Apr 26, 2020 14:02 Asia/Kabul
  •  لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۷-۲-۹۹

د ائتلافي کابينې د تشکيلولو لپاره د نتنياهو او ګانټز موافقه، د لويديځې غاړې د ځينو برخو د يوځاے کولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د فېصلې په اړه د فلسطينيانو غبرګون او همدارنګ د سعودي ائتلاف لخوا د ادعائي ډزبندۍ بيا بيا خلاف ورزي په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې ډېر مهم واقعات او بدلونونه وو چې په دې پروګرام کښې يې څېړنه کيږي.

د فيروزي او سپين نومې ائتلاف مشر بني ګانتز او د ليکوډ ګوند مشر بنيامين نتنياهو بالاخره د تېرې هفتې د ګل په ورځ د صهيونېسټ رژيم د ائتلافي کابينې د تشکيل د حتمي کولو لپاره موافقه وکړه او وټاکل شوه چې له دغه بندون څخه د وتلو لپاره يوه ائتلافی کابينه جوړه کړي.

د نتنياهو او ګانتز د موافقې په اړه په نيواکي زمکو کښې د دوو ډلو غبرګونونه رامنځته شول.

وړومبۍ ډله هغه نيوکه کونکي دي چې باوري دي چې دغه کابينه فاسده کابينه ده. د صهيونېسټ رژيم د کار نومې ګوند يو مشر ميوار ميخالي وويل: د نتنياهو او ګانتز ائتلافي کابينه فاسده ده او د کار ګوند به ورته رائې ورنکړي. د صهيونېسټ رژيم پخواني وزيراعظم ايهود باراک هم په خپله فېس بک پاڼه کښې د پراخ بنسټه کابينې د تشکيلولو په سره د بنيامين نتنياهو او بني ګانتز ترمېنځ موافقه فاسده وبلله. په دغې موافقې باندې په نيوکه کښې فساد ته اشاره د صهيونېسټ رژيم په محکمه کښې د بنيامين نتنياهو د فساد له دوسيو سره اړوند ده.د دغې موافقې يو شرط دا  دے چې نتنياهو به قضائي صلاحکار او څارنوال ټاکي چې د ځان داسې محاکمه او د ځان په خلاف د نورو دوسيو په اړه  تحقيقات ختم کړي.

دويمه ډله هغه کسان دي چې په دې باوري دي چې دغه کابينه او دغه موافقه به څه دومره دوام پېدا نه کړی ځکه چې له يوې خوا موافقه ماتېدونکې ده او له بلط خوا د موافقې لوري په يو بل اعتماد نه لري. د موافقې د ماتېدونکي اړخ په اړه دا ټکے کافي دے چې يادونه يې وکړو د فيروزي او سپين نومې ائتلاف زياتره غړيود نتنياهو په مشرۍ کابينه کښې له ګډون څخه انکار کړے دے او يو سل شل استازي لرونکي پارلېمان کښې به دغه ائتلاف دوه اويا استازي ولري.

په خپلو کښې په يو بل باندې د نه اعتماد کولو په اړه دا ټکے کافي دے چې د اسرائيلي رژيم د پارلېمانغړي له يو لړ بې مخينې قوانينو سره موافقه وکړه چې د محکمې د وروستي حکم د صادرېدو تر وخته د وزيراعظم څنګته نه کېدل او د نتنياهو د وزيراعظمۍ د يو نيم کلنې دورې له ختمېدو نه پسد کابينې د ړونګولو لپاره د ليکوډ ګوند له اقدام څخه د ممانعت لپاره د نتنياهو او ګانتز ترمېنځ د وزيراعظمۍ د پوسټ د وېش ضمانت له دغو قوانينو څخه ډېر مهم دي. همدارنګ کان اسرائيلي ټي وي  چېنل اعلان وکړ له دې وروسته چې د اسرائيلو قضائي چارواکي اويخای مندلبليت ګواښ وکړ چې د حکومت د غونډو د فېصلو د په ډاګه کېدو صورت کښې به قضائي تحقيق وکړي، وټاکل شوه چې په راتلونکې کابينه کښې له اختلافاتو سره د اړوندو اطلاعاتو له په ډاګه کېدو خه د مخنيوي لپاره د غونډو د محرمانه والي سند د هر هغه کس لخوا لاسليک شي چې د کابينې په غونډو کښې ګډون کوي.

د نتنياهو او ګانتز د موافقې يو بند په راتلونکې جون مياشت کښې په نيواکي زمکو کښې د لويديځې غاړې د ځينو برخو شاملولو عملي کول دي. د موافقې دغه بند د فلسطين په داخل کښې له يو لړ پراخو غبرګونون سره مخامخ شو. اکثره فلسطينيان په دې باوری دي چې دغه موافقه د پېړۍ د نژادپرستانه معاملې د عملي کولو لپاره يو ګام دے، ځکه چې په نيواکي زمکو کښې د لويديځې غاړې د ځينو برخو د شاملولو تعقيبول چې د پېړۍ د معاملې يو بند دے په  دغه موافقه کښې شتون لري.

د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ دې ته په اشارې سره چې د ابراهيمي حرم شريف زمکه د فلسطين نه جدا کېدونکې برخه ده، وويل د صهيونېسټ رژيم دغه فېصله يو څرګند تېرے او د داسې يو سياست د اجرا د ابتداء کولو په معنا دی چې بالاخره به له کنټروله د وتلي حالت سبب شي. د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر همدارنګ د ملګرو ملتو مشر او د امنيت د شورا غړيو ته په ليکونوکښې د فلسطيني زمکو د يوځاے کولو لپاره د تل ابيب د فېصلې د خطراتو په بيانولو سره تاکيد وکړ چې د دغې اقدام په اړه به د فلسطينيانو ځواب غاښ ماتونکے وي.

د فلسطين د ازادي بخښونکې ولسي جبهې مرستيال مشر ابواحد فواد وويل، د صهيونېسټ رژيم ائتلافي کابينه د جنګ کابينه ده او په نيواکي زمکو کښې اوسني حالت ته په پام سره پکار دے د اوسلو معاهده لغو شي.

د فلسطين د ملي ابتکار غورځنګ مشر مطفی البرغوثي هم وويل، د نتنياهو او ګانتز موافقه يو ډېره داسې خطرناکه واقعه ده چې رامنځته کېدې شوه ،ځکه چې دغه کابينه دنده لري چې د پېړۍ معامله عملي او د فسطين آرمان نابود شي.

 د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر زيادالنخاله د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره په ټيلفوني خبرو کښې د فلسطين د خاورې او اسيرانو تر ازادېدو فلسطيني زمکې ته د کډوالو تر ستنېدو د مقاومت د لارې په دوام تاکيد وکړ.

اسماعيل هنيه د تېر زيارت په ماښام هم له محمود عباس سره په ټيلفوني خبرو کښې تاکيد وکړ، د فلسطين خلق به هيڅ هغه پلان چې د فلسطين د ملت حقوق زيامن کوي ونه مني.

د سيمې په سطح کښې هم د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د عربواتحاديې مشر احمد ابوالغيظ، د اردن خارجه وزير ايمن الصفدي او د ترکيې خارجه وزارت هم د نتنياهو او ګانتز د دغې فېصلې په اړه ردعمل څرګند کړ او هغه يې وغندله.

د ترکيې د خارجه وزارت وياند حامي آکسوي د تېرې جمعې په ورځ د يوې بيانيې په صادرولو سره وويل، په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټ رژيم د ښارګيو د الحاق لپاره د صهيونېسټ رژيم فېصله د فلسطينيانو د زمکو د قبضه کولو لپاره د يو ډېر خطرناک ذهنيت ښودنه کوي.

سعودي د اپرېل په نهمه نېټه په يمن کښې د  دوو هفتو يواړخيزې ډزبندۍ خبر ورکړ.  د دوو هفتو مهلت د تېر زيارت په ورځ د اپرېل په درويشتمه نېټه په داسې حال کښې ختم شو چې آل سعود حتی د څو ګېنټو لپاره په دغه ادعائي ډزبندۍ پابند نه ؤ. سعودي له ادعائي ډزبندۍ نه پس په دوو هفتو کښې هره ورځ په لسګونو ځل د يمن مختلفې سيمې په خاصه توګه الجو، مارب، البيضا او صعده صوبې بمباري کړې.

همدارنګ په يمن کښې د سعودي ائتلاف د ځواکونو رسمي وياند ترکي المالکي د تېرې جمعې په ورځ وويل، ائتلاف خپله ډزبندي د يوې مياشتې لپاره تمديد کړه. المالکي ادعا وکړه چې دغه اقدام د روژې په مبارکه مياشت کښې د يمن د ورور ملت د کړاونو کمولو او له کورونا وائرسو سره  د مقابلې لپاره  د ائتلاف د جدي ګروهنې په لړ کښې ترسره شوے دے.

د يمن د انصارا... د سياسي دفتر غړي محمد البخيتي په خپل يو ټوئيټ کښې د ادعائي ډزبندۍ د تمديد په غبرګون کښې وليکل: «د ډزبندۍ په نامه داسې څه څيز نشته چې سعودي دې هغه تمديد کړي، بلکه هغه څه چې په مېدان کښې موجود دي د حملو زياتوالے دے چې هغه تمديد کړ.»

د کورونا خپرېدنه د سعودي لپاره يو زرين فرصت په معنا کېدې شي چې د يمن له جبې څه ووځي، خو آل سعود له دغه فرصته استفاده ونه کړه او هسې يې ډزبندۍ په اړه يو د دروغو ادعا او ډرامې ته مخه کړه. داسې ښکاري چې په خپله ادعائي ډزبندۍ د نه پابندوالي پ اړه يو ترټولو مهم دليل بې له څه لاسته راوړنې د جنګ له نتائجو څخه د رياض اندېښنه ده. سعودي د دې باوجود چې پينځه کاله يې د يمن په خلاف هر اړخيزې حملې ترسره کړې ، خو صنعا ته د مستعفي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ستنولو د يمن د اقتدار له جوړښت څخه د انصارا... د څنګته کولو په اړه له خپلو اهدافو څخه يو هم ترلاسه نه کړې شو او نن منصور هادي يوه سوزېدلې مهره او انصارا... هم د يمن د سياسي ډګر ترټولو منظم لوبغاړے دے. د يمن له جنګه بې له څه لاسته راوړنې وتل د سعودي د فوځي او سياسي حيثيت ترپوښتنې لاندې د راتلو په معنا دي.

دې حالت ته په پام سره ويلې شوو چې سعودي د يمن په جبه کښې بوخت شوے او له سرګردانۍ سره مخامخ شوے دے. د يمن د المسيره چېنل د سياسي پروګرامونو مدير حميد رزق په دې اړه باوري دے چې سعودي په تنګسه راغلے دے چې نه کولې شي د صلحې عملي او حقيقي غوښتنو ته ځواب ورکړي او نه وس لري چې جنګ او تيري ته دوام ورکړي.

----------

 

ټیګونه