Nov 23, 2019 16:37 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنۍ

په دغه دنیا کی د انسان ژوند په اخرت کی د هغه له ژونده جلا ندې ، بلکې له یوه بل سره تړلی دی . دا هغه حقیقت دی چی درستو الهی پیغمبرانو یې یادونه کړی ده .

په قیامت ورځ د سمو او بدکارو انسانانو حال او وضعیت له یوه بل  سره توپیر لری ، په قیامت کی بدکاره انسانان له اوښکو ډکو او ذلیله سترګو سره سرټیټی دی او په غم کې ډوب دی ، په داسې حال کی چی مومنان په هغه نور سره چی له هغو مخکې او له ښی اړخه یې په حرکت کی دی ، د محشر لاره د جنت او د تلپاتی  نیکمرغۍمرکزپه لور وهی . نو یوه ډله هلته خوشحاله دی اویوه ډله کسان هم په هغو غمونو، کړاونو او بدرنګیو کی ګیر دی چی په دنیا کی یې کړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په دغه دنیا کی د انسان ژوند په اخرت کی د هغه له ژونده جلا ندې ، بلکې له یوه بل سره تړلی دی . دا هغه حقیقت دی چی درستو الهی پیغمبرانو یې یادونه کړی ده . هغه څه چی انسانان ورسره په قیامت کی مخامخ کیږی ، په دنیا کی د هغو د ښو یا بدو اعمالو نتیجه ده . دا دنیا د پټی او انسان هم د هغه کروندګر دې .د انسان عمل د هغهې دانې په شاند دی چی کروندګر یې په خاوره کی کری ، بیا دانه وده کوی او هغه فصل ترې اخلی . اخرت د فصل د ریبدلووخت دې . هغه د چا خبره چی څه کرې هغه به ریبې .

«««««««««««««««««««««««««««««««

په همدې اړه  رسول ا... مبارک په روښانه اعبیر کی فرمایی ، الدنیا مزرعه الاخره ، یعنی دنیا د اخرت پټې دې .

بی شکه انسان هر څه چی کری ، په اخرت کی هماغه ریبی . محاله ده چی انسان اوربشې وکری او غنم وریبی یا اغزی وکری او  ښکلی او رنګارنګ ګلونه وشکوی . که انسان په دنیا کی ډول ډول فسادونه او مجرمانه کارونه وکړی ، په  اخرت کی د نیکمرغۍ او نیکبختۍ میوه نشی شوکولې . نو په دغه دنیا کی د اخروی ژوند تخم د انسان په لاس کرل کیږی او په اخرت کې د هغه برخلیک  پخپله د هغه په وسیله په دنیا کی ټاکل کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

انسان له دې وروسته چی په ژبه کومه خبره راوړی یا کوم کار ترسره کړی ، نو خبرې او اعمالونه یې ظاهرا محو او پټیږی . بالفرض که د انسان له نیکو او شایسته اعمالونو انځورونه واخیستل شی او یا د هغه له خلاف کارونو فیلم او انځور واخیستل شی ، په هر بڼه د هغه اصلی خبره یا عمل نور د لیدلو ندې . په عین حال کی همدغه اعمال چی مونږه ترسره کړی وو  او په ظاهره محو شوی دی ، په قیامت کی په خپلواکه توګه جوتیږی او زمونږ ملګری کیږی . نو په حقیقت کی هغه څه چی انسان یې په دنیا کی ترسره کوی ، له مینځه نه ځی .هغه په قیامت کی خپل تیر کارونه په بیلا بیلو ډولونو او شکلونو وینی . ښه کارونه په ډیرو ښکلیو شکلونو او بد کارونه په ډیرو بدو او ویرونکیوډولونو ګوری .

«««««««««««««««««««««««««««

په دغه دنیا کی د انسان کارونه د اخرت له جوړښتونو سره سم په قیامت کی مجسم کیږی او د لیدلو وړ دی . دغه شکل او تجسم ته عمل وایی . په بله وینا انعام او سزا یا ثواب او عقاب د انسانانود هماغه  دنیاوی اعمالونو  باطن دی چی په بله نړۍ کې  جوتیږی .

هر هغه عمل چی انسان یې په دنیا کی ترسره کوی ، څه ښه او څه بد ، یوه دنیاوی او ظاهری څیره لری چی مونږه یې وینو، لکه امانتداری ، بخښل ، احسان  او نور ښه کارونه یا همداراز د جنایت ، غلا ، خیانت په شان ناخوښ کارونه. خو دغه اعمال یو باطنی شکل هم لری چی همدااوس د هغو په زړه کی پټ دې او په بله دنیا کی به په خپل اخروی حقیقت سره ښکاره کیږی او د عمل کونکی د لذت او ارامښت یا د هغه د عذاب او کړاو سبب شی .

«««««««««««««««««««««««««««««

په دې اساس که انسان په دنیا کی ښه کارونه ترسره کړی دی ، نو په بله دینا کی شکل بدلوی او د باغونو ، بهشتی نعمتونو او عظیمو ماڼیو په شکل کی راځی . د دې په اپوټه که ناروا او بد کارونه یې ترسره کړی وی ، نو څیره به یې بدله شی او د اور او ډول ډول عذابونو په بڼه به ظاهر شی . پر دې اساس د انسان هر بد او ښه اقدام  یوه دنیاوی بڼه لری او یو اخروی شکل چی همدااوس د عمل په زړه کی پټ دې  خو په قیامت کی به په خپل اخروی حقیقت سره ظاهر شی او د خوشحالی او خوند یا د غم او کړاو سبب کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په بله وینا د انسان د اعمالونو ترمینځ  له هغه څه سره چی په اخرت کی وینی ، ارتباط او بشپړه غږملتیا ټینګه ده . اخرت د دنیا انعکاس دې ، خو دغه انعکاس د دنیا له ظاهره ندې بلکې د هغه د باطن ښودونکی دې . ممکنه ده په دغه دنیا کی ظاهرا یو عمل  په درد ، کړاو او سختۍ سره وی ، خو باطن یې ښه او د انعام او ستاینې وړ وی ، نو ځکه هغه څه چی له مرګه وروسته او په قیامت کی ظاهریږی ، هماغه د هغه باطن وی ، خو خبیث او ککړ باطن ولرلې شی . په اخرت کی  د هغه هماغه زشت باطن ظاهریږی نه خوشحالی  او ارامښت .  

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

خدای تعالی د ال عمران سورت په ۳۰ ایت کی د انسان د عمل په اړه فرمایی ، هغه ورځ چی هر انسان هر نیک کار یې چی کړې دی ، له ځان سره ووینی او هر بد کار یې چی ترسره کړی دی ، هم له ځان سره وګوری  او ارزو کوی چی کاش د هغه او بدو کارونو ترمینځ لیرې واټن وای ،  او هغه، هغه نارواکارونه په قیامت کی نه لیدلې .

د خدای تعالی د کلام دا ایت او نور ایتونه په ښکاره اعلانوی چی انسان په قیامت کی د خپل عمل  په مطابق په بشپړه بڼه د هغه نتیجه وینی  او په بله وینا د انسان ښه او بد کارونه تجسم کیږی اوپه محشر کی حاضریږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په دې ډول زمونږ حرکتونه او اعمال هیڅکله له مینځه نه ځی او تل  په دغه دنیا کی پاتی کیږی ، که څه هم مونږه په سطحی ډول دا خیال کووچی زمونږ تیر کارونه له مینځه لاړ دی ، ګناهکاران او ښه عمل کونکی  ټول په هغه ورځ خپل اعمال وینی ، په دې توپیر چی نیک کسان به د خپلو اعمالو په لیدلو سره خوشحاله شی  او بدکاران به د خپلو عملونو په لیدو سره په خپل کړو پښیمانه شی  او دومره به ویریږی چی ارزو به کوی د هغو او بدو کارونو ترمینځ چی ترسره کړی یې دی ، بیلتون رامینځته شی . دلته تیروتلې انسان له خپلو بدو کارونو نشی خلاصیدلې  او یا ترې انکار نشی کولې ځکه چی پخپله اعمالونه د هغه په  جرم او جنایت بهترین سند دی ، نو ځکه غوښتنه یې دا ده چی د هغه او د هغه د بدو او زشتو کارونو ترمینځ واټن رامینځته شی .

«««««««««««««««««««««««««««

په قیامت کی د اعمالو د لیدلو په ارتباط خدای تعالی د زلزله سورت په ۶ ایت کی فرمایی ، په هغه ورځ خلک په تیت پرک ډول له قبرونو راووځی تر څو ورته خپل اعمالونه وښودل شی .

دا ایت د اعمالو د تجسم کیدا په اړه د قران کریم یو روښانه ایت دی . په هغه ورځ د انسان  عملونه هر یو مجسم کیږی او د هغه په وړاندی حاضریږی . له هغو سره ملتیا یا د انسان د خوشحالۍ او تاندوالی سبب کیږی یا د هغه د عذاب او کړاو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دغه سورت اوم او اتم ایتونه د دغو دو ډلو یعنی مومن او کافر یا نیکو کارونو او بدو کارونو ترسره کونکی  انجام ته اشاره کوی او فرمایی ،

پس هر څوک چی ذره په شان ښه کار وکړی نو هغه به وینی او هر څوک چی ذره په شان بد وکړی ، د هغه انجام به ووینی .

دا ایتونه هم په قیامت کی د نیک او بد او د هغو د اعمالونو د مجسم کیدا او لیدلو ټینګار لری . په دې معنا چی حتی که انسان  معمولی شانته ښه یا بد کار ولرلی  شی ، د هغه د خاوند په وړاندی مجسم کیږی ، او هغه وینی .

د دغو ایتونو په اساس په هغه ورځ د خدای تعالی حساب کتاب ډیر زیات دقیق دی . په حقیقت کی په قایمت کی د عمل د سنجولو تلې دومره دقیقې دی چی حتی د انسان ډیر معمولی شانته عمل او کړچار هم حسابیږی .

پای

 

 

ټیګونه