Sep 24, 2019 17:38 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې دامریکا ځيني مهمو خبرونو خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه وړاندې کوو ،هیله ده تر استفادې لاندې ئې ونیسئ

*/*/*/*/*/    د وسلو د کنټرولولو دنوو قوانینو  د لاسلیک کولو لپاره  له ټرمپه د ډيموکراټو مشرانو غوښتنه */*/*/*/*/    د ټرمپ  د و لسمشرۍ په پړاؤ کې د امریکا د بودجې بې مخینې خساره*/*/*/*/*/     د ونزویلا په ضد امریکا نوی بندیزونه */*/*/*/*   او دعربستان  په آرامکو تاسیساتو  دحملې په پلمه  دایران په ضد دباؤنو  دزیاتولو لپاره د ټرمپ د حکومت نوي پلمې  په تیرې اونۍ کې دامریکا ځيني مهم خبرونه ؤ او  اوس مو هم رابولوو ،تحلیلی برخې ته . */*/*/*//*/*/*/*/*/ 

               د  امریکا دکانګرس مشرې میرمن نینسی پلوسي  او ددغه هیواد په مشرانو جرګې کې د ډيموکراټانو  مشر چاک شومر  دستمبر په پنځلسمه نیټه  په یوې اعلامیې  د امریکا  له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه  وغوښتل ،  د اجرائي کیدا لپاره دې  د وسلو  د خرڅولو دکنټرول په باب  په کانګرس کې  تائید شوي قوانین لاسلیک کړي . دغه قوانین ، د وسلو د اخستو  یا د مالکیّت د منتقلولو  لپاره  د کسانو د مخینو  ارزونې پراخوي  او  د وسلو د خرڅلاؤ  د کنټرولولو په زمینې کې  لومړي مهم محدودیتونوه  شمیرل کیږي . ټرمپ ګواښ کړی دی ، هردواړه مسودې به ویټو کړي . د ډيموکراټانو  اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي چې درست امریکایان  په درست هیواد کې د ډزو له امله  دمرګ ژوبلو په زیاتیدا  غوسه شوي دي . تیره میاشت  په ډیټن ، اوهایو  او آل پاسور کې  د ډزو په درو موردونو کې ۳۱کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

Image Caption

 

               میرمن پلوسي او شومر  پخپلې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ، مونږ  ولسمشر  ته توضیح  ورکړې  د کانګرس  داستازو له خوا تصویب شوي هر وړاندیز پرته  چې  دکسانو دمخینو د ارزونې  په باب ئې تصویب کړي ، د ولسمشر  له خوا  هر یو وړاندیز به خپلې موخې ته ونه رسیږي ، ځکه  خطرناک موردونه به هماغه راز باقي  پاتې شي  او  هغه کسان چې باید وسله  ونه  لرل شي ، بیا  هم  وسلو ته لاس رسی درلودلی شي .

Image Caption

 

 په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دی ، مونږپوهیږو، ددې لپاره چې  د خلکو ژوند وساتل شي ، مشرانو جرګه باید  دغه پلان تصویب  او ولسمشر ئې  هم لاسلیک کړي . مونږ حتی  ولسمشر ته ژمنه ورکړې ده ، که هغه دغه قانون لاسلیک کړي و او سناتور مک ډانل   دهغه څه اجرا ته چې    کانګرس تصویب کړي ،  پابندکړړي ،  مونږ  په سپینې ماڼۍ کې ددغه قانون د لاسلیک کونکي تاریخي دستورو کې ګډون کوو .:::

           په امریکا کې د وسلو د ګرځولو له امله  دتاؤتریخوالو  او مرګ ژوبلو زیاتیدا  هماغه شان یوه داسې جدي ستونزه ده چې  تر دې دمه په دغه هیواد کې مطرح شوی یو سیاست هم نه دی توانیدلی ، په وروستیو اوو کلونو کې ، دغه مشکل حل کړي دغه احصائې او شمیرنې ښئ چې د ۲۰۱۹کال په لومړنیو نهو میاشتو کې   ټول ټال  درې سوه ځله ډزې شوي دي .

د امریکا د خزانې وزارت  احصائې ښئ چې  د لومړي ځل لپاره په وروستیو اوو کلونو کې د ۲۰۱۹کال په اګست کې د امریکا د حکومتي بودجې  خساره  له یوه ټریلیّن ډالرو اوښتې ده .په دغې میاشتې کې د فیډرل حکومت د مخارجو اندازه د عایداتو له اندازې دوه سوه څوارلس اعشاریه یو میلیارډ ډالر  زیاته ده . د اعلان شوي  احصایو په اساس، له ۲۰۱۷کال راهسې تر دې دمه  مالیاتي عایدات ، د یو اعشاریه پنځه  ټریلیّن ډالرو  کمښت سره  یو ځاي وو.. د بودجې دخسارې  د  زیاتیدا  ددلیلونو  یوه برخه،  په پوځي او روغتیائي برخې کې  د لګښتونو وده  اعلان شوې د ه . د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپد ۲۰۱۶کال   د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په کمپاین کې  ژمنه ورکړې وه چې  امریکا د هغه د بریالیتوب په بڼه کې ، د پورونو  له زیاتیدا پرته  په اقتصادي سوئې  کې  دمنلو وړ ودې ته رسیږي ، خو اوس  د تیر کال په نسبت  د اقتصادي ودې  پر سستیدا سربیره ، دحکومت  د بودجې خساره  هم تر کم ساري سویو پورې رسیدلې ده .  امریکا په تیر کال کې  د بودجې  اوه سوه نهه اویا میلیارډډالري بودجه  درلودلې ده . دامریکا  پورونه هم  واک ته د ټرمپ  له رسیدو راهسې تر دې دمه  مخ په زیاتیدا ده ، تر دې چې  اوس  دغه اندازه  له دوه ویشت اعشاریه  پنځه  ټریلیّن ډالرو هم زیاته شوې ده . دغه اندازه پیسې د ټرمپ د ولسمشرۍ  د پړاؤ له پیلیدا راهسې  څه دپاسه  دیارلس فی صده  زیاتوالی ښئ.  په  عین حال کې  ښې اقتصادي  ودې ته په پام سره،له تیر کال سره په پرتله کې په امریکا کې د د اخلی اوومو  تولیداتو  پورونه  په محسوس  ډول کم شوي دي  او  په ۲۰۰۹کال  کې  له نهه اعشاریه اتو فی صدو څخه  په ۲۰۱۹کال کې پنځو فی صدو ته رسیدلي دي .

ډونالډټرمپ  د یورو په سیمې کې  دګټو د  اندازې  کمیدا ته په اشارې سره ،  د ریزرؤ فیډرل  چارواکو څخه غوښتي دي څو د اروپا د مرکزي بانک  سیاستونه دې بیلګه وګرځوي  او د ګټو د انداز ه تر صفر یا منفي سوئې  ته  په کمولو سره  دې  د امریکا  داقتصادي ودې  له پیاوړي کولو او دپورونو د بحران دلاښه کولو مدیریّت کونې سره مرسته وکړي .

Image Caption

 

وئیل کیږي  چې ټرمپ به  د امریکا د پورونو دکمولو لپاره  د مرکزي بانک  په تمه ونه ووسي  او د پورونو دبحران د مدیریّت کولو لپاره به له هر آوزار څخه استفاده وکړي . دا په داسې حال کې دي چې  د اقتصادي شناندو  په وینا، تمه کیږي څوتریوې لسیزې پورې   هرکال د امریکا پورونو ته به یو ټریلیّن ډالر وزیات شي ، چې  په  داسې بڼه کې  به  د امریکائي  سیاستوالانو لپاره په یوه جدي چیلنج بدل شي .

                  د امریکا خزانې وزارت د ستمبر په اولسمه نیټه  د کاراکاس په ضد د واشنګټن  دغلیمانه اقداماتو په دوام کې  له ونزویلا سره  اړونده درې شخصیتونه او  شپاړس موسسې بایکاټ کړې .

 د امریکا  خزانې وزارت  له دې مخکې هم په کرتو  د ونزویلا ځیني اورګانونه او شخصیتونه   بایکاټ کړي  وو . امریکا  په وروستیو څو میاشتو کې د ونزویلا  د حکومت دمخالفانو په ملاتړ سره  ددغه هیوادد قانوني  ولسمشر نیکلاس مادورو  په نسکورلو پسې شوې ده . د ونزویلا دحکومت د اپوزیشن مشر  خوان ګوائيډو د جنورۍ په ۲۳نیټه  د امریکا او دهغې دمتحدانو په ښکاره  ملاتړ سره ، ځان د ونزویلا ولسمشر  وبالۀ. یو داسې اقدام چې  د ونزویلا حکومت او  ملت دا د ولس د ټاکل شوي ولسمشر نیکولاس مادورو  په ضد یوه کودتا وبلله.  امریکال  د ډونالډټرمپ  دو لسمشرۍ په پړاؤ کې خپلې ټوله هڅې ، د ونزویلا دکیڼ پال حکومت  او ددغه هیواد د ولسمشر نیکلاس مادورو پر نسکوریدا او د مخالفانو دمشر خوان ګوايډو  پهمشرۍ  د امریکا د لاسپوڅي  حکومت  واک ته  په رسولو   متمرکزې کړي  او په دغه بهیر کې   دپراخو بندیزونو د لګولو پشمول  له درستو ممکنو آوزارونو استفاده کوي . د ټرمپ حکومت  د مادورو او د ونزویلا دکیڼ پال حکومت  په نسکورونکي سیاست کې له ماته خوړلو وروسته ، اوس  د ونزویلا په بشپړ بایکاټولو سره ،  ددغه هیواد په کورنیو چارو کې  لاسوهنې اوج ته  رسولي دي .  په عین حال کې   دپوځي کودتا، بلواؤ او ناکراریو رامینځةکولو ته د ونزویلا دپوځ او خلکو  دلمسولو ، د ولسی ملاتړ دترلاسه کولو په خاطر د ویناؤ او سمبولک  اقداماتو په څير  د ګوائيډو  درستې هلې ځلې  له ناکامۍ سره  مخامخ شوي دي . د ایران ، روسیې ، چین  پشمول ډیری هیوادونو د  امریکا دغه شان چلند په کلکه محکوم کړی او  د ونزویلا حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ته ئې د احترام په ضرورت ټينګار کړی دی .

                د عربستان  په تیلی تاسیساتو دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دبې پيلوټه الوتکو د یونټ  حملې چې  د  آل سعود رژيم  د تیلو د پنځوس فی صدي غوڅیدا لامل شوي ، د ټرمپ دحکومت کلک غبرګون ئې راپارولی دی . واشنګټن په دې ادعا سره چې  ایران ددغو حملو تر شا ولاړ  دی ،  دتهران په ضد ئې ددباؤنو زیاتیدا پخپلې ایجنډا کې راوستې ده .په دې باب د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو سیمې ته سفرونه کړي  او د ستمبر په اتلسمه نیټه  د لوړپوړو سعودي چارواکوسره دلیدو کاتو لپاره ریاض او جدې ته او ورپسې هم د متحده عربی اماراتو ابوظبئ ته لاړ او د دواړو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته وکړل .دغه سفرونه دعربستان پر تیلی تاسیساتو له حملو څلور ورځې وروسته وشول .د امریکاد خارجه وزارت ویندوئې اورګن اورټیګس دتیرې سه شنبې په شپه وئیلی دي،د پمپئو د سفر موخه،دسعودي عربستان پر تیلی تاسیساتو د وروستیو حملو په باب خبرې اترې او د اسلامی ایران له بلاغوښتنو سره  د مقابلې لپاره  دی .

Image Caption

 

 مایک پمپئو دتیرې چارشنبې په شپه په جدې کې  د کوم سند اومدرک له وړاندې کولو پرته  یو ځل بیا  دایران په ضد دبې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره  مدعي شوی ،  د عربستان په تیلی تاسیساتو  حمله  له یمن څخه نه ،بلکې  له ایرانه شوې ده .  دامریکا خارجه وزیر  له دې مخکې هم د ایران په ضد دبې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره مدعی شوی ؤ  تهران د سعودی عربستان د تیلی تاسیساتو په ضد د یمن والو د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو تر شا ولاړ دی . پمپئو وئيلي دي ، امریکا له  خپلو اروپائي اماراتي او عربستاني شریکانو سره  د ایران د پيزواني کولو لپاره د  یوه ائيتلاف  دجوړولو په باب سلامشورې کړي دي . 

            د ټرمپ حکومت  له دې پرته چې  هیڅ ډول مدرک اوسند وړاندې کړي ، د عربستان په ختیځ کې   دتیلی تاسیساتو باندې دحملې په باب ئې د تور ګوته  ایران په لور اوږده کړې ده .ددغه ډول بې اساسه او چټي تورونو  له مطرح کولو  د ټرمپ حکومت موخه ، پخپل خیال د ایران په ضد د نړیوالې اجماع ترلاسه کول او د تهران په ضد ددباؤنو زیاتول دي .  د امریکا ولسمشر  دډيرزیات دباؤ   سیاست  په ناکامۍ پسې ، د  خزانې وزیر ته حکم ورکړی د ایران په ضد د لازیات  بندیزونه ولګوي .  د امریکا ولسمشر ټرمپ  د تیرې چارشنبې په ورځې  په ټولینز پیغام کې  لیکلی دي ،د خزانې وزیر سټیو  منوچین ته ئې حکم ورکړی  دایران په ضد دبندیزونو لازیاتولو ته دې دوام ورکړي . په عین حال کې د واشنګټن کړچار  د روسیې په څير  دنورو نړیوالو لوبغاړو  له منفي غبرګون سره  مخامخ شوي دي .

Image Caption

 

اروپایان هم ښه پوهیږي ، چې  د عربستان په تیلی تاسیساتو دحملې  له موضوع  څخه  په آوزاري استفادې سره  د امریکا موخه په لومړۍ مرحلې کې د سعودیانو لازیات لویشل  او په دوهمې مرحلې کې هم   د عربستان   دتیلی مرکزونو په ضد دحملې دعامل په توګه  دایران  د نړیوال محکومیّت  له لارې د هڅې په وسیله  په سیمې کې  د تاؤتریخوالی  رامینځةکول  او ممکنه ده  چې  په ورپسې مرحلې کې د  ایران په ضد احتمالی اقدام وي .  البته تهران  امریکا ته دیوه پیغام په لیږلو سره په دغې  پلمې  د هرډول بلاغوښتنې په باب جدي خبرداری ورکړی دی . واشنګټن  په ښه ډول خبر دی ،چې  دایران په ضد د امریکا  هر ډول غلیمانه اقدام  به  دایران له خوا  په دوه چنده  او لاسخت او کلک  او جدي غبرګون سره مخامخ شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه