Jan 14, 2020 13:05 Asia/Kabul
  • اسلام اوپېژنو (211)

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د دې هفتې اسلام اوپېژنو له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو چې پکښې غواړو د قيامت په ورځ د عملونو د ميزان او حساب کتاب په اړه تېره بحث ته دوام ورکړوو.

په تېر مطلبونو کښې مو د قيامت په ورځ د عملونو د تللو د ميزان په باره کښې يو شمېر ټکي بيان کړل. خداے پاک د سورۀ اعراف په ۸ مبارک آيت کښې دغه ميزان يا تلې ته اشاره کړې ده او فرمائي: «ميزان (يعنې د عملونو تول) په هغه ورځ حق دے...»

نو د قيامت په ورځ هغه ميزان او تله چې پکښې عملونه تلل کيږي، حق دے. په دې معنا چې هر څومره چې د انسان په عمل کښې حق شامل وي، په هم هغه اندازه ارزښت او اعتبار لري. نېک عملونه هم په دې وجه چې په حق مشتمل دي وزن، ارزښت او اعتبار لري. د دې په اپوټه په دې وجه چې بد عملونه څه حق مقام نه لري نو دا ډول عملونه څه وزن هم نه لري. په دا ډول د قيامت په ورځ به هر عمل په حق سره تللې کيږي او د هر عمل وزن به د هغه حق په اندازه وي چې پکښې موجود وي.

په تېر پروګرام کښې مو اشاره وکړه چې د قيامت په ورځ د انسانانو د عملونو د تللو ميزان او تله پېغمبران، امامان او صالح بندګان دي، يعنې هغه کسان چې د عملونو په دوسيه کښې يې هيڅ تور ټکے نه وي. ځينو روايتونو هم د عملونو د تللو ميزان او تله عدل بللے دے. دغه تعبيرونه په ظاهره مختلف دي خو په خپلو کښې سره يو دي. ځکه چې پېغمبرانو او پاک او معصوم امامان عليهم السلام د حق او  عدل بشپړه مظهر دي.هغوي د انسانانو او د هغوي د عملونو د تللو پېمانه ګڼل کيږي. په همدې وجه په قيامت کښې انسانان به انسانان په سترو پېغمبرانو او د هغوي په اوصياو او جانشينانو ره سنجول کيږي. د عملونو او چلندونو له نظره انسانان چې هر څومره د هغو بزرګوارانوسره زيات مشابه وي په هم هغه اندازه به يې د عمل وزن زيات درون وي او له هغوي نه چې هرڅومره لرې وي د عمل وزن به يې زيات سپک وي.

نېک او ښه کارونه د عملونو د تلې د درنېدو سبب کيږي او د دې په اپوټه بد او مفسده پېدا کونکي کارونه يې د سپکېدو سبب کيږي. قرآن مجيد د خلقو د دوو ډلو يعنې هغو کسانو چې د عملونو تله يې درنه وي او هغو کسانو چې د عملونو تله يې سپکه وي برخليک ته اشاره کړې ده. د سورۀ اعراف په ۸ او ۹ آيتونو کښې راغلي دي:

« نو هغه کسان چې د عملونو تلې يې درنې دي هم هغوي کامياب دي او هغه کسان چط د عملونو تلې يې سپکې دي هغه کسان دي چې د ظلم او ستم په وجه چې زمونږ د آيتونو په اړه يې کوۀ د خپل  وجود شتمني له لاسه ورکړې ده.»

د دغه مبارک آيت له مخې هغه کسان چې د عملونو وزن يې درون دے، له نجات موندونکو څخه دي، خو هغه کسان چې د ايمان نه لرلو او د  نېکو عملونو د نيشتوالي په وجه يې د عملونو وزن سپک دے په حقيقت کښې د خپلو وجود سرمايه يې له لاسه ورکړې ده.

په همدې وجه دغه کسان له ستر زيان سره مخامخ دي. ځکه چې کله کله انسان زيان مومي او يوازې خپل مال او مقام له لاسه ورکوي  خو کله هم زيان کوي چې اصل وجود او هستي يې د دنيا د سوداګرۍ په بازار کښې برباديږي، بې له دې چې څه سرمايه يا قيمتي څيز يې ترلاسه کړے وي. دا ډېر ستر تاوان او زيان دے.

د سورۀ قارعه له شپږ نه تر يولسم آيتونو کښې راغلي دي:

«نو بس هغه کس چې د عملونو تله يې درنه وي هغه به په خوشحاله او رضايت لرونکي ژوند کښې وي خو هغه چې د عملونو تله يې سپکه وي، ځاے به يې هاويه (يعني دوزخ) وي،او ته څه پوهېږې چې هغه (يعنې هاويه) څه څيز دے؟ يو سخت سوزونکے اور دے.»

د دنيا د ژوند خصوصيت دا دے چې که له خوشحالۍ، سوکالۍ او کاميابۍ سره مل وي، زر تېرېدونکے دے او له رنځ او مصيبت نه خالي نه دے. خو د آخرت ژوند د نېکمرغانو لپاره ټول له امنيت، خوشحالۍ نه ډک او بې له څه ويرې او اندېښنې دے.

بې له شکه نېک کارونه د عمل تله درنوي او هر کس چې د عمل تله يې درنه وي شريف او بزرګوار انسان دے. خو د شر کارونه د عمل تله سپکوي او هغه څوک چې د عمل تله يې سپکه وي يو سپک او ذليل انسان دے او د دوزخ په سوزونکي اور  به اخته کيږي.

البته د تللو بحث د هغو کسانو د عملونو په اړه دے چې د تلل وړ کار يې کړے وي، خو هغه کسان چې ټول عملونه يې محو او باطل شوي وي او لاسونه يې له نېکو عملونو تش وي په قيامت کښې به د هغوي لپاره ميزان او تله نه وي. په دې اړه د سورۀ کهف ۱۰۵ آيت هغو کسانو ته اشاره کوي چې د پروردګار د آيتونو او ورسره د ملاقات په اړه کفر يې اختيار کړ او په نتيجه کښې يې عملونه حبط او نابود کړې شول. په همدې وجه په قيامت کښې د هغوي  لپاره به تله نه لګول کيږي، ځکه چې د وړاندې کولو او تللو لپاره څه څيز نه لري.

هم هغه ډول چې مو وويل، د قيامت د ورځې يو د توقيف ځاے او مقام د انسان د کارونو حساب کتاب دے او په هغه ورځ به اصلي حساب کتاب کونکے خداے پاک وي. البته په قيامت کښې يو بل حساب کتاب کونکے به خپله د انسان وجدان وي، لکه قرآن مجيد سورۀ اسراء په ۱۴ آيت کښې فرمائي:

«خپل کتاب دې ولوله ، کافي ده چې نن خپله د ځان حساب کتاب کونکے اوسې.»

امام جعفر صادق (ع) فرمائي: «په قيامت کښې به انسان د خپلو عملونو داسې يادونه کوي چې ته به وائې همدا اوس يې دغه عملونه کړي دي او چغې به وائي چې دا کوم کتاب دے چې زما واړۀ او لوے ټول عملونه يې ريکاټ کړي دي؟»

البته د خداے پاک حساب کتاب کول دومره دقيقه او عادلانه دي چې انسان د خپلو کړيو کارونو په لنډ شان تذکر سره ځان د وجدان په محکمه کښې محکوموي. د خداے پاک د دقيق حساب کتاب په باره کښې د  قرآن مجيد د سورۀ لقمان په شپاړسم آيت کښې خپل زوے ته په نصيحت کښې د حضرت لقمان (ع) له خولې لولو: «زويه! که (عمل دې) د اوري د دانې هومره وي او د کاڼي په دننه يا په آسمانونو او زمکه کښې وي، خداے پاک به په قيامت کښې حاضروي. خداے دقيق او آګاه دے.»

په قيامت کښې د حساب کتاب په اړه د آيتونو توصيفات د دې ښودنه کوي چې په هغه ستر حساب کتاب کښې به حتی د ډېرو وړو وړو کارونو حساب کتاب هم کيږي. نو ځکه پکار دي ډېرې وړې خطاګانې او جرمونه کم اهميته ونه ګڼل شي.

د انسان د کارونو د حساب کتاب په اړه يو بل ټکے د هغه له باطني محرکاتو او انګيزو سره اړوند دے. د نړۍ په مختلفو هېوادونو کښې د قوانينو حالت دا ډول دے چې يوازې د کړې شويو کارونو په اړه فېصلې کيږي او د انسانانو له انګيزو، آرزوګانواو نيتونو سره څه کار نه لري. خو اسلام هم د هغو کارونو لپاره چې انسان يې کوي او هم د هغو انګيزو او نيتونو په اړه چې هغه يې په زړۀ کښې لري حساب کتاب کوي.

نو ځکه په قيامت کښې انسانان حتی د هغو ګناهونو په اړه چې کېدې شي څه ظاهري او بهرنے شکل ونه لري، لکه شرک، ريا يه د اخلاص نيشتوالے به ترپوښتنې لاندې راځي او حساب کتاب به يې کيږي. په دې اړه خداے پاک د سوره بقره په ۲۸۴ آيت کښې فرمائي:

"....که هغه څه چې په زړۀ کښې يې لرئ څرګندوي يا يې پټوئ، خداے به يې حساب کتاب کوي.»

البته د انسان د نيتونو او انګېزو مسئله په خاص زمان او مکان پورې محدوده نه ده. د مثال په توګه که يو انسان په يوه ختيځه سيمه کښې نېک او بد عمل وکړي، نو که هرڅومره کلونه او پېړۍ پرې تېرې شي او يو بل څوک پرې په لويديځه سيمه کښې راضي يا ناراضي وي، د خداے پاک په محکمه کښې به د جزا او سزا په وخت راوړاندې کولې شي. په دې اړه امام رضا (ع) فرمائي: «که يو کس د چا له يو عمله راضي وي نو د هغه چا په شان دے چې هغه کار يې کړے وي. که يو کس په ختيځ کښې ووژل شي او په لويديځ کښې يو انسان د هغه په وژله راضي وي نو د خداے پاک په درګاه کښې هغه راضي انسان هم مجرم او په جرم کښې شريک ګڼل کيږي.»

دغو ټکو ته په پام سره ويلې شوو چې قرآن مجيد د نورو د خېر يا شر له کارونو څخه د يو انسان رضامندۍ په اړه يو خاص نظر لري چې يوې  نمونې ته يې اشاره کوو.د سوره آل عمران په ۱۸۳ آيت کښې د پېغمبراکرم (ص) د زمانې يهوديانو ته په خطاب کشې فرمائي:"....فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ..."(تاسو ولې پېغمبران وژلي دي؟»

د ويلو ده چې د هغو پېغمبرانو قاتلان د پېغمبراکرم (ص) د زمانې له يهوديانو سره څو پېړۍ فاصله لرله . په سلګونو کلونو مخکښې يې نيکونو پېغمبران عليهم السلام وژلي وو خو هغوي د خپلو پلار نيکونو په دغو کارونو راضي وو نو ځکه خداے پاک يې رټي او خبردارے ورکوي. له دې سره چې هغوي په هغه زمانه کښې نه وو، قرآن د پېغمبرانو د قتل نسبت هغوي ته ورکوي او پوښتنه کوي چې ولې مو پېغمبران ووژل؟

په دې وضاحت سره په پوره توګه څرګنديږي چې د الهي  عدل په محکمه کښې د عملونو حساب کتاب حتی زمونږ پټو او څرګندو افکارو، انګېزو او نيتونو ته هم پاملرنه او حساب کتاب يې کيږي.

په قيامت کښې له انسانه د هغو نعمتونو په باره کښې چط خداے پاک ورته عطاء کړي دي پوښتنه کيږي. ځکه چې زياتې غوښتنې او کبر کول انسان بېهوده کارونو لوري ته راکاږي او د قيامت د ورځې حساب کتاب ته له توجه کولو يې منعې کوي. د سوره تکاثر په اتم آيت کښې راغلي دي: « بيا به په هغه ورځ د نعمتونو په اړه پوښتنه کيږي.»

په هغه ورځ به انسان پکار دي ځواب ووائي چې د خداے پاک له نعمتونو سره يې څه سلوک کړے دے او هغه يې څه ډول او په کومه لاره کښې خرچ کړي او استعمال کړي دي؟ آيا له هغو نه يې په سمه لاره کښې استفاده کړې ده يا يې ضائع کړي دي او د فساد او تباهۍ په لاره کښې يې استعمال کړي دي؟

په روايتونو کښې راغلي دي چې د قيامت په ورځ به انسان له خپل ځايه حرکت نه کوي مګر دا چې د خپل عمر، ځوانۍ، مال او د اهلبيتو عليهم السلام د ولايت او مينې په اړه ترې پوښتنه وشي. نو ځکه هغه نعمتونه چې په دغه آيت کښې راغلي دي پراخه معنا لري چې پکښې ټول مادي او معنوي الهي نعمتونه شامليږي. جوته ده چې د هغو نعمتونو په اړه چې زيات مهم دي زياتې او دقيقې پوښتنې کيږي.

دا په دې معنا دي چې دغه نعمتونه ګران بيه شتمنۍ دي چې خداے پاک انسان ته عطا کړي دي  نو پکار دي ترې په ښه ډول استفاده اوشي او شکر يې ادا کړې شي.

          -----------------        

 

ټیګونه