Aug 28, 2019 16:27 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ، په دې شیبو کې د اسلام وپيژنو لړۍ له یو بل ۱۹۱پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو او تیرې موضوع یعنې د معاد او آخرت بحث ته دوام ورکوو. په دې پروګرام کښې د روح او بدن او د هغو د اړیکې په هکله غږیږو، نو راسره مله ووسئ.

لکه څنګه چې مو د دې لړ ۍ په تیر پروګرام کښې وویل، د دین په منطق کښې مرګ نه یوازې نابودي نه ده بلکې د تل پاتې توب او ابدي ژوند په لور یوه دریمڅه ده. په دې وینا، مرګ یا مړینه د دې دنیا د ژوند پاې او په یوه بله دنیا کښې د نوي ژوند پیلامه ده.

ومو ویل چې قرآن کریم د مرګ په هکله یو ځانګړی تعبیر لري او په څوارلسو آیتونو کښې یې د د مرګ په هکله د (توفّي) کلمه کارولې ده. د توفي معنا په بشپړه توګه او بې له کمي زیاتي د یو څیز سپارل دي. مړینه د قرآن له نظره سپارل کیدل دي په دې معنا چې انسان د مرګ په وخت په خپل ټول شخصیت او حقیقت سره د خدای پاک مامورانو ته سپارل کیږي او هغوي یې ترلاسه کوي. په قرآن کریم کښې د زمر د مبارکې سورې د ۴۲ آیت په یوه برخه کښې لولو: خدای تعالی د مرګ په وخت د انسانانو روح په بشپړه توګه بیرته اخلي.

دې آیت ته په پام سره پوهیدی شو چې مرګ، نشتوالی او نابودي نه ده بلکې له یو جهانه بل جهان ته منتقلیدل دي. جوته ده چې د انسان مادي جسم او د بدن اندامونه بلې نړۍ ته نه سپارل کیږي. خو د انسان وجودي حقیقت چې د هغه روح دی، په بشپړه توګه اخیستل کیږي او بل جهان ته منتقل کیږي.

 د روح د اسرارو په لړ کښې د پوهانو له خوا مختلف نظرونه مطرح شوې دي. د انسان د پوهې تاریخ ښودنه کوي چې د روح مسئله او د هغه حیرانونکې ځانګړتیاوې تل د پوهانو د پاملرنې وړ پاتې شوې دي. هغوي تر خپله وسه هڅه کړې چې د روح اسرار آمیز او له رمز و رازه ډک چاپیریال ته لاره پيدا کړي او د روح او د هغه د ماهیت په هکله یې مختلف نظرونه وړاندې کړې دي. په هر حال د روح ګوهر، د خلقت له عجایبو څخه د یو په توګه له هغه څه سره چې په مادي دنیا کښې مو ورسره مینه پيدا کړې ده، ډیر فرق لري. که څه هم د عقل په تیز نظر سره کولی شو چې پرې له واکمنو کلّي نظامونو او اصولو سره ترڅه حده پوه او خبر شو.

              مونږ ټول دغه موضوع درک کوو چې له بې خوده موجوداتو سره حتی له بوټو  سره فرق لرو ،مونږ فکر کوو ، فیصله کوو ، داختیار اوارادې خاوندان یوو  او عشق او  نفرت کوو ،خو بوټي او  کاڼي هیڅکله هم دغه وړتیاوې نه لري . ځکه  دمونږ  او دوي ترمینځ   یو اساسی فرق شته او دا هغه شی دی چې  انسانی روح ئې ګڼو .

 الهي فلسفه  باوري ده له هغو موردونو پرته چې  دانسان بدن جوړوي ، په هغه کې حقیقت او یوه بله ملغلره نغښتې ده چې د مادې له جنسه نه ده ، خو پر بدن ئې نیغ په نیغه اغیزې شته دي،اوهغه د انسان روح دی.روح چې  ماوراءطبیعي حقیقت دی،په دایمي توګه دمادې له نړۍ سره ارتباط لري ،خو  دمادې خواص او خاصیتونه نه لري .

        قرآن کریم ،د روح  ماهیّت  یو  داسې ناپيژندل شوی حقیقت معرفي کوي، چې د هغه په بشپړ پيژندګلوۍ کې د انسان لاسونه لنډ دي او دهغه دبشپړ پيژندګلوۍ توان نه لري .  نو ځکه کله  داسلام له ګران پيغمبر(ص)څخه د  روح دحقیقت په باب پوښتنه کیږي ،نو په همدې باب دقرآن کریم د اسراء سورې  په پنځه اتیایم  آیت کې  راغلي دي ، :: او له تا د روح په باب پوښتنه کوي،ورته ووایه  روح دما دپروردګار یو امر دی او  تاسو ته ئې له علم او پوهې ډيره لګه برخه   درکړې ده  . ::::

               د انسان روح،  دی له حیواناتو بیّلوي . دانسان فعالیتونه ، دهغه له روحه سرچینه اخلي . انسان د روح په وسیله  په مځکې، آسمانونو او  په ډيرو لیرې کهکشانونون کې سیّل کوي،د پوهو اوعلمونو رازونه څيري او په داسې  کارونو چې پرې نه پوهیږي،غلبه کوي .

بې شکه  د روح جوړښت  د مادې  له جوړښت څخه  فرق کوي  او  پر روح واکمن اصول،پر مادې له واکمنو اصولو  او د هغو  له کیمیائي او فیزیکي خاصیّتونو ورآخوا دي . نو ځکه پیغمبر اکرم (ص) په یوې لنډې او له معنا ډکې جملې کې  فرمائي ؛، روح د امر له دنیا دی  او  یو  رازدار خلقت لري . وروسته بیا فرمائي ؛، له علم او پوهې څځه ستاسو استفاده ، ډيره کمه ده .:::    

په اوسمهال کې  چې  د قرآن کریم  ددغه ځواب څوارلس پیړۍ تیریږي ،  او سره له دې چې  د انسان د علم لمن ډيره پراخه شوې ده ، تر دې دمه انسانانو  د روح  ماهیّت سمه پيژندګلوي نه ده ترلاسه کړې .

              خداوندمتعال  دقرآن کریم   دحجر سورې  په ۲۸ او ۲۹آيتونو کې دانسان په بدن کې  دروح پووکیدا ته اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي،؛او (یاد وساتئ) کله چې پروردګار فرښتو ته ووئيل،زه یو انسان له وَچو،تورو او  بدبودارو خټو راپنځوم ،نو کله مو چې جوړ کړ ،له خپل روحه مو هغه ته ورپوو کړ، تاسو ټول د هغه لپاره په سُجدې  کې پریوزئ:::::

 دا آیت  ښئ چې  انساني بدن ته  د روح پوو کول،یو داسې نوی پنځون دی، چې بدن ئې له مادې سره اړه نه لري ،بلکې یو داسې حقیقت دی چې له نورو مخلوقاتوسره فرق کوي او ورسره هیڅ شباهت نه لري.دا روح،چې د خداوندمتعال له خوا  په انسان کې ورپوو  شوی ،له بدنه یو خپلواکه حقیقت دی چې  له مادي خاصیّته لیرې دی . په عین حال کې په دې معنا  نه دی،چې  بدن او روح له یوه بله جلا دي ،بلکې  له یوه بل سره یو ځاي او نغښتي دي ،خو  له یوه بل سره په ماهیّت کې فرق لري . د ا نسان له بدن سره دروح  تعلق،پر بدن د  روح د حاکمیّت او په هغه کې د تدبیر او واک په اساس ،یو ډول ارتباط او پيوند دی .

             ددینی کارپيژاندو  له نظره،روح، دانسان د وجود اصلی برخه ده . انسان  له هغو ټولو مرحلو سره  چې  د ژوند په پړاؤ کې ئې تیروي،د شخصیّت له وحدته برخمن دی .هغه څه چې د انسان واقعي شخصیّت جوړوي،::: مَن::: یا  ؛زۀ؛(خودي) هغه  حقیقت دی چې  په قرآن کریم کې د  په نفس یا روح سره تعبیر شوی دی . ؛  د انسان ؛؛زۀ؛ یا من د ژوند له پيلیدا راهسې  د عمر تر وروستۍ شیبې پورې یو دی . نننۍ  :زه :  هماغه شل یا دیرش کاله مخکې زه  دی  .

زه له هماغه ماشوموالي تر دې دمه له یوه کس زیات نه یم ، زه ، هماغه کس یم چې درس مې وئيلی دی ، له نورو سره مو ناسته پاسته کړې ده . بیلابیلو سیمو ته مې سفر کړی  او  ارزښتمنې تجروبې مو ترلاسه کړي دي . زما په ژوند کې له ډيرو بدلونونو سره سره ،د ژوندپه ټولو مرحلو کې د ژوند تر وروستیو پورې  یوکس یم  او بل کس نه یم ،په همدې دلیل نور مې  په یوه هویّت سره او په یوې نامې او مشخصیاتو سره  پيژندي .

          باید ولیدل شي ، دا یو واحد وجود چې  د مونږ پر درست عمر ئې سیوری غوړولی ، څه دی ؟ او آیا  هماغه ډول چې  ماده پال ادعا کوي،دمونږ وجود  یوازې  د مونږ دبدن  سلول او یوه برخه ده ؟ په ځواب کې باید ووئيل شي،له علمي نظره ثابته شوې ده  چې که څه هم  هرکال یو ځل د انسان د بدن درست سلولونه  بدلیږي . ځکه  په هر شواروز کط د مونږ دبدن په میلیونونو سلولونه مړکیږي  او دهغو په ځاي نور میلیونونو سلولونه د هغو ځاي نیسي .هماغه شان لکه چې یوه ودانۍ چې سوکه سوکه ئې ښختې له ځایه خوځيږي ، او د هغو په ځاي نوي ښختې کیښودل کیږي . دغه ودانۍ له یوې مودې وروسته  په کلي ډول بدلیږي  ،که څه هم  معمولا څوک د هغو بدلونونوته متوجه کیږي نه . پر دې اساس  ویلی کیدلی شی ،  هغه څوک چې  مثلا دعمر اتیا کلونه ئې تیر شي ، په کرتو  ئې د بدن غړي  بدل شوي دي .

    دلته ستاسو په خدمت کې یو مثال وړاندې کوو . یو کس په شل کنۍ کې  یو جنایت او جرم  کوي او  هغه په شپیته کلنۍ کې نیول کیږي . هغه  ادعا کولی شي ،دهغه دبدن ټول غړي او سلولونه  په دغې مودې کې بدل شوي دي  او زه ، نور هغه انسان نه یم پاتې شوی ، نو ما د تیر وخت د یوه بل کس  دګناه په جرم کې  ولې سزا کوئ ؟.   روښانه ده چې  هیڅ یو عاقل  انسان دغه شان ادعا نه مني ،ځکه  دهغه کس حقیقي  من یا زه یا خودي د عمر په درستې مودې کې ثابته  پاتې شوې ده .

 که  دماده پالو د نظر په اساس،انسان  د هغه په مغزي او عصبي اړو او دبدن په مادي برخو  کې  خلاصه ووینو،نو لکه څنګه چې د هغه د بدن درست  سلولونه او مالیکیولونه  په ژوند کې په کرتو بدلیږي ،نننی انسان هماغه کلونو مخکې انسان نه دی پاتې  او باید  دتیر وخت  دجرمونو  په خاطر دې سزا نشي .  په د اسې حال کې چې  واقعیّت ، څه بل شی دی  او هغه دا چې  له مادی برخو او غړو پرته ، دانسان په درست عمر کې  یو واحد ثابت  حقیقت وجود لري چې د بدن دم ادی غړو په څير  نه بدلیږي  او دانسان د  وجود اساس جوړوي . دا هماغه حقیقت دی ،چې  دانسان پر بدن ئې منګولې ښخې کړي دي  او د  مادي نړۍ  له قوانینو  اغیزمن نه کیږي .

=     یو ځل بیا  دا ټکی یاوو  چې  انسان  له روح اوبدنه جوړ شوی دی .  دانسان بدن ، د مادې  له ترکیباتو څخه دی  او  له مادي قوانینو  پيروي کوي . ماده  په دایمي توګه   د بدلیدو په  حال کې  ده . ماده،یوه اندازه ، شکل ،وزن او حجم لري  او  ځاي ،وخت او عواملو ته  محدوده ده ، دانسان پر بدن  چې مادي دی ، د ناروغۍ ، یخنۍ  او تودوخې ،ځوانۍ ، بوډاتوب  په څير طبیعي او چاپیریالی عوامل پرې  اغیز شیندي  او بلاخره  یوه ورځ  له کاره لویږي  او د ژوند ډیوه ئې مړکیږي   . خو دانسان وجودي حقیقت  چې هماغه  دهغه روح او یا باطن دی ، دمادې له جنسه نه دی  او د مادې له قوانینو پیروي نه کوي . نو ځکه د ورستیدا او  نابودۍ په څير  مسئلې چې  د مادي نړۍ  له خاصیَتونو دي ، پر روح واکمن نه دي .  په همدې دلیل  د بدن په مرګ  او له بدن سره د روح   درابطې په غوڅيدا سره  ، روح هماغه شان  خپل حیات او ژوند ته دوام ورکوي  او  له مادي نړۍ  د آخرت  نړۍ ته  منتقلیږي  . دا موضوع، پخپله  د معاد یا قیامت  په باب دبحث یو اساس دی .

(سیماب)

 

ټیګونه