Jan 20, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • د نمر په حضور کښې (د جُمعې نمونځ) ۱۳۹۸-۱۰-۲۹

عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د نمر په حضور کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.


د هغې يادګارې جُمعې په ورځ ټول واړۀ لوے راغلي وو. که څه هم هوا ډېره يخه او واورې ورېدې خو هيچا د يخنۍ احساس نه کوۀ. د نمونځ ګزارو عظميه ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه .دې لپاره چې له خپل ګران رهبر سره بيعت تازه کړي او يو تاريخي شتون ولري. د امام خميني (رح) نومې مصله د خداے له عاشقانو ډکه وه، خلق چې په ګڼ شمېر کښې د مصلې په انګڼ او چاپېره لارو او سړکونو کښې موجود وو ټول په لېوالتيا سره د معظم رهبر د امامت د جُمعې د نمانځه ادا کېدو ته په طمه وو، بالاخره هغه خوږ رهبر راغے. په ډېر آرام او استقامت سره يې خطبه شروع کړه او ټول يې الهي تقوا ته راوبلل او بيا يې د ايام ا... به اړه خبرې وکړې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سورۀ ابراهيم پينځم مبارک آيت تلاوت کړ چې فرمائي:

« لَقَد أَرسَلنا موسىٰ بِآیاتِنا أَن أَخرِج قَومَکَ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَى النّورِ وَ ذَکِّرهُم بِأَیّامِ اللَّهِ؛ په دې مبارک آيت کښې خداے پاک حضرت موسی (ع) ته حکم ورکوي چې خلقو ته د ايام ا... يعنې د خداے د ورځو يادونه وکړه. هغو کسانو ته چې دوه صفته لري، يعني صبّار دي او شکور دي. صبّار يعني هغه کس چې له سر نه تر پښو استقامت او صبر ولري او شکور يعني  هغه کس چې د نعمتونو په پېژندلو او د هغو د څرګندو او پټو اړخونو په ليدلو سره قدرپېژندونکے  وي او د خداے ورکړې شويو نعمتونو په وړاندې د مسئوليت احساس کوي. آيت ا... العظمی خامنه اي په مکه کښې يعنې  د د کفر د بهير په وړاندې د مسلمانانو د مبارزو او ټينګ اودرېدو په اوج کښې  د دغو آيتونو نزول ته په اشارې سره يادونه وکړه، هغه وخت چې ټولنې، انسانان او اقوام د ستمګرو قوتونو له لاسه نجات پېدا کوي، ايام ا... يعنی د خداے ورځې دي. اوس که مو شکرګزاري وکړه، نو هغه نعمتونه چې مو تاسو ته درکړل ورځ په ورځ به يې زيات کړوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سورۀ ابراهيم له آيتونو څخه په استفادې سره د شهيد حاج قاسم سلېماني د جنازې په مراسمو کښې د لسګونو ميلينو خلقو شرکت او امريکايانو ته د سپاه سخته څپېړه د الهي قدرت و ارادې نښې نښانې وبللې او دغه ورځې يې د ايام ا... نمونې او مصداقونه وبلل او وې فرمايل:

« هغه ورځ چې انسان په پېښو کښې د خداے پاک د قدرت لاس مشاهده کوي؛ هغه ورځ چې په لسګونو ميلين خلق په ايران کښې او په لکونو خلق په عراق او ځينو نورو هېوادونو کښې د قدس د لښکر د قوماندان د وينې په خاطر سړکونو ته راووتل او د نړۍ ترټولو لويه بدرګه يې جوړه کړه، دا يو يوم ا... يعني د خداے ورځ ده. هغه څه چې راپېښ شول د خداے د قدرت له لاس نه بغېر د هيڅ عامل کار نه شي کېدې. هغه ورځ چې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر توغنديو امريکائي اډه دړې وړې کړه، هغه ورځ هم يوم ا... يعنې د خداے ورځ ده.»  

دوي همدارنګ زياته کړه، ورځې په تېرېدو دي، خو د دغو ورځو اثرات د ملتونو په ژوند کښې باقي پاتې کيږي؛ د ملتونو په روحيه کښې د ملتونو په طريقه کښې او د ملتونو په لاره کښې هغه اثرات چې دغه ورځې پکښې پرېږدي پاتې کېدونکي او ځينې تل پاتې کېدونکي اثرات دي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وېنا يوه برخه په ايران کښې وروستيو واقعاتو ته بيله وه. دوي وفرمايل: هغه کسان چې کوشش کوي زمونږ له ستر ملت څخه خلقو ته، پرديو افکارو ته يا په داخل کښې عامه افکارو  ته يو بل څه وښئ، له خلقو سره د صدق او اخلاص چلند نه کوي؛ او وګورئ چې د ايران خلق کوم کسان دي، هغه څو سوه کسان چې زمونږ له وياړ نه د ډک: شهيد سردار د تصوير سپکاوے کوي، هغه ايرانيان دي يا هغه عظيم څو ميليني خلق دي چې په سړکونو کښې موجود دي؟ د امريکې د شرارتي حکومت وياندان تل دا خبره تکراروي چې د ايران د خلقو ترڅنګ ولاړ يوو. دروغ وائئ! که د ايران د خلقو ترڅنګه ولاړ هم يئ نو د دې لپاره يئ چې خپل زهرجن خنجر د ايران د خلقو په سينه کښې اومنډئي. البته تر اوسه مو نه دي کړې شوي او له دې وروسته به هم داسې څه غلط حرکت  ونه  کړې شئ.»

آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د يوکرائني الوتکې په غورزېدو د افسوس او د حادثې ځپونکو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د دښمن خوشحالۍ ته اشاره وکړه او وې فرمايل: په هم هغه اندازه چې مونږ د الوتکې د غورزېدو پېښې ډېر غمجن کړوو او زړونه مو اودرېدل، زمونږ دښمن له دې پېښې څخه په هم هغه اندازه خوشحال شو؛ زمونږ دښمن په دې خيال سره خوشحال شو چې يوه وسيله يې ترلاسه کړې ده چې وکړې شي سپاه تر پوښتنې لاندې راولي، وسله وال ځواکونه ترپوښتنې لاندې راولي او اسلامي جمهوري نظام ترپوښتنې لاندې راولي. غوښتل يې چې دا کار وکړي چې کېدې شي هغه عظيمه واقعه تر تاثير لاندې راوستې شي؛ تېروتنه يې وکړه.وَ مَکَروا وَ مَکَرَ اللهُ وَ اللهُ خَيرُ الماکِرين؛ دوي مکر وکړ، خو پوه نه شول چې مکر يې د پرودرګار د قدر د لاس په مقابل کښې هيڅ تاثير نه لري، او دا کار نه شي کولې.د شهيد د جنازې د مراسمو يوم ا... او د امريکائي اډې په دړې وړې کولو کښې يوم ا... به د دغو خلقو له ذهنونو اونه ځي او ورځ په ورځ به ان شاء ا... نور هم زيات شي.

په دې وروستيو ورځو کښې دريو حکومتونو يعنې برطانوي، فرانسوي او جرمني حکومتونو ايران وګواښۀ چې ايټمي مسئله به يو ځل بيا د امنيت شورا ته اوړي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اړه وفرمايل:

« دغه درې هېوادونه هم هغه هېوادونه دي چې په مونږ باندې د تپل شوي جنګ په دوران کښې يې تر خپل وسه پورې له صدام حسين سره مرستې وکړې، جرمن حکومت کيميائي وسائل او کيميائي وسلې صدام حسين ته ورکړې چې ښارونه او جبهې په دغو وسلو سره په نښه کړي، چې اوس يې هم اثرات زمونږ په پخوانيو جنګياليوکښې موجود دي؛ فرانسوي  حکومت زمونږ د تيلي کيشتيو د ويشتلو لپاره سوپر سټېنډرډ جنګي هيلي کاپټرونه صدام حسين ته ورکړل؛ دغه د دوي ماضي او مخينه ده؛..له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې له وتلو وروسته دغو دريو هېوادونوبه تل خبرې کولې، تل به فضول غږېدل، ما بنده په هم هغه ورځ هم ويلي وو چې زۀ په دوي اعتماد نه لرم، دوي به څه کار ونه کړي، دوي به د امريکې په خدمت کښې وي، نن هم په کامله توګه واضحه شوې ده، د تقريباً يو کال له تېرېدو وروسته معلومه شوې ده چې دوي په حقيقي معنو کښې د امريکې نوکران او خدمتګاران دي، دوي د امريکې ګوډاګيان دي.»

معظم رهبر د دغې موضوع ترڅنګه له امريکې سره د هر ډول خبرې اترې ناممکنه وبللې او يادونه يې وکړه چې له مونږ سره خبرې اترې زياتره پکار دي د ګاونډي هېوادونود اېشيا د لويديځې سيمې د هېوادونو او د مشترک المنافع هېوادونو وي نه د لويديځو هېوادونو او امريکې، او زياته يې کړه: « دوي چې خبرې اترې هم کوي نو خبرې اترې يې له دوکې او فرېبه ډکې وي؛ دغه کسان چې د خبرو اترو مېز ته حاضريږي، دغه د خبرو اترو په مېز ناست جنټلمېنان  هم هغه د بغداد د هوائي ډګر  ويشتوکي ترهه ګر دي، دا هم هغه کسان دي چې هيڅ فرق نه کوي؛ دوي جامې بدلوي، دا د اوسپنې لاس دے چې مخملي اومصنوعي دستانې اوباسي او ځان ښئ، خو باطن يې هم هغه باطن دے؛ هيڅ فرق نه کوي. دوي هغه کسان نه شي کېدې چې انسان يې پرې باور او اطمينان پېدا کړي.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې ايران يو غني هېواد يې او د دښمن د يرغلونو، بنديزونو او تحرکاتو په وړاندې ټينګ اودرېدې شي، وفرمايل: « د ايران ګران ملت پکار دي همت يې دا وي چې مضبوط او پياوړے شي. د ايران د ملت مخې ته يوازېنۍ لار د مضبوطېدو په معنا ده؛ پکار دي کوشش وکړوو چې مضبوط او پياوړي شوو؛ مونږ خبرو اترو هم ډډه نه کوو خو نه له امريکې سره بلکه له نورو، البته له کمزوري دريځ څخه نه بلکه د قوت او طاقت له دريځ څخه. مونږ الحمد لله قوت لرونکي يوو او د خداے پاک په توفيق سره به نور هم مضبوط شوو. البته قوت يوازې فوځي قوت نه دے، فوځي قوت، هغه قوت چې له تېلو سره د خپل اقتصادو له وابستګۍ نه نجات پېدا کړوو، د سائنس او ټېکنالوجۍ زغل بايد دوام پېدا کړي، د دغو ټولو اډاڼه هم په ډګر کښې زمونږ د ګرانو خلقو موجودګي ده.»

د جُمعې د نمانځه په دويمه خطبه کښې آيت الله العظمی خامنه اي وړومبې له خلقو وغوښتل چې بېدار اوسي چې هسې نه دښمن د اسلامي شورا د جرګې د انتخاباتو په زمينه کښې د انتخاباتو د کمرنګه او بې رونقه کولو په اړه خپلې غوښتنې پوره کړې شي. معظم رهبر له دې وروسته ځينې مطالب په عربۍ ژبه وړاندې کړل.

معظم رهبر په دغه خطبه کښې د سردار سلېماني شهيدول يو بزدلانه عمل وبلۀ چې  دښمن د مقابلې او جنګ په مېدان کښې ورسره له مخامخېدنې څخه د کمزورۍ او بې وسۍ په وجه ترسره کړ. خو د ايران سپاه په ځوابي ګوزار سره امريکائي اډه په توغنديو سره دړې وړې کړه او هغه ظالم او متکبر حکومت دبدبه او عزت يې ترپښو لاندې کړ او اصلي سزا  يې له سيمې څخه وېستل دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې پکار دي امريکه له سيمې لاړه شي، د اسلام د نوي دور خبره وکړه. هغه دور چې پکښې فلسطين د پرديو صهيونېسټانو له واکمنۍ آزادي پېدا کوي او دغه مقصد ته د رسېدو وخت رانزدې کوي. د اسلامي انقلاب معظم ر هبر بيا د اسلام د نوي دور لپاره يو لړ قواعد بيان کړل او وې فرمايل: «اسلامي نړۍ پکار دي د تفرقې عوامل ختم کړي. د ديني علماؤ وحدت او يووالے د نوي اسلامي ژوند تېرولو د طريقې لپاره اسلامي لارې چارې پېدا کوي. زمونږ د پوهنتونونو ملګرتيا سائنس او ټېکنالوجۍ ته ترقي ورکړه او د نوي تمدن بنيادونه به جوړ کړي. زمونږ د رسنيو غږملتياوې به عمومي کلتور له بېخه اصلاح کړي. زمونږ د وسله والو ځواکونو ارتباط به له ټولې سيمې څخه جنګ او تېرے لرې کړي. زمونږ بازارونه به زمونږ د هېوادونو اقتصاد د لوټمارو کمپنيو له تسلط څخه رابهر کړي. زمونږ د خلقو تګ راتګونه او سفرونه به يوخوله توب، يو غږ توب، يو زړۀ توب او دوستي په ډالۍ کښې راوړي.

گوينده:

د معظم رهبر له خطبو وروسته د جمعې د نمانځه په ادا کولو سره له امام سره د امت شانداره تعلق او رشته انځوريزه شوه.

------------

 

ټیګونه