Nov 19, 2019 16:34 Asia/Kabul
  • د نمر په حضور کښې (له آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي سره د اسلامي وحدت د درې دېرشم نړيوال کانفرنس د مېلمنو کتنه)

د اسلامي وحدت درې دېرشم نړيوال کانفرنس په تهران کښې د روان ميلادي کال د نومبر له ۱۴ نه تر ۱۶ نېټې د خداے د ګران رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت د قدرمن نمسي حضرت امام جعفر صادق (ع) له ميلاد سره په يو وخت د نړۍ له نوي نه له زياتو هېوادونو د ديني عالمانو، مفکرانو، څيړونکو او پوهانو په شتون سره «له مسجدلاقصی څخه په دفاع کښې د امت وحدت»په عنوان سره جوړ شو.

له معظم رهبر سره د کانفرنس د مېلمنو کتنه او د ايران د اسلامي جمهوريت له بنسټ اېښودونکي سره د ميثاق تجديد، له نزدېکت د ډګر له شخصيتونو او پوهانو څخه قدرونه، د اسلام د ګران پېغمبر (ص) د ميلاد د جشن نمانځنه، او د نزدېکت د هنري آثارو مخکتنه د اسلامي وحدت د درې دېرشم نړيوال کانفرنس ځينې پروګرامونه وو. په دغه مهم نړيوال کانفرنس کښې له نوي هېوادونو څخه تقريباً څلور سوو عالمانو او متفکرانو په شلو کمېشنونو او خصوصي ناستو کښې د اسلامي نړۍ ډېر مهم مسائل وڅېړل.

اسلام د خپلو پېروکارو په پېوستون او يووالي زيات تاکيد لري. قرآن مجيد له يوې خوا هغوي د هدايت او نجات په ريښې يعنې په الهي رسۍ منګولې لګولو ته رابولي او د اِعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللّه جَمِيعاً غږ کوي او له بلې خوا مسلمانان په خپلو کښې د مينې او مودت د ريښو له پرې کولو منعې کوي او فرمائي: « وَلاَ تَفَرَّقُوا ( يعني تيت پرک نه شئ)»

د دغه الهي فرمان له مخې د دين پائېداري په تفرقې  او جدائۍ سره ناشونې ده او يوازې وحدت او يووالے دے چې د نړۍ مسلمانان د مقصد منزل ته رسوي.

د اسلامي وحدت درې دېرشم نړيوال کانفرنس د پرانېستې مراسم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر حجت الاسلام حسن روحاني په وېنا سره د سرمشريزو غونډو په هال کښې جوړ شو. ډاکټر حسن روحاني په دغو مراسمو کښې په دې باندې په تاکيد سره چې دښمن دوست ګڼل غلطي ده، وويل: ځوان نسل پکار دي دا خبره درک کړي چې امريکه د سيمې د ملتونو او مسلمانانو دوسته نه ده او نه  به وي او د سيمې مسائل پکار دي د سيمې د هېوادونو او خلقو په ذريعې سره هوار شي او نور نه شي کولې مشکلات حل کړي هغوي خو تل مشکلات راپېدا کړي دي.

د مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله اراکي د دغو مراسمو يو بل وېناوال ؤ. هغه د خپلې  وېنا په شروع کښې په دې خاطر چې نزدېکت او يووالي بېرغ يې اورپوۀ د معظم رهبر په قدرونې او له ولسمشر په مننې سره چې په دغو مراسمو کښې يې ګډون وکړ، وويل، « نن د مقاومت محاذ له بل هر وخت نه زيات پياوړے شوے دے او په ټوله سيمه کښې يې د دغه محاذ استحکام زيات کړے دے. د مقاومت د محاذ د دغې کاميابۍ له آثارو څخه په اسلامي نړۍ کښې د وحدت د پېغام پراختيا ا د تفکيري ډلو ګوښې ته کول دي. مونږ نن په ډېرې نېکمرغۍ سره وايوو چې د وحدت او يووالي موضوع غلبه پېدا کړې او په ټوله اسلامي نړۍ کښې دغه چاره غالبه ده.» د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر شيخ عيسی قاسم هم د دغو مراسمو په يوه برخه کښې وېنا وکړه او وې ويل: «خپل وحدت او يووالي ته ستانۀ شئ، وحدت ته ستاسو په ستنېدو سره به ټوله زمکه ژوندۍ شي او که نه وي نو زمکه به مړه پاتې شي او ژوند به د صحرا په شان شي. اسلامي امت نن په خپل دين کښې د يو سخت امتحان په وړاندې د پائېدارۍ له ازمېښت سره مخامخ دے. د فلسطين او مسجدالاقصی په اړه د اسلامي امت دريځ يو سخت ازمېښت دے چې دا امت يا تيت پرک کيږي او يا خپل اسلامي وحدت او يووالي ته ستنيږي.»

د وحدت د کانفرنس  په وروستۍ ورځ  عالمانو او مفکرانو د اسلامي انقلاب له  معظم رهبر سره ليدل کتل وکړل. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د خداے د ګران رسول (ص)  او د حضرت امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره  د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) «مجسم قرآن»، « د انساني ټولنو نور، د ژوند وسيله او روښنائي» وبلۀ او وې فرمايل،د کلمې په حقيقي معنې د خداے د ګران رسول (ص) مقدس وجود د وجود د عالم څوکه او د امکان د عالم ترټولو اوچته نقطه دے. قرآن خپل ځان ته نُور ويلے دے؛ په قرآن مجيد کښې يو تعبير چې خپله د  قرآن په اړه شوے دے «نُور» دے:قَد جٰاءَکُم مِنَ اللهِ نورٌ وَکِتٰبٌ مُبين؛ قرآن نُور دے. د خداے د ګران رسول (ص) له ګرانې مېرمن څخه نقل شوي دي چې د پېغمبراکرم (ص) به باره کښې ترې پوښتنه اوشوه، نو هغې په ځواب کښې وويل: «کان خُلقه القرآن»؛ يعني مجسم قرآن دے؛ نو بس پېغمبراکرم (ص) هم نُور دے او نوُر د د انسان د ژوند او رڼا يوه وسيله ده؛ د خداے ګران رسول (ص) د انساني ټولنود ژوند او رڼا يوه وسيله ده.»

هغو ګډوډيو ته په پام سره  چې تر اوسه په اسلامي ټولنو کښې رامنځته شوے دے دا ټکے څرګند دے چې په څومره اندازه مسلمانان له خپلو اصولو لرې کيږي، نو له تفرقې او تيت پرکوالي سره مخامخيږي او هم هغه ډول چې له خپلو اصولو او عقائدو څخه لرې کيږي له زوال سره مخ کيږي او کله چې يې يوه واحده ډانچه په خپلو کښې سره کوټلې کيږي او د ګډو اصولو په رڼا کښې مضبوطه صفونه تشکيلوي، نو په هم هغه اندازه  عزت او اقتدار ته رسيږي. دا مسئله د وحدت او يووالي ضرورت زياتوي. آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په دغه کتنه کښې د اسلامي نړۍ د مصيبتونو په تېره بيا د فلسطين د افسوسناک حالت وجه د اسلامي يووالي کمزورتيا وبلله او په دې باندې په تاکيد سره چې اسرائيلو خاتمه د صهيونېسټي جعلي رژيم خاتمه او د مسلمانانو، مسيحيانو او يهوديانو په شمول د فلسطين د اصلي خاوندانو د منتخب حکومت واکمني ده، دا خبره په ګوته کړه چې: « د اسلام دښمنان چې په سر کښې يې امريکه ده د اسلام له اصل او له ټولو اسلامي هېوادونو سره مخالف دي او زمونږ په سيمه کښې د هغوي يوازېنۍ وسله په حساسو مراکزو کښې نفوذ او فېصلې کول، د ملتونو ترمېنځ د تفرقې رامنځته کول او د مشکلاتو د حل لارې په توګه د امريکې په وړاندې د تسلميدو القاء کول دي چې د دغو منصوبو په وړاندې د علاج نسخه بېداري او په حق لاره کښې ټينګ اودرېدل دي.»

د اسلام له نظره د فلسطين د مظلوم ولس په شمول تر ستم لاندې مسلمانانو څخه دفاع د اسلامي امت د ټولو وګړو فريضه ده او دغه فريضه په يو خاص نژاد او  ملت پورې محدوده نه ده. نو ځکه دغه ټول اسلامي حکومتونه او ملتونه پکار دي له صهيونېسټ رژيم سره په مبارزه کښې فعاله شتون ولري. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د فلسطين د قضيې، په يمن، د اېشيا په لويديځ او د افريقې په شمال  کښې د خونړيو جنګونو په شمول په اسلامي دنيا کښې موجود مصيبتونه د ګډ دښمن په مقابل کښې له اتحاد او مقابلې څخه ډډه وبلله او دا خبره يې په ګوته کړه چې: «نن د اسلامي نړۍ ترټولو لوے مصيبت د فلسطين قضيه  ده چې يو ملت يې له خپل کور او وطنه کډه په سر کړ.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهيونېزم د نفوذ، دخالت او ظلم په خلاف د خطر په اعلانولو کښې د اسلامي غورځنګ له شروع څخه د امام خميني (رح) واضحه دريځونو ته په اشارې سره د فلسطين په قضيه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دريځ يو پرېکنده او اصولي دريځ وبلۀ او وې فرمايل: د اسلامي انقلاب له ابتداء نه تر ننه پورې هم هغه شان په دغه دريځ باقي پاتې يوو، يعنې بې له څه مخ ملاحظې يې له فلسطين او فلسطينيانو سره مرسته کړې او کوو به يې او دا کار د ټولې اسلامي نړۍ دنده بولوو. دوي د اسرائيلو خاتمه د صهيونېسټي تپلي حکومت او رژيم د نابودۍ په معنا وبلله او تاکيد يې وکړ د فلسطين خلق که هغه مسلمانان دي او که مسيحيان دي او يا يهوديان چې د دغه وطن اصلي خاوندان وي پکار دي خپله د ځان لپاره حکومت غوره کړې شي د نتنياهو په شان پردي، رذيلان او خوشي تشي له خپله هېواده بهر کړي،چارې يې  وچلوي چې البته دا پېښه به رامنځته کيږي.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي په سيمه کښې د امريکې موجودګي د داعش په شان د ترهه ګرو ډلو د جوړولو، شر، فساد او ناامنۍ رامنځته کولو سبب وبلله او د امريکې له نفاقه له ډکې او حقيقي څېرې سره د مسلمانو ملتونو د آشنا کولو په لازموالي باندې په تاکيد سره زياته کړه: نن زمونږ په سيمه کښې د امريکې اصلي وسله په حساسو مرکزونو کښې نفوذ او فېصلې کول، د ملتونو په اراده کښې تزلزل او تفرقه پېدا کول، د ملتونو او حکومتونو ترمېنځ بې اعتمادي رامنځته کول، د فېصلې کونکو په محاسباتو کښې لاسوهنه، او د دې خبرې ښودنه کول چې د مشکلاتو هوارے د امريکې تر بېرغ لاندې تلو او ورسته تسلميدل دي چې دا وسله له فوځي وسلې نه هم زياته خطرناکه ده.

دغه مراسم د قضائيه قوې د مشر په وېنا او د سوريې، افغانستان، پاکستان، عراق، د فارس خليج د څنډې د هېوادونو او افريقې په شمول له مختلفو هېوادونوڅخه د د اسلامي نړۍ د نامتو سياسي او مذهبي شخصيتونو او د لبنان د حزب الله، حماس، اسلامي جهاد او د فلسطين د نورو غورځنګونو په شمول د سيمې د مقاومت د غورځنګونو د لوړ رتبه چارواکو او نمائمندګانو په شتون سره جوړ شول او د يوې بيانيې په صادرولو سره يې خپل کار ختم کړ.د ايران د اسلامي جمهوريت قضائيه قوې مشر سيد ابراهيم رئيسي د خپلې وېنا په يوه برخه کښې د دې په بيانولو سره چې دغه غونډه د حضرت محمد مصطفی (ص) او د نورانيت په رڼا کښې او د حضرت امام جعفر صادق (ع) په مقدس وجود سره په کاميابۍ سره ترسره شول وويل: هيله من يوو چې دغه مطرح شوي بحثونه به د اسلامي نړۍ او د مسلمانانو ترمېنځ د پېوستون او يووالي لپاره د زياتو برکتونو ذريعه وګرځي

هغه په دوام کښې زياته کړه، نن په اسلامي نړۍ يو لړ جلوې وينوو چې د اسلام د مبين دین د اهدافو د پوره کېدو نښې نښانې لري. که پرون ارواښا امام خميني (رح) مطرح کړه چې فلسطين پکار دي د اسلامي نړۍ وړومبنۍ موضوع وي نو نن د اسلامي نړۍ متفکران دغه موضوع د خپلې وړومبنۍ موضوع په توګه غوره کړه. له نېکه مرغه ورځ په ورځ لا زيات ځوانان او روشنفکران د وحدت او مقاومت په ډګر کښې وده کوي او په دغه ډګر کښې د لا زياتو تفکراتو او څرګندونو کتونکي يوو. اوس اسلامي متفکران پکار دي د  روښانه راتلونکي لوري ته چې مجاهدينو او متقينو لپاره دے په نوي نظر سره حرکت وکړي.

د مراسمو په وروستيو کښې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله اراکي د اسلامي وحدت د کانفرنس په دې دوره کشې د مختلقو پروګرامونو اجرا ته په اشارې سره د دغې سترې غونډې جوړېدل د د نړۍ په لريو لريو سيمو کښې د اسلامي وحدت او د يو واحد امت د تشکيل مسئلې ته د اهميت ښودونکي وبلل.

د دغه کانفرنس يو وېناوال د لبنان د بهرنيو چارو پخوانے وزير عدنان منصور ؤ. هغه د دې په بيانولو سره چې د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د وحدت د رامنځته کولو لپاره وړومبې پکار دي چارواکي له يو بل سره تعلق او خبرې اترې ولري، هغه د اسلامي هېوادونو د چارواکو ارتباط او تعلق د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د وحدت او يووالي د ارمنځته کېدو سبب وبلۀ او يادونه يې وکړه، « اسلامي حکومتونه پکار دے د اسلامي امت د علماو ترمېنځ د ارتباط لاره پېدا کړي.»  منصور دا خبره څرګنده کړه چې: « د ايران اسلامي جمهوريت يو ريښتنے دوست هېواد دے چې د اسلامي هېوادونو خصوصي ملاتړونه کوي.»

د اسلامي وحدت د درې دېرشم نړيوال کانفرنس د وروستنيو مراسمو يو پروګرامد مقاومت د جوړ شوي آرائشي قالين مخکتنه وه.دغه آرائشي قالين د سورۀ بقره په ۲۵۰ مبارک آيت سره سينګار کړے شوے دے. همدارنګ آرائشي قالين کښې له امام خميني(رح) او شهيد عماد مغنيه څخه د مقاومت د جبهې څېرې ښودلې شوې دي چې د څېرو دغه ترتيب هم دا ښودنه کوي چې د مقاومت کلتور له امامه شروع شو او له يو نسل نه د بل نسل په ذريعه نننيو ځوانانو ته منتقل شوے دے.

-------------

 

ټیګونه