Sep 24, 2019 15:28 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنئ

له مرګه وروسته د انسان له بدن سره د روح پیوستون غوڅیږی او روح په بله دنیا کی چی عالم برزخ ده خپل ژوند ته دوام ورکوی . همداراز ومو ویل چی انسان له مرګه وروسته د درک ، پوهې ، احساس او ارزو لرونکی دی .

یوې تاریخی پیښی ته په اشارې سره د برزخ بحث تعقیبوو.

په جنګ بدر کی کله چی د اسلام لښکر پر غلیمانو برلاسی شو او د مشرکانو یو شمیر مشرانو ووژل شول ، پیغمبر اکرم ص د هغه کوهی په سر ودرید چی پکی د وژل شویو مړی پرته وو ، هغو په لور یې مبارک مخ واړوه او ویې فرمایل هغه څه چی پالونکی له مونږه سره وعده کړی وه ، ریښتیا وه ، ایا تاسو هم د پالونکی ژمنې سمې وموندلې ؟په دې وخت کی د پیغمبر اکرم ص ځینو یارانو وویل ای د خدای رسوله دا خو مړی دی ، ایا تاسو له مړیو سره خبرې کوئ ؟ ایا دا مړی د تاسو خبرې درک کوی ؟ پیغمبر اکرم ص ورته وفرمایل ، دوی اوس له تاسو ښه اوری .

دا پیښه ښی چی انسان له مرګه وروسته درک او پوهه لری او حتی خبرې اوری .

««««««««««««««««««««««

له مرګه او په دنیا کی د انسان د ژوند له ختمیدا وروسته د هغه د بدن غړی وراسته او تیت پرک کیږی . خو د هغه روح په عالم برزخ کی د هغه لطیف بدن سره تعلق پیدا کوی چی ډیرې مادی کمزورتیاوې نلری . لکه څرنګه چی هغه بدن د انسان له دنیاوی جسم سره ورته والې لری ورته مثالی بدن ویل کیږی .

 د مثالی بدن جنس ماده ندې یعنی جرم ، جسم ، ماده ، وزن او ژورتیا نلری خو د مادی څیزونو له ځینو ځانګړتیاو لکه شکل او  اندازې برخور وی  او په دغو ځانګړتیاو کی د وګړی طبیعی بدن ته ور ته دی .

««««««««««««««««««««««

له مثالی یا برزخی بدن د روښانه انځور د موندلو لپاره د ځینو هغو وضعیت ته اشاره کولې شو چی اسنان یې په خوب کی وینی . بی شکه په خوب کی شکلونه مادی ندی ، کوم ځای نه نیسی ، جرک او وزن نلری ، په عین حال کی شکل او اندازه لری او د هغو شکلونه د مادی اجسامو په شان دی . شکلونه په عالم برزخ کی په همدې ډول دی .

مثالی بدن له هغه انځور سره چی انسان یې په اینې کی وینی ، پرتله کیدلې شی . په اینه کی د انسان څیره بیخی هغه په شان ده خو دا د هغه مادی بدن نه وی . همدغې ځانګړنې ته په پام سره انسان په خوب کی خپل مور او پلار ، دوست یا نږدې کسان په هماغه شکل کی وینی چی په دنیا کی یې لیدل .

««««««««««««««««««

انسان په عالم برزخ کی د همدغه دنیاوی جسم په چوکاټ کی ظاهریږی او د هغه مثالی بدن په دنیا کی د هغه د جسم په شان وی ، نو ځکه نور هغه په هماغه شکل چی په دنیا کی یې درلود ، پیژنی .  له هغه د هغو وګړیو حال احوال پوښتی چی کلونه مخکې یې په دنیا کی پیژندل . هغه هم په متقابلا توګه په هغه دنیا کی خپل خپلوان او دوستان پیژنی .

««««««««««««««««««

په عالم برزخ کی ژوند په دې ډول دی چی روح له مادی قید  و بند او تعلقاتو ازادیږی . هماغه ډول چی د خوب په عالم کی د انسان لپاره ځای او وخت مطرح ندی ، او هغه په یوه شیبه کی مختلفو ځایونو ته سفر کولې شی  ، په عالم برزخ کی هم هغه په اسانتیا سره په مثالی بدن سره تګ راتګ کوی .

لکه څرنګه چی په عالم برزخ کی په مثالی بدن سره ژوند کوو او روح ورسره تعلق لری ، هم خوشحالئ او هم د قبر فشار او عذاب په مثالی بدن سره ترسره کیږی . دغه ډول ژوند تر قیامته دوام لری ، خو د قیامت په رارسیدا سره وضعیت بدلیږی . په قیامت کی د عظیم و برتر خدای په اذن د بدن تیت پرک ذرات راغونډیږی او د انسان بدن بیا پنځول کیږی او دې وخت د انسان روح بدن ته ستنیږی .

««««««««««««««««««

د قبر عالم د اخرت د سفر لومړنې منزل او ځای دی چی له هغه ځایه دنیا ته د ستنیدا لاره نشته دی . کله چی وګړې له دنیا سترګې پټوی او بدن یې په قبر کی کیږدوی نو دا هغه تر ټولو سخت حالت دی چی هر انسان یې تجروبه کوی . د قبر لومړی شپه حتی د مومنو او پرهیزکارو انسانانو لپاره سخته ده . په عین حال کی انسان کولی شی چی په ښو عملونو ، نیتونو او باورونو سره د هغې شپې کیفیت د ځان لپاره بدل کړی او د هغه اضطراب او وحشت کم کړی .

««««««««««««««««««

د قبر د لومړۍ شپې مهمه بیښه د پرښتو پوښتنه ده . دوې پرښتې چی خاص هیبت لری ، د تازه وفات شوی کس د ایمان ، اعتقاداتو او عملونو په اړه پوښتنه کوی . یوه ښې اړخ ته او بله کیڼ اړخ ته  او په یوه بل پسې پوښتنې مطرح کیږی .

ځینې شناندی په دې نظر دی چی په برزخ کی د انسان ژوند  د هغه چا په شان دی چی په دنیا کی د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره  هغه یوه قضایی ادارې ته غوښتل شوی وی او ورڅخه پوښتنې او پلټنې کیږی  تر څو دوسیه یې بشپړه شی . هغه هم په تمه دې چی د محاکمې ټاکل شوی وخت راورسی .

«««««««««««««««««««««

حضرت امام سجاد علیه سلام د مرګ او قبر د پوښتنې په اړه خبرداری ورکړی او فرمایی ، ای د ادم اولاده چی غافل یې خوله تا غافل ندی ، مرګ په ډیره بیړه رارسی  ، تا له ځان سره وړی او د مرګ پرښته له تا روح اخلی او یوازې قبر ته ځئ او د پوښتنې پرښتې د سخت امتحان او پوښتنې لپاره تا ته راځی .

هغه حضرت فرمایی ، لومړنۍ پوښتنه د هغه خدای په اړه ده چی د هغه عبادت کوئ او هغه پیغمبر چی تا په لور لیږل شوی وو او هغه دین چی ورباندې پایبنده وی او هغه کتاب چی لوستل  دی ، او هغه امام چی ولایت  د یې منلی وو او د هغه حکم دی منه ، همداراز د عمر په باره کی پوښتنه کیږی چی څرنګه دی تیر کړ او د تا له شتمنو او اموالو پوښتنه کوی چی له کومې لارې ته ترلاسه کړی  او څرنګه دی ولګوه . امام سجاد ع په دوام کی فرمایی په ځان فکر وکړه او له پوښتنې مخکې د قبر په لومړۍ شپه د ځواب لپاره تیار کړه .

««««««««««««««««««««

څرګنده ده چی دغه موردونه  هغه اساسی پوښتنې دی چی د هر انسان په وړاندی په درست عمر کی نه یوازې له مرګه وروسته ، موجودی دی ، په بله وینا د دغو پوښتنو په اړه په تفکر او غور سره انسان د ژوند سمه کړن لاره پیدا کوی .البته که څوک د هغه څه په وړاندی چی پرښتې یې د هغه د عقایدو په اړه پوښتی ، سم ځواب ورکړی او ووایی چی خداوند زما پالونکی ، اسلام زما دین او محمد ص زما پیغمبر دې ، نو پرښتې ورته وایی خدای تعالی تا په هغه څه کی چی خوښوی یې ، ثابت قدم وساته .

«««««««««««««««««««««««

که ایمانداره کس د حق لاره په سمه وپیژنی  او د پیغمبر اکرم  ص او د دین د پیشویانو د تعلیماتو ریښتونکی پیرو وی ، د پالونکی په عنایت په ژبه یې د حق وینا جاری کیږی او د پرښتو ځواب په ښه ډول ورکوی  ، داسې کس له ژغورل شویو دی . په دې وخت کی هغه دوې پرښتې په ښکلیو څیروسره هغه  ته د جنت د نعمتونو ځیرې ورکوی او تر هغه چی سترګې  یې کار کوی ، قبر یې پراخوی او له دې وروسته هغه په نعمت او ارامښت کی وی . خو که وفات شوی کس له کافرانو او سرکشو وی نو هغه دوې پرښتې د هغه په وړاندی په ډیرو ویرونکیو او غوسه ناکو څیرو سره ظاهریږی . هغه په دې دلیل چی د حق له لارې منحرف شوی او درست عمر په غلطه لاره لاړ دې ، د پرښتو پوښتنو ته ځوابونه نشی ورکولی او پرښتې ورته د اور وعده ورکوی . د هغه لپاره قبر یود  تورتم ،تنهایی او وحشت ځای دی  او په کړاو او عذاب کی وی . په همدې دلیل امام علی علیه سلام خپل بچی ته په یوه لیک کی لیکی ، قبر یا د جنت له باغونو یو بوستان او یا د دوزخ د اور له ګودالونو یو ګودال دی .

«««««««««««««««««««««««

په اسلامی متونو او سرچینو کی ځینې هغه عوامل چی د انسان د رنج او عذاب یا په عالم برزخ کی د هغه د اسایش او نیکمرغۍ سبب کیږی ، اشاره شوی ده . ځینې هغه عوامل چی د برزخی کړاو او عذاب زمینه برابروی ، د لمونځ سپک بلل ، د کمزورو او بیچارګانو مرسته نه کول ، بدرد ویل او یوه بل ته د خبرو رسول ، له میرمنې او خاوند او کورنۍ سره بدخلقی اود هغو خپه کول .

«««««««««««««««««««««««««««

له بلې خوا ځینې هغه عوامل چی په برزخ کی د انسان د خوشبختۍ سبب کیږی ، په دې ډول دی ، د خدای په لاره کی شهادت ، د لمونځ ادا کول  او هغه خیراتونه او ډالۍ چی له دې دنیا د امواتو لپاره استول کیږی ، ځکه چی د مړیو لپاره د بخښنې غوښتل او استغفار  په عالم برزخ کی د هغو د روح د ښادی او هوسا سبب کیږی . امام جعفر صادق علیه سلام فرمایی ، هماغه ډول چی ژوند په ډالیو خوشحالیږی ، مړی هم په ترحم او استغفار چی هغو لپاره کیږی ، خوشحالیږی .

په دې اړه رسول ا... مبارک فرمایی ، مړې په قبر کی د هغه چا په شان دی چی د ډوبیدو په حال کی دی او هره شیبه د مرستې د ترلاسه کولو په تمه دی او کله هم دنورو دعا ته یې سترګې نیولی دی . همدغه چی متوجه شی کوم کس د هغه په حق کی استغفار او د خیر دعا کړی ده ، له دې زیات خوشحالیږی چی ټوله دنیا ورته ورکړئ .

««««««««««««««««««««««««««

نور ژغورونکی عوامل د پیغمبر اکرم او د هغه حضرت د اهل بیتو مینه او ولایت دی . د رسول ا... مبارک په وینا له هغه او د هغ له اهل بیتو سره مینه او محبت په اوو سختو ځایونو کی د انسان ژغورونکی ده . یو پکې په قبر کی او هغه وخت دی چی  له انسان د پرښتو په وسیله پوښتنې ګرویژنې کیږی .

 

 

 

ټیګونه