Dec 04, 2019 16:58 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې لړۍ له ننني دوه سوه پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د قیامت په ورځ د اعمال نامې د ترلاسه کولو د موضوع په باب درسره غږیږو،نو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .

دوستانو  له قیامت سره اړونده یوه مهمه موضوع  دانسانانو حساب کتاب او  دعملونو دوسیه ده .   دقیامت په ورځ  چې   د الهي عدالت محکمه ترسره کیږي ،  دعمل کارنامه  د  حساب کتاب لپاره  د هر کس  په لاس کې ورکول کیږي .   په قیامت کې  اعمال نام د معمولي کتابتونو، کاپیانو اوپاڼو په شان نه وي ، هماغه ډول چې له روایتونو او آیتونو  هم معلومیږي ،  د ژوند په اوږدو کې د انسان  عملونه ، په هغه کتاب  کې داسې  ثبت او ساتل کیږي ، چې  هغه  پر هغو په نظر اچولو سره،پخپلو درستو کارونو پوهیږي.  په عمل نامې کې، د انسان د درستو چلندونو او خوځښتونو حتی  د نیّتونو، انګیزو او دهغه د صفتونو  ټول جزیات ،ثبت او ضبطیږي ، په دې توګه چې  انسان هغه  ټول څه چې  دخپل ژوند په اوږدو کې ئې کړي وي ، په یو ځاي ویني .

              په قیامت ورځ   دعملونو حساب کتاب،  له ډير زیات واضح او دقته برخمن دی .  د  عملونو دمحاسبې په نظام کې و حتید انسانانو ترټولو وړوک او جزئي کارهم شاملیږي .د قیامت د دقیق حساب کتاب  سره په ارتباط کې  خداوندمتعالد قرآن کریم د لقمان سورېپه شپاړسم آیت کې دې ټکي ته اشاره کوي.په دغه آیت کې د حضرت لقمان خپل زوي ته د پند اونصیحت په چوکاټ کې داسې راغلي دي ،(کلیپ د آیت تلاؤت )

Image Caption

 

؛   ائ زویه! که د (تاعمل) ډير کم وي(یعني د شړشمود دانو هومره)او د کاڼي یا آسمانونو په مینځ کې یا د مځکېلاندې هم وي ،نو خداوند ئې (په قیامت کې رابرسیره کوي،هماغه خداي  ډير دقیق اوخبردی .:: 

          د شړشمو د تیلو بوټی هغه  بوټی دی،چې تورې او زیّړې واړې واړې دانې لري او د وړوکوالي له پلوه یو ضرب المثل یا متل هم دی یعني د انسان  نیک او بد عملونه چې هرڅومره هم واړۀ وي،اوکم ارزښته یا پټ وي لکه چې د شړشمو د تخم  د دانو په څير چې د کاڼو په مینځ او مځکې په ژورتیا کې یا د آسمانونو  په کوم کونج کې پټ وي هم،نو خداي پاک به ئې د حساب کتاب لپاره حاضرکړي  او په دغه ستر د ربار کې هیڅ شی نه بې درکه کیږي .دا په دې خاطر دي،چې  پروردګارعالم مهربان او پوه ؤ په درست پنځون کې له درستو واړو اوغټو موجوداتو  ښه خبر دی .

      د انسان له عملونو څخه د پروردګارعالم پوهیدا او خبریدا ته پام ،د پروردګار د علم په کتاب د درستو نیکّیو او بدیّو خوندي ساتل او په دغه ستر پنځون کې د هیڅ ډول شیانو نه بې درکه کیداد شخصي او ټولنیزو  اصلاحاتو  تومنه ده .دا پخپله ، له بدو او ورانکاریو او شر څخه د ارزښتمنو اغیزو او د خیرد کارونو په لور حرکت کونکی یو پیاوړی ځواک دی .

 د حضرت امام محمد باقرعلیه السلام په یوه حدیث کې راغلي دي ، چې فرمائي ؛له واړو ګناهانو ډډه وکړئ ، ځکه چې بلاخره څوک به ئې پوښتنه وکړي .کله کله په تاسو کې ځينی  وائي ، مونږ  ګناه کوو  او له دې وروسته بیا استغفار کوو ، په داسې حال کې چې خداوندمتعال  فرمائي ؛مونږ هغه ټول څه چې مخکې مو لیږدولي دي اوهمداراز د هغو اغیزې  او ټول شیان مو په لوح محفوظ کې  ساتلي دي  او بیا فرمائي؛ که  ښه او بد عملونه  حتی که د شړشمو د تخم د دانو هومره هم وي،د دښتې یا آسمانونو او  مځکې په مینځ کې  هم که وي ، نو خداي  ئې حاضروي ::::

              دوستانود انسانانو  عملونه او کړچار اوهم د هغو د کارونو نتیجې او اغیزې د هغوي د عملونو په کارنامې کې ثبت او ضبطیږي .خداي پاک د قرآن کریم  د یس سورې په دولسم آیت کې دې حقیقت ته اشاره کوي  او فرمائي؛دا مونږ یوو چې مردګان ژوندي کوو او هغه څه چې له مخکې مولیږدولي او د هغو اغیزې او آثار لیکوو،او هر یو شی په لوح محفوظ کې په روښانه ډول  شمیرلي دي :::.

           خداي پاک په دغه آیت کې د مردګانو  ژوندي کولو ته له اشارې وروسته فرمائي ؛هغه ټول څه چې له مخکې مو لیږدولي دياو دهغو ټول آثار او اغیزې لیکوو .پر دې اساس هیڅ شی نه سپمول کیږي  او د  انسانانو  په عمل نامې کې هرشی،د حساب کتاب د ورځې لپاره خوندي ساتل کیږي .ممکنه ده،دهغو له آثارو مطلبچې په دغه آیت کې راغلي دي،هغه عملونه وي چې له انسانه پاتیکیږي او په ټولنې کې ئې اغیزې منعکس شوي او پر خلکو باندې اغیزې شیندي .لکه چې صدقه جاریّه یا د ښونځیو او روغتونونو په څير د عام المنفعه  مرکزونو جوړول چې عمومی خلک ورځیني استفاده کوي،یا ددې په اپوټه،د ظلم او کړاؤ د اډاڼۍ جوړول او د فساد او بد اخلاقیو  د پراختیا لپاره د مرکزونو جوړول .

          د عمل کارنامه  یا  اعمال نامه،   د یوې بشپړ پاکې هیندارې په څير ، هغه ټول څه چې  انسان ترسره کړي  وي ، منعکس کوي  او  دا روښانه ګواهي ده ،د هغه پر عملونو،نو ځکه هیڅوک د خپلو ترسره کړو  کړنو او کړچارونو څخه  انکار نشي کولی . ځکه چې  د دعمل نامې لیکونکو ، په دقت سره  دهغه  د کړو  کارونو له ټولګې راغونډ کړي دي .

د عملونو د کارنامې لیکونکي ، دوې فرښتې  دي ، چې  یوه د انسان په ښي مټ او بله هم د انسان په کیڼ مټ باندې ماموره وي . په دې رابطه کې ، خداوندمتعال  دقرآن کریم  د  ق سورئې په اولسم اواتلسم آیتونو کې  هغو دوو فرښتو ته اشاره کوي ، چې  له  کیڼ او ښي پلوه  خیال ساتي   او د انسان  عملونه  ویني او ترلاسه کوي ئې .  ددغو آیتونو په اساس، یو انسان هم هیڅ ډول خبرې نشي کولی،مګر دا چې دهغو ساتونکي(یعني د هغو عملونو د لیکلو او ثبتولو لپاره)حاضر او تیارې نه وي .  

        دوستانو قرآن او آیتونو،د انسان د عملونو کارنامې ته اشاره  کړې ده چې  په کې  دهغه د درستو کارونو  ټول جزیات،د هغه خبرې  او حتی د هغه نیَتونه ثبتیږي .  هغه فرښتې چې  شپه ورځ  له انسان سره ملګري  دي ،د هغه د عملونو د ثبتولو او ضبطولو ماموریت لري .د محشر په میدان یا ډګر کې،د انسان  اعمال نامه د خلکو په وړاندې پرانیستل کیږي . نو ځکه  دهغه درستې پټې اوښکاره ګناهانې  هغلته  رابرسیره  او څرګندیږي  او  ممکنه ده ، په پرانیستل شوو پاڼو کې د دوست او دښمن په وړاندې  د انسان د رسوائۍ  سبب شي .

ددغه شان انسان وضعیّت د هغه چا  په څیر دی ، چې د فلم  جوړونکو بشپړ سنبال څو کیمرو  په دایمي ډول  د هغه  د د رستو کارونو ، هغه که په تنهائۍ کې او که  په  اجتماعي  چاپیریال کې  فلم  جوړوي  او  بلاخره دغه فلمونه  د دهغه د کارونو د دورسیې په بڼه   په عادلانه محکمې کې وړاندې کیږي .    په مسلمه توګه دغه انسان ، په ډير دقت او  ځيرتیا سره  د خپلو  عملونو او کړنو خیال ساتي  او هڅه کوي ، له هغه تر ټولو واړه تیروتنه   او ګناه  ورځيني ونه شی . پردې اساس په عمل نامې اعتقاد ،له ګناه او جرم څخه د غړیدا  اړم دی  او د انسان د اخلاقي بنسټونو دپیاوړي کیدا او د روح دبشپړتیا  او د نفس دپاکۍ  لامل کیږي .

               نو دوستانو ، په دغې نړۍ کې   د انسان درست کارونه ،  له کومې کمي او زیاتوالي پرته ،  د فرښتو په وسیله ضبطیږی .  دقیامت په ورخ د عملونو  د دوسیې په پرانیستو سره ، ځیني خوشالیږي  او ځیني  نور هم پخپلو کرغیړنو کارونو ابد بختیو  پوهیږي .دهغو کسانو کارنامه چې  ایمان  دار او د صالحو عملونو کونکي  وي او د برحقه امام په لاره ئې  ګام پورته کړی او حرکت کړی  وي ،  په ښي لاس کې ورته ورکول کیږي ،نوځکه  به ډير زیات خوشال وي ،خو هغه کسان چې د سرکشۍ او ورانکاریو او بدکاریو له امله   به ئې عمل نامه د هغوي په کیڼ لاس کې ورکړل شی ، نو ډير زیات خپه کیږي .   قرآن کریم  ددغو انسانانو  دواړو ډلو ته اشاره کړې او د انشقاق  سورېله اوه مه تر نهم پورې آیتونو کې خداوندمتعال فرمائي ؛نو هغه کس چې  کارنامه ئې په ښي  لاس کې ورکول کیږي ، ډير زر  به ئې په آسانۍ سره حساب کتاب وشي  او په خوښۍ سره د نیکو خلکو په لور بیره ستنیږي .::: 

Image Caption

 

             هماغه ډول چې په دغو آيتونو کې فرمائيل شوي ،د یوشمیر کسانو عمل نامه دهغوي په ښي لاس کې ورکول کیږي ، دا د هغوي د لارې د سموالی  او دعمل دپاکۍ  او په قیامت  کې د ددې ډلې د نیکمرغۍ  نښه ده . دوي هغه کسان دي ، چې   دپنځون  په اصلی  مدار او لاره کې ، یعني  په هماغه لاره چې  خداوند  د انسان او د هغه د وړتیاؤ لپاره ټاکلې،حرکت  کوي او د هغوي درست همت او زیار او هڅه  د خداي د خوشالۍ د جذبولو لپاره دی . البته خداوند هم ددغه شان کسانو د صالحو او نیکو عملونواو ایمان په خاطر،پر هغوي حساب کتاب آسانوي . د هغو تیروتنو  اولړزانیدا تیریږي  او  دهغوي د ښو کارونو جایزه  و رکوي . دوي  په درست ویاړ او سرلوړۍ سره ،خپله عمل نامه  په ښي لاس کې اخلي  او  په خوشالۍ  او خوښۍ سره  د خپلې کورنۍ  او نزدو کسانو په لور بیرته ستنیږي .

                دوستانو ورپسې آیتونه یعني د انشقاق سورئې له لسم تر څوارلسم آیتونو پورې  ورپسې آیتونه د بدکارو،ظالمو او کافرو کسانو د عمل نامې په باب  دي او فرمائي؛او هغه کسان چې د هغه د عملونو کارنامه د هغه له شا پلوه ورکول کیږي ، ډير زر به په چغو، هلاکت او نابودۍ  سره ځان وویني  او د اوور په سترو او ګرَمو لمبو کې  به ځان ویني! هغه  فکر کاوۀ چې هیڅکله به  بیرته ونه ګرځي :::

 مجرمان او ګناهګاران له شرم او  ذ لت څخه  خپل اعمال نامه له شا پلوه  ترلاسه کوي څو د جرم او ذلت او خوارۍ دغه سند لا کم ولیدل شي، خو هیڅ ګټه ئې نشته ،چې  دلته  هیڅ شی د پټولو لپاره  نشته ،دوي  دخپلو عملونو  د کارنامې ا و دوسیې په لیدو سره  چغې او فریادونه پورته کوي ،خو  دغه چغې او فریادونه  ورته هیڅ ګټه نه ورکوي  او  په دې پسې  د دوزخ  سوزونکي  اوور ته اچول کیږي . 

          دوستانو د بدکار انسان ددغه سپیر برخلیک دعلت په توضیح کې آیتونه فرمائي ،دا په دې علت ده چې  هغه په دوامدار ډول ،دخپلې کورنۍ په مینځ کې  له کرغیړنو او بدو کارونو ډډه نه کوله او پرې خوشالیدۀ. په کبر،غرور او غفلت او له خداي څخه په بې خبرۍ سره  ئې دغه کارونه کول، داسې خوښي چې  له دنیا سره د  ډیر اړوندوالی  او  له مرګه وروسته دنیا ته د بې پروائۍ ښودونکي وه .

 هغه ګمان کاوۀ چې هیڅکله هم  قیامت ورځ او د بیرته ستنیدا امکان نشته! په حقیقت کې  دهغه د بدبختۍ اصلی سرچینه ، دغه چټي او باطل باؤر ؤ،همدې هغه له خدایه لیرې کړ او په ډيرو پستو خواهشاتو  او شهواتو کې  ډوب  شو . هغه  تر دې حده بې لارې شو  چې  د خداي د پیغمبرانو یا استازو  په بلنې به ئې ملنډې وهلې  او پخپلو دغو کړنو  سره  خوشال او مست هم ؤ . 

         دوستانو د اسلام وپيژنئ  نومې لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه او ښه ژوند غواړو . سوکاله او بریالي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه