May 03, 2020 14:53 Asia/Kabul
  • لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۲-۱۳

په لبنان کښې بيا مظاهرې، په سعودي چېنلونو کښې د فلسطين په خلاف د فېلمونو خپرېدل، د جنوب د انتقالي شورا د خود مختارۍ اعلان او په يمن کښې د انساني حالت په اړه د روغتيا د نړيوالې ادارې خبردارے په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې له ډېرو مهمو واقعاتوڅخه وو چې په دې مطلب کښې لا زياته څېړنه کوو.

لبنان تېره هفته يو ځل بيا د حکومت په خلاف د نااراميو کتونکے ؤ چې په دغو ناراميو کښې په لسګونو کسان ژوبل شوي دي. په لبنان کښې د احتجاجونو او نااراميو د نوي دور د شروع کېدو وجه د ډالر د بيې د زياتېدو په وړاندې د دغه هېواد د پېسې د ارزښت کمښت دے.

د لبنان واقعات دا ښودنه کوي چې په دغه هېواد کښې د حزب ا... او د حسان دياب د حکومت په خلاف يوه نوې دسيسه د جوړېدو په حال کښې ده.

د روان ميلادي کال له شروع راهسې په لبنان کښې اوۀ ميليارډ ډالر ورک شوي دي چې درې ميليارډ ډالر پکښې يوازې له وروستيو څلورو هفتو سره اړوند دي.له دغو ارقامو نه علاوه څخه د پاسه اوۀ ميليارډ ډالره  په بېنکونو کښې امانت اېښودل شوي ارقام د هغو له حسابونو څخه وېستل شوي او له هېواده بهر ته منتقل شوي دي.

د لبنان د مرکزي بېنک مشر رياض سلامه تورن دے چې د لبنان له داخل څخه يې په ميليارډونو ډالر له راغونډولو وروسته بهر ته منتقل کړي دي. د لبنان وزيراعظم حسان دياب په يو بې مخينې اقدام کښې د مرکزي بېنک به مشر نيوکه وکړه او هغه يې هېواد له تاوتريخوالي سره د مخامخولو لپاره په يو سياسي پلان تورن کړ.

د لبنان د لېرې په مقابل کښې د هر ډالر بيه له دوه نيم برابر کېدو نه څوورځې مخکښې مخکښيني وزيراعظم سعد الحريري چې د هغه تر مشرۍ لاندې ګوند يعني حزب المستقبل د لبنان په حکومت کښې برخه وانه خېسته بيروت ته ستون شو.

همدارنګ د جرمني د کورنيو چارو وزارت د تېرې هفتې د زيارت په ورځ د حزب ا... په ترهه ګر بللو سره د جرمني په خاوره کښې د دغې ډلې فعاليتونه ممنوع اعلان کړل.

د دغو تحرکاتو په دوام سره حسان دياب د لبنان د کابينې د تېرې هفتې په غونډه کښې په دغه هېواد کښې له تشدده د ډکو احتجاجونو په غبرګون کښې په دغو احتجاجونو کښې د نفوذيانو د شتون او په ځينو سيمو کښې په اموالو او فوځ باندې د تېري کولو خبر ورکړ. لبنان وزيراعظم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ هم د دغه هېواد کابينې په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې حکومت کوشش کوي چې د مالي او معيشتي بحران سختي کمه کړي او له خلقو سره مالي مرستې وکړي، واضحه کړه: تاوتريخوالي او بلوو ته د ځينو احتجاج کونکو لمسونکي لوري پېژندل شوي دي.

د احتجاجونو په پراختيا سره د لبنان د وزيرانو شورا د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد د وزيراعظم حسان دياب له مالي – اقتصادي طرحې سره موافقت وکړ او هغه يې  تصويب کړه. حسان دياب د اقتصادي او مالي اصلاحاتو د طرحې له تصويبېدو وروسته وويل: دغه طرحه د اوسني واقعيت د اصلاح لپاره د حکومت لاره ټاکي. د لنبان ولسمشر مېشل عون هم د دغې طرحې له تصويبېدو وروسته څرګنده کړه، د اقتصادي او مالي اصلاحاتو د طرحې د تصوبېدو اهميت په دې کښې دے چې دغه طرحه په وړومبي ځل او له دې وروسته برابره شوه چې نه پلانونې او راتلونکي ته نه کتنې د لبنان حالات خرابۍ او ويجاړۍ ته رسولي دي.

گوينده:

تېره هفته د سعودي چېنلونو لخوا د فلسطين په خلاف د فېلمونو خپرېدل په عربي نړۍ کښې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شول. اېم بي سي چېنل چې د سعودي تر مالکيت لاندې شتون لري د صهيونېست رژيم د سپين ښودلو او دغه رژيم ته د انساني جلوې ورکولو په هدف سره  د ايم هارون ډرامه سيريل خپرول شروع کړي دي. مخرج اوۀ نومې يو بل سعودي ډرامه سيريل دے چې د په زړۀ پورې کميډي په شکل کښې په ظاهره د مخاطب خندول غواړي خو په اصل کښې د هغوي ذهنونه ورو ورو د صهيونېسټ رژيم د وجود د منلو لوري ته هڅوي او هغه يو ډول  عادي او طبيعي ښودنه کوي چې مخاطب د فلسطين د آئيډيال په اصل کښې شک کوي. په دواړو سيريلونو کښې  هغه سرې کرښې چې فلسطيني ځوانانو د هغې لپاره کلونه کلونه سرښيندنې کړې دي ترپښو لاندې شول.

د دغو ډرامه سيريلونو خپرېدل د روژې په مبارکه مياشت کښې شروع شول، هغه مياشت چې د وروستۍ جُمعه يې د قدس نړيواله ورځ نومولې شوې ده او د ټولې نړۍ مسلمانان په دغه ورځ د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په خلاف مظاهرې کوي. د سعودي د اېم بي سي چېنل لخوا توليد شويو عربي سيريلونو  په مختلفو عربو هېوادونو په تېره بيا فلسطين کښې د مسلمانانو قهر راپارولے  او په سوشل مېډيا کښې د مسلمانانو او عربو د پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سبب شوي دي.په سوشل مېډيال کښې د دغو ټيلي ويژني سيريلونو په خپرولو احتجاج کونکو يوزرانو په دغو سيريلونو باندې د احتجاج لپاره د مسلمانانو په رابللو سره له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو او د صهيونېسټانو په اړه د عربو او مسلمانو هېوادونو د عامه خلقو د افکارو د بدلون لپاره کوشش ځينې هغه اهداف وبلل چې دغه سيريلونه يې تعقيوبوي.

له سعودي چېنلونو څخه او د سعودي په پانګونې سره د دغو سيريلونو خپرېدل په داسې  حالاتو کښې شروع شول چې صهيونېسټ رژيم غواړي د روان ميلادي کال د جولائۍ له وړومبۍ نېټې څخه له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د ځينو برخو يوځاے کولومنصوبه اجرا کړي او دا چاره له هر څه زيات د پېړۍ د نژاد پرستانه معاملې په اجرا کولو کښې له امريکې او نيواکي رژيم سره د آل سعود په خاصه توګه د سعودي د ځوان وليعهد د غږملتيا ښودنه کوي.

گوينده:

د يمن د جنوب انتقالي شورا چې د اماراتو تر ملاتړ لاندې ده تېره هفته د يمن په جنوبي صوبو کښې خودمختاري اعلان کړه. د جنوب انتقالي شورا د 2017 کال په مۍ کښې خپل موجوديت اعلان کړ. د هغې موجوديت اصلي وجه هم د يمن له مستعفي حکومت سره اختلاف ؤ. د جنوب انتقالي شورا د يمن په جنوب کښې د تجزيه غوښتنې ادعا لري او د جنوبي يمن هېواد تشکيلول او له 1990 لسيزې نه مخکښې وخت ته چې يمن په شمالي او جنوبي هېواد مشتمل ؤ د ستنېدو غوښتونکې ده.

تېره ميلادي کال کښې د انتقالي شورا او د مستعفي حکومت ترمېنځ د اقتدار جنګ زيات شو، په دا ډول چې د انتقالي شورا ګوډاګيو په عدن کښې د ولسمشرۍ د ماڼۍ او د اقتدار د ځينو ادارو کنټرول په اختيار کښې واخېست. سعودي د 2019 کال په نومبر کښې د رياض په موافقې سره کوشش وکړ چې دغه اختلافات ختم کړي، خو د انتقالي شوار د خودمختارۍ اعلان وښودله چې دغه اختلافات مخ په زياتېدو دي.

د انتقالي شورا د خودمختاري اعلان د رياض او ابوظبۍ ترمېنځ د اختلافاتو د دوام ښودنه کوي او د يمن په جنوب کښې د نفوذ د زياتولو او بې له څه کاميابۍ له جنګه د نه وتلو لپاره د ابوظبۍ د پلان يوه برخه ده. د جنوب د انتقالي شورا د خودمختارۍ اعلان د سعودي لپاره يوه محسوسېدونکې ماتې هم ګڼل کيږي. سعودي په تېر اوړي کښې زيات کوشش وکړ چې د انتقالي شورا او مستعفي حکومت ترمېنځ مېنځګړيتوب وکړي چې د دغه چلند نتيجه هم د رياض د 2019 کال د نومبر موافقه وه چې په جنوب کښې د ملی وحدت د حکومت تشکيل يې خپل تر ټولو مهم هدف ګرځولے ؤ. د  جنوب د انتقالي شورا د خودمختارۍ اعلان په رسمي توګه د رياض د موافقې د ختمېدو په معنا ده. په دې بنياد، سلمان بن عبدالعزيز د سعودي د کابينې په غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه وويل د يمن په جنوب او عدن ښار کښې حالات پکار دے د انتقالي شورا لخوا د فوق العاده حالت له اعلانېدو نه مخکښې وخت ته وګرځي. د سعودي باچا زياته کړه هر هغه اقدام چې د رياض د 2019 کال د نومبر له موافقې سره په تضاد کښې بايد لغو شي.

گوينده:

په داسې حال کښې چې د يمن په  جنوب کښې اختلافات د دغه هېواد د جغرافيا د ګواښ سبب شول او سعودي هم په يمن کښې په خپلې ادعاي ډزبندۍ پابند نه دے او هره ورځ د  دغه هېواد په مختلفو سيمو په لسګونو ځل بمبارۍ کوي، امريکې وويل چې د روغتيا له نړيوالې ادارې سره خپلې مرستې ختموي.

د روغتيا له نړيوالې ادارې سره د امريکې د مرستو له ختمېدو وروسته دغې ادارې هم اعلان وکړ چې له يمن سره خپلې اتيا فيصده مرستې ختموي. په ملګرو ملتو کښې د يمن د بشردوستانه چارو غږملونکي ليز ګرانډ د امريکې د دغه سياست په غبرګون کښې وويل، د روغتيا نړيواله اداره به د يمن د روغتونونو، وړومبنيو روغتيائي خدماتو د پروګرام  او نورو روغتيائي ضرورتونو لپاره له خپلې بودجې څخه اتيا فيصده مرستې ختمې کړي.

رپوټونه د دې ښودنه کوي چې د يمن لپاره د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې ختمېدل به په دغه هېواد کښې د يو سل نهه اتيا روغتونونو او د روغتيا د دوو سوو مرکزونو کارکردګي کمه کړي او يا به احتمالا د دغو فعاليتونو په ټپه د اودرېدو سبب شي. دا په داسې حال کښې دي چې  د يمن د ملي نجات د حکومت د روغتيا وزارت تېره هفته وويل چې دغه هېواد له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره په وړومبۍ مرحله د کورونا بيمارۍ د تشخيص پينځو لکو کېټونو او په دويمې مرحله کښې لس ميلين کېټونو ته فوري ضرورت لري.

 

ټیګونه