنیا بدله ده. هغه دنیا چې ټول شیان یې ژوند لري او پوره ژوند پرې واکمن دی. هغه عالَم چې حتی ماده او جسم، جنت، باغونه او میوې او هم داشان دوزخ او اوور یې هم له ژونده برخور دي.

**

خدای تعالی حکیم دی یعنې هیڅکله عبث او بې فایدې کار نه کوي. د هغه ټول کارونه د هوښیارۍ دي. د خلقت نړۍ او کائنات د هغو په ټول عظمت او عجیبه توب سره په نظر کښې ونیسئ. دا نړۍ چې د هرې ذرّې دننه او بهر یې د پرودګار د علم، تدبیر او حکمت نښې لیدل کیږي. څنګه منلی شو چې د دې دومره تدبیر او بې مثاله تخلیق پاې، فنا او له مینځه تلل دي؟ آیا د کائناتو د دې ستر سیسټم د پنځول هدف چې تنه پوده یې په پوره مهارت او ځیرتیا او نظم او ترتیب سره اوبدل شوې، هم دا د ژوند یو څو محدودې ورځې او بیا نابودیدل دي؟ که مونږ پر نړۍ له واکمنو اصولو څخه د تکامل په قانون پوه شو نو آیا امکان شته چې د دې تکامل او بشپړتیا پاې، فنا او نیستي ده؟

**

قرآن کریم په خپلو ځینو آیتونو کښې د معاد د مسئلې یادونه کوي چې د خلقت کتاب د معاد له زرینې پاڼې پرته بې ارزښته دی. یعنې که معاد او قیامت نه وي نو د انسان پنځون عبث دی. ځکه چې د دې دنیا ژوند سره د هغو ټولو تشکیلاتو، سریزو او پروګرامونو چې خدای پاک ورته برابر کړې دي، که یوازې د هم دې یوڅو ورځو لپاره وي نو عبث او بې معنا او د الهي حکمت خلاف دی. په حقیقت کښې هغه کس عبث او بې معنا کار کوي چې جاهل یا کمزوری او ناتوانه وي او یا په خپله باطل او عبث وجود ولري. خو خدای پاک چې د کمال ټول صفتونه په کښې راغونډ شوې دي او د ټولو کائناتو مالک او واکمن دی، څنګه ممکنه ده چې خلقت او پنځون یې عبث او بې هدفه وي.؟

**

آیا باور کیدی شي چې د خلقت د ستر نظام ا د هغه د سترې ښکارندې هدف چې انسان نومیږي، دا دی چې هغه یو څو ورځې په دې دنیا کښې تیرې کړي، کړاؤنه او مصیبتونه وزغمي، د ژوند تراخه او خواږه وڅَکي، وخوري، وڅکي او خوند واخلي او ناڅاپه هر څیر پریږدي او په مرګ سره یې دوسیه د تل لپاره بنده شي؟ نو که په رښتیا هم داسې وي نو آیا خلقت مهمل او عبث نه دی؟

**

حقیقت دا دی چې د انسان خلقت فضول او عبس کار نه دی بلکې د خلقت موخه، هغو کمالاتو ته د انسان رسول دي چې د هغه له منزلت او موقعیت سره ښايي. له یوې خوا یوازې د طبیعت نړۍ او د انسان دنیاوي ژوند، هغه، هغه کمالاتو ته چې د ده له شان سره ښايي، نه شي رسولی. ځکه چې دا نړۍ لنډمهاله او زر تیریدونکې ده حال دا چې انسان ابدي ژوند ته سخته ګروهنه لري او البته چې د ابدي ژوند قابلیت او وړتیا هم لري.نو بس د الهي حکمت په غوښتنه، د انسان د خلقت هدف باید پوره شي او هغه خپلو وړ کمالاتو ته ورسیږي. بې شکه چې د دې هدف پشپړ پوره کیدل په دې دنیا کښې امکان نه لري نو بس ضروري ده چې د انسان ژوند له مړینې وروسته هم دوام ولري څو خپل مطلوب کمال ته ورسیږي.

نو بس ویلی شو چې د آخرت په دنیا کښې تل پاتې او ابدي ژوند د دنیا زر تیریدونکې زندګۍ ته حقیقي معنا او مفهوم ورکوي. امام علي علیه السلام د دې دنیا ژوند لنډمهاله او په بله وینا د تیریدو ځاې او آخرت د انسان د ابدي پاتې کیدو ځاې معرفي کوي. هغه حضرت فرمايي: دنیا د تیریدو خونه او آخرت د اقامت او پاتې کیدو ځاې دی.

قرآن کریم د مومنون د مبارکې سورې په ۱۱۵ آیت کښې دې ټکي ته اشاره کړې او فرمايي: (آیا فکر کوئ چې مونږ تاسو عبث پیدا کړي یئ او زمونږ لورې ته به نه راستنول کیږئ؟)

د دې آیت له محتوا پوهیدی شو چې که له مړینې وروسته د خدای په لور ستنیدل نه وی او د انسان ژوند په مړینې سره ختمیدی نو د هغه لوې ذات خلقت عبث او فضول و.

**

د قرآن په منطق کښې د قیامت د نشتوالي په فرض کولو سره، نه یوازې د انسان خلقت بلکې د طبیعت د ټولې نړۍ خلقت به یو باطل او عبث کار وي. همهغه ډول چې د سوره حجر په ۸۵ آیت کښې فرمايي: او مونږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کښې دي، بې له حقه ونه پنځول او قیامت خامخواه راتلونکی دی...

پر اسمانونو او ځمکې واکمن نظام حساب شوی دی او د هغو د پنځولو هدف حق دی. په هم دې وجه دا حیرانونکی نظم او دقیق او منظم خلقت د دانا او توانمن پنځونکي په شتون باندې یو روښانه دلیل دی. دا مبارک آیت له دې ټکي وروسته چې د ځمکې او اسمانونو او هغه څه چې د هغو په مینځ کښې دي، پنځون په حقه دی، بې له ځنډه د قیامت جوت والي او حتمي والي ته اشاره کوي. د ځمکې او اسمان د خلقت حق والی په خپله په دې ټکي باندې یو دلیل دی چې قیامت به راځي، ګني نو خلقت عبث دی. یعنې د خلقت هدفمن والی په دې کښې دی چې ورپسې قیامت او آخرت وي.

په بله وینا که قیامت نه وي نو د انسان او جهان د پنځولو اصل به بیکاره او فضول وي. دا آخرت دی چې دنیا ته معنا او ارزښت ورکوي ځکه چې په اصولي توګه په هر حرکت کښې مقصد او منزل، هغه ته معنا او ارزښت وربخښي.

نو بس د خدای تعالی بې پایانه حکمت ته په پام سره ضروري ده چې له دې مادي دنیا وروسته یوه بله دنیا شتون ولري څو د خلقت هدف پوره شي.

**

قرآن پاک د دخان د مبارکې سورې له ۳۸ نه تر ۴۰ پورې آیتونو کښې دې ټکي ته اشاره کوي چې دنیا عبث نه ده پيدا کړی شوې بلکې په حقه پنځول شوې ده، او فرمايي:

(مونږ اسمانونه او ځمکه او څه چې د دوي تر منيځ دي په لوبو(عبث)  نه دي پيدا کړې. دا دواړه مو يواځې په حق (سم تدبير سره) پيدا کړي دي. خو ډېر په کښې نه پوهيږي.

بيشکه چې (له حقه د باطل) د بيلتون ورځ (قيامت) د هغوي ټولو وعده ده).

د قرآن پاک له دې مقدسو آیتونو څخه پوهیږو چې خدای تعالی فرمايي: مونږ په پنځولو کښې نه لوبې کوو او نه کوم کار بې هدفه او عبث ترسره کوو او نه سرسري موخې او ساعت تیری کوو. بلکې خلقت په حقه دی او د دې سیسټم د حق والي تقاضا ده چې یو معقول هدف ولرو او هغه د بلې دنیا له شتون پرته ممکن نه دی.

**

خو کوم کسان چې د هستۍ عالَم ته له یوې بلې زاویې ګوري او په قیامت او له مرګ نه په وروسته ژوند باندې عقیده نه لري، بلآخره بې هدفۍ او پوچ پالنې ته مخه کوي. هغوي د انسان ژوند په هم دې دنیاوي ژوند پورې محدود ګڼي او د نړۍ لپاره د فاینل هدف قائل نه دي. ماديت پالان په دې باور دي چې د بشریت قافله په دې دنیا کښې دغه شان سرګردانه، حیرانه او پریشانه پریښودل شوې ده او بې له کوم هدفه روانه ده. په هغو کښې کله کله ځیني کسان د روحي کمزورۍ او په ژوند کښې د مینځ تش والي د احساس په وجه خودکشۍ ته مخه کوي ځکه چې له دې تکراري او بې هدفه ژونده ستومانه شوې وي.

**

متعال خدای د ص سورې په ۲۷ آیت کښې فرمايي: او مونږ اسمان او ځمکه او څه چې يې تر مينځ دي په باطله (بې ګټې) نه دي پيدا کړي دا (بې ګټې پيدا کول) د هغه کسانو ګمان دے چې کافران شوي دي نو افسوس او هلاکت دی د هغه کسانو لپاره چې (د دوزخ) له اوره منکر دي.

دا مبارک آیت د الحادي مکتبونو د منونکو نظریې ته اشاره کوي چې نړۍ پوچه او عبث ګڼي حال دا چې په توحیدي نظریې کښې دنیا ډیر ارزښتناک او هیله منونکي اهداف او موخې لري او له سره ممکنه نه ده چې حکیم خدای دا ستره نړۍ عبث او بې هدفه پنځولې وي. بلکې دا نړۍ لاسترې او ابدي دنیا ته د تللو لپاره یو دهلیز او لاره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه